وليام سټيوکلي
ولیام سټيوکلي (7 نومبر 1687 – 3 مارچ 1765) يو انګلستانی د لرغونو اثارو څېړونکی، ډاکټر او انجليکي پادري و. نوموړي د لرغونپوهنې پر وده مهم اغېز درلود، نوموړی په «ولټشاير» کې د «سټون هينج» او «ايوبري» له تاريخ مخکې يادګارونو په اړه علمي څېړنو کې مخکښ و. نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې، په لرغونپوهنه او نورو موضوعاتو له شلو زيات کتابونه خپاره کړي دي. هغه د «لنکشاير» په ه«ول بيچ» کې زېږېدلی و، پلار يې يو قانونپوه و، سټيوکلي د کيمبرج په «سينټ بينيټ» کالج (چې اوس کارپس کرسټي کالج دی) کې له شموليت مخکې د خپل پلار د قانون په سوداګرۍ کې کار وکړ. نوموړي د «لنکشاير» په بوسټن کې د عمومي ډاکټر په توګه له کار کولو مخکې، په 1709ز کال کې، د «ساوت وارک» په «سينټ تامس» روغتون کې د طب زده کړه وکړه.
له 1710 څخه تر 1725ز کال پورې، نوموړي د لرغونو يادګارونو او نورو هغو ځانګړتياوو د لټون په پار، په کليوالي سيمو کې کلني سفرونه پيل کړل، چې لیوالتيا يې پکې درلوده؛ هغه د خپلو سفرونو ګڼ روايتونه وليکل او خپاره کړل. په 1717ز کال کې، نوموړی لندن ته راستون شو، او د ښار د لرغونو اثارو د څېړونکو په کړيو کې ځان ته ځای پيدا کړ. په 1718ز کال کې، نوموړی د شاهي ټولنې همکار وټاکل شو، او د لندن د لرغونو اثارو د څېړونکو د ټولنې لومړی منشي وګرځېد. په 1721ز کال کې، نوموړی ماسوني شو، او په 1722ز کال کې د «روم نايټس» په نوم ټولنې شريک بنسټګر شو، کوم چې د رومي برتانيې د مطالعې لپاره ځانګړی شوی يو سازمان و. د 1720ز لسيزې په لومړيو کې، سټيوکلي د «ولټشاير» به «سټون هينج» او «ايوبري» کې ځانګړې لېوالتيا پيدا کړه، کومې چې تر تاریخ مخکې (ماقبل التاريخ) د ډبرو کړۍ دي. هغه له دې څخه بيا بيا ليدنه وکړه، او د هغې د ابعادو د ټاکلو لپاره يې ساحوي کار وکړ.
په 1726ز کال کې، سټيوکلي د «لکنشاير» «ګرانتهم» ته ولاړ، چېرته چې هغه واده وکړ. په 1729ز کال کې، نوموړی د انګلستان په کليسا کې د يو پادري په توګه وټاکل شو، او د لنکنشاير د «سټامفورډ» په «ال سينټس» کليسا کې مرستيال وټاکل شو. نوموړی د «کينټربري» د مشر پادري «وليام ويک» ملګری و، چا چې هغه وهڅاوه تر څو د د لرغونو اثارو په اړه د خپلې څېړنې څخه په کار اخيستلو سره په انګلستان کې د ربوبيت د عقيدې او ازاد فکر د ودې سره مبارزه وکړي. د دې موخې لپاره، سټيوکلي دا عقيده چمتو کړه چې د انګلستان لرغونو کاهنانو د بايبل له سرپرستانو څخه په ميراث کې د تر لاسه کړي توحيدي مذهب پيروي کړې وه؛ نوموړي دې کاهني مذهب ته د "کاهنانو مسيحيت" نوم ورکړ. هغه همدا راز دليل وړاندې کړ چې کاهنانو د تثليث د نښې په توګه د مارپېچ يادګارونو د يوې برخې په ډول د ډبرو کړۍ دنګې کړې وې.
