ونډو بازار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ونډو بازار[سمول]

په دې ورستيو کې په هيواد کې د ونډو د بازار د جوړيدو په هکله يو شمير رسنيو خبرونه خپاره کړل دا چې دا سکالو په هيواد کې يوه نوې سکالو ده نو ما هم اړينه وګڼله تر څو په دې هکله يو څه وليکم .د ونډو بازار هغه بازار ته وايي چې د کمپينو ونډې او نورو ارزښتناک اسنادو پيرل،پلورل له يو وګړي بل وګړي ته پکې دليږدولو چارې تر سره کيږي. همدرانګه ګارګ(Gorg)د ونډو د بازار په هکله داسې وايي: د ونډو بازار د وګړويو ټولنه ده چې د اجورې په مقابل کې عامو خلکو ته ونډې او بانډونه پيري او پلوري چې د خصوصي قواعدو په داخل کې دغه معالات تر سره کوي. دونډو بازار د دې لپاره جوړ شوي تر څو ونډه لرونکي ونډې په نغدو بدلې، په کمپنۍ کې ګډون ختم، همدارنګه هغه خلک چې غواړي ونډې وپيري په کمپنيو کې ګډون وکړي.

په عمومي ډول د يوې کمپنۍ ونډه دوه ډوله پلورکيږي. يو ډول يې هغه ده چې دوه کسان په خپل منځ کې د کومې ادارې له منځګړيتوب پرته يې پلوري او دويم ډول يې هغه دي چې د ادارې په منځګړيتوب پلورل کيږي،دغې ادارې ته سټاک مارکيټ (Stock Market) وايي کومه چې د ونډو خرڅولو څارنه او يايې منځګړيتوب کوي.د ونډو کومه راکړه ورکړه چې له بازار څخه بيرون صورت نيسي، هغې ته Over The Counter Transactions وايي چې ځانګړي قوانين نلري ځکه خو يې زده کولو ته هم اړتيا نشته او کومه راکړه ورکړه چې په بازار کې دننه ترسره کيږي ځينې اصول لري چې زده کول يې اړين دي، هغه دا چې د ونډو بازار يوه شخصي اداره وي د حکومت او اجازې او څارنې لاندې پکې د هغو کمپنيو دونډو راکړه ورکړه تر سره کيږي، کومې چې د باور وړ وي او څه ناڅه پشتوانه هم ولري. دغه ډول کمپنيو تهCompanies Listed ليست شوې کمپنۍ وايي د کومو ونډې چې له بازار څخه د باندې هم پلورل کيږي. د دغه ډول کمپنيو ونډې کله له جوړښت څخه وروسته او کله هم دمخه د حکومت له اجازې وروسته پلورل کيږي او کله خو يې لا د ونډو د تيارولو د مخه حکومت کمپنۍ ته د ونډې د پلورلو اجازه ورکوي چې موقته اجازه Provisional))ورته وايي. پلورنکي هم جلا وي د کومو کمپنيو ونډې چې په بازار کې دننه نشي پلورل کيدای هغو ته Unlisted Companies کمپنۍ وايي.

دونډو د بازار ځانګړتياوې: د ونډو بازار لاندې ځانګړتياوې لري:[سمول]

1. د ونډو د بازار غړي محدود وي. ټول غړي د غړيتوب د تر لاسه کولو لپاره د ونډو له بازار سره ځان راجستروي چې د ونډو د بازرا له خواورته يو پيژندکارت ورکول کيږي او هغې وروسته شخص کولای شي ونډې وپيري او يا يې وپلوري.

2. د ونډو بازار د هيواد يوه قوي مالي اداره وي چې د هيواد د وګړو پانګه او پانګونه په کې شامله وي.

3. د ونډو او نورو ارزښتناکو اسنادو پيرل او پلورل د ونډو په بازار کې د ځانګړو قوانيو په اساس تر سره کيږي چې د هيواد د حکومت لخوا منل شوي وي.

