فيرنګيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هغه وخت چي د افغانانو او فرنګيانو تر منځ دښمني رامنځته شوه نو دا د هغه وخت په افغانستان کي ددوي آخر انځور وو

فيرنګيان چي په پخوانيو فاړسي، اردو او پښتو تاریخونو کې د انګریزانو هیواد فرنګستان ته ویل کیده . دفرنګ او فیرنګ کلمو چې کله پښتو ته لاره پیداکړه نو پرنګي یا پیرنګي ترې جوړ شو ،ځکه پښتانه د(ف) توری یا حرف په سمه توګه ټول عمر نه شي تلفظ کولی او د (ف) پر ځای یې ( پ) تلفظ کوي نو ځکه  دفرنګي پرڅای یې پرنګی یا پیرنګی تلفظ کوي .

ولې انګریزانو ته پیرنګیان ویل کیږي ؟[سمول]

په پخوا وختونوکې اروپایانو یا دیورپ اوسیدونکوته فرانکيش (Frankish) ویل کیدل . عربانو به دوی ته فرنجي (په پښتو: فيرنګي، په انګريزي: Faranji)، ترکانو به ورته فیرنګي Feringhee او ایرانیانو به دوی ته فرنګي Farangi ویل.