ويټامين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ويټامينونه نه مخ گرځېدلی)
مېوې او سابه اکثرا د ويټامينونو د غوره سرچينې په توگه کارول کيږي.

ويټامين (په انګلیسي: Vitamins) د هغه موادو څخه عبارت دي چې د انساجو د ودې، فعاليت او ساتنې له پاره ضروري دي .يا د غذايې موادو مهمه او حياتي برخه ويټامينونه دي . ويټامينونه په حيواني اونباتي انساجوکې پيداکېږي .ورځنى احتياج يې د عضويت له پاره کم د ى، ويټامينونه په عمومي توګه دانسان په بدن کې نه جوړيږي، بايد د غذا له لارې واخستل شي . ويټامينونه اوهورمونونه دواړه فعال مواد دي خو اساسي توپير يې دا دى چې هورمونونه تنظيم کوونکې مواد دي او د بدن په دننه کې جوړيږي، اما ويټامينونه مغذيې مواد دي اوپه بدن کې کم شمېريې Vit_K او د B.Complex ځنې ويټامينونه جوړيږي او د غذا له لارې باېد واخستل شي . ډاکتر (Funk) په ١٩١٢میلادی کال کې دويټامين نوم له دوه کليمو څخه (Vita) چې د ژوند معني لري اوبل يې دامين (Amine) کلېمې څخه مشتق کړ. پروفيسر (Drummond) په ١٢٢٠ میلادی کال کې د (Amine) د کلېمې څخه د E د تورې د لرې کولو پيشنها وکړ او د قبول وروسته يې دويټامين کليمه د استفادې وړ وګرځېده او دا کليمه د خاص ا چو عام په خوله کې پريوته . تراوسه پورې ٢٢ ويټامينونه پېژندل شوي دي او نورو پسې څېړنې روانې دي . ويټامينونه هغه عضوي مواد دي چې په کمه اندازه په خوړلو کې د انسان او حيوان د ژوند د ادامې د نسل د توليد ،صحت نورماله نمو او ودې، د ژوند د سالمې روزنې له پاره ضروري دي . د ويټامينونو مهمه وظيفه داده چې انزايمونه فعالوي او د کوانزايم په شکل عمل کوي، پروتينونه فعالوي اوپه انزايم يې بدلوي، بياانزايم کېمياوي تعاملات مخکې بيايې .

د ويټامينونو تا ريخچه

ويټامينونه ډېر وروسته کشف شوي دي دا ځکه چې په ډير کم مقدارد نباتاتو په انساجو کې پيدا کېږي لمړنى عالم چې د ويټامينونو په باره کې يې کشفيات شروع کړه د Hop kin په نوم ياديده او يو ګروپ موږکان يې تر تجربې لاندې ونيول او داسې خوراک يې ورته ورکړ چې شکري ، شحميات ، پروتينونه او معدني مواد پکې وو او دافکريې کاوه چې د اڅلور مواد مکمل غذايې مواد دي ولي دويټامين څخه خبرنه وو. نو کله چې موږکانو ته مصنوعي غذا ورکړل شوه وليدل شو چې موږکان په بېلا بېلو ناروغېو باندې اخته شول ددې څخه داسې نتيجه لا س ته راغله چې ددې غذايې موادو څخه غېر نور مواد هم شته چې ژوند لپاره مهم او ضروري دي چې دا نامعلومه ماده د Accessory Factor په نوم سره ياده شوه او جهان ته يې اعلان کړه چې کله يې په طبعي خوراکونو سره موږکان تغذيه کړل نو صحت يې وموند کله چې ورته مصنوعي ډول غذا ورکړل شوه نو په مختلفو ناروغېو دوباره اخته شول د دوهم ځل له پاره چې ناروغو موږکانو ته طبعي خوراکه ورکړل شوه نو موږکان بېرته جوړشول نو ددې څخه داسې معلوميږي چې په طبعي خوراکه کې ځينې مواد شته چې د ژوند د بقا لپاره په کار يږي . اولومړۍ مادې ته يې Accessory Factor نوم ورکړ او د دنيا علماء دې ته متوجه شول او زيات مواد يې لاس ته راوړل نو کله چې دغه خوراکونه د خالصو خوراکو نو سره يو ځاي شول نو حيوانات به نه ناروغه کېدل بيا دغه مواد يې تجزيه کړل نو دوى وليدل چې دې موادو ،د NH2 Amin د ګروپ درلوده او دژوند لپاره مهمه ده نوځکه د Vitamin په نوم سره يادکړل څرنګه چې دا مختلفي مادي وي چې اول کشف شوي اوپه لاندې ډول طبقه بندي شوي دي د ويټامين (A) په نوم ،دوهم د ويټامين (B) اوداسې نور تر ويټامين (H) پوري نوم ورکړل شو ولي وروسته لدي څخه يې يو يو د تجربې لاندې نيول پدي نږدې وختونو کې ځينې نور ويټامينونه هم کشف شول د ويټامين کلمه د لومړي ځل لپاره په کال (١٩١٢) ميلادي کې د Frank په واسطه استعمال شوه زياتره ويټامينونه په بدن کې نه جوړيږي ضروري ده چې په ورځني غذاکې شامل وي خوددې ترڅنګ يوشمير حيواناتو لپاره ضروري نه بريښي چې په ورځينې غذا کې ورته ټاکلي ويټامينونه موجود وي او وجود يې پخپله جوړوي . کله چې دغه ويټامينونه (Intestinal micro flora ) پواسطه جوړيږي لکه (Vitamin B-Complex) کورني ددې تر څنګ خوګ ، انسان او شادي ويټامين (C) نشي جوړولي بايد په خوراک کې ورکړل شي د ويټامينونو د کمښت ستونزې يا خو په غذاکې د ټاکلي ويټامين نه موجوديت په وجه منځته راځي او يا هم د ناروغي يا نورو موادو په وسيله هغه ميکانيزم له منځه ځي چې د ويټامين د جذب سبب ګرځي . کله چې صفراوي مالګې کمې وي نو په شحم کې منحل ويټامينونه سم نه جذبيږي د کولمو په ناروغۍ کې هم ورته ستونزې منځته راځي د ويټامين کمبود او يا هم نشتوالي نه يواځې دا چې يو حيوان کې د ټاکلي علايمو د ښکاره کېدوسبب ګرځي بلکې هغوي دتوليد د روزني له پلوه خورا د اهميت وړدي .

