ون کواین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ون کواین لکه د بیټ کواین یوه ډیجیټل پیسه ده چې د ۲۰۱۵ کال د جنوری په میاشت کښې یی د تولید بهیر پیل کړئ دې. ون کواین چې کله بازار ته معرفی شو نو د یوې سیکې د پاره ۰،۵۰ یورو ارزښت وټاکل شو. په تېرو دوه کالو کښې د ون کواین ارزښت له ۰،۵۰ یورو نه ۷،۸۵ یورو ته لوړ شوی دې او د نړئ په کچه تر ۱۹۵ نه زیاتو هیوادونو کښې نیږدې ۳ میلونه وګړی لری او تر اوسه یی نهه میلیارده ون کواین بازار ته عرضه کړی دی. ون کواین د نیټ ورک مارکیټنګ له لارې خوریږی او هر هغه څوک چې غواړی په دغه برخه کښې پانګونه وکړی نو د ون کواین د یو تن غړی له خوا د سپانسرشپ لینک په واسطه دعوت کیږی. د ون کواین نیټ ورک د ون لایف په نوم یادیږی چې د نیټ ورک مارکیټنګ په نړی کښې یی خورا د پام وړ ځای نیولی دې، د ون کواین موسسه آغلې ډاکټر روجا ایګناټووا نومیږی چې په اصل کښې د بلغاریه هیواد ده خو را لویه شوې په جرمنی کښې ده، آغلې د اقتصاد په برخه کښې له کانستانز پوهنتون نه تر ماستری او د حقوقو په برخه کښې له آکسفورډ پوهنتون نه د دوکتورا تر کچې پورې زدکړې کړی دی. آغلې په جرمنی کښې د ډیرو غوره شرکتونو لکه میکانزی، المان بانک، الاینز او داسې نورو سره د مشاورې په توګه دنده هم تر سره کړې ده. آغلې د ډیجیټل پیسې په اړه دوه کتابونه هم لیکلی دی او د بلغاریه هیواد د ۲۰۱۲ کال غوره تجاره ښځه هم نومول شوې ده. ون کواین هم لکه د بیټ کواین غوندې د بلاک چېن ټیکنالوژی په مټ را مینځ ته شوې ده او د همدې ټیکنالوژی په مټ په مخ وړل کیږی. له نیکه مرغه ون کواین ډیر زر وتوانیده چې یوه منل شوې پیسه شی او په همدې دلیل د ډیل شیکر انلاین شاپ په بڼه اوس د پېر او پلور د پاره کارول کیږی هم، د ون کواین شرکت د سناریو له مخې به دغه ډیجیټل پیسه د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې ازاد بازار ته لار ومومی او ارزښت به یی د ۵۰ – ۱۰۰ یورو پورې لوړ شی.

د نیټ ورک مارکیټنګ په برخه کښې فعالیت کوونکې نړیوالې انټرنیټی پاڼې بزنس فار هوم ډاټ اورګ د راپور له مخې د نړئ په سلو غوره نیټ ورک مارکیټرانو کښې لومړی دوه کسان د ون لایف نیټ ورک غړی دی چې لومړی یی یوحا پرحیالا نومیږی چې د فنلند هیواد اوسیدونکی دې او د میاشتې څه کم پینځه میلونه ډالره عاید لری او همدا رنګ دویم کس یی سټاین کیلرز برودرز نومیږی د اتریش هیواد اوسیدونکی دی، نیږدې درې میلونه ډالره میاشتنی عاید لری.

ددغې پاڼې په هغه لست کښې چې د نړی غوره سل نیټ ورک مارکیټران یی په کښې یاد کړی دی او هره میاشت دغه لست نوی کیږی اوس مهال په کښې شل کسان یوازې د ون لایف نیټ ورک غړی دی.

ش تاسو د مهربانی له مخی د همدی صفحی انگلیسی مخ ته لار شی او معلومات ولولی دا یو دیر رذیل انسان لیکلی د ستوری خان به نامه. تول دروغ یی لیکلی دا خلک غله دی. به رنا ورخ غلا کوی.


مهربانی

د ون کواین ګټې څه شی دی؟[سمول]

