وروستی انساني تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسان وروستی تکامل د انسان له خوا له پنځوس زره کاله مخکې د ډبرين عصر له منځنيو پېړيو څخه د دوی له جلا کېدو او خپرېدو تکامل خپلونې، جنسي او طبيعي غوراوي او د ځيرکو انسانانو د ډلو په منځ کې جينيتکي بدلون ته اشاره کوي. د عام باور په خلاف نه يوازې دا چې انسان اوس هم د تکامل په حالت کې دی، بلکې د انسانانو تکامل د کرهڼې له پيل راهيسې، اوس له هر وخت څخه په چټکتيا کې دی. شونې ده چې انساني کلتور- چې خپله د غوراوي يو ځواک دی- د انسان تکامل چټک کړی وي. د پوره ډېرو معلوماتو او نوو څېړنيزو طريقو سره سم، ساينسپوهان کولای شي چې د یوه اليل نه زيات بدلونونه تر څېړنې لاندې ونيسي کوم چې د يو عمر د پړاو په اوږدو کې په يوه کوچنۍ فرعي ډله کې رامنځ ته کيږي، چې دا په تکامل کې د وخت تر ټولو کوچنی معنا لرونکی مقياس دی. له نورو ډولونو سره د يوه ټاکلي جن په پرتله کولو سره جينيټک پوهان کولای شي معلومه کړي چې، ايا دا جين يوازې په انسانانو کې په چټکۍ سره د تکامل په حالت کې دی که نه. د بېلګې په ډول: کله چې د يو انسان ډي اين ای په منځني ډول د يوې شادي (چمپانزي) له ډي اين سره اته نوي سلنه ورته دی، نو په دې بنسټ د انسان ۱ ساحې چټکتيا (HAR1) کومه چې د دماغو په پرمختګ کې ښکېله ده، يوازې پنځه اتيا سلنه ورته والی لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

نږدې ۱۳۰۰۰۰ کاله مخکې د افريقا د خلکو د جوړېدو او نږدې ۷۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ کاله مخکې له افريقا د باندې د پراختيا څخه وروسته، له نوي کشف څخه مخکې، له جغرافيايي نظره د ځيرکو انسانانو ځينې فرعي ټولنې د لسګونه زره کلونو لپاره ګوښه شوې وې. د لرغونو يو ځای کېدو په ګډون دا چاره د پام وړ جينتيکي تنوع لامل وګرځېده، چې په ځينو بېلګو کې ښودل شوې چې، په تېرو پنځلس زره کلونو کې د رامنځته شوي  لوري د غوراوي پايله وه او په څرګند ډول دا بهير د احتمالي لرغوني يو ځای کېدو له پېښو وروسته رامنځته شوی. دا چې د ځمکې په بېلا بېلو برخو کې مېشتې انساني ټولنې، په بيلا بېلو لارو د تکامل په حال کې دي، د دوی د اوسېدو جلا جلا حالات ښيي. د غوراوي فشارونه، په ځانګړي ډول د هغه نفوس لپاره سخت و، چا چې په يوروايشيا کې د وروستيو کنګلونو له امله زيان ليدلی و او د پر ځای ناست کښت کوونکي يا د نوي ډبرين عصر د نفوس لپاره.[۷][۸][۹]

د يو نوکليوتيدا د ډول ډول شکلونو يا په يو اليل کې د يوه جنيتيکي کوډ «ټکي» بدلون، چې د ټول نفوس د جينيوم په ګټورو برخو کې خپرېږي، شونې ده چې بالقوه د تصور وړ هر صفت ته بدلون ورکړي؛ که هغه لوړوالی وي يا د سترګو رنګ وي، شوګر وي او که د شيزوفرينيا حساسيتونه. د انسان نږدې دوه سلنه جين د پروټين کوډ تشکيلوي او تر دې لږ ستر د انسان د جین په تنظيمولو کې ونډه لري، خو پاتې ډېر جنوم معلوم کار نه لري. که چاپېريال ثابت پاتې شي، ګټور بدلون به په ډېرو نسلونو کې، په ټول سيمه یيز نفوس کې خپور شي،  تر څو په يو پياوړي صفت بدل شي. يو تر ټولو زيات ګټور اليل کېدای شي، په يو څو پېړيو کې، په هر ځای کې په يو نفوس کې موجود وي، په داسې حال کې چې هغه چې لږ ګټور دي، شونې ده چې زرګونه کاله واخلي.[۱۰]