د انحلال په لحاظ د ويټامينونو ډولونه

ټول ويټامينونه د انحلال په لحاظ په دوه ډوله تقسميږي
الف – هغه ويټامينونه چې په غوړيو کې حل کېږي
ب - هغه ويټامينونه چې په اوبو کې حل کېږي
الف – هغه ويټامينونه چې په غوړيو کې حل کېږي عبارت دى له : ويټامين اي(A)ياProvitmine-Corotien ويټامين ډي (D يا Colciferol ويټامين يې (E) يا Tocopherol ويټامين کا (K)يا Minadione
ب – هغه ويټامينونه چې په اوبو کې حل کېږي عبارت دى له : د ويټامين کېمياوي نوم د ويټامين نوم Ascorbic Acid ويټامين C Thiamin ويټامين B1 Ribo flovine ويټامين B2 Niocin (nicotinic) Acid ويټامين PP Citrin (rotine) ويټامين P Panto thenic Acid ويټامين B5 Pyridoxine ويټامين B6 Cobala Amine ويټامين B12 Biotin ويټامين H Folacine ويټامين B9 Pare Amino Binzoic Acid ويټامين پارا امينونه بنزويک اسيد Inocitol ويټامين اينوسيتول Coline ويټامين کولين


پورتني لومړني اته ويټامينونه دبې کمپلکس (Vitamin B Complex)په نوم ياديږي په اوبوکې منحل ويټامينونه پرته د ويټامين B12 څخه په نباتاتوکې جوړيږي دبدن د ضرورت وړمقدار د سبزيجاتو ،حبوباتو،ميوه جاتو اوهمدارنگه د شيدو او غوښي له لارى اخستل کېداى شي .څرنکه چې په اوبو کې منحل ويټامينونه په زياته اندازه په بدن کې نه ذخيره کېږي له همدي امله په دوامداره ډول بايد استعمال شي تر څو د نسيتمنۍ (فقدان)څخه يې مخنيوي وشي بلکې ويټامين B12 لوى حالت څخه مستثنى دى، ځکه په ځيگر کې د څوکالونولپاره ذخيره کېداشي که چېرې په اوبوکې منحل ويټامينونه زيات واخستل شي اضافى مقدار يې په تشو متيازوکې اطراح کېږي ځکه په اوبوکې منحل دى او هم کم شحم منځ ته نه راوړي اما په شحموکې منحل ويټامينونه دزيات مقدارله کبله شحم پيداکوي چې د،Vit A اوVit D شحم ليدل شوى دى . په اوبوکې د منحلو ويټامينونو فقدان اعراض اکثرآ ليدل کېږي به اوبو کې منحل ويټامينونه اکثرآ په غذاگانوکې يو ځاى پيداکېږي که چېرې يوانسان د اوږدى مودى لپاره بشپړ غذاونه خورى د څو ويټامينونو فقدان يو ځاي او په يووخت کې ظاهريږي چې په دې وخت کې د تداوي لپاره بايد ټول ويټامينونه توصيه شي

ويټامين بي (Vitamin B)

په ١٨٩٧ م کال يوهالينډي ډاکټر Eljkam په جاواکې پدي يوه شو هغه کسان چې ډيره موده يې پاکې شين شوب شوى وريجى خوړلى وى دوى ته يو ډول ناوغى چې دBeri__Beri په نوم ياديږى، پيداکېږي اودى داکټر فکر وکړچې ممکن دغه گټورماده دوريجو څخه دشين شوب کولو په وخت کې جدا شوى ده او بيا به شلم قرن کې نوروعالمانو دا ماده دويټامينB په نوم کشف کړه. و يټامين B په اوبوکې منحل ويټامين دى چې څلور يې دانسان لپاره ضرورى دى چې عبارت دې له (Vitamin B1,B2,B6,B12) څخه دي


 د Beri-Beri ناروغۍ عمده علايم عبارت دى له :

عضلاتى فلج ،عصبى ناقراري او نور داسې ناروغۍ دعصبى سيستم او يا دوينى په دوران کې ارتباط لرى په ځوانانو باندى دا ناروغۍ په ناڅاپه ډول حمله کوى او لومړني عوامل يې د ستړتيا ،احساس په کار کې ناغيړي ،خفگان ،نا اميدى ډير زر عصبانيت داشتها خرابيدل ،دزړه غټيدل او اعصابوضعفيوالى او نوروناروغېوڅخه عبارت دي.

د ويټامين بي (Vitamin B) گټي

ويټامين B دبدن رگونه اواعصاب پياوړي کوي زړه او مغزوته ډير گټور دي د ژوند په لومړي سرکې دA ويټامين په څير بدن ته وده ورکوى رنگ ترو تازه ،پوستکې غوړونو پوست اوشفاف ساتي ،

د ويټامينB د کمښت ستونزې

که ويټامين B بدن ته ونه رسيږى د زړه ،ماغزو ، او اعصابو له زيانمنيدوسره هاضمه کمزورې کوى، لوږه له منځه ځى يعنى اشتهابنده شي بدن اواعصاب خوږيږي د زړه سکون ورک شي عضلې يو ډول سوى پيداکوى او ځينى وخت وپړسيږى .

د ويټامين B عمده منابع

د ويټامين Bد لاسته راوړلو لپاره بايد دغه لا ندي خواړه وکاروى .غنم ،دال ،جوار ، چې پوستکې ولرى يعنى ددوئ په پوستکې کې ويټامين B شته په سابو ترکاريو،شودو،ماستو ،پنېر ،بادام ،پسته ،ينه ،غوښه اودهگۍ په ژيړو کې يې ويټامين B په زياته اندازه موجود دى اوپه تيره بيا د هگى ژيړ خود ويټامين B معدن دى دسابواو ترکاريو څخه پرته ويټامين Bپه ميووکې هم شته .

