Jump to content

ويټولډ بيلاويج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويټولډ بيلاويج
د شخص مالومات
پيدايښت
د مړينې نېټه
تابعیت بېلجيم   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک

ويټولډ بيلاويچ (۲ مارچ ۱۹۲۱-۲۶ ديسمبر ۱۹۹۹) يو روسي الاصله بلجيمي رياضي پوه او د برېښنا انجنير و، چا چې د برېښنايي شبکو د تيورۍ په برخه کې يو لړ مهم کارونه وړاندې کړي دي. مور او پلار يې له بالشويکانو څخه تښتېدلي وو، نوموړی په بلجيم کې مېشت و، چېرته چې هغه د ابتدايي کمپيوټر د جوړولو په پروژو کې کار وکړ. بيلاويچ د برېښنايي مدار د يو لړ فرضيو وړاندې کوونکی دی او اوسني مشهور تيتونکي پيراميټرونه يې معرفي کړي دي.

بيلاويچ په ژبو کې لېوالتيا درلوده او هغه د Zipf قانون څخه رياضياتي اخذ وموند. هغه همدا راز د ماشيني ژبو په اړه هم خپرونې کړي. د هغه د لېوالتيا بل ډګر د لېږد مزي وو، په دې ډګر کې هغه د مزي په جوړه کولو خپرونې کړي دي. هغه همدا راز د تلفون په کانفرانسنګ (خبرو کولو) باندې کار کړی او د کانفرانس ميټرکس رياضیاتي جوړښت يې متعارف کړ.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

بيلاويچ د ۱۹۲۱ز کال د مارچ په دويمه نېټه، د «کاريليا» په «تيريجوکي» کې زېږېدلې و چې دا سيمه اوس د روسيې برخه ده، خو هغه مهال د فينلينډ برخه وه. د بيلاويچ مور او پلار روسان وو او د هغه مور پولنډي توکمه وه. دوی هڅه کوله چې د روسيې په «پيټروګارډ» (سن بيټرسبرګ) کې له خپل کور څخه وتښتي، تر څو د بالشويکي انقلاب څخه ځان بچ کړي چې د بيلاويچ پلار يې مخالف و. د بيلاويچ حامله مور فينلينډ ته له پولې څخه په اوښتو بريالۍ شوه او د ويټولډ له زېږېدو وروسته يې په «هيلسينکي» کې ژوند ته دوام ورکړ، د نوموړي زېږون همدلته ثبت شو. د بيلاويچ پلار مخکې تر دې چې دوی پسې ولاړ شي، ونيول شو او سربيا ته تبعيد کړای شو، نوموړې هلته ومړ او ان خپل زوی يې هم ونه ليد.[۲]

په ۱۹۲۶ز کال کې، بيلاويچ په داسې حال کې له خپلې مور سره بيلجيم ته کډوال شو چې لا هم يو کوچنی ماشوم و.[۳]

زده کړه

[سمول]

بيلاويچ د ۱۹۳۶ز کال د جولای تر مياشتې پورې په « Notre-Dame de la Paix» کالج کې په فرانسوي ژبه، په بلجيم کې زده کړه وکړه. په ۱۹۳۷ز کال کې، په داسې حال کې چې هغه شپاړس کلن و، نوموړي په «Université Catholique de Louvain» کې داخله واخيسته، چېرته چې هغه برېښنايي او ميخانيکي انجنيري وويل او په ۱۹۴۲ز کال کې فارغ شو. بيلاويچ په ۱۹۴۵ز کال کې له همدې پوهنتون څخه، په تطبيقي ساينس کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ. د هغه مشر «چارلس لمبرټ مينبيک» او د هغه دويم سلاکار «ويلهيلم کاور» و، څوک چې د شبکه يي ترکيب د ډګر بنسټګر و.[۴][۵][۶][۷]

له ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۸۵ز کال پورې، بيلاويچ په همدې پوهنتون کې د ښونکي دنده تر سره کړه. هغه د مدار تيوري او نور رياضياتي مضامين تدريس کړل چې د برېښنايي علومو اړوند و. په ۱۹۶۰ز کال کې، نوموړی ځانګړی پروفيسر (buitengewoon hoogleraar) وګرځېد. که څه هم بيلاويچ د يو برېښنايي انجنير په توګه کار وکړ، هغه په بنسټيز ډول له رياضياتو سره لېوالتيا درلوده، په ځانګړي ډول په الجبر کې.  په بلجيم کې يو دودو و چې ډيری ماهر رياضي پوهان د سوچه رياضياتو يا فزيک پر ځای په انجنيرۍ کې داخل شول. بيلاويچ د تدريس پر مهال د هر ډول اډیو-بصري مرستې لپاره د تورې تختې او تباشير استعمال ته ترجيح ورکولو سره د رياضياتو لور ته د خپل ميلان څرګندونه وکړه. هغه ان په همدې طريقه هغه مهال هم درس ورکړ، کله يې چې په لندن کې په IEE کې د زيات شمېر حاضرينو په وړاندې په نړيوال کنفرانس کې پرانيستونکې وينا کوله. [۸][۹]

