وروستۍ حل لاره
وروستۍ حل لاره (په الماني ژبه: die Endlösung تلفظ یې [dɪ ˈɛntˌløːzʊŋ] اورېدل) یا د یهودو د پوښتنې وروستی حل (په الماني ژبه: Endlösung der Judenfrage تلفظ یې [ˈɛntˌløːzʊŋ deːɐ̯ ˈjuːdn̩ˌfʁaːɡə] (اورېدل)) د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د یهودو د ټولوژنې لپاره د نازي پلان و. "د یهودو د پوښتنې وروستۍ حل لار" د لاس رسي وړ ټولو یهودیانو د وژنې رسمي شفر و چې یوازې د اروپا په لویه وچه پورې محدود نه و. د ټولوژنې دا سیستماتیکه او قصدي پالیسي د سیاسي جغرافیې/ جیوپلیتیکي پلوه د المان تر اشغال لاندې په ټوله اروپا کې د نازي په مشرتابه د ۱۹۴۲ کال په جنوري کې برلین ته څېرمه د وانزي په کنفرانس کې تدوین شوه او په هلوکاسټونو خپل اوج ته ورسېده چې د ۹۰ سلنه پولنډي یهودو او ۲ - ۳ برخې اروپایي یهودیانو د ټولوژنې شاهد و.[۱][۲][۳][۴]
د هغو پرېکړو ماهیت او وخت چې د وروستۍ حل لارې لامل شو د هلوکاسټ هغه اړخ دی چې په شدید ډول پرې څېړنه او بحث شوی. دا برنامه د جګړې له لومړیو ۲۵ میاشتو سره چې په المان کې د وروستیو یهودیانو د وژنې د هڅې لامل شوې بشپړه شوه. په هلوکاسټ کې متخصص تاریخ پوه کرېسټوفر براوینګ لیکي چې ډېری تاریخ پوهان په دې سره همغږي دي چې وروستۍ حل لار په یو ځانګړي وخت کې له یوې واحدې پرېکړې سره نه شو تړلی "دا په ټولیزډول منل شوې چې د پرېکړې کولو پروسه اوږدمهاله وه او په ورو ورو مخته تللې." په ۱۹۴۰ کال کې د فرانسې تر سقوط وروسته الدوف ایشمن د فرانسې مستعمرې ته د اروپا د یهودي نفوس د لېږد لپاره د ماډاګاسکار پلان طرحه کړ خو د لوجستیکي او اساساً د سمندري محاصرې له امله متروک شو. همدارنګه فلسطین او سایبیریا ته هم د یهودو د تبعید لومړنۍ طرحه موجوده وه. رایول هېلبرګ په ۱۹۴۱ کال کې ولیکل چې د یهودو د ټول وژنې په لومړي پړاو کې د وژنې ګرځنده واحدونو په ټولو ختیځو اشغالي سیمو کې د خپلو قربانیانو څارنه پیل کړه. په دویم پړاو کې د المان تر اشغال لاندې په ټوله اروپا کې وغځېده. یهودي قربانیان د مړینې له اورګاډو سره د وژنې متمرکزو شویو اډو ته د یهودانو د سیستماتیکې وژنې په موخه ولېږل شول.[۵][۶][۷]
مخینه
[سمول]"وروستۍ حل لار" د نازیانو هغه مطلوبه اصطلاح وه چې د یهودي ټبر د لهمنځه وړلو نقشې ته په اشارې کارول کېده. ځینې تاریخ پوهان داسې استدلال کوي چې د المان د مشرتابه معمول تمایل د وروستۍ حل لارې په اړه د خبرو پر مهال ډېر پام وکړي د مثال په ډول مارک روزمن ولیکل چې د وژونو په اړه له مطلوبو اصطلاحاتو څخه کار اخیستل د هغوی د اړیکو عادي لار وه. حال دا چې جېفري هېرف داسې استدلال کوي چې د نازیانو په تورې پروپاګانډا/ تبلیغاتو کې د مطلوبو اصطلاحاتو د کارونې رول اغراقي و او نازي مشرانو په حقیقت کې په مستقیم ډول نازیان ګواښل. د مثال په ډول هېټلر د ۱۹۹۳ کال د جنوري په ۳۰مه په خپله وینا کې په اروپا کې یهودو د ختمولو خبرداری ورکړ.[۸][۹][۱۰]
د ۱۹۳۳ کال په جنوري کې د واک له ولکه کولو او د ۱۹۳۹ کال په سېپټمبر کې د جګړې تر پیل پورې نازیانو په المان کې د یهودیانو پر ځورونې، ګواښ او د هغوی د پیسو او شتمنیو پر غصبولو تمرکز درلود. د نازي ګوند د پالیسۍ له بیانیې سره سم رومانیایان او یهودیان "په اروپا کې یوازیني اجنبي خلک و" په مونیخ کې د رومانیایانو د چارو اداره د انترپول له خوا ونیول شوه او نوم یې د جټانو/رومنیانو له ګواښنې سره د مبارزې په مرکز بدل شو. د «جټانو د مسئلې وروستی حل» چې د ۱۹۳۷ کال په پای کې وړاندې شو او تر دې مهاله په داخایو، بوخنوالډ، فلوسنبورګ، ماوتهاوزن، نتزاوایلر، راونسبروک، تاوچا او وېسټربورک د جبري کار اډې جوړې شوې چې رومانیایان په کې زنداني کېدل یا راټولېدل او تبعیدېدل. په ۱۹۳۸ کال کې له انشلوس سره د اتریش (د المان له رایش سره د اتریش د فېدرال ایالت یوځای کېدل، ژباړن) تر الحاق وروسته په ۱۹۳۸ کال کې د یهودیانو د مهاجرت د زیاتوالي په موخه د هغوی د راتلونکي ورکوالي لپاره د پټ پلان پرته په برلین او وین کې د یهودیانو د مهاجرت مرکزي دفترونه رامنځته شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د جګړې پيل او پر پولنډ برید له ۳.