په 1747ز کال کې، نوموړی د هولبورن د «سینټ جارج دی مارټر» (يوه کليسا ده) د رئیس په توګه لندن ته راستون شو. د ژوند په وروستۍ برخه کې، هغه د برتانوي څېړنې له خوا د «د برتانيې تشريح» په نوم د «چارلس برټرم» ادبي جعلکارۍ په منلو کې مهمه ونډه درلوده، او د سر «ايزک نيوټن» له لومړیو ژوندلیکونو څخه يو يې ولیکه. د سټيوکلي افکارو د «وليام بليک» په څېر هنرمندانو سربېره د اتلسمې پېړۍ په اوږدو او نولسمې پېړۍ په لومړيو کې د لرغونو اثارو په بېلا بېلو څېړونکو اغېز درلود، که څه هم د نولسمې پېړۍ تر دويمې نيمايې پورې لرغونپوهانو تر ډېره بريده دا رد کړي دي. سټيوکلي د «سټورټ پيګوټ، ډايويډ بوايډ هايکوک» او «رونالډ هوټن» په څېر ګڼو پوهانو د ژوندليک ليکنو او علمي مطالعو موضوع وه.[۱]
ژوند ليک
[سمول]کوچنيوالی او د پوهنتون زده کړه:1687-1708
[سمول]سټيوکلي د 1669ز کال د نومبر په اومه نېټه د ليکنشاير په هولبيچ کې د خپلې کورنۍ په کور کې زېږېدی و، د څلورو هلکانو او يوې نجلۍ لرونکې کورنۍ تر ټولو مشر ماشوم و؛ ښايي هغه ته د «اورانګ» د وليام په تعقيب نوم ورکول شوی وي، څوک چې ډېر ژر د انګلستان پاچا شو.[۲][۳]
د هغه پلرنی نيکه جان سټيوکلي (1623-1675)، د هېواد يو مخور و چې د لنکشاير په «افنګټن» کې يې کوچنۍ ځمکه درلوده، او د مړينې پر مهال په هغه ډېر پورونه پاتې و. «جان» دوه زامن درلودل؛ مشر يې «اډلارډ» و، چې د قانوني مسلک لپاره روزل شوی و، او کشر يې هم جان بلل کېدو، څوک چې د کورنۍ په يو حقوقي شرکت کې د «اډلارډ» سره له يو ځای کېدو مخکې د يو کروندګر په توګه روزل شوی و. د 1686ز کال د مۍ په اته ويشتمه نېټه، جان د لکنشاير په «پنچبيک» کې د «رابرټ بلن» د تنکۍ پېغلې لور سره واده وکړ؛ د دوی لومړی ماشوم سقوط شو، چې وليام يې دويم زوی و.
په 1962ز کال کې د پنځه کلنۍ پر مهال، سټيوکلي د «هول بيچ» په «فري سکول» کې زده کړه پيل کړه، او دلته يې ليک لوست زده کړل. د ديارلس کلنۍ تر عمر پورې، نوموړی په ښوونځي کې د لوړې درجې زده کونکی و. د ښوونځي د زده کونکي په توګه، په يوه نږدې سيمه کې د يوې زېرمې له موندل کېدو وروسته نوموړي د رومي سکو (مسکوکاتو) په ټولولو پيل وکړ، او په بوټپېژندنه او طب کې يې لېوالتيا پيدا کړه.[۴]
په 1700ز کال کې، نوموړی له ښوونځي و ايستل شو، تر څو د پلار په حقوقي سوداګرۍ کې کار وکړي. له خپل پلار سره يې په ګڼو مواردو کې د لندن سويل ته سفرونه وکړل، او هلته يې ډېر کتابونه او ساينسي وسيلې راونيولې. نوموړی هيڅکله د خپلو حقوقي فعاليتونو څخه ستړی نه شو، او کله چې هغه په پوهنتون کې د زده کړې د اجازې غوښتنه وکړه، پلار يې موافقه وکړه.