ويټامين B1 يا F )تيامين(Thiemine دا ويټامين په اوبو کې حل کېږي او د حرارت په مقابل کې مقاومت لرى اوکه چېرې حرارت مرطوب وي بيا په ١١٠ درجى سانتي گريد حرارت سره چې دوه ساعته دوام وکړي خرابيږى اما په وچ حرارت کې پوره مقاومت لري د غوښې د پخولو په وخت کې تقريبآ د( ٢٥ څخه تر٥٠ )فيصده پورې ويټامين B1 خرابيږي داويټامين دنورد روښنايې په مقابل کې حساس دى ويټامينB1 په نباتاتوکې جوړيږي اوهم د بدن د نريو کولمو دمفيده ميکروبونو په واسط په وجود کې جوړيږي .اود بدن د اړتيا وړويټامين B1 د نباتي مواد په خوړلو سره تهيه کېږي ويټامين B1 په اسانۍ سره په کولموکې جزبيږي دحيرانتياخبره خوداده چې دا ويټامين په بدن کې د ډيرې مودې لپاره نه ساتل کېږي. اوددرې ساعتو څخه وروسته دبدن څخه دفع اود متيازواو خوړلوسره خاجيږي او نور ډيره اندازه يې په کې تجزيه کېږي د انسان د بدن ورځنى ضروروت ويټامين B1 لپاره د ( ٢ څخه تر ٣ ملى گرام) پورې ثبيت شوى دى،د ويټامين B1 د ضرورت اندازه د ډوډۍ په خوړلوسره د ويټامينB1 ضرورت پوره کېږي . ويټامين B1 د حيواناتو ينه (ځيگر) او پښتورگي يې غوره منابع دى .ويټامين B1 له دوه کړيو څخه(Pyrimidile) او(Thiazone) څخه جوړشوى دى فارمول يې په لاندې ډول دى C12 H10 O6 N4 SCL (Vitamine B1) تيامين د(ATP) سره تعامل کوى تيامين پايروفاسفيت تشکېلوى Thiamine +ATP→ Thiamin Pyrophosphate تيامين پايرو فاسفيټ د ، ، همدارنګه د لپاره چې دګلوکوز په استقلاب(Pentose Phosphate Pathway )کې رول لري د کوانزايم په حيث کار کوى . تيامين د ښې اشتها‌ء، طبعى هضم ،شنډوالى ،شيدو ورکولو او عصبى انساجو دطبعي دندولپاره ضروري دى .

دتيامين (Thiamine) نسيتمني (فقدان) :
دتيامين له فقدان څخه دBeri_Beri ناروغۍ پيداکېږي چې دا ناروغۍ په  لرې ختيځ په حامله ښځو،شيدو ورکونکې ښځې ددې منطقو خلک عمومآ د وريجو څخه استفاده کوي، چې صيقل شوى وي دا وريجى د تيامين څخه نيستمنې دي . او شيدو رو دونکو ماشومانو کې زيات ليدل کېده او په غربي نړۍ کې په کمه اندازه په هغو کسانو کې چې دوامداره الکول  څښي ليدل کېږي .

دوه ډوله Beri-Beri وجود لرى. ١_وچ بيري بيري (Dry Beri_Beri) په لويانو کې يوه مزمنه ناروغى ده چې Neuropoly يې عمده خصوصيات دى . ٢_مرطوب بيرى بيري (Wet Beri_Beri)دا يوه حاده ناروغي ده په دې ناروغۍ کې زړه عدم کفايد او پړسوب عمده علايم دى . په وچ بيرى بيرى کې اخته کسان زر ډنگريږي خپل عضلات ضايع کوى او په Peripheral Neuritisاو عضلى په کمزورتيا اخته کېږي اوددغومريضانو سره مرسته کېداي نه شي . دتيامين د کميدو اعراض: Retrobulbar neurition سره ړوندوالى په ناڅاپى ډول ممکن منځ ته راشي مريض د ستومانۍ احساس کوى د عضلاتو ضعيفى حساسيت او درد په نهايت کې دعضلاتواتروفي(Atrophy)منځته راځي اوکېداشي دfoot drop، Wrist drop اوToe dropسبب شي په سفلى نهاياتو کې (Ales Thesia) او(Paraes Thesia) عموميت لري د پښو سوځيدنى سنډرول (Burniny Feet Synd) کېداى شي ولېدل شي دناروغ تګ مشکل کېږي ناروغ ممکن بستر باندى محکوم شي هغه فکترونه چې دتيامين ياويټامين B1 ضرورت متاثرکوى: ١_کله چې متيابوليک فعاليتونه زيات شي لکه تبه (Fever)دترايددغدى دفعاليت زياتوالى (Hyper Thyrodism) اوپه هغو اشخاصوکې چې په منظمه توگه سخت عضلى تمرينات سرته رسوى . ٢_ کله چې دکالورى داخستلو زيات مقدار کاربوهايدريت تشکېل کړى . ٣_د Peritoned Dialysis او Hemodialysisپه ناروغانو کې ځکه د پلازما تيامين په دياليز شوى مايع کې ضايع کېږي . تيامين په محدود شکل په عضويت کې عمومآ د تيامين پاير وفاسفيت په شکل ذخيره اما دمونواو تراى فاسفيت په شکل هم ذخيره کېږي . دتيامين ياويټامينB1 لابرتوارى تشخيص: په وينه کې خصوصآ د تمرين او ګلوکوز د اخستلو څخه وروسته دPyruvic acid د تيامين په کميدو کې سويه لوړيږى داځکه چې د تيامين پايروفاسفيت چې په هغه تعامل په پايرويک اسيد په اسيتايل کوانزايم بدليږى د کوانزايم په حيث رول لوبوى او څرنگه چې د تيامين پايروفاسفيټ کميدل موجود دى نو ځکه پيرويک اسيد په اسيتايل کوانزايم اي (Acytyl co -A) نه بدليږى او پايرويک اسيد سويه په وينه کې لوړيږى د RBC دTransketolas فعاليت هم کميږى په پلازما او تشو ميتازوکې دتيامين سويه کميږى تر ټولو حساس ټيسټ د تيامين د کميدو د تغينولو لپاره د RBC د Transketolasفعاليت تعينول دى چې په دى فعاليت کې د تيامين د کميدو په وخت کې کم وى او د تيامين د توصيه کولو څخه وروسته يې فعاليت زياتيږى .



