Jump to content

ورک شوی نسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ورک شوی نسل هغه ټولنیزې نسلي ډلې ته ویل کېږي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال نوې ځوانۍ ته رسېدلې وه. په دغه اصطلاح کې د «ورک شوي» کلمه له جګړې وروسته دورې لومړیو کې «سرګردانه او لار ورکو» پاتې کسانو ته اشاره کوي. له دې سربېره دغه اصطلاح په ځانګړې توګه په امریکا کې میشتو هغو لیکوالانو ته هم کارول کېږي چې د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال یې په پاریس کې ژوند کاوه. د دغې اصطلاح ابداع ترود سټاین ته اړونده بلل کېږي چې بیا د ارنست همینګوی له خوا په ۱۹۲۶ زکال کې د «لمر بیا راخېژي: تاسو ټول ورک شوي نسل ته اړوند یاست» (The Sun Also Rises: "You are all a lost generation.") تر نامه لاندې ناول کې د کارېدو له امله یې شهرت وموند. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په ټولیزه توګه په ورک شوي نسل کې هغه کسان شاملېږي چې له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۹۰۰ زکال پورې زېږېدلي. د صنعتي انقلاب د رامنځته کېدو پر مهال د ورک شوي نسل لویدیځ غړي په زیاتو باسواده، مصرف پالونکو او له رسنیو څخه په اشباع ټولنو کې را لوی شول، خو ورته مهال یې د بشپړو محافظه کارانه ارزښتونو له ساتنې سره لېوالتیا لرله. [۷]

دغې ډلې ته اړوند ځوانان په لویه کچه په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېل شول، هغه جګړه چې د هغوی د ژوندانه په اوږدو کې د دوی د سني ډلو د ټاکونکې لحظې په توګه ګڼل کېږي. ځوانو ښځینه و هم په دغه جګړه کې مرسته کوله او له جګړې اغېزمنې شوې چې له هغو وروسته یې په سیاسي ډګر او د ژوندانه په نورو برخو کې پریمانه آزادیو ته لاسرسی وموند. له دې سربېره ورک شوی نسل د هسپانوي انفلونزا د وبا له امله هم پام وړ زیان ولید او د ځلاندې شلېزې پر مهال په یو شمېر مهمو ښارونو کې د کلتوري بدلونونو په محرکه قوه واوښتل

له دې وروسته هغوی د لوی اقتصادي ناورین اغېزې تجربه کړې او ډیری یې د دویمې نړیوالې جګړې ډګر ته د خپلو اولادونو د تلو شاهد و. په پرمختللې نړۍ کې دوی له جګړې څخه په وروسته لسیزو کې تقاعد ته په رسېدو په منځنۍ کچه ژوندانه ته د تمې لرلو هیلې پیدا کړې چې آن یو شمېر یې په پام وړ توګه له کچې زیات ژوند وکړ. د دغې دورې وروستی پاتې شوی کس چې په ۱۹ مه پېړۍ کې زېږېدلی و په ۲۰۱۸ زکال کې ومړ.

ځانګړنې

[سمول]

د ماشومتوب او نوې ځوانۍ پر مهال

[سمول]

کورنی ژوند او روزنه

[سمول]

هغه مهال چې ورک شوی نسل د لوی کېدو په حالت کې و، د کورنیو ایډیال نظام په ټولیزه توګه په داسې بڼه و چې د کور نارینه په کې د کور لپاره نفقه موندونکی او اصلي اقتدار لرونکی شخصیت و؛ په داسې حال کې چې مېرمن به یې ځان د کور چارو او د ماشومانو تربیې ته وقف کړی و. ډیری متاهلو جوړو هڅه کوله څو خپل ژوند لږ تر لږه له دغه لیدلوري سره برابر کړي. دا معموله وه چې د یوې کورنۍ درې جلا نسلونه دې یو مشترک کور ولري. بډایه کورنیو بیا لیوالتیا لرله چې کورني خدمت کوونکي ولري، په داسې حال کې چې د هغوی شمېر له یوه مجرد خدمت کوونکي څخه تر یوې لویې ډلې پورې د کورنۍ د شتمنۍ کچې ته اړوند و. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ماشومانو د هوساینې اړوند عمومي اندېښنې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې له ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې څخه د مخنیوي په موخه د قوانینو د تصویب او ټولنیزو جوړښتونو له امله زیاته شوې. دولت په مخ پر زیاتېدوني ډول په خصوصي کورونو او کورني ژوند کې د قانوني مداخلې حق ترلاسه کړ څو له قانوني سن څخه د کم عمر لرونکو کسانو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیولای شي. له دې سره د ناسم چلن له امله د ماشومانو وهل ډبول نه یوازې چې دود چاره وه، بلکې د یوه مسئول پالونکي له دندو څخه ګڼل کېده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

