وروستی نړیوال مشترک جد/نیکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وروستی نړیوال ګډ نیکه یا وروستی حجروي نیکه (LUCA / last universal cellular ancestor) چې د وروستي نړیوال نیکه (LUA) په نوم هم یاديږي. د ژوندیو موجوداتو ترټولو تازه نفوس دی ټول هغه موجودات چې اوس‌مهال د ځمکې پر مخ ژوند کوي یو ګډ نسب لري چې د ځمکې پر مخ د اوسني ژوند تر ټولو نوي ګډ نیکه په نوم ياديږي. چې د پروجنیت/ (هر اورګانیزم چې په هغه کې د فينوټاپ او جينټايپ تر منځ اړیکه د تکامل په حال کې وي) اړوند مفهوم دی. ګمان کېږي چې LUCA به د ځمکې پر مخ لومړنی ژوند نه وي بلکې وروستنی موجود دی چې د ټولو اوسنیو شته موجوداتو لپاره میراثي اصل/نیکه دی.  [۱][۲][۳][۴]

په داسې حال کې چې د LUCA هېڅ ځانګړي فوسیلي (د لرغونې زمانې د حیواناتو او نباتاتو پاتې شوني) شواهد نشته. خو کولی شو د ټولو مدرنو موجوداتو او لمسیانو له جینوم سره په پرتله یې وڅېړو. په دې توګه په ۲۰۱۶ ز کال کې يوې څېړنې ۳۳۵ جینونه په ګوته کړل چې په ډېر احتمال سره به په LUCA کې وو. جینونو د ژوند يوه پېچلې بڼه د ګډې هوکړې له ځانګړنو سره تشرېح کړه چې دDNA اوRNA تر منځ پروټینونو ته د اطلاعاتو بدلون، لېږد او ژباړه په کې شامل و. د دې څېړنې پایلې ښيي چې LUCA په ډېر احتمال سره په لوړې تودوخې لرونکې اوبو کې د سمندر په ژورو دریڅو کې ماګمايي (magma) جریانونو ته څېرمه ژوند کاوه. [۵][۶]

څېړنې له ۲۰۰۰ کال نه تر ۲۰۱۸ ز کال پورې د LUCA د لرغونتوب په وخت کې ډېروالی ښيي. په ۲۰۰۰ زکال کې داسې اټکل کېده چې LUCA له ۳.۵ نه تر ۳.۸ بېلیونه کاله مخکې د پالیورکېن / Paleoarchean (د ژویو د مشخصو ډولونو تر ټولو لرغونی اثر) په دوره کې وو، د ژوند په اړه د لومړنیو فوسیلي شواهدو څخه څو میلیون کاله وړاندې، د هغه لپاره څو نوماندان/داوطلب له ۳.۴۸ څخه تر ۳.۲۸ بېلیونه کاله وړاندې دوره کې راغونډ شوي وو.  په ۲۰۱۸ ز کال کې د برېسټول پوهنتون یوې څېړنې د مالیکولي ساعت د یو موډل له کارولو سره LUCA له ۴.۵ میلیارد کاله مخکې نه لږ وروسته په هېډین/ Hadean (د ځمکې پېژندنې عصر) کې ځای پر ځای کړ. د لویې اغېزې د فرضیې (Giant Impact Hypothesis)  پر بنسټ چې د ځمکې سطحه د تبخیر یا ذوب په حال کې د استوګنې نه وړ انځوروي، غالباً داسې ویل کېږي چې LUCA او په احتمالي ډول په ټوله کې د ژوند سرچینه د سپوږمۍ له جوړښت نه مخکې نه شي کېدلی.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

چارلس داروین په ۱۸۵۹ ز کال کې، د ډولونو د سرچينې په خپل(On the Origin of Species) نوم کتاب کې د لومړي ځل لپاره د ګډ نسب يوه نړیواله نظریه د تکاملي پروسو له لارې وړاندې کړه. « په دې اساس زه باید له مشابهت نه دا وښيم چې د ځمکې پر مخ ټولو ژونديو موجوداتو له یو کس نه سرچينه اخيستې چې د لومړي ځل لپاره يې ساه اخیستې.» وروسته بیولوژي پوهانو د LUCA ستونزه د ژوند له سرچينې نه بېله کړه. [۲۱]