ويټا مين B2(رايبوفلاوين)Riboflavin

ويټامين B2د ايزوالواکسازين(Iso Alloxazine) يومشتق دى چې دDimethyl Iso Alloxazineحلقې او Dimethyl Ribital  څخه تشکېل شوى دى فرمول يې په لاندې ډول دى.

C12 H20 O6 N4 (Vitamine B2) دويټامينB2 دويټامين B1سره نيږدي شباهت لري په اوبو او الکوکې حل کېږي په وچ حرارت کې داکسجن او اسيد په مقابل کې پوره مقاومت لري او دنور، په مقابل کې حساس دى .کله کله ويټامينB2 د ويټامين G په نوم سره هم ياديږى او د اولين ځل لپاره په ١٩٣٥_م کال کې دپنير د اوبو څخه حاصل شو ويټامين B2 د اطفالو رشداو نمولپاره ډيرضرورى دى داويټامين دبدن وينى ته اکسيجن رسوى اود کاربوهايدريت مواد د ميتابوليزم لپاره موثر دى ويټامين د بدن اعضاوى سلامتيا ساتى او انسان ځوان معلوميږى او همدارنگه عمر هم اوږديږى. ويټامينB2 عصبى سيستم تقويه کوى او ځيگر او پښتورگو کې ذخيره کېږي او کله چې بدن ته ويټامين B2 ونه رسيږى بيا د همدى ذخيرى څخه مصرف کېږي او ذخيره کميږى که چېرې شيدى دوه ساعته په لمرکې وساتل شي نو په دى حالت کې تقريبآ پنځوس(٥٠)فيصده ويټامينB2 خرابيږى او له منځه ځى په وړو کولمو کې ويټامين B2جوړيږي او لږ څه ضرورت پرې رفع کېږي . دويټامين B2دکمښت ستونزې: دبدن په پوستکې کې دانى پيداکېږي د سترگو څخه د اوښکو بهيدل شروع کېږي شونډى چاوديږى (شونډى دپړسوب (Cheilosis) او د ژبي سوروالى د غوږ اوپوزى تغلى کېدل، د عصبى سيستم خرابوالى انسان خفه او گوشه گير کېږي د ويټامين B2ورځنى احتياج اندازه ٢،٥_٣،٥ملى گرام تثبيت شوى دى دويټامين B2زياتوالى: دويټامينB2 زياتوالى سره مختلف عوارض دانسان په بدن کې پيداکېږي لکه سردرد ،دغاښونو سستيدل او هډوکو دحجراتو جوړيدل دى دو يټامينB2 زياتوالى سره عمومى ستړتيا پيداکېږي . دويټامين B2عمده منابع: ويټامين B2 په پراخه ډول په ټولو حيوانى او نباتى حجروکې ليدل کېږي په شيدواو دشيدوپه ټولو محصولا تو کې لکه (ماسته ،پنير ،او چکه)د هگى په زيړ ودغنموپه پوستکې ،وربشو ،خميره ،ټولې غوښې ،ځيگر ،ماغزه ،ماهى ،راز راز حبوبات لکه لوبيا،چڼى ،مۍ،او داسى نور سبزيجات لکه کرم ،پالک ،کاهو ،گازره او نوروکې په ډيره اندازه پيداکېږي . د ويټامينB2 (رايبوفلاوين )نيستمني: د رايبوفلا وين له فقدان څخه کوم مشخص مرض نه ليدل کېږي درايبوفلاوين له کميدوڅخه عمومآ Ectodermal انساج لکه پوستکې ،سترگى ،عصبى سيستم زيات متاثر کېږي د رايبوفلا وين کميدل عمومآپه غريب قشر کې الکوليک اشخاصواو هغه نوو تولد شوو ماشومانو کې چې دHyperbllirub inemia دزياتوالى له امله Photo Therapy سره مخامخ وى او همدارنکه شيدو ورکونکو ماشومانو د R B C زيات Lysisڅخه راځى (ځکه انسانى شيدى دويټامين کم مقدار لرى )ليدل کېږي او همدارنگه په مزمن Peritoneldialysis او Hemodialysis ناروغانو کې دو يټامينB2 کموالى ليدل کېږي . هغه اعراض چې د ويټامينB2 د کميدوڅخه پيداکېږي: ١_د شونډو التهاب ،د خولى کونجونو التهاب او شونډو پړسوب اوسوروالى(Cheilosis) ليدل کېږي همدارنگه د ژبى التهاب او د ژبى د Papillae همواروالى او اتروفى ليدل کېږي . ٢_همدرنگه د غوږ او پزى تفلسات او فيوژورونه (په خطى شکل څيرى کېدل ) ليدل کېږي ٣_همدارنگه دسترگو د قرنى التهاب ،د قرنى وعايوى کېدل ، د قرنې دسترګو سور والى ،دسترګوخارښ(Etching) سوزش اووچ والى لېدل کېږي اوبالاخره دلېدلوقوه کميږي. ٤- دهډوکوپه مغزو (Bone marrow) کې دR.B.C کميدل ليدل کېږي دويني په محيطي دوران کې يونوع دويني کموالي منځ ته راځي اود Reticulocyte تعداد کميږي ٥- په بعضي حالاتوکې داعصابوافت (Neuropathy) ليدل کېږي. ويټامينB5 ياپانتوتينک اسيد (Panto thenic acid )