نوموړي د 1703ز کال د نومبر په مياشت کې په «بينيټ» کالج (اوس کارپس کرسټي کالج دی) کې د لګښت تر لاسه کونکي په توګه په زده کړه پيل وکړ. د خپلې زده کړې پر مهال د کلاسيک، اخلاقياتو، منطق، ماوراء الطبيعيت، الوهيت، رياضياتو او فلسفې ټولګي په هغو کې شامل و، چې نوموړي پکې زده کړه وکړه. په خپل وزګار وخت کې، نوموړي ژوي تجزيه کول او له ښار څخه دباندې يې په پرانيستو کيندل شويو ځايونو کې پاتې شوني لټول؛ په 1708ز کال کې، نوموړي د يو راځوړند شوي سړي بدن تجزيه کړ.[۵][۶]
سربېره پر دې، هغه لندن ته ولاړ، هلته يې له «جارج رافل» سره د اناتومي زده کړه وکړه، او له شاعر «جان ګی» سره يې وپېژندل. د 1706ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د هغه پلار ومړ، او درې اونۍ وروسته يې اکا مړ شو. د خپلې کورنۍ د مالي چارو د سمبالښت لپاره بېرته راستون شو. په 1707ز کال کې يې مور مړه، او دا د خپلو کشرانو خوېندو ورونو مسئول شو؛ د خپلې کورنۍ د پورونو د تاديه کولو لپاره، نوموړي د خپلې کورنۍ وسايل وپلورل او په «هول بيچ» کې يې خپل کور خوشې کړ. د يو سیمه يز شخص، چې ځانوژنه يې کړې وه، د بدن د تجزيه کولو له امله بدنام شو. د 1709ز کال په جنورۍ مياشت کې، کامبريج ته ولاړ تر څو له خپلې رسالې دفاع وکړي، دا رساله د "Catamenia pendent a plethora" په عنوان وه. تر دې وخته هغه د تعمير په فن کې مخ پر زياتېدونکې لېوالتيا پيدا کړې وه، او د منځنيو پېړيو د ودانيو رسامۍ يې په خورا پاملرنې سره چمتو کولې. نوموړي د يونان او ايټاليې د لرغونو خرابو د ليدنو لپاره په اروپا لويه وچه کې د يو ستر عصري سفر پر پيل فکر وکړ، خو د مالي ستونزو له امله يې د دې سفر د نه کولو پرېکړه وکړه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
طبي مسلک: 1709-1716
[سمول]د 1709ز کال د اګست په مياشت کې، سټيوکلي د «سينټ تامس» په روغتون کې د ډاکټر «ريچرډ ميډ» تر سرپرستۍ لاندې د طب زده کړې لپاره لندن ته ولاړ. د 1710ز کال د مارچ په مياشت کې، نوموړی له ښاره ووت، تر څو په کلوالي سيمه کې ډاکټري وکړي، او د لنکنشاير په بوسټن کې يې خپل کتنځای جوړ کړ. له ځانه سره يې يو تورپوستی خادم هم بوت، کوم څه چې هغه مهال د حيثيت درلودلو يوه نښه وه. په هغه ښارګوټي کې د نوموړي د وخت په اړه ډېر کم معلومات شته، په 1713ز کال کې، نوموړي ته په ښارګوټي کې د کار کولو او ملکيت تر لاسه کولو اجازه ورکړل شوه.
ورور يې «اډلارډ» هم له هغه سره ولاړ، او د هوسټن په يوه سيمه يیز درملتون کې وګومارل شو. سټيوکلي همدا راز د بوټپېژندنې يوه سيمه يیزه ټولنه هم جوړه کړه، چې په هره اونۍ به په سيمه کې د بوټو راټولولو لپاره وتله. په 1715ز کال کې، نوموړي د بوسټن د «سينټ بوټولف» کليسا يو چاپ چمتو کړ، او د «مارکويس اف لنډسي» ته يې ډالۍ کړ. د لکنشاير په شا اوخوا کې د هغه ډېر سفرونه په «Iter Domesticum» کې ليکل شوي وو، چې ګومان کېږي د هغه لومړی کتاب دی، خو د دې کتاب د خپرېدو کال نه دی څرګند.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "The Description of Britain, also known by its Latin name Script error: The function "Lang" does not exist. (On the Situation of Britain), was a literary forgery perpetrated by Charles Bertram on the historians of England. It purported to be a 15th-century manuscript by the English monk Richard of Westminster, including information from a lost contemporary account of Britain by a Roman general (Script error: The function "Lang" does not exist.), new details of the Roman roads in Britain in the style of the Antonine Itinerary, and "an antient map" as detailed as (but improved upon) the works of Ptolemy. Bertram disclosed the existence of the work through his correspondence with the antiquarian William Stukeley by 1748, provided him "a copy" which was made available in London by 1749, and published it in Latin in 1757. By this point, his Richard had become conflated with the historical Richard of Cirencester. The text was treated as a legitimate and major source of information on Roman Britain from the 1750s through the 19th century, when it was progressively debunked".
- ↑ Haycock 2002، م. 31.
- ↑ Piggott 1985، م. 27.
- ↑ Haycock 2002، م. 32.
- ↑ Piggott 1985، م. 29.
- ↑ Haycock 2002، مم. 39, 43.
- ↑ Haycock 2002، مم. 109–110.
- ↑ Piggott 1985، م. 31.
- ↑ Haycock 2002، م. 43.
- ↑ Piggott 1985، مم. 30–31.
- ↑ Haycock 2002، م. 40.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Piggott 1985، م. 34.
- ↑ Haycock 2002، م. 45.
- ↑ Piggott 1985، م. 39.