روغتیايي او د ژوندانه شرایط

[سمول]

په ښاري سیمو کې د انساني فاضله موادو د ویستو لپاره د فاضلابو طراحي شوو سیستمونو چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې یې په صنعتي ښارونو کې وده کړې وه، د وبا په څېر یو شمېر ناروغیو په کمښت کې یې مرسته کوله. د څښاک د اوبو د کیفیت اړوند قانوني معیارونه هم مخ پر رامنځته کېدو شول. له دې سره برېښنا ته د لاسرسي چټکتیا کمزورې وه او د ورک شوي نسل د را لوی کېدو پر مهال ګازي څراغونه او شمعې د کورونو د روښانه کولو لپاره تر ټولو دود وسایل و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په داسې حال کې چې د ورک شوي نسل د لومړیو پر مهال د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې اړوند ډېر لږ مالومات شتون لري، خو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په خپل راپور کې څرګنده کړې چې په ۱۹۰۰ زکال کې له هرو لسو نویو زېږدلو امریکايي ماشومانو څخه یو یې د خپلې لومړۍ کالېزې وړاندې مړ کېده. د بریتانیا اړوند شمېرې ښيي چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د ماشومتوب په لومړیو پنځو کلونو کې له هرو څلور ماشومانو څخه نږدې یو ماشوم له مړینې سره مخ و. د ۱۸۰۰ زکال په پرتله چې دغه شمېره نږدې یو په درې وه، په راتلونکو سلو کلونو کې د ماشومانو د مړینې کچه راکمه شوې وه، خو د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې په پام وړ کچه راښکته شوه چې تر ۱۹۵۰ زکال پورې یو پر شلو ته ورسېده. دغه چاره په دې معنی وه چې په لږ عمر کې د ورک شوي نسل د غړو د مړینې کچه د هغوی د والدینو او اجدادو د مړینې ترکچې پورې تر یوه حده کمه وه، خو د هغو ماشومانو په پرتله چې په راتلونکو څو لسیزو کې تولد شوي و زیاته وه. [۲۰][۲۱]

سواد او زده کړې

[سمول]

په کارخونو کې د ماشومانو د کار کولو محدود کوونکي قوانین له ۱۸۴۰ زکال راهیسې رامنځته شول چې بیا د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې ډېری لویدیځو هېوادونو د ماشومتوب په حد اقل څو کلونو کې زده کړې اجباري کړې. په ۱۹۰۰ زکال کې په متحده ایالاتو کې د بې سوادۍ کچه نږدې ۱۱ سلنه، په لویه بریتانیا کې ۳ سلنه او په جرمني کې یوازې یو سلنه راکښته شوه. ورته مهال د اروپا په ختیځ او سویل کې د بې سوادۍ او په ښوونځي کې د نه ګډون ستونزې په شدت سره احساس کېدلې. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د دغې دورې په ښوونځیو کې په نظم او دسپلین شدید ټینګار شتون درلود او له زده کوونکو تمه کېدله څو ټول موارد له یادو زده کړي. د ښوونکو له کموالي سره د مبارزې په موخه له ډېر عمر لرونکو زده کوونکو څخه د ځوانو زده کوونکو د ښوونې او روزنې په موخه کار اخیستل کېده. د ښوونځیو په زیاتوالي سره د عمر پر بنسټ په ټولګیو کې د زده کوونکو ویش پراختیا ومونده. [۳۳]

له دې سره په داسې حال کې چې د پېړۍ په لومړیو کې ډیری لویدیځو ماشومانو لومړنیو زده کړو ته لاسرسی درلود، متوسطه زده کړو بیا د ډېر لوکس ژوند لرونکو کسانو لپاره شتون درلود. په ۱۹۰۰ زکال کې له څوارلس کلنۍ څخه تر اوولس کلنۍ پورې یوازې ۱۱ سلنه امریکايي ځوانانو د عالي لیسې په کچه زده کړې کولې، هغه شمېر چې تر۱۹۱۰ زکال پورې یې ډېر لږ زیاتوالی وموند. په داسې حال کې چې له ۱۹۰۰ زکال څخه د لومړۍ نړیوالې جګړې تر مهاله د ښوونځي د پرېښودو رسمي عمر ۱۴ کاله و، ډېری بریتانوي ماشومانو کولای شول د سیمه ئیزو واکمنانو له خوا د وضع شوو قوانینو پر بنسټ په ۱۲ کلنۍ یا ۱۳ کلنۍ کې ښوونځی پرېږدي. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د ۹ کلنۍ یا ۱۰ کلنۍ په عمر د ښوونځي پرېښودل د کاناډايي ماشومانو لپاره کومه غیر معمول چاره نه وه. [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  36. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).