ولي داد استاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولي داد استاد دپښتو موسیقۍ په دنیا کې د طبلې یو ډیر لویې استاد دی چې د خیال محمد، ګلناربیګم ،هدایت الله، کشورسلطان پشان لویې فنکاران یې ځلولي خو پخپله د ګمنامۍ په تیاروکې ورک پروت دی.

استاد ولي داد خواوشا د اویاؤ کالو راهسې د فن په خدمت بوخت دی ،

دا وخت درې اتیا کاله عمر لری ، د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې یې د ښاغلی فقیرداد په کور کې سترګې غړولی دی خو د مشرانو تعلق یې په بنیادي ډول د صوابۍ سیمې سره دی .

د لسو کالو د عمر نه یې ‌طبله وهل پیل کړی ، فنی زده کړې یې د خلیفه اختر حسین اؤ استاد ګل صنم استاد نه کړي دي.

ښاغلي ولي داد استاد په سوؤنو شاګردان روزلی دی، په زرګونو سندرو ته یې دموسیقۍ سرڅڼه کړې ده، په زرګونو سندریزو البمونو کښې یې طبله غږولې ده،

د امریکا، برطانیه ،جرمني ،کاناډا،ډنمارک په شمول یې دنړۍ په یو شمیر اروپایي ،خلیجي اؤ ایشایي هیوادونوکې د خپل هنرمظاهره کړې ده اؤ د ګڼو هیوادونو څخه یې د غوره طبله نواز جایزې ترلاسه کړي دی خو دپاکستان حکومت یا فني ادارو تر دې مهاله د هغه د فني خدماتو اعتراف په رسمی کچ نه دی کړی اؤ نه یې کوم لویې ایوارډ یا جایزه ورکړې ده

څلور ځله یې امریکا ته سفر کړی ، لندن ،جرمنی ډنمارک حتي ټوله اروپا یې کتلې ده خو د خپلې خاورې اؤ خلکو سره مینه لري ځکه په دغوهیوادونو کې د پاتې کیدو پځایې یې د پښتونخوا د نیستۍ ورځو شپو ته غاړه ایښې ده ترڅو دلته د خپلو شاګردانوتربیه جاري وساتي اؤ د پښتنو د خاورې څخه د فن څادر ټول نه شی.