مسلک

[سمول]

په ۱۹۴۲ز کال کې له فراغت وروسته، بيلاويچ په «انټويرپ» کې له «Bell Telephone Manufacturing Company» (BTMC) سره يو ځای شو، کوم شرکت چې په اصل کې د «International Bell Telephone Company» يوه برخه وه چې مرکز يې په برسلز کې و، خو په ۱۹۲۵ز کال کې، له خپلو نورو اروپايي شريکانو سره په «International Telephone and Telegraph» (ITT) وپلورل شو. بيلاويچ په BTMCکې د لېږدولو د څانګې مشر شو. په دې ځای کې هغه له «ويلهيلم کاور» سره په اړيکه کې شو، چا چې په هغه زيات اغېز درلود. کاور د هغه مهال د برېښنايی مدار يو له مخښکو انديالانو څخه و چې په برلين کې يې د « Mix & Genest » لپاره کار کړی و، دا د ITT تر چتر لاندې يو همغاړی شرکت و. کاور د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال ومړ، خو بيلاويچ له هغه وروسته د اوږدې مودې لپاره د هغه اثار د مدار د تيورۍ د موضوعاتو په اړه د لوړ اختيار په توګه منلي و. [۱۰]

له ۱۹۵۱ز کال څخه بيلاويچ د برېښنايي کمپيوټرونو په طراحۍ کې ښکېل و، کوم چې د BTMC له د بلجيم د حکومت لپاره جوړېدل. د دې پروګرام موخه دا وه چې هغه پرمختګونو ته ځانونه ورسوي، کوم چې د جګړې پر مهال په انګليسي ژبه خبرې کونکې نړۍ کې تر سره شوي وو. د دې هڅو په پايله کې د « BTMC» په نوم ماشين جوړ شو. له ۱۹۵۲ز کال راهيسې  بيلاويچ د دې پروژې د برېښنايي انجنيرۍ د اړخ استازولي وکړه. په ۱۹۵۵ز کال کې، بيلاويچ په برسلز کې د بلجيم د کمپوټنګ مرکز (Comité d'Étude et d'Exploitation des Calculateurs Électroniques) رئيس شو، کوم مرکز چې دا کمپيوتر د حکومت لپاره مديريت کړ. په لومړيو کې، يواځې 17-rack نمونه فعاله وه. لومړۍ هغه موخه چې دې کمپيوټر ته ورکړل شوې وه هغه د «بيسل» د کارونو محاسبه وه. د 34-rack بشپړ ماشين له انټورپ څخه ولېږدول شو او په ۱۹۵۷ز کال کې په کار واچول شو. بيلاويچ دا ماشين د ماورايي فعاليتونو د څېړنو لپاره وکارولو. [۱۱]

په ۱۹۶۳ز کال کې، بيلاویچ په «اينډون» کې د فيليپس د څېړنې د رئيس «هينډريسک کاسيمر» تر مشرۍ لاندې، د نوي جوړ شوي « Laboratoire de Recherche MBLE» مشر شو (وروسته د بلجيم د فيليپس تحقيقاتي لابراتور نوم ورکړل شو). دا تاسيسات د فيليپس لپاره په رياضياتو کې ځانګړې وه او په محاسباتي څېړنه کې يې زیاته ښکېله وه. بيلاويچ په دې ځای کې تر هغه وخته پاتې شو، تر څو په ۱۹۸۴ز کال کې تقاعد شو.[۱۲]

بيلاويچ د ۱۹۹۹ز کال د ديسمبر د مياشتې په ۲۶ نېټه ومړ. د هغه لور پاتې ده، خو مېرمن يې نه ده پاتې.[۱۳]

اثار

[سمول]

بيلاويچ د مدار په نظريه کې د هغه د مرستو له امله مشهور دی، په ځانګړي ډول د تصفيه کونکو، عيارونکو، جوړه شويو مزو او غېر خطي مدارونو په برخه کې. نوموړی په ۱۹۷۳ز کال کې د «د مدار تيوري نړيوال ژورنال» له پيل څخه د دې ژورنال په ليکونکي پلاوي کې و. نوموړی همدا راز له معلوماتي تيورۍ، برېښنايي کمپيوټرونو، رياضياتو او ژبپوهنې سره سترې مرستې کړي دي.[۱۴]

