وييکي ادات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نه ګرادنېدونکو مورفيمونو يوه مهمه برخه ده او په لاندې ډولونو ويشتل شوې ده: ۱_ ارتباطي وييکي (Conjunction): دغه ادات د څومره والي يا ورته والي له مخې دوه جملې سره نښلوي او دوه_ دوه سره يوځای کوي، چې له زياترو سره يې /چې/ هم ملګرې کېږي او په ګډه دوو ټوټو فقرو اړيکې سره ټينګوي، لکه: څومره او هومره، په لاندې عبارت کې: څومره ديګ هومره ټيپر. لکه: څنګه چې، که څه هم، هسې، بيا هم، څومره، چې، هماغرومره، همداسې، همدارنګه، په همدې دول، په همدې راز او داسې نور....