په ابتدا کې د پانتوتينک اسيد(Fit trade factor) په نوم يا دشوى وه . ويټامين (B5) يوسريـښناکه اوزيړ رنګه تيل دي په مرطوب حرارت کې مقاوم اماپه وچ حرارت کې له  منځه ځي دتجارت په بازار کې دسوديم اوکلسيم مالګوپه شکل پيداکېږي داويټامين دويښتانودسپينيدو دضدپه نوم شهرت لري اګر چې ددې ويټامين تاثير تراوسه پوره واضح نه دى فارمول يې په لاندى ډول دى  

د ويټامينB5 منابع) :(Sources ويټامين B5 ته ځکه Pantothenic acid وايې چې په طبيعت کې په پراخه ډول پيداکېږي دانسان په کولموکې د Escherchia coli ( بکتريا) په واسطه ترکېبيږي او عضويت ته جزبيږى دغه ويټامين په خميرمايه ،غنم ،کچالو ،د چرگانو هگۍ دوريجو پوټکې سره ،غوښه سابه ،لوبيا،نخود ،اوداسى نور دا ويټامين د ويټامين٣ B په نوم هم ياديږي ددى ويټامين د ورځنى اختياج اندازه (mg٥-١٠) ملى گرام تثبيت شويدى . دويټامينB5 دکمښت ستونزې : دپانتوتينيک اسيد ويټامين په انسان کې مختلفې ناروغۍ منځته راوړي لکه جلدي ناروغۍ(Dermatitis)اسهالات (Diarrhea) اوداعصابوخرابوالى(Dormentia) دغه ناروغۍ دPP ويټامين لږمقداردتوصيې په اثردرمان کېږي . دويټامين B5کلينکې اعراض: په عمومي ډول دويټامين B5 دکمبود کلينکې اعراض په لاندې ډول ذکرکېږي . ١_عصبي تظاهرات :نارامي (Restessess) دخوب دنظم تغيرياتشويش اوزياته ستومانتياپه کم خفيف تمرين سره . ٢_ دمعدې عصايې تشخيص (Disorder) ٣_دپښوسوځونې(سوزش) سنډروم:دسنډروم ممکن دAcety lation دتعامل دکمبود له امله وي .