بيلاويچ په نړيوالو کنفرانسونو کې نفوذ درلود او د ورځپاڼو د وړاندې کوونکو د څېړنيزو پوښتنو ښکار و، چې ډېر ځله به د هغوی د نا ارامۍ لامل ګرځېد. په ۱۹۵۹ز کال کې په برمينګهم پوهنتون کې د يو کنفرانس تنظيمونکي بيلاويچ د دې ناستې رئيس وټاکه، په کومه ناسته کې چې تنظیمونکي خپله هم پريزينټيشن وړاندې کړ. داسې ښکاري هغه دا کار په دې موخه وکړ چې بيلاويچ له پوښتنو وژغوري. د ۱۹۷۰ز لسيزې په منځ کې بيلاويچ کنفرانسونو کې ګډون کول بند کړل، خو په ۱۹۸۴ز کال کې په مونټريال کې د مدار او سيستم په اړه يې د IEEE نړيوالې ناسته کې په دې موخه ګډون وکړ چې د IEEE د سل کلنۍ نښان تر لاسه کړي.[۱۵]

د مدار تيوري

[سمول]

تيتونکی ميټريکس

[سمول]

په ۱۹۴۵ز کال کې بيلاويچ په خپله ليکنه کې د تيتونکي ميټريکس مهم اند وړاندې کړ (چې د بيلاويچ له خوا د بېرته ستنيدو ميټريکس په نوم پېژندل کېږي). بيلاويچ دا اثر په يوه بله ليکنه کې تر يو بريده نور هم روښانه کړ د دې ليکنې نوم « Transmission Losses in 2n-terminal Networks» و. د دويمې نړيوالې جګړې په ډېره موده کې بلجين نازي المانيانو نيولی و او دې چارې بيلاويچ له امریکايي همکارانو سره له هر ډول اړيکې منع کړی و. دا بيا له جګړې وروسته وه چې کشف شوه چې همدا اند د تيتونکي ميټريکس په نوم، په خپلواک ډول د امريکايي ساينسپوهانو له خوا هم کارول شوې ده چې پوځي رادارونه يې جوړول. د مونټګوميري، ډي: او پورکيل له خوا د امريکايانو کارونه په ۱۹۴۸ز کال کې خپاره شوي وو. بيلاويچ په خپل کار کې تېتونکي وسايل د راټول شوي عنصر په مدارونو وکارول او په دې ډول هغه لومړی څوک و چې دا کار يې وکړ، په داسې حال کې چې امريکايانو وېشل شوي عنصر مدارونه تر نظر لاندې نيولي و او په رادارونو کې يې د مايکروويو فريکوينسيانې کارولې وې.[۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Biographie nationale de Belgique ID: http://www.academieroyale.be/fr/la-biographie-nationale-personnalites-detail/personnalites/vitold-belevitch/Vrai/ — subject named as: Vitold Belevitch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Royal Academy of Science, Letters and Fine Arts of Belgium
  2. Fettweis, p. 613 Vandewalle, p. 429
  3. Fettweis, p. 613 Vandewalle, p. 429
  4. Electrical Communication, vol.24, no.1, p. 125.
  5. Fettweis, pp. 613–614 Vandewalle, p. 429
  6. "Vitold Belevitch", Mathematics Genealogy Project, accessed and Archived 9 August 2010 at the Wayback Machine. 17 May 2011.
  7. Fettweis, pp. 613–614 Vandewalle, p. 429
  8. Vandewalle, p. 429
  9. Fettweis (Dutoit)
  10. Fettweis, pp. 613–614 Fettweis (Dutoit) Huurdeman, p. 248 Mols and d'Udekem-Gevers, p. 105 Vandewalle, p. 429
  11. Fettweis, p. 614 Mols and d'Udekem-Gevers, pp.102, 104-107 Vandewalle, p. 429
  12. Fettweis, p. 614 Vandewalle, p. 429 de Vries and Boersma, p. 127
  13. Fettweis, pp. 613–614 Vandewalle, p. 429
  14. Fettweis, pp. 613–614 Vandewalle, p. 429
  15. Fettweis (Dutoit)
  16. Belevitch (1962), p. 851 Montgomery et al., pp. 146–161 Valkenburg, p. 336 Vandewalle, p. 429