ورځني نصیحتونه (سنت طریقي)
ښکارېدونکې بڼه
- همیشه د ﷲ تعالی نه بښنه غواړه.
- همیشه د ﷲ تعالی څخه دخیر دعاء غواړه، ځکه دعاء د نجات رسۍ ده.
- یاد ساته چی ستا هره خبره ملائکه لیکی.
- په ﷲ تعالی خه ګمان کوه اګر که یو تندر ستا په سر ولاړ وی.
- تسبیحات په خپلو ګوتو سره وایه.
- کله چی درباندی غمونه او بی ځایه فکرونه راجمع شی نو : "لا إله إلا ﷲ"وایه.
- په خپلی صدقی سره دفقیر دعاء او د مسکین محبت حاصل کړه.
- په عاجزۍ سره یو سجده ﷲ تعالی ته د ټولی دنیا نه غوره وګڼه.
- دهری خبری نه مخکی فکر کوه، ځکه اکثر خبری قاتلې وی.
- د مظلوم د ښیرو نه او د محروم د اوښکو نه ځان ساته.
- د هر کتاب او اخبار دلوستلو نه مخکی دقرانکریم تلاوت کوه.
- ځان دخپلی کورنۍ د استقامت سبب جوړ کړه.
- خپل نفس سره دطاعت په کولو جهاد وکړه ،ځکه نفس انسان په بدۍ باندی امر کوی.
- د مور او پلار خدمت کوه ﷲ تعالي به درنه راضي وی.
- یاد ساته چی ستا زړی جامی فقراء وو ته نوی دی.
- ډیری غوصی مه کوه، ځکه ژوند ډیر لنډ دی دهغی نه چی ته یی تصور کوی.
- په هر حالت کی تانه ﷲ تعالی خبر دی او ستا هر حالت مراقبه دی.
- د دعاءګانو دقبلیدو دروازه په ګناهونو سره مه بندوه.
- لمونځ کول دټولو نه بهتره وسیله ده چی سړی پری دګناهونو نه بچ شی.
- په مسلمانانو بد ګمانونه مه کوه ،نو په راحت به وی.
- د هر غم او خفګان سبب د ﷲ تعالی څخه اعراض دی ،نو د ﷲ تعالي دین ته مخ کړه.
- قبر کی تاته صرف نیک اعمال فائده درکوی.
- چی په کوم مجلس کی دی غیبت واوریده نو هغی سړی ته وایه دالله تعالي نه ویریږه.
- سورة ملک همیشه تلاوت کوه دقبر د عذاب نه به خلاص یی.
- محروم هغه څوک دی چی لمونځ کی عاجزی نوی او سترګوی کی اوښکی.
- مومنانو ته هیڅ قسم تلکیف مه ورکوه.
- هر چا سره چی محبت یا بغض کوی نو د الله جل جلاله لپاره یی کوه.
- څوک چی ستا غیبت کوی هغی ته معافی وکړه ،ځکه هغی تاته داسی نیکۍ وبخلی چی تا ندی کړی.
- لمونځ، تلاوت، ذکر داسی کړۍ دی چی د مسلمان زړه خوشحالوی.
- دجهنم اور همیشه یاد ساته نو دګناه نه به بچ یی.
- تر څو چی شپه رڼا کیږی، نو دردونه روغیږی او مشکلات به ټول ختمیږی، دانسان خوشحالی هم همیشه نوی او غم او مصیبت او مشکلات یی هم همیشه نه وی.