ويټامين B6 يا پريدوکسين (pyridoxine ): ويټامين B6 د درى مرکباتو څخه جوړه شوى دى چې عبارت دي له:١ .pyridoxamin 2.pyridoxine ٣. Phrodoxal يا د دي دري واړو مجموعى ته ويل کېږي ويټامين B6 په اوبوکې منحل او د حرارت په مقابل کې مقاوم يا(Heat Stable) او بي رنگه کرستلونه لرى پريدوکسين شنه نباتات او زياتې بکترياوى ترکېبوى او د امينو اسيدونو په مقابل کې ستر رول لرى بايد يادونه وکړوچې و يټامين B6 د کاربن هايدروجن اواکسجن څخه جوړشوى د ى د رڼا په مقابل کې مقاومت نه لرى او خرابيږى په اوبواوالکول کې حل کېږي و يټامين B6 د امينو اسيدونو او شحمياتو( غوړيو ) د ميتابوليزم لپاره ضرورى څيزدي ويټامين B6 دښځو د حمل په موده کې د زړه بدوالى او استفراق دمخنوى په خاطر مفيد دى . ويټامين B6 د ترپتوفان څخه دنياسين په ترکېب کې د کوانزايم په حيث کارکوى . د ويټامين B6 (Pyridoxine)الديهايدى شکل يې Pyridoxal او امينو شکل يې Pyridox amine په نوم ياديږي فارمول يې په لاندې ډول دى C8 F12 O8 N8 (Vitamine B6) دويټامينB6 منابع: لکه څرنگه چې ويټامين B6 په کلمو کې بکتريا په واسط جوړيږي په کمه اندازه اړتيا ورته موجوده ده خو ځينى خواره غنى منابع عبارت دې له خميرمايه ،ځيکر ،ډوډي ،حبوبات شيدي،کب ، رومى ،زيړ جوار ،پالک ،خوسکې غوښه ،څارويوزړه ،گازرۍ ، اوسابه د ويټامين B6 ښې منابع دي دويټامين B6 کمښت ستونزې : څرنگه چې ويټامين B6 تقريباپه ٤٩ انزايمي تعاملاتو کې د کو انزايم په شکل ګډون کوي ددې ويټامين فقدان له کبله د ترپتوفان استقلاب د ستونزو سره مخامخ کېږي په نتيجه کې kynurenine ،Hydroxy ،xan Thurenic په تشوميتازوکې اطراح کېږي په نتيجه کې ويټامين B6 په نيستمنو غذاگانو باندى تغذيه کوى دويټامين B کمپلکس د کورنى اختلافات او په Hypo chromic ،Macrocytic انيما باندې اخته کېږي برسيره پردي د بدن د عضلاتو ضعيف والى ،جلدي امراض او نور عصبى اختلا لات (گډوډي )پيداکوي .بدن ته د ويټامين B6 د ورځنى اړتيا وړ اندازه دوه ملي گرامه (mg٢)تثبيت شويده. دويټامين B6 دکمبود اثرات: ويټامين B6 دکمبود اثرات په نارينووکې له ډېراوږد محلي کمبودڅخه ظاهريږي اوعمومادويټامين B6 دکمبوداثرات په حامله ښځوکې اوتي رودونکو نووتولدشووماشومانوکې لېدل کېږي . دويني دسروکروياتوتوليد(Erythro poiesis) پوستکى اوعصبي سيستم ډېربدمتاثره کېږي . ناروغ ته Hypochromicاو Microcytic وينې کموالى پيداکېږي . دلمفوسايتونوکموالى موجود وي په مخ يې جلدي افات ظاهريږي اوناروغ دپوزې اوشونډوڅخه دSebum زيات افراز لري ،دژبې التهاب موجودوي ،نوي زيږيدلې ماشومان دهاضمي سسيستم مشکلات اواختلاجات لري ،اختلاجات ممکن دګلوتاميک اسيد څخه دګاماامينوپيوتريک اسيد چې يوانحطاطي (غورځيدلې ) نيوروترانسميټر نه تولېدېدل دي ،همدارنګه ويټامين B6 کمبود ديوتعداد نوروترانسميټرونوکمبودلکه نورادرينالين (Noradrenaline) اوسيروتونين(Serotonin) هم منځته راوړي . دمحيطي اعصابوافت په متناظرډول دحرکې اوحسي اعصابوبي نظمي خصوصاپه صفيلي نهايتوکې لېدل کېږي. هغه فکتورونه چې دويټامين B6 ضرورت زياتوى: ١ – د پروتينو په زيات مقدار اخستل ځکه د پروټنو او ا مينو اسيدو په ميتابوليزم کې vit.B6 د کوانزايم په حيث عمده رول لرى . ٢ – ځينى تي رودنکې ماشومان (Infants) 3 - هفه ښځى چې د خولى له لاري د حمل ضد دوا خورى. ٤ – دواگانې يا Drugs څرنگه چې INH چې د TB ضد دوا اودغه دوا د pyridoxalkinase انزايم په نښې کوى په نتيجه کې pyridoxal phosphate نه جوړيږي .نو ځکه هغه ناروغان چې د TB ضد دوا خورى دويټامين B6 زيات مقدارته ضرورت لري اما دا تاثير په ټولو ناروغانو کې نه ليدل کېږي ځينى نورى دواګانى لکه Pencillinamine ،Cycloserine اوHydralazine هم د ويټامين B6 ضد تاثير لري. کله چې دغه دواگانى استعماليږى بايد ناروغان ته د ويټامين B6 لوړ دوز ورکړل شي ويټامين B7 ياH )بيوتين( Biotin بيوتين Anti egg white injury factor په نوم هم ياديږي د لمړي ځل لپاره په ١٩٢٩ کال کې يوې ميرمنېBoas دغه Anti egg white Injury Factor په صحرايې موږک کې چې د Dermatitis د ويښتانو تويېدلو ،د عضلي حرکاتو د بي نظمۍ اعراض په کې شامل وه، مشاهده کړي وه او ځيګر ، yest او نورو غذايې مواد داسې يوه ماده لري چې کولى شي صحرايې موږک د Egy whit injury په مقابل کې وساتى مګر په ١٩٤٠ م کال کې Gyorgy او vigneaud وښودل چې بيوتين او Anti egg white injury فکتورونه دواړه سره يو شي دى . بيوتين بي رنگه اوږده دستنې په شان کرستلونه دى په اوبوکې په کمه اندازه منحل او د حرارت په مقابل کې مقاوم Heat stable او يومونو کاربوکسيلک اسيد جوړوى دبيوتين په کموالى سره انسانانو ته د پوستکې تحريش ،داشتها کموالى ضعيفى او نور عوارض پيداکېږي ددى ويټامين کموالى د هگيود زياتو سپينوپه خوړلو سره رامنځ ته کېږي ،ځکه چې د هگى سپين يو مخصوص پروتين لرى چې د (Avidine ) په نوم ياديږي .دا پروتين بيوتين د ځان سره نښلوى او جذب څخه مخنوى کوى دا ويټامين په بدن کې د کاربوهايدريت او شحمى غذايې موادو د ميتابوليزم په عمل کې خپله لارا اجرا کوى او په B کمپلکس گروپ کې شامل دى دا ويټامين دوينى گلسرين زياتوي او که چېرې په بدن کې کم شي نو جلدى امراض پيداکوى .دبيوتين کميدل د پانقراس په عصاره کې د Biotinidase انزايم د کمبود او په Malabsorption synd کې هم پيداکېږي، منځ ته راځى . د بيوتين د فقدان او اعراض: د خولې داطرافو د ګزک (التهات )(Perioral dermatitis ) د يښتانو تويېدل (Alopecia ) د تک بي توازنى (Conjunctivihi satxia ) په ماشومانو کې د نمو يا ودى روسته پاتى والى عصبى يا نيورولوژيک نقصان ليدل کېږي . دويټامين B7 يا بيوتين غوره او عمده منابع: دا ويټامين په حيوانى او نباتى خوړو کې پيداکېږي ددې ويټامين اړتيا کمه ده ځکه چې په وړوکولمو کې د بکتريا په واسطه جوړيږي اما که چېرې سلفايد زيات مقدار درمل استعمال شي په هغه صورت کې دا بکتريا له منځه ځى او پاي کې بيوتين کموالى منځ ته راځى ويټامين B7 په توري ، غوښه ،څارويوزړه ،پښتورگي ،خميرمايه ،پسته ،د هگيو زيړ،شيدو ،سبزيجات ،ميوجات او نوروکې پيداکېږي .