۵ میلیون څخه زیات یهودي وګړي د نازي او شوروي د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې راوستل او دا په پولنډ کې د هلوکاسټ د پيل نښه وه. په پولنډ کې د المان تر اشغال لاندې سیمو کې یهودیان په لنډمهاله منزوي هستوګنځي کې نورو ترتیباتو ته په تمه وو. دوه کاله وروسته د ۱۹۴۱ کال په جون کې پر شوروي اتحاد له یرغل او د بارباروسا عملیاتو له پيل سره د المان لوړه طبقه د يهودو د ختمولو لپاره د یهودیانو د اخراج پر ځای د هېټلر د يهوددوښمنۍ د نوې طرحې په لټه کې شول. د بریتانیا پر وړاندې د هوايي عملیاتو تر ناکامۍ وروسته د المان سمندري محاصره پيل او لبنسراوم عملیاتو ته لاسرسي لپاره د المان تر ولکې لاندې سیمو کې د یهودیانو د جبري لهمنځه وړلو لپاره د هېټلر پخوانۍ نظریې یوې خوا ته پرېښودې. رایکسفیرې- اېساېس هاینریش هیملر د هغې نوې طرحې اصلي معمار شو چې بیا د یهودو د مسئلې وروستۍ حل لار ونومول شوه. د ۱۹۴۱ کال د جولای په ۳۱مه رایکسمارشال هېرمان ګورینګ رېنهارډ هایدرېک (د هیلمر معاون او د رایش امنیت د اصلي دفتر رییس) ته لیک ولیکه او هغه ته يې صلاحیت ورکړ چې د یهودو د مسئلې د وروستي حل لپاره «لازم چمتوالی» برابر کړي او له ټولو زیانمونو سازمانونو سره همغږي وکړي. ګورینګ همدارنګه هایدرېش ته امر وکړ چې د نوې وړاندې ویل شوې موخې د پلې کولو لپاره مشخص وړاندیزونه وړاندې کړي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په ټولیز ډول د یهودیانو لهمنځه وړل په دوه لویو عملیاتونو کې تر سره شول. د باباروسا عملیاتو له پیل سره د اېساېس (د ژغورنې لښکر) د ګرځنده وژنې، اینزاتس ګروپن (د دویمې نړيوالې جګړې په بهیر کې د ټولیزې وژنې یوه پوځي ډلګۍ، ژباړن) او د منظمو پولیسو کنډک شوروي اتحاد ته ولېږل شو تر څو ټول یهودیان ووژني. د تېري په لومړيو پړاوونو کې هېلمر پهخپله د ۱۹۴۱ کال په جولای کې له بیالیسټوک څخه ليدنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې « دا باید د یو اصل په توګه په پام کې ونیول شي چې د المان او شوروي د پولې تر شا هر یهودی یو پارتیزان/ جنګيالی دی.» د هغه نویو فرمانونو په لومړۍ کرښه کې د اېساېس او پولیسو مشرانو ته د ټولوژنې بشپړ صلاحیت ورکړ. د ۱۹۴۱ کال تر اګست پورې ټول یهودي نارینه، ښځې او ماشومان په ډزو وویشتل شول. په بشپړ ډول د ختمولو په دویم پړاو کې د مرکزي، غربي، سويل ختيځې اروپا یهودي اوسېدونکي د هلوکاسټ له رېل ګاډو سره هغه اډو ته ولېږدول شول چې د ګاز نیونې نوې اسانتیاوې په کې رامنځته شوې وې. رائول هیلبرګ ولیکل چې: «په اصل کې د شوروي اتحاد یرغلګرو قاتلانو د قربانیانو پر لور حرکت وکړ حال دا چې له دې صحنې څخه بهر قربانیان قاتلانو ته راوړل شول. دا دوه عملیات نه یوازې د وخت له پلوه بلکې د پېچلتيا له پلوه هم یو لوی بدلون رامنځته کوي.» د نږدې یو ميلیون یهودیانو ټول وژنه په ۱۹۴۲ کال کې د وروستۍ حل لارې د طرحې تر پلي کېدو مخکې پېښه شوه، خو دا یوازې د یهودو د ټول نفوس د لهمنځه وړلو له پرېکړې سره مل وه چې د دویم اشووېرز بیرکناو او تربلینکا په څېر دایمي ګاز لرونکو خونو اډې برابرې شوې او ګڼ شمېر یهودیان په نسبتاً لنډ مهال کې پهکې ووژل شول. [۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Browning, Christopher (2007). The Origins of the Final Solution: The Evolution of Nazi Jewish Policy, September 1939 – March 1942. University of Nebraska Press.
