ورځني نصیحتونه (سنت طریقي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  1. همیشه د ﷲ تعالی نه بښنه غواړه.
  2. همیشه د ﷲ تعالی څخه دخیر دعاء غواړه، ځکه دعاء د نجات رسۍ ده.
  3. یاد ساته چی ستا هره خبره ملائکه لیکی.
  4. په ﷲ تعالی خه ګمان کوه اګر که یو تندر ستا په سر ولاړ وی.
  5. تسبیحات په خپلو ګوتو سره وایه.
  6. کله چی درباندی غمونه او بی ځایه فکرونه راجمع شی نو : "لا إله إلا ﷲ"وایه.
  7. په خپلی صدقی سره دفقیر دعاء او د مسکین محبت حاصل کړه.
  8. په عاجزۍ سره یو سجده ﷲ تعالی ته د ټولی دنیا نه غوره وګڼه.
  9. دهری خبری نه مخکی فکر کوه، ځکه اکثر خبری قاتلې وی.
  10. د مظلوم د ښیرو نه او د محروم د اوښکو نه ځان ساته.
  11. د هر کتاب او اخبار دلوستلو نه مخکی دقرانکریم تلاوت کوه.
  12. ځان دخپلی کورنۍ د استقامت سبب جوړ کړه.
  13. خپل نفس سره دطاعت په کولو جهاد وکړه ،ځکه نفس انسان په بدۍ باندی امر کوی.
  14. د مور او پلار خدمت کوه ﷲ تعالي به درنه راضي وی.
  15. یاد ساته چی ستا زړی جامی فقراء وو ته نوی دی.
  16. ډیری غوصی مه کوه، ځکه ژوند ډیر لنډ دی دهغی نه چی ته یی تصور کوی.
  17. په هر حالت کی تانه ﷲ تعالی خبر دی او ستا هر حالت مراقبه دی.
  18. د دعاءګانو دقبلیدو دروازه په ګناهونو سره مه بندوه.
  19. لمونځ کول دټولو نه بهتره وسیله ده چی سړی پری دګناهونو نه بچ شی.
  20. په مسلمانانو بد ګمانونه مه کوه ،نو په راحت به وی.
  21. د هر غم او خفګان سبب د ﷲ تعالی څخه اعراض دی ،نو د ﷲ تعالي دین ته مخ کړه.
  22. قبر کی تاته صرف نیک اعمال فائده درکوی.
  23. چی په کوم مجلس کی دی غیبت واوریده نو هغی سړی ته وایه دالله تعالي نه ویریږه.
  24. سورة ملک همیشه تلاوت کوه دقبر د عذاب نه به خلاص یی.
  25. محروم هغه څوک دی چی لمونځ کی عاجزی نوی او سترګوی کی اوښکی.
  26. مومنانو ته هیڅ قسم تلکیف مه ورکوه.
  27. هر چا سره چی محبت یا بغض کوی نو د الله جل جلاله لپاره یی کوه.
  28. څوک چی ستا غیبت کوی هغی ته معافی وکړه ،ځکه هغی تاته داسی نیکۍ وبخلی چی تا ندی کړی.
  29. لمونځ، تلاوت، ذکر داسی کړۍ دی چی د مسلمان زړه خوشحالوی.
  30. دجهنم اور همیشه یاد ساته نو دګناه نه به بچ یی.
  31. تر څو چی شپه رڼا کیږی، نو دردونه روغیږی او مشکلات به ټول ختمیږی، دانسان خوشحالی هم همیشه نوی او غم او مصیبت او مشکلات یی هم همیشه نه وی.