مشخصات[سمول]

د LUCA د فرضي بچیانو د ډلو له شننې او تجزیې وروسته داسې برېښي چې LUCA يو کوچنی یو حجروي موجود و، په احتمالي ډول د DNA یو حلقه‌يي ډول سیم‌پېچ (coil) یې درلود چې د حجرې د ننه په آزاد ډول د لامبو/ شنا په حال کې و. له مورفولوژیکي اړخه په احمتالي ډول د نننیو باکتري‌ګانو په ګډ نفوس کې څرګند نه و. له دې سره کارل وويېز(Carl Woese) او همکارانو یې چې د لومړي ځل لپاره د د درېیو سیمو/برخو سیستم (three domain system) چې اوس‌مهال کاريږي د رایبوزومي RNA (rRNA) د شننې او تجزیې پر بنسټ د باکتريا‌ګانو، ارکيا او ايوکاریوت لپاره وړاندې کړ، «داسې بیانوي چې په جنتیکي ماشینرۍ کې به  LUCA له انفرادي نیکونو نه یو ساده او ابتدایي موجود و چې دا درې يې رامنځته کړل.»   [۲۲]

په داسې حال کې چې په ګراس/ناخالصه اناتومي کې LUCA یوازې د قاطعیت پرته د بیارغونې وړ دی. بیوشمیکي میکانیزمونه یې له جزییاتو سره یادولی شو، اوس په نړیوال بنسټ د ځمکې پر مخ د ټولو خپلواکو ژونديو موجوداتو له خوا ځانګړتیاوې شریکې شوې دي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

جنتیکي کود یې په احتمالي ډول د DNA پر بسټ و، داسې چې د RNA له نړۍ نه مخکې يې ژوند کړی. که چېرې DNA وو، په منحصر ډول د همدې نننيو څلورو نکلوتایډونو دي اوکسي ادينوزين (deoxyadenosine) ، ډي اوکسي سايتېډين (deoxycytidine)، ډي اوکسي ټايمېډين (deoxythymidine) او ډي اوکسي ګوانوزین (deoxyguanosine) نه جوړ شوی و. DNA د نمونې/بېلګې پورې تړلي (Template-depending) انزایم او DNA پولیمیرېز په واسطه د دوو ډبلو رشتو په توګه ساتل کېږي. چې په دې وروستيوکې د D له کورنۍ سره تړاو لري. د DNA یوالی د ساتونکو او بیارغوونکو/ترمیم کوونکو انزایمونو له یوې ډلې لکه ډي اېن اې توپواېزومېروز/ DNA topoisomerase (یو ډول انزایم) نه ګټه اخلي. که چېرې جنیتیکي کود د DNA پر بنسټ وای نو هغه به د یو رشته‌يي RNA په واسطه تشرېح کېده. RNA د یو پولیمیرېز په واسطه چې په DNA پورې تړلی DNA ته ورته نکلیوټایدونو له کارلو سره تولید شو، یوازې په دې توپېر سره چې د DNA ټايمېډين نیکلیوټاید دRNA   په يوریډین بدل شو، چې د DNA متصل څو پروتینونه یې لرل لکه د هېسټون فولډ پروتین (histone-fold proteins). [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