In a brief two years between the autumn of 1939 and the autumn of 1941, Nazi Jewish policy escalated rapidly from the pre-war policy of forced emigration to the Final Solution as it is now understood—the systematic attempt to murder every last Jew within the German grasp.
- ↑ "Wannsee Conference and the Final Solution". United States Holocaust Memorial Museum. بياځلي په 30 March 2015.
- ↑ David S. Wyman; Charles H. Rosenzveig (1996). The World Reacts to the Holocaust. JHU Press. p. 99. ISBN 0801849691.
- ↑ Holocaust Encyclopedia. "'Final Solution': Overview". United States Holocaust Memorial Museum. خوندي شوی له the original on 2 March 2013. بياځلي په 5 February 2016.
- ↑ (Browning 2004، م. 213).
- ↑ Browning, Christopher R. (1995). The Path to Genocide: Essays on Launching the Final Solution. Cambridge University Press. pp. 18–19, 127–28. ISBN 978-0-521-55878-5 – via Google Books.
- ↑ Niewyk او Nicosia 2000، م. 76.
- ↑ Holocaust Encyclopedia. "'Final Solution': Overview". United States Holocaust Memorial Museum. خوندي شوی له the original on 2 March 2013. بياځلي په 5 February 2016.
- ↑ Herf 2005، م. 56.
- ↑ Herf 2005، م. 54.
- ↑ (Roseman 2002، مم. 11–12).
- ↑ Ian Hancock (2010). Jonathan C. Friedman (ed.). The Routledge History of the Holocaust. Taylor & Francis. p. 378. ISBN 978-1136870606. Also in: David M. Crowe; John Kolsti; Ian Hancock (2016). The Gypsies of Eastern Europe. Routledge. p. 16. ISBN 978-1315490243.
- ↑ (Browning 2004، (2007 ed.: pp. 179, 181–12)). "The Gypsy question".
- ↑ (Roseman 2002، مم. 11–12).
- ↑ Holocaust Encyclopedia. "German Invasion of Poland: Jewish Refugees, 1939". Washington, DC: United States Holocaust Memorial Museum.
- ↑ Grenke, Arthur (2005). God, Greed, and Genocide: The Holocaust Through the Centuries. New Academia Publishing. p. 92. ISBN 097670420X.
- ↑ Browning, Christopher R. (1995). The Path to Genocide: Essays on Launching the Final Solution. Cambridge University Press. pp. 18–19, 127–28. ISBN 978-0-521-55878-5 – via Google Books.
- ↑ Browning, Christopher R. (2007). The Origins of the Final Solution: The Evolution of Nazi Jewish Policy, September 1939 – March 1942 (in انګليسي). University of Nebraska Press. p. 315. ISBN 978-0803203921.
- ↑ Göring, Hermann (31 July 1941). "Authorization letter of Hermann Göring to Heydrich, 31 July 1941" (PDF). House of the Wannsee Conference. خوندي شوی له the original (PDF) on 19 February 2018. بياځلي په 3 June 2014.
- ↑ Lukas, Richard (1989). Out of the Inferno: Poles Remember the Holocaust. University Press of Kentucky. pp. 5, 13, 111, 201. ISBN 0813116929.
Nazi terror.
; also in Lukas, Richard (2012) [1986]. The Forgotten Holocaust: Poles Under Nazi Occupation 1939–1944. New York: University of Kentucky Press/Hippocrene Books. ISBN 978-0-7818-0901-6. - ↑ (Hilberg 1985، م. 273).
- ↑ Feig, Konnilyn G. (1981). Hitler's death camps: the sanity of madness. Holmes & Meier. pp. 12–13. ISBN 0841906769.
Hitler exterminated the Jews of Europe. But he did not do so alone. The task was so enormous, complex, time-consuming, and mentally and economically demanding that it took the best efforts of millions of Germans.