4. د ونډو بازار په خپله ونډې نه پلوري بلکې خپلو غړيو ته د ونډو د پيرلو او پيرودلو موقې برابروي.

5. د ونډو د بازار غړي په تمويل کې ډيره پوهه لري، نو له دې کبله د ونډو په بازار کې پانګونه ناقصه نه وي.

6. د ونډو په بازار کې بيرون خلک مستقيمادونډو پيرودل او پلورل نشي کولای.

7. د ونډو په بازار کې د ونډو کاروبار په ډيره امانتوالۍ سره تر سره کيږي.

د ونډو د بازار دندې: د ونډو بازار د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره لاندې دندې ترسره کوي:

• د ونډو بازار په هيواد کې خلک پانګونې ته هڅوي.

• د ونډو بازار په هيودا کې د پانګې ليږد رامنځته کوي.

• د ونډو بازار د ځانګړو قوانينو له مخې خپلې دندې ترسره کوي، نو له دې کبله دلته د جعلي او نورو غيرې قانوني کړنو مخنيوى کيږي.

• د ونډو د بازار له کبله په هيواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه پراخوالۍ پيدا کوي.

• د ونډو بازار د خلکو وړې وړې سپماوې په لويو لويو ګټمنو صنعتي او سوداګريزو کمپنيو کې لګوي.

• د ونډو د بازار له کبله د لويو لويو صنعتي او سوداګريزو کمپنيو جوړول اسانېږي.

• د ونډو بازار پانګوالو ته د ونډو او نورو ارزښتناکو سندونو د قيمتونو په هکله معلومات ورکوي تر څو هغوي ته د ونډو په پيرلو او پلورلو کې اسانتياوې رامنځته شي.

د ونډو د بازار غړيتوب:د ونډو په بازار کې هر څوک نشي کولای ونډې وپلوري. ددې کار د ترسره کولولپاره د ونډو د بازار غړيتوب اړين دی چې د فيس يا اجورې په ورکولو تر لاسه کيږي. دا ځکه چې هلته کوم کارونه ترسره کيږي ډير غټ ،نازک او په ځانګړې طريقه ترسره کيږي.د هغه اصلاحات هم جلا وي چې نابلده او کم تجربه سړی تيروزي او د ونډو په بازار کې د کيدونکو کارونو مسووليت د ونډو د بازار د ادارې پر غاړه وي او هغه نشي کولای د هر سړي د کار مسووليت په غاړه واخلي ځکه خو د بازار غړيتوب ترلاسه کول اړين دي.

دونډو د بازار غړيو ډولونه: دونډو د بازار غړي لاندې ډولونه لري:[سمول]

 منځګړی Broker: منځګړی د ونډو د بازار يو داسې غړی دی چې د ونډه پيرونکي او پلورونکي ترمنځ د استازي په توګه کارکوي چې د ونډو پيراو پلور د عامو خلکو لپاره کوي او د خپلو چوپړتياو په بدل کې اجوره اخلي، کوم ته چې دمنځګړتوب (Brokerage) وايي.منځګړی په خپله د ونډو پلور او پير نه ترسره کوي بلکې پيرونکو او پلورونکو ته اړين مالومات ورکوي او په ونډو کې د پانګونې په اړه سلاوې هم ورکوي.کله چې ونډو پيرونکي او ونډه پيرودونکي ورته اختيار ورکړي نو هغه ورته د استازي په توګه کار ترسره کوي.

د ونډو په باراز کې منځګړتوب : دونډو د بازار غړي د خپل ځان او د منځګړي په توګه د نورو خلکو لپاره د اجورې په بدل کې ونډې اخلي، که بل څوک ونډه پيرل غواړي د ده په مرسته يې له غوښتنې وروسته پيرلاي شي چې دغه غوښتنه درې ډوله وي:

• د مارکيټ بيه Market Order:په دې غوښتنه کې منځګړي ته ويل کيږي چې ماته د فلانۍ کمپنۍ ونډه د مارکيټ په بيه واخله.