جنتیکي کود به په پروتینو کې تشرېح کېده. چې دغه کودونه د خپلواکو امینو اسیدونو د پيغام لېږدووکي RNA د ژباړې له لارې د رایبوزومونو، لېږدوونکو RNA او یوه ډله اړونده پر وتینونو د میکانیزم په واسطه راټول شوي. رایبوزومونه له دوو فرعي واحدونو/سب يونټونو (subunits) څخه جوړ شوي چې یو یې لوی ۵۰S (سب یونټ) او بل یې کوچنی ۳۰S دی. هر رایبوزمي فرعي واحد د رایبوزمي RNA له یوې هستې نه چې رایبوزمي پروتینونو یې احاطه کړي جوړ شوی. د RNA مالیکول رایبوزمي او لېږدوونکي دواړه ډولونه د رایبوزم په پاروونکي/کلتلایتکي (catalytic) فعالیت کې اړین رول لوبوي. یوازې د L په اېزومېر (isomers) کې شل امینو اسیدونه کارول شوي چې د نورو بې‌شمېره امینو اسیدونو نه یې مستثنی کړی. ATP (په بدن کې د انرژي تر ټولو لوړه سطحه) د انرژي د یوې وسيلې په ټوګه خدمت کاوه، سلګونه پروتنیني انزایمونه کیمیاوي غبرګونونه کتلېز (catalyzed) کوي چې له شحمو، امینو اسیدونواو قندي موادو نه انرژي استخراج کړي چې شحمونه،رقندونه، امینو اسیدونه او اساسي هستوي اسیدونه د بېلابېلو کيمیاوي مسیرونو له لارې ترکيب/ سنتېز (synthesize) کړي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

حجرې یو مایع سایتوپلازم درلود چې په اغېزمن ډول دوه‌ګونې شحمي غشا پوښلی و. حجرې تمایل درلود چې د ځانګړي ایوني لېږد میکانیزم يا ایوني پمپ (ion pumps) له لارې سودیم خارج کړي او د پتاشیم غلظت لوړ کړي. د حجري ټول داخلي محتویات تر تکثر وروسته د حجروي تقسیم له لارې تقسیمېدل. حجرې د انرژي د تولید لپاره له کېموسيموزس / Chemiosmosis (له حجروي غشا څخه د ایونونو حرکت) څخه کار اخيست، همداراز د اسیتایل تیوايستر (acetyl-thioesters) له لارې د اکسیجن کمښت او هایدروجن اوکسېدایز/ترکیب کیدل، یاد میکانیزم  د میتانوجینزس (methanogenesis) یا اسیتونوجینزس (acetogenesis) په نوم یاديږي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

په احتمالي توګه LUCA د حرارت د لوړو درجو په شرایطو کې د سمندر په ژورو دريڅو کې چې د سمندري اوبو له امله رامنځته شوې وې د سمندر په تله کې د مګما (magma) تر څنګ ژوند کاوه.   [۴۲][۴۳]

د نړیوالو اوصافو د پلټنې لپاره بدیله لار د جینوم له تجزیې نه کار اخیستل دي چې فېلیوژنتيکي لرغوني جينونه وپېژندل شي. دا د LUCA په اړه داسې تصور رامنځته کوي چې په ډېر سخت جيوکيمياوي (geochemically) چاپېریال کې ژوند کولی شي لکه اوسني پروکریوت (prokaryotes). د بیوکیمیاوي لارو شننه او تجزیه فېلیولوژيکي تحلیل او تجزیې ته ورته کيمياوي طریقه ده. تجربې ښيي چې د اسیتایل A کوانزایم (acetyl-CoA) د کیمياوي مسیرونو ټول مواد لکه فورمټ (formate)، میتانول (methanol)، اسیتایل اېنتيز (, acetyl entities) او پېریږاټ (pyruvate) د اوبو، کاربن دای اکساید او اصلي فلزاتو په موجودیت کې په بې اختیاره توګه را منځته کېږي، لکه څنګه چې د ګرمواوبو (hydrothermal) په دريڅو کې پېښېدل. [۴۴]

فرضیې[سمول]

په ۱۸۵۹ ز کال کې چارلز داروین د ډولونو د سرچينې په اړه خپل کتاب خپور کړ چې په هغه کې يې دوه ځلې دا فرضیه تشرېح کړه چې د ټولو ژونديو بڼو/ډولونو لپاره یوازې یو مولد/نیکه شته. هغه په جمع‌بندۍ کې داسې وویل:

« په دې اساس زه باید له مشابهت نه دا وښيم چې د ځمکې پر مخ ټولو ژونديو موجوداتو له یو کس نه سرچينه اخيستې، چې د لومړي ځل لپاره يې ساه اخیستې».[۴۵]