د انسان وروستيو راڅرګندو شوو ځانګړتياوو کې د اوږده وخت لپاره غوپه وهل، په لوړه کې له ژوند کولو سره ځان برابرول، چېرته چې د اکسيجن اندازه کمه وي، له ساري ناروغيو سره مقابله کول (لکه ملاريا)، د پوستکي وړانګې، شنې سترګې، لاکتيز ثبات (يا د شېدو له اخستلو وروسته د شېدو هضم)، د الکولو د ايستلو هيدروجين جوړول (هغه انزايم چې الکول ماتوي)، د وينې فشار او کلسټرولو اندازې کمول، د منځني شيريان ساتنه، د ويښتانو ډبل جوړښت، د غوږونو وچ مواد، د الزايمر ناروغيو د خپرېدو کمښت، په شوګر د اخته کېدو لږه وړتيا، د جينتي عمر اوږدوالی، د مغزو د اندازې کوچني کېدل او د حيض وختونو او نا اميدۍ مودې بدلول شامل دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

لرغونی ترکيب (يو ځای کېدل)[سمول]

جنيتيکي شواهد ښيي چې د نياندرتال، دنيسوان او هومو ساپينس وروستی شريک نېکه د هومو هايدلبرګنسيس په نوم نوع نومول شوی، دې شریک نېکه له ۶۰۰،۰۰۰ څخه تر ۷۵۰،۰۰۰ کاله مخکې په اروپا يا افريقا کې ژوند کړی. د دې ډول غړو په ټوله اروپا، منځني ختيځ او افريقا کې سفر کړی او په لويديځه اسيا او اروپا کې په نياندرتال بدل شوی، په داسې حال کې چې بلې ډلې د ختيځ پر لور سفر کړی او دنيسوان ته يې تکامل کړی، دې ته په روسيه کې د دينسوان د غار نوم ورکړل شوی دی، چېرته چې د هغوی لومړي پېژندل شوي پاتې شوني موندل شوي وو. له تشرېحي نظره، په پايله کې په افريقا کې د دې ډلې غړي په اوسني انسان بدل شوي. د کډوالۍ او جغرافيايي ګوښه کېدو په نتيجه کې، د دې درې هومو هايدلبرګنسيس نيکونو نسلونو يو له بل سره کتلي او يو له بل سره يو ځای شوي. [۲۵]

د ډي اين ای ارزونه ښيي چې، د تبت اوسني اوسيدونکي، ملانزيان او اصلي استراليايان له درې څخه تر پنځو سلنو پورې د دنيسوان ډي اين ای له ځانه سره لري. سربېره پر دې، د اندونيزيا او پاپا نيو ګيني د خلکو ډي اين ای ښيي چې هومو ساپينس او دنيسوان له پنځلس زره څخه تر دېرش زره کاله مخکې يو له بل سره يو ځای شوي دي.[۲۶]

د لرغون پېژندنې څېړنې ښيي چې، له تاريخ څخه مخکې انسانان، چې له ۴۵۰۰۰ کلونو څخه مخکې په اروپا کې خپاره شوي وو، په دې موده کې نياندرتال له منځه ولاړل، خو شواهد شته چې د دوو ډلو تر منځ يو ځای کېدل رامنځ ته شوي؛ ځکه چې انسانانو په دې لويه وچه کې خپل شتون پراخه کړی دی. په داسې حال کې چې له تاریخ څخه مخکې انسانان د نياندرتال له درې څخه تر شپږ سلنه ډي اين ای له ځانه سره لري، اوسنی انسان يوازې دوه سلنه ډي اين ای له ځانه سره لري. داسې بريښي چې دا حالت ښودنه کوي چې له نياندرتال څخه اخستل شوو ځانګړتياوو پر ضد غوراوی شوی. د بېلګې په ډول: د FOXP2 جين ګاونډيتوب، کوم چې په خبرو او ژبه اغېز کوي، د نياندرتال د وراثت هېڅ نښه نه لري.[۲۷][۲۸]