• ځانګړې غوښتنهLimited Order:په دې غوښتنه کې منځګړي ته ويل کيږي چې که ونډه پر دې قيمت سره پيداکيده ويې پېره او که نه پيدا کيده مه يې پېره.

• مشروطه غوښتنهStop Order:په دې غوښتنه کې د ونډې څښتن منځګړي ته وايي چې که د ونډې بيه په خپل حال وه اويا پورته شوه نومه يې پلوره او که بيه يې ولويده نو وپيره.

 دنده وال Jobber)):دنده وال د ونډو د بازار حقيقي استازى وي چې د ونډو او نورو ارزښتناکو اسنادو د څښتن په توګه د ونډو او نورو اسنادو پيرودل او پلورل تر سره کوي چې د ونډو او نورو اسنادو د ګټې او زيان مسوول وي او د استازي او کاروند په توګه کار نه تر سره کوي چې له مشتريانو سره مسقيما توګه په اړيکه کې نه وي. بلکې د ده او مشتريانو ترمنځ دلال د استازي په توګه کار ترسره کوي او دونډو دقيمت په هکله ورسره خبرې اترې کوي. دنده وال په عمومي ډول د هررنګه ونډو پيرودل او پلورل نه ترسره کوي، بلکې د ځانګړو ونډو پيرودل او پلورل تر سره کوي او دهغوى په هکله تازه تازه معلومات له ځان سره ساتي.

د ونډودبيو ټاکل:دونډو په بيو کې کمښت او زياتوالی راځي چې په دې کې د کمپنۍ د جايدادونو ډير لاس وي داسې چې د جايدادونو د بيو د لوړوالي سره د ونډو بيې هم لوړيږي او له دې پرته نور ډير لاملونه شته چې د ونډو په بيواغيزې لري د بيلګې په توګه د ګټې امکانات،د غوښتلو اورسولو ځواکونو پياوړتيا،سياسي حالت ،هوا حالت او همداسې غيرې مادي لاملونه لکه اوازې او تخمينونه دا چې باندني توکي هم د ونډو په بيو اغيز لري نوځکه ويل کيږي چې دونډو بيې د کمپنۍ رښتوني حالت استازي توب نشي کولای. د کومو ونډو بيه چې لوړه شي د ونډو دبازار په اصطلاح کې Bull Marketوايي اودکومو بيې چې راولويږي هغوى ته Bear Market وايي.

ونډه پيرونکي: د کمپنيو ونډې دوه ډوله پيرودل کيږي:[سمول]

• ځينې خلک ونډې په کمپنۍ کې د ګډون په نيت پيري له ځان سره يې ساتي او کلنۍ ګټه يې ترلاسه کوي خو داسې خلک ډير کم وي.

• ځينې نور خلک بيا ونډې د سوداګرۍ لپاره پيري داسې چې ونډې کمه بيه پيري او په لوړه بيه يې پلوري چې د دواړو بيو ترمنځ تفاوت د شخص ګټه جوړوي.د بيو د لوړوالي له امله کوم عوايد ترلاسه شي هغو ته Capital Gainوايي دا سوداګرۍ د اټکل له مخې تر سره کيږي داسې چې په اټکل سره دا معلومولاى شي. د دغو ونډو بيې په راتلونکي کې لوړيږي او د هغو نورو بيې رالويږي د اټکل دغه کار ته Speculation وايي چې کله سم او کله ناسم خيږي.