وروستۍ جمله د دې فرضیې له بیاځلي یادولو سره پيلیږي:

له دې نظره په ژوند کې عظمت / لویي نغښتې ده چې په خپل څوګونۍ ځواک سره یې په اصل کې په یو يا څو بڼو کې ساه اخيستې ده. [۴۵]

سرچینۍ[سمول]

  1. Theobald, D. L. (May 2010). "A formal test of the theory of universal common ancestry". Nature. 465 (7295): 219–222. Bibcode:2010Natur.465..219T. doi:10.1038/nature09014. PMID 20463738. S2CID 4422345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sapp, Jan; Fox, George E. (December 2013). "The Singular Quest for a Universal Tree of Life". Microbiology and Molecular Biology Reviews. 77 (4): 541–50. doi:10.1128/MMBR.00038-13. PMC 3973382. PMID 24296570. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Woese, Carl R.; Fox, G. E. (1977). "The concept of cellular evolution". Journal of Molecular Evolution. 10 (1): 1–6. Bibcode:1977JMolE..10....1W. doi:10.1007/BF01796132. PMID 903983. S2CID 24613906. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Woese, Carl R.; Fox, G. E. (November 1977). "Phylogenetic structure of the prokaryotic domain: the primary kingdoms". PNAS. 74 (11): 5088–5090. Bibcode:1977PNAS...74.5088W. doi:10.1073/pnas.74.11.5088. PMC 432104. PMID 270744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Weiss, M.C.; Sousa, F. L.; Mrnjavac, N.; Neukirchen, S.; Roettger, M.; Nelson-Sathi, S.; Martin, W.F. (2016). "The physiology and habitat of the last universal common ancestor". Nat Microbiol. 1 (9): 16116. doi:10.1038/nmicrobiol.2016.116. PMID 27562259. S2CID 2997255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 25 July 2016 باندې). Meet Luca, the ancestor of all living things. The New York Times.
  7. Doolittle, W. F. (February 2000). "Uprooting the tree of life". Scientific American. 282 (2): 90–95. Bibcode:2000SciAm.282b..90D. doi:10.1038/scientificamerican0200-90. PMID 10710791. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Glansdorff, N.; Xu, Y.; Labedan, B. (2008). "The last universal common ancestor: emergence, constitution and genetic legacy of an elusive forerunner". Biology Direct. 3: 29. doi:10.1186/1745-6150-3-29. PMC 2478661. PMID 18613974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 13 November 2013 باندې). Oldest fossil found: Meet your microbial mom.
  10. Noffke, N.; Christian, D.; Wacey, D.; Hazen, R. M. (December 2013). "Microbially induced sedimentary structures recording an ancient ecosystem in the ca. 3.48 billion-year-old Dresser Formation, Pilbara, Western Australia". Astrobiology. 13 (12): 1103–1124. Bibcode:2013AsBio..13.1103N. doi:10.1089/ast.2013.1030. PMC 3870916. PMID 24205812. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ohtomo, Yoko; Kakegawa, Takeshi; Ishida, Akizumi; Nagase, Toshiro; Rosing, Minik T. (2013). "Evidence for biogenic graphite in early Archaean Isua metasedimentary rocks". Nature Geoscience. 7 (1): 25–28. Bibcode:2014NatGe...7...25O. doi:10.1038/ngeo2025. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hassenkam, T.; Andersson, M.P.; Dalby, K. N.; Mackenzie, D. M. A.; Rosing, M. T. (2017). "Elements of Eoarchean life trapped in mineral inclusions". Nature. 548 (7665): 78–81. Bibcode:2017Natur.548...78H. doi:10.1038/nature23261. PMID 28738409. S2CID 205257931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 19 October 2015 باندې). Hints of life on what was thought to be desolate early Earth. AP News. Associated Press