ويټامين B12 يا کوبالامين (Cobala amine ) دغه ويټامين دAnti pernicious anemia vitamin په نوم هم ياديږى پخواد Extrinsic factor يا Food Factor په نوم هم ياديده. دا ويټامين په ١٩٤٨ م کال کې ديو ټن تازه وينې څخه mg٢٠ويټامين B12 تجريد شو او په ١٩٧٣ م کال کې دا ويټامين ترکېب شو . دا ويټامين د کاربن .هايدروجن ،نايتروجن ،اکسجن ،فاسفورس او کوبالت څخه ترکېب شوى او په ډيرې اسانۍ سره رطوبت ځانته جذبوى او د(120 ) يو سل شل درجى د سانتى گريد حرارت په مقابل کې مقاومت لرى او په همدې حرارت درجى کې داسېدونو او قلوياتو په مقابل کې مقاومت نه لرى ،خرابيږي دا ويټامين د اطفالو درشد او نمو لپاره ډير مهم اثر لرى د پورتنى ميتابوليزم لپاره ډير ښه اثر لرى ددې ويټامين دورځني احتياج اندازه د(٥_٨)ملي ګرام تثبيت شوې ده .ويټامين B12 دجذب لپاره په کولموکې گلايکوجن پروتين Glycoprotine )ته اړتيا لرى. چې د گيډې د مخاطى غشا‌ء څخه خرابيږى او د Intrinsic factor په نوم ياديږى .فرمول يې په لاندې ډول دى C63 H90 O14 N14 Vitamine B12 د ويټامين B12 منابع: دا ويټامين د مايکرو اورګانيزمونو په واسط ترکېبيږي ينه او پښتورگى خورا غنى منابع دى اما داويټامين په شيدو هگى او ماهى کې هم پيداکېږي ويټامينB12 د کولمو د باکتريا په واسطه هم ترکېبيږى . ددې ويټامين په ساختمان کې کوبالت موجوددى چې سيانايدايون سره تړلى دى کله چې cyano cobalamine عضويت ته داخل شي د سيانايدايون ورڅخه جدا کېږي ويټامين B12 په فعال شکل بدليږى سيانوکوبال امين ددى ويټامين ثابت شکل دى او په بازار کې په دى شکل خرڅيږى . که چېرې د سيانايد په عوض دهايدروکسل گروپ د کوبالت سره يو ځاي شي د Hydroxy coalamine په نوم ياديږى که چېرې د کوبالت اتوم سره مختلف ګروپونه يو ځا ي شي د ويټامين B12 مختلف قسمونه په لاس راځي،په تدواۍ کې دويټامين B12 دوه مختلف ډولونه چې سيانوکوبال امين اوهايدروکسې کوبال امين استعماليږى . ددى ويټامين غوره منابع عبارت دى له: شيدى ،هگى ،ځگر ،پښتورگى سره غوښه ، ماهيان او داسې نور دا ويټامين ډير فعال دى کم مقداريې هم له درمان له پاره موثردى ددې ويټامين په هکله تشويش مه کوى دا پورتنى نوموړى غذايې مواد په هر ځاي او په هر وخت کې په ډيره زياته اندازه پيداکېږي د خپل صحت او روغتيا لپاره ورڅخه په ورځنيو خوړوکې ګټه واخلى د ويټامين B12 جذب: کله چې ويټامين B12 معدى ته ننوځى لومړى د يو پروتين سره چې د R.binding Protein په نوم ياديږي ورسره نښلي چې بيا روسته د معدى د Hcl او پانقراس د proteases انزايمونو په واسطه ويټامين B12 دوباره ازاديږى چې بيا روسته ديو بل Glycoprotein چې د Factor Intrinsic (داخلى فکتور) په نوم ياديږى تړل کېږي . Intrinsic Factor معدي دمخاطى غشاء parital cell په واسط افرازيږي او دمعدى د Fandus په قسمت کې لوړ غلظت سره موجوديت لرى ويټامين B12 او داخلى فکتور همداcomplex يامجموعه د ايليوم په نهايې برخه کې تجزيه کېږي او ازاد شوى ويټامين B12 د ايليوم د حجراتو په واسطه جذبيږي اوبيا د باب الوريد (portol vein ) ته داخليږى چې ويټامين B12 د جذب لپاره علاوه دداخلى فکتورونو څخه صفرا او Hco3(يو مساعدP H) هم ضروردى ورسته ويټامين B12 په وينه کې د يو بل پروټين ترانس کوبال امين( Trans cobalamine )سره نښلى او نساجو ته يې وړى او په وينه کې يو بل پروټين سره وصليږى او ځيکر کې ذخيره کېږي ويټامينB12 په اوبو کې د منحلو ويټامينونوله جملى څخه يواځى ويټامين دى چې ينه کې ذخيره کېږي اوله همدى امله ينه ياځيګرد ويټامين B12 غوره منابع ګڼل کېږي . د ويټامين B12 د کموالي ستونزې: داپروتين په اوبوکې دمنحلو پروتينونو څخه يو پروتين دى چې په ځگر کې ذخيره کېږي له همدى کبله ويټامين B12 غوره منابع ځېگر ګڼل شوى دى که چېرې کوکس د Intrinsic factor )داخلى فکتور( دنشوالي له کبله ويټامين B12 جذب نه کړ يو ډول دوينې کمښت ورته پيداکېږي چې pernicious anemia په نوم ياديږى ،اخته کېږي بايد يادوونه وکړم چې دغه ويټا مين دويني دکروياتوپه تشکېل کې ډير مفيد دي اوپه دي وخت کې کم خوني رامنځ ته کېږي دويټامين B12 دکمبود، کمخوني په انسان کې دفوليک اسيد دکمبود په نتيجه کې منځ ته راځي هغه haematologic abnormality چې دويټامين B12 له کميدوڅخه پيداکېږي دfolic acid په توصيه کولو سره اصلاح کېږي ليکن ددې ويټامين دعصبي سستم ته نه ګرځيدونکى نقصان منځ ته راوړي چې په دي حالت کې ناروغ Ataxia paraesthesia دسرګودعصب افت Opic (neuropathy) لري مريض خپل Position اوحرکې احساس له لاسه ورکوي دويټامين B12 نستمني له امله نيورولوژيک اعراض د ميتونين (methionine) دکمبودله امله چې ميتونين دکولين دترکېب لپاره دميتايل ګروپ نه تهيه کوي اوکولين دفوسفوليپيدونوخصوصا(Lecithin) چې دحجراتودپردو دميالين پوخ دترکېب لپاره ضروري دي دويټامين B12 دکمبودله امله دليستين (Lecithin) کموالي منځ ته راځي دميالين پوخ ترکېب مشوش کېږي يوځل بيا يادونه کوم چې دفوليک اسيد توصيه دPernicious anemia مريضانوته نه يواځي داچې Pernicious anemia تشخيص ترسيوري لاندي راولي بلکې نيورولوژيک تغيرات ممکن زياتوالي وکړي . ويټامين B12 دکمبودلابراتواري تشخيص: ١_په سيروم کې دويټامين B12 غلظت ټيټ وي . ٢_دويټامين B12 دکمبوداوخبيثه وينې کمبودله پاره بل مهم ټيسټ دSchilimg دى،داټيسټ دنشان شوې ويټامين B12 (Labeled Vit B12) دجذب کموالي له پاره اجراکېږي . ٣_دهموسيستين اوMethyl Nalomic اطراح په تشومتيازوکې زياتيږي . ٤_دداخلي فکتورضدانتي باډي ممکن په پلازماکې ښکاره شي . ويټامين B9 يا فلاسين falacin يافوليک اسيد folic acid فلويک اسيد دfolium له کلمي څخه چې يوه لاتني کليمه ده اودپاڼي څخه اخستل شوي ده ځکه فوليک اسيد دنباتاتوپه پاڼوکې پيداکېږي فوليک اسيد يوه زيړرنګه کرستالي ماده ده په اوبوکې په کمه اندازه منحل دي فوليک اسيد په خنثي اوقلوي وسط کې دحرارت په مقابل کې ثابت دي اما په اسيدي وسط کې نا مقاوم ياغيري ثابت دي فوليک اسيد په ساختمان کې دري ډوله ماليکولونه شته دي چې عبارت دي له Glutamicoاو para amino benzoic acid,pteridin اسيد دي اما دانسان بدن له پورته دري ډوله مرکباتوڅخه فوليک اسيد نه شي جوړولي بايد په مکمل ډول دغذا له لاري واخستل شي . فوليک اسيد دB کمپلکس په ګروپ کې شامل دي اودويني دسروحجراتوپه جوړولوکې ډيره اهمه ماده ده فوليک اسيد داوسپني ،مس،ويټامين B12 په موجوديت کې نږدې رابطه لري دفوليک اسيد ورځني اړتيا اندازه بدن ته( )ملي ګرام تثبيت شوي دي داويټامين په لاندي موادوکې موجوددې