سټه بازSpeculator:[سمول]

د ونډو بازار يو داسې منظم منډوي دی چې په هغه کې ونډې پيرل او پلورل کيږي. د ونډو پيرودونکي او پلورونکي يا پانګوال وي يا سټه باز، پانګوال د ګټې په موخه ونډې پيري او سټه باز ونډې دوړاندوينې په نظر کې نيولو سره ونډه د ژر ګټې لپاره پيري د ونډې په بازار کې ډيرسټه بازان وي چې د بيلابيلو ځانګړتياو په اساس ورته نومونه ايښوول شوي چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو:

• سنډا Bull:[سمول]

کله چې دونډو په بازار کې د ونډو قيمت پورته لاړ شي نوسنډا يا بيل ورته وايي. بيل سټه باز هغه سټه باز ته وايي چې د ونډو په بازار کې د ونډو دقيمت د لوړوالي څخه ګټه لاسته راوړي دا سټه باز د قيمت د لوړوالي په موخه ونډې اونور ارزښنانک اسناد پيري کله چې د وړاندوينې له مخې قيمت پورته لاړ شي نو دي ډيره ګټه لاسته راوړي.

• خرس(Bear):[سمول]

دا ډول سټه باز ته ځکه خرس وايي چې دا دونډو د قيمت د ټيټ والي په موخه ونډې او نور ارزښتناکه اسناد پيري.که د خرس وړاندوينه سمه ثابته شوه نو ډير ګټه تر لاسه کوي.

• Stag:[سمول]

دا ډول سټه باز د نويوکمپنيو ونډې په دې موخه پيري تر څو په راتلونکي کې پرې ګټه تر لاسه کړي، چې د ده دا هيله وي چې په راتلونکي کې د ونډو قيمت پورته ولاړ شي او ګټه په لاسته راوړي.

د ونډو پيرل او پلورل: ونډې درې ډوله پيرل کيږي:

1. حاضره سوداSpot sale:دغه راکړه ورکړه په ساده ډول ترسره کيږي داسې چې ونډه وپلورل شي اوبيه يې تر لاسه شي په عمومي توګه په دغې سودا کې د ونډې سند له يوې اوونۍ وروسته تر لاسه کيږي.

2. په پورسودا Sale on Margin:په دې سودا کې دونډې يو څه بيه سمدستي ورکول کيږي او نوره پور وي لکه لس سلمه بيه يې ورکړې پاتې نوي سلمه پور وي. دغه ډول سوداوې زياتره د دلالانو په مرسته تر سره کيږي داسې چې دلال ته ويل کيږي چې ماته د فلانۍ کمپنۍ ونډه په Margin ډول سره واخله د لال او پيردونکي ترمنځ د نغدو پيسو سلمه هم ټاکل کيږي داسې چې لس سلمه يې نغدې او پاتې نوي سلمه پور وي او دلال يې بيا پلورنکي ته ورکوي. دلال کله په دغه پور باندې له ونډو پيرونکو سود اخلي او کله يې نه اخلي.او کله داسې هم وي چې دوه يا څو ورځې ورته ټاکي که د دې په منځ کې پور ادا کړي سود ترې نه اخلي له هغه وروسته بيا سود غواړي. دبيلګې په توګه دلال ونډه پيرونکي ته وايي که پور دې په درو ورځو کې خلاص کړ نو سود درڅخه نه غواړم او له هغه وروسته به سود راکوې. په دې ډول راکړه ورکړه کې د لالانو يوازنۍ موخه کميشن يا مزد او د خپل کار جاري ساتل وي چې له امله يې دلالان پور ورکولو ته هم تيار وي.

دونډو د اخېستو لارې چارې:[سمول]

يو شخص کولای شي په لاندې بڼه د ونډو په بازار کې ونډه وپيري:[سمول]

• له دلال سره اړيکه: يو شخص نشي کولای مخامخ د ونډو په بازارکې ونډه وپيري. لومړى بايد له دلال سره اړيکه ونيسي.د ونډو د پيرلواو پيرودلو په وخت لومړى له دلال سره اړيکه نيول کېږي.

• فرمايش ورکول: ونډه پيرودونکى لومړي دلال ټاکي له ټاکلو وروسته هغه ته خپل فرمايش ورکوي. دلال د ده فرمايش په خپله کتابچه کې ليکي.د لال د فرمايش په اساس د ونډې پيرل او پيردول کوي.