  14. Bell, Elizabeth A.; Boehnke, Patrick; Harrison, T. Mark; Mao, Wendy L. (24 November 2015). "Potentially biogenic carbon preserved in a 4.1 billion-year-old zircon". PNAS. 112 (47): 14518–14521. Bibcode:2015PNAS..11214518B. doi:10.1073/pnas.1517557112. ISSN 1091-6490. PMC 4664351. PMID 26483481. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dodd, Matthew S.; Papineau, Dominic; Grenne, Tor; slack, John F.; Rittner, Martin; Pirajno, Franco; O'Neil, Jonathan; Little, Crispin T.S. (2 March 2017). "Evidence for early life in Earth's oldest hydrothermal vent precipitates" (PDF). Nature. 543 (7643): 60–64. Bibcode:2017Natur.543...60D. doi:10.1038/nature21377. PMID 28252057. S2CID 2420384. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Betts, Holly C.; Puttick, Mark N.; Clark, James W.; Williams, Tom A.; Donoghue, Philip C.J.; Pisani, Davide (20 اګست 2018). "Integrated genomic and fossil evidence illuminates life's early evolution and eukaryote origin" (PDF). Nature Ecology & Evolution. 2 (10): 1556–1562. doi:10.1038/s41559-018-0644-x. PMC 6152910. PMID 30127539. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 30 اګست 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه 11 جون 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 20 August 2018 باندې). A timescale for the origin and evolution of all of life on Earth. University of Bristol
  18. Camprubí, E.; De Leeuw, J. W.; House, C. H.; Raulin, F.; Russell, M. J.; Spang, A.; Tirumalai, M. R.; Westall, F. (2019). "The Emergence of Life". Space Science Reviews. 215 (8). doi:10.1007/s11214-019-0624-8. S2CID 213098565. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Weiss, Madeline C.; Preiner, Martina; Xavier, Joana C.; Zimorski, Verena; Martin, William F. (2018). "The last universal common ancestor between ancient Earth chemistry and the onset of genetics". PLOS Genetics. 14 (8): e1007518. doi:10.1371/journal.pgen.1007518. PMC 6095482. PMID 30114187. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wang, Kun; Jacobsen, Stein B. (2016). "Potassium isotopic evidence for a high-energy giant impact origin of the Moon". Nature. 538 (7626): 487–490. doi:10.1038/nature19341. PMID 27617635. S2CID 4387525. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Darwin, Charles (1859). The Origin of Species by Means of Natural Selection. John Murray. د کتاب پاڼې 490. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Woese, Carl R.; Kandler, O.; Wheelis, M. L. (1990). "Towards a natural system of organisms: proposal for the domains Archaea, Bacteria, and Eucarya". Proceedings of the National Academy of Sciences. 87 (12): 4576–79. Bibcode:1990PNAS...87.4576W. doi:10.1073/pnas.87.12.4576. ISSN 0027-8424. PMC 54159. PMID 2112744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Wächtershäuser, Günter (1998). "Towards a Reconstruction of Ancestral Genomes by Gene Cluster Alignment". Systematic and Applied Microbiology. 21 (4): 473–74, IN1, 475–77. doi:10.1016/S0723-2020(98)80058-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gregory, Michael. "What is Life?". Clinton College. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Pace, N. R. (January 2001). "The universal nature of biochemistry". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 98 (3): 805–808. Bibcode:2001PNAS...98..805P. doi:10.1073/pnas.98.3.805. PMC 33372. PMID 11158550. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Wächtershäuser, G. (January 2003). "From pre-cells to Eukarya – a tale of two lipids". Molecular Microbiology. 47 (1): 13–22. doi:10.1046/j.1365-2958.2003.03267.x. PMID 12492850. S2CID 37944519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Camprubí, E.; de Leeuw, J.W.; House, C.H.; Raulin, F.; Russell, M.J.; Spang, A.; Tirumalai, M.R.; Westall, F. (12 December 2019). "Emergence of Life". Space Sci. Rev. 215 (56): 56. Bibcode:2019SSRv..215...56C. doi:10.1007/s11214-019-0624-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Garwood, Russell J. (2012). "Patterns In Palaeontology: The first 3 billion years of evolution". Palaeontology Online. 2 (11): 1–14. مؤرشف من الأصل في June 26, 2015. د لاسرسي‌نېټه June 25, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Koonin, Eugene V.; Krupovic, M.; Ishino, S.; Ishino, Y. (2020). "The replication machinery of LUCA: common origin of DNA replication and transcription". BMC Biology. 18 (1): 61. doi:10.1186/s12915-020-00800-9. PMC 7281927. PMID 32517760. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ahmad, Muzammil; Xu, Dongyi; Wang, Weidong (23 مې 2017). "Type IA topoisomerases can be "magicians" for both DNA and RNA in all domains of life". RNA Biology. 14 (7): 854–864. doi:10.1080/15476286.2017.1330741. ISSN 1547-6286. PMC 5546716. PMID 28534707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Wächtershäuser, Günter (1998). "Towards a Reconstruction of Ancestral Genomes by Gene Cluster Alignment". Systematic and Applied Microbiology. 21 (4): 473–74, IN1, 475–77. doi:10.1016/S0723-2020(98)80058-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Wächtershäuser, Günter (1998). "Towards a Reconstruction of Ancestral Genomes by Gene Cluster Alignment". Systematic and Applied Microbiology. 21 (4): 473–74, IN1, 475–77. doi:10.1016/S0723-2020(98)80058-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Pace, N. R. (January 2001). "The universal nature of biochemistry". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 98 (3): 805–808. Bibcode:2001PNAS...98..805P. doi:10.1073/pnas.98.3.805. PMC 33372. PMID 11158550. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Wächtershäuser, G. (January 2003). "From pre-cells to Eukarya – a tale of two lipids". Molecular Microbiology. 47 (1): 13–22. doi:10.1046/j.1365-2958.2003.03267.x. PMID 12492850. S2CID 37944519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Lupas, Andrei N.; Alva, Vikram (2018). "Histones predate the split between bacteria and archaea". Bioinformatics (په انګلیسي ژبه کي). 35 (14): 2349–2353. doi:10.1093/bioinformatics/bty1000. PMID 30520969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Wächtershäuser, Günter (1998). "Towards a Reconstruction of Ancestral Genomes by Gene Cluster Alignment". Systematic and Applied Microbiology. 21 (4): 473–74, IN1, 475–77. doi:10.1016/S0723-2020(98)80058-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ Gregory, Michael. "What is Life?". Clinton College. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Pace, N. R. (January 2001). "The universal nature of biochemistry". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 98 (3): 805–808. Bibcode:2001PNAS...98..805P. doi:10.1073/pnas.98.3.805. PMC 33372. PMID 11158550. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ Wächtershäuser, G. (January 2003). "From pre-cells to Eukarya – a tale of two lipids". Molecular Microbiology. 47 (1): 13–22. doi:10.1046/j.1365-2958.2003.03267.x. PMID 12492850. S2CID 37944519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Martin, W.; Russell, M. J. (October 2007). "On the origin of biochemistry at an alkaline hydrothermal vent". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. Series B, Biological Sciences. 362 (1486): 1887–925. doi:10.1098/rstb.2006.1881. PMC 2442388. PMID 17255002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Lane, Nick; Allen, J. F.; Martin, W. (April 2010). "How did LUCA make a living? Chemiosmosis in the origin of life". BioEssays. 32 (4): 271–280. doi:10.1002/bies.200900131. PMID 20108228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 2016-07-25 باندې). Meet Luca, the Ancestor of All Living Things.
  43. Weiss, M.C.; Sousa, F. L.; Mrnjavac, N.; Neukirchen, S.; Roettger, M.; Nelson-Sathi, S.; Martin, W.F. (2016). "The physiology and habitat of the last universal common ancestor". Nat Microbiol. 1 (9): 16116. doi:10.1038/nmicrobiol.2016.116. PMID 27562259. S2CID 2997255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Weiss, M. C.; Preiner, M. (2018). Xavier, J. C.; Zimorski, V.; Martin, W. F. "The last universal common ancestor between ancient Earth chemistry and the onset of genetics". PLOS Genetics. 14 (8): e1007518. doi:10.1371/journal.pgen.1007518. PMC 6095482. PMID 30114187. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. ۴۵٫۰ ۴۵٫۱ Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species. London, UK: John Murray. د کتاب پاڼي 484, 490. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)