وينه لږی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وینه لږی (انگریزي: Anemia) یا انیمیا په نړی کې د تغذي تر ټولو ستره ستونزه بلل کیږی. دا ناروغي ځوانی ښځی، او واړه ماشومان ډیر اغیزمن کوي.

دغه راز په هرو شپږو ښځو کې یوه ښځه د ۸۵ کلنی څخه وروسته پدی ناروغی یوه اخته کیږی. پداسی حال کې چی وینه لږی پخپله نیغ په نیغه د ژوند لپاره گواښ ندی خو کیدای شی په بدن کې د یوی بلی خطرناکی ناروغی یوه نښه وی.

د ۶۵ کلنی څخه وروسته په هرو پنځو کسانو کې چی د اوسپنی د کموالي په انیمیا تشخیص کیږی یو کس د کولمو خطرناکې ناروغی لری. داوسپنی د کموالي انیمیا د ټولو انیمیا گانو په پرتله عامه ده.

انیمیا څه شی دی؟

پدی ناروغی کې وینه نشي کولی چی د بدن انساجو ته په کافی پیمانه اکسیجن ورسوي. دا کیدای شي د وینی د حجرو د کموالی له کبله وی او یا د وینی د سرو حجرو د هیموگلوبین دکمښت له کبله وی.

د وینی حجری د هډوکو په ماغزو کې جوړيږی او په منځني توگه وروسته د څلورو میاشتو څخه له منځه ځي. کله چی د وینی د سرو حجرو دغه د جوړښت او تخریب موازنه له منځه لاړه شي نو انیمیا منځته راځی- پدی ډول چی یا د هډوکو په ماغزو کې د سرو حجرو تولید کم وي او یا د وینی حجری په چټکی سره تخریبیږی او یا ضایع کیږی.

د انیمیا لاملونه

  • د هډوکو په ماغزو کې ستونزه
  • د اوسپنی کموالی – اوسپنه د هیموگلوبین د جوړښت یو مهم عنصر دی
  • د ویټامین B12 او فولیک اسید کمښت ـ دواړه ویټامینونه د وینی د سرو حجرو په تولید کې اړین دي.
  • د وینی د لاسه ورکول – لکه په ښځو کې میاشتنی عادت، په بدن کې داخلي خونریزی چی د بیلابیلو ناروغیو له امله منځته راځی.
  • انتانی ناروغی لکه ملاریا
  • د انیمیا کوم ډول ډیر عام دی؟
  • د انیمیا تر ټولو عامه بڼه د اوسپنی د کموالي له امله منځته راځی. د اوسپنی کموالی د هډوکو په ماغزو کې د سرو حجرو لپاره د هیموگلوبین د جوړیدو څخه مخنیوی کوی. دا د دی لامل گرځی چی جوړ شوي سری حجری واړه او بی رنگه وی او د اکسیجن د انتقال وړتیا ونلری.

ستونزه کیدای شي په خوړو کې د اوسپنی د کموالي له امله هم منځته راشي – د اوسپنی ښی سرچینی میوی، حبوبات لکه لوبیا او غوښه دی. دغه راز کیدای شی ستونزه په کولمو کې وي چی کولمی ونشي کړای په ښه توگه اوسپنه جذب کړی د بیلگی په ډول د (Coeliac) په ناروغی کې- پدی ناروغی کې هاضمه د گډوډی سره مخامخ کیږی.

خو د اوسپنی د کموالي انیمیا د عادي حالت څخه په زیاته پیمانه په چټکی سره د اوسپنی له لاسه ورکول دي لکه په شدیدو او دوامدارو خونریزیو کې. بیلابیلی ناروغی د اوسپنی د دی ډول له لاسه ورکولو په لاره کې رول لوبوي. هغه ناروغی چی د دوامداری او اوږدمهالي خونریزی سره مل دي پدی ډول دي : د معدی او کولمو بیلابیلی ناروغی- دبیلگی په ډول د معدی التهابی ناروغی، د معدی سوزش، د معدی زخم (Peptic ulcer)، د معدې سرطان، د کولمو التهابی ناروغی، بواسیر او د کولمو سرطان.

د اوږدی مودی لپاره د اسپرین (Aspirin) او دی ته ورته د ځینو نورو التهاب ضد درملو کارول هم د معدی او یا کولمو د خونریزی لامل گرځی.

د وینه لږی اعراض او نښی

د ستړتيا او د زړه د چټک ضربان احساسول د لومړنیو اعراضو څخه دي. نوری ستونزی سالنډی او سرڅرخی دي.

که چیری وینه لږی شدیده وی نو Angina (د سینی او یا ټټر قلبی درد)، سردردی او د پښو او پنډیو دردونه منځته راځی.

په پرمختللي حالاتو کې د انتاناتو په وړاندی د بدن د معافیت وړتیا کمیږی.

د اوسپنی د کموالی له امله د اوږدی مودی انیمیا کولی شي یو سلسله نوری ستونزی منځته راوړی، لکه:

  • په ژبه کې د سوزش یا د سوځیدنی احساس
  • د خولی او ستونی وچوالی
  • د خولی په شاوخوا کې زخمونه
  • د لامسی د حس گډوډیدل
  • د ډوډی په تیرولو کې ستونزه
  • د سر د ویښتانو ماتیدنه او د لاسه ورکول

په ځوانانو کې د شدیدی وینه لږی اعراض او نښی دومره ژر نه لیدل کیږی خو په زړو وگړوکې ددی ناروغی نښی نښانی ډیر ژر تر ترسترگو کیږي چی لامل يي د زړو خلکو په عضلاتو، ماغزو او نورو غړو کې د وینی زیرمو کموالی بلل کیږي.

درملنه

په ډیرو پیښو کې چی وینه لږی د اوسپنی کموالي له امله منځته راځي، وینه لږی د اوسپنی د ټابلیټونو او یا پیچکاری (ستنی) سره تداوي کیږي. دغه راز په شدیدو پښو کې چی د اوسپنی کمښت بی دریغه زیاته وي نو بیا ناروغ ته وینه ورکول کیږي.

سرچينې