د بېلا بېلو جنيتيکي انواعو داخلېدل، چې يو ځای شوو نياندرتالونو تر لاسه کړي، په اروپايانو او ختيځو اسيايانو کې ډول ډول خپاره شوي او دا د غوراوي په فشارونو کې توپير ته اشاره کوي. که څه هم ختيځو اسيايانو د اروپايانو په نسبت د نياندرتال زيات ډي اين ای لري، ختيځ اسيايان، سويلي اسيايان او اروپايان د نياندرتال په ډي اين ای کې سره شريک دي، په همدې بنسټ داسې برېښي چې د نياندرتال او د هغوی د ګډو نيکونو تر منځ چې له افريقا څخه راغلي يوځای والی شوی. د هغوی توپيرونه همدا راز د ختيځې اسيا او نورې ايروايشيا تر منځ د جلا جلا پيوندېدو ښودنه کوي. [۲۹][۳۰]

د درې وينډيجي نياندرتال د جينوم له تسلسل څخه وروسته، د نياندرتال د جينوم يوه چمتو شوې لړۍ خپره شوې او ويل کېږي چې، د نيمه صحرايي افريقايي نفوس په نسبت نياندرتال د ايرواسيايي نفوس سره زیات اليل شريک کړي دي  - لکه فرانسوي، چينايي هانس او پاپا نيو ګينيايي. څېړونکي وايي: له افرېقا څخه تر کوچېدو وروسته له نياندرتال څخه اوسنيو انسانانو ته د جين لېږد د زيات جنيتيکي ورته والي په واسطه ښه څرګند شوی، خو د جين لېږد يو لور ته نه دی تللی. دا حقيقت چې د موډرنو اروپايي انسانانو ځينې نېکونو بېرته افريقا ته هجرت کړی، دا معنا لري چې مودرن افريقايان هم د نياندرتال ځينې جنيتيکي مواد له ځانه سره لري. په ځانګړي ډول، افريقايان له اروپايانو سره د نياندرتال اوه اعشاريه دوه سلنه شريکه ډي اين ای لري، خو د ختيځې اسيا اوسېدونکو کې دا سلنه يوازې دوه ده.[۳۱]