• دنده وال سره اړيکه:دلال د خپل مشتري له فرمايش سره يوازې له دنده وال سره اړيکه نيسي او له هغه سره د ونډو پر قيمت خبرې کوي او دنده وال ته دا نه څرګندوي چې هغه بل چاته ونډه پيري نو له دې کبله دنده وال دلال ته د ونډو دوه قيمتونه وايي چې يو قيمت د پلورلو او بل د پيرودلو د دواړو قيمتونو ترمنځ تفاوت د دنده وال ګټه وي. له دې وروسته دلال له خپل مشتري سره اړيکه نيسي او د ونډو دقيمت په هکله ورسره خبرې کوي که مشتري پر قيمت راضي شي نو دلال له دنده وال سره بيه خلاڅوي.

• تړون: کله چې دلال د ونډې قيمت له دنده وال سره پرې کړي نو هغه يو تړون جوړوي چې دغه تړون ليک درې کاپيانې لري چې يوه کاپي مشتري،بله ځان ته او درېيمه دنده وال ته ورکوي.دغۀ تړون کې لاندې ټکي شامل وي:

o د د لال نوم او پته

o دلال ته ورکړل شوې اجوره

o د ونډې قيمت او نور معلومات

o د دنده وال نوم او پته

o د مشتري نوم او پته

o د معاملې د اجرا وخت

• د معاملي تصفيه:د ونډو په بازار کې د ونډو پيرل او پيرودل په نغده او پور دواړو تر سره کيږي. که ونډه په نغده ډول پلورل کيږي په اووه ورځو کې بايد پيسې ورکړل شي او که د پور په ډول وي نو بايد په دوه اوونيو کې تصفيه شي.

دونډو دبازار اقتصادي ارزښت:[سمول]

دونډو بازار د هيواد په اقتصاد کې ځانګړی ځای لري چې د هيواد په اقتصادي پرمختګ کې لاندې رول تر سره کوي:

 د پانګې لاسته راوړل:عمومي لميټيد کمپنۍ پانګې دلاسته راوړلو لپاره ونډې پلوري او پانګه لاسته راوړي.

 پانګونه کې ډير والی: دونډو د بازار په سبب عام خلک خپلې وړې سپماوې سره راټولوي د کمپنيو ونډې پيري چې ورسره په هيواد کې پانګونه ډيريږي.

 د سپما دودول: د ونډو د بازار له کبله عام خلک خپلې وړې وړې سپماوې راټولوي، پانګونه په کوي چې ورسره په هيواد کې د سپماو رامنځته کول دوديږي.

 د پور اسانتيا:که د يو شخص پورته اړتيا پيښه شي نو دونډې په مقابل کې کولای شي ډيره په اسانۍ له بانک او نورمالي ادارو څخه پور تر لاسه کړي.

 صنعتي پرمختګ: دونډو بازار لويو لويو کمپينو ته د پانګې په برابرولو کې له هغوي سره مرسته کوي نوموړې کمپنۍ پرمختګ کوي چې ورسر صنعتي پرمختګ هم رامنځته کيږي.

 ډاډمنه پانګونه: د ونډو په بازار کې ونډې د ځينوځانګړو قوانينو په وسيله تر سره کيږي چې دغه کاروبار ډير روڼ وي نو له دې کبله په دې کې پانګونه ډيره ډاډمنه وي.

 د پانګې ښه کارول: د ونډو په بازار کې د ونډو قيمت د عرضې او تقاضا په اساس ټاکل کيږي. د ونډو بازار د ونډو د قيمت په اړه هره ورځ خلکو ته مالومات ورکوي، نو له دې کبله پانګوال خپله پانګه په هغو کمپنيو کې لګوي چيرته چې ډيره ګټه وي نوځکه وسايل هم په ښه توګه کارېږي.