  1. ون کواین له هر رنګ بانکی، سیاسی او اقتصادی نظام نه ازاده ده. په دې مانا چې دا پیسه د بلاک چېن ټیکنالوژی په مټ رامینځ ته شوی ده او ددې د ارزښت لوړوالی او ټیت والی په پورته یاد شوو نظامونو پورې هیڅ تړاو نه لری
  2. هغه ډیجیټل پیسه چې په ډیره تېزئ سره مخ په وده ده. په دې دلیل چې په تېرو دوو کالو کښې یی د نړئ په ۱۹۵ هیوادونو کښې درې میلونه وګړی خپل کړی او تر دې دمه یی نهه میلیارده ون کواین بازار ته عرضه کړی او هره اوونۍ تر سل میلونه یورو عاید لری.
  3. درن او خوند، په دې مانا چې ډیجیټل ده او د بلاک چېن ټیکنالوژی له کبله خوندی او د ډاډ وړ ده، او مدرن په دې مانا چې ډیجیټل پیسه ده.
  4. د معلوماتو مرکزی پلان، په دا مانا چې د پانګونې په دغه تجارت کښې ګډونوال اړتیا نه لری چې د کمپیوټر ماهر ووسی بلکې یوازې د ګډون په مټ کولی شی په دې کښې پانګونه وکړی او د وخت سره ترې نه باور کوونکې ګټه تر لاسه کړی
  5. د شرایطو سره برابر اوسیدل، په دې مانا چې د ون کواین په تجارت کښې ونډه وال باید اتلس کلن وی او د حساب پرانیستلو نه وروسته شرکت ته خپل د هویت د تثبیت لپاره اسناد ولیږی. د بیټ کواین غوندې دلته په مستعار شکل پانګونه نه منل کیږی
  6. په لومړی سر کښې د تدریسی یا د زدکړو د بکسو اخیستل، په دې مانا چې کله مونږ په ون کواین کښې پانګونه کوو نو مونږ ته د هرې بکسې سره چې مونږ یی اخلو، د زدکړو مواد او ور سره وړیا ټوکن راکوی. د زدکړو مواد مونږ ته دا را زده کوی چې څنګه مونږ کولای شو ددغه تجارتی سیستم نه ګټه تر لاسه کړو او وړیا ټوکن بیا د یوې پروسې نه وروسته په ون کواین بدلیږی چې د وخت سره یی ارزښت پورته ځی او په دې شکل مونږ د خپلې پانګونې له لارې ګټه تر لاسه کوو.
  7. په وګړو پورې تړلئ سیستم، په دې مانا چې د ون کواین تجارتی سیستم د نیټ ورک مارکټینګ له لارې په مخ وړل کیږی او چې څومره دا نیټ ورک پر مخ ځی هم دومره به ددغې ډیجیټل پیسې ارزښت هم لوړیږی.
  8. اسان او ځای په ځای راکړه ورکړه، په دې مانا چې مونږ ډیر په اسانئ سره یوازې د موبایل، تابلیت یا کمپیوتر په وسیله کولای شو چټکه راکړه ورکړه وکړو.
  9. د سیکو یا کواینونو یو ټاکل شوی مقدار، په دې مانا چې د ون کواین مقدار ۱۲۰ میلیارده ټاکل شوی دې او هم دومره به عرضه کیږی.
  10. کوچنئ ونډه او بشپړ اختیاری، مانا په ون کواین کښې پانګونه اختیاری ده او مونږ کولای شو یوازې د ۱۴۰ یورو نه یی پیل کړو خو باید یادونه وکړم چې د ون کواین د پانګونې بکسې په لاندې ډول دی.

درجې[سمول]

لومړی درجه چې سټارټر پکیج بلل کیږی ۱۴۰ یورو قیمت لری دویمه درجه چې ټریډر پکیج بلل کیږی ۵۵۰ یورو قیمت لری. دریمه درجه چې پرو ټریډر پکیج بلل کیږی ۱۱۰۰ یورو قیمت لری څلورمه درجه چې ایکزیکټیو ټریډر بلل کیږی ۳۳۰۰ یورو قیمت لری پینځمه درجه چې ټایکون ټریډر بلل کیږی ۵۵۰۰ یورو قیمت لری شپږمه درجه چې ټایکون پلس ټریډر بلل کیږی ۷۵۰۰ یورو قیمت لری او ور سره په همدې درجه کښې بل پکیج چې پریمیم ټریډر پکیج بلل کیږی ۱۳۷۵۰ یورو قیمت لری اووه درجه چې اینفینیټی ټریډر پکیج بلل کیږی ۲۷۵۰۰ یورو قیمت لری

د پورته یاد شوو پکیجونو تر څنګه ځینې ځانګړی پکیجونه هم شتون لری لکه کمبو پکیج چې ۴۸۰۰۰ یورو شاوخوا قیمت لری او تقریبآ یو میلون ون کواین تولیدوی. باید یادونه وکړم چې هر پکیج په بیله بیله اندازه ون کواین تولیدوی او چې پکیج څومره لوړیږی همدومره مونږ ته کواین ډیر او ارزانه په لاس راځی.

د ډیجیټل پیسې د ارزښت[سمول]

د ډیجیټل پیسې د ارزښت لوړوالئ په درې شیانو پورې تړلئ دې.

  1. غوښتنه
  2. وړاندیز
  3. کاروونه

د پورتنی معلوماتو په اساس د ون کواین په اړه ویلئ شو چې په راتلونکی کښې به یوه نړیواله ډیجیټل پیسه وی ځکه چې دغه درې واړه برخې یی تر اوسه په بریا سره متوازنې ساتلی دی.

  1. OneWorld #Onelife #OneCoinAfghanistan

تړلې لیکنې[سمول]

اقتصادپوهنه

سرچینې[سمول]

  • لیکوال: ستوری خان