په غذايې موادوکې دفوليک اسيد موجوديت ګڼه غذايې مودونوم دفوليک اسيد موجوديت په ملي ګرام فيصد ١ ينه ٣٣ــــ ٣٨ % ٢ زړه ١١ــــ١٦  % ٣ دچرګوړي غوښه ١٢ــــ١٤ % ٤ دغوايې غوښه 0.1  % ٥ هګۍ 0.9  % ٦ ګلپي ١١ــــ ١٤ % ٧ خريړي 0.1% ٨ دنخود وپلي 0.13% ٩ ګا زري .0.1% ١٠ کچالو 0.8% ١١ کرم (بندګلپي) 0.6%

 دغه پورته غذايې مواد په تازه ميووسلاد اوشنوسبوکې هم پيداکېږي

دفوليک اسيد منابع فوليک اسيد په طبيعت کې په پراخه شکل وجود لرى ځکه د فوليک اسيد په نوم ياديږى چې په خاص ډول د نباتاتو په پاڼو کې پيداکېږي او د Folicin په نوم ياديږى . کېمياوى نوم يې Ptroyl Mono gluamoc Acid دي د فوليک اسيد غوره منابع ينه ، پښتورگى او غنم دى فوليک اسيد د کولمو د بکتريا وو په واسطه هم ترکېبيږى اما دغه مقدار کافى نه دى د عضويت د ټول ذخيره شوى مقدار(6-10mg ) تقريبا 60 % يې په ينه کې ذخيره کېږي درى ډوله فوليک اسيد کوم چې د تغذيې له نظره مهم دى شتوالى لرى اما فرق يې دادى چې ګلوتاميک اسيدونو شمير يې يو ،درى او اووه دى . د فوليک د کمبود اثرات د فوليک اسيد د کمبود له امله ناروغ يونوع دوينى کموالى (Macrocytictype ) لرى چې د وينى تصوير (Blood film )يې د Pernicious anemin سره مشابه اما په دى قسم anmemia کې عصبى سيتم نه مصاف کېږي . څرنگه چې هغه يوه کاربونه ټوټي چې د THPA سره نښتى د ى د Parines او pyrimidines د پيسونوپه شکل کې عمده ډول لرى او دغه پيسونه بيا د نوکليک اسيد په ترکېب کې برخه اخلى نودفوليک اسيد کموالى په وجه په کافى مقدار DNA نه جوړيږي او DAN د حجراتو د نارمل تقسيم لپاره ضروري دى څرنگه چې کافى مقدار DAN وجود نه لرى اما د RNA او پرټينونو تشکليل دوام پيداکوى هغه دوينى سره کرويات چې توليديږى غير نارمل شکل لرى . او دغه غير نارمل R B C د هستى د نا قص پخوالى له امله منځ ته راځى اما د سايتو پلازم پخوالى په شمول هيموگلوبين نارمل دى دحجراتو د تقسيم دrbc ناقص والى Defdct له امله رامنځ ته کېږي همدارنگه نيوترفيلونه( Hyperseemen) کوى يعنى د Segments تعداد يې زياتيږى د نوکليک اسيدA DN د شکل د بي کفايتى په نتيجه کې نارينه و ته Azospermia او په ښځو کې Amenorrhea مينځ ته راځى هغه ماشومان چې د هغوميندوڅخه چې د د فوليک اسيد کمبود لرى توليدشي دعصبى کانال نقصان لرى مثلا spina bieda لرى دفوليک اسيد کلينکې استعمال ١_فوليک اسيد استعمال په Micro Cytic Anemia کې چې د(Sproe) په ناروغانوکې Pregmancy,Inifancy,Pellag دمعدې Resection اوالکوليک اشخاصوکې پيداکېږي ډېرګټوردي . ٢_فوليک اسيد توصيه Pernicious ياخبيثه کمخونې په ناروغانوکې وينې توليد نارمل حالت ته راګرځوي ليکن نقص يې دادى چې داعصابوDegeneration نه اصلاح کوي په بعضي حالاتوکې دفوليک اسيد توصيه په خبيثه کمخونۍ کې شوکې نخاع استهاله تېزه يعني سريع وي نوځکه فوليک اسيد B6 ترPernicious Anemia درنه شي په يواځي ډول توصيه نه شي . ٣_فوليک اسيددويټامين B6اوويټامين B12 سره يوځاي ددې له پاره استعماليږي چې پلازما دHomo Cysteine سويه راټيټه کړي داځکه چې پلازمادHomo Cystenie لوړه سويه دHeart disease ischemic له پاره دخطريوفکتوردى