فکر کېږي چې، له ځينو اقليمي حالتونو سره جوړ راتلل، لکه له لوړ ځای سره د انسان برابرښت، د لرغوني يو ځای کېدلو له لارې تر لاسه شوی دی. په نيپال کې د يوې قومي ډلې «شيرپاس» په اړه باور کېږي چې د EPAS1 په نوم د دنيسوان يو اليل میراث له ځانه سره لري، کوم چې له دوی سره مرسته کوي، چې په لوړه سيمه کې هم په اسانۍ سره ساه واخلي. په ۲۰۱۴ ز کال کې د يوې څېړنې راپور وښودله، چې له نياندرتال څخه ايستل شوي انواع، کوم چې د ختيځې اسيا په خلکو کې موندل شوي دي، د خونديتابه او وینې جوړولو اړوند مسيرونو په ګټورو ډلو کې راټولېږي، په داسې حال کې چې اروپايي نفوس ښودلې ده چې، په ګټورو ډلو کې راټول شوي، چې د لپيد کاټابوليک بهير اړوند دي. د ۲۰۱۷ ز کال په يوه څېړنه کې وموندل شوه، چې په نوي اروپايي نفوس کې د نياندرتال د ترکيب اړيکه موندل شوې، لکه: د پوستکي رنګ، د ويښتانو رنګ، ونه، د خوب طريٍقه، روغبړاو په نشه روږدی والی. د افريقايانو په اړه د ۲۰۲۰ ز کال د يوې څېړنې موندنې ښيي چې د نياندرتال هايپوليپس يا اليل کوم چې په يو ځای لېږدول کېږي، د خونديتابه او ماوراء بنفش حساسيت اړوند دي.[۳۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. (په December 10, 2007 باندې). Rapid acceleration in human evolution described. Reuters.
  2. (په November 14, 2018 باندې). Human evolution is still happening – possibly faster than ever. The Conversation.
  3. (په September 27, 2013 باندې). Modern Humans Still Evolving, and Faster Than Ever. NPR.
  4. (په March 2, 2010 باندې). Human Culture, an Evolutionary Force. The New York Times.
  5. (په December 10, 2007 باندې). Culture Speeds Up Human Evolution. Scientific American.
  6. (په September 13, 2017 باندې). Huge DNA Databases Reveal the Recent Evolution of Humans. The Atlantic.
  7. (په March 7, 2006 باندې). Still Evolving, Human Genes Tell New Story. The New York Times.
  8. (په February 14, 2013 باندې). East Asian Physical Traits Linked to 35,000-Year-Old Mutation.
  9. Pinhasi, Ron; Thomas, Mark G.; Hofreiter, Michael; Currat, Mathias; Burger, Joachim (October 2012). "The genetic history of Europeans". Trends in Genetics. 28 (10): 496–505. doi:10.1016/j.tig.2012.06.006. PMID 22889475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "How We Are Evolving". Scientific American. November 1, 2012. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ilardo, M. A.; Moltke, I.; Korneliussen, T. S.; Cheng, J.; Stern, A. J.; Racimo, F.; de Barros Damgaard, P.; Sikora, M.; Seguin-Orlando, A.; Rasmussen, S.; van den Munckhof, I. C. L.; ter Horst, R.; Joosten, L. A. B.; Netea, M. G.; Salingkat, S.; Nielsen, R.; Willerslev, E. (2018-04-18). "Physiological and Genetic Adaptations to Diving in Sea Nomads". Cell. 173 (3): 569–580.e15. doi:10.1016/j.cell.2018.03.054. PMID 29677510. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Karlsson, Elinor K.; Kwiatkowski, Dominic P.; Sabeti, Pardis C. (June 2015). "Natural selection and infectious disease in human populations". Nature Reviews Genetics. 15 (6): 379–393. doi:10.1038/nrg3734. PMC 4912034. PMID 24776769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Burger, Joachim; Thomas, Mark G.; Schier, Wolfram; Potekhina, Inna D.; Hollfelder, Nina; Unterländer, Martina; Kayser, Manfred; Kaiser, Elke; Kirsanow, Karola (April 1, 2014). "Direct evidence for positive selection of skin, hair, and eye pigmentation in Europeans during the last 5,000 y". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 111 (13): 4832–4837. Bibcode:2014PNAS..111.4832W. doi:10.1073/pnas.1316513111. PMC 3977302. PMID 24616518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په January 31, 2008 باندې). Blue-eyed humans have a single, common ancestor. Science Daily.
  15. Curry, Andrew (July 31, 2013). "Archaeology: The milk revolution". Nature. 500 (7460): 20–2. Bibcode:2013Natur.500...20C. doi:10.1038/500020a. PMID 23903732. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Check, Erika (December 21, 2006). "How Africa learned to love the cow". Nature. 444 (7122): 994–996. doi:10.1038/444994a. PMID 17183288. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په July 19, 2010 باندې). Adventures in Very Recent Evolution. The New York Times.
  18. Byars, S. G.; Ewbank, D.; Govindaraju, D. R.; Stearns, S. C. (2009). "Natural selection in a contemporary human population". Proceedings of the National Academy of Sciences. 107 (suppl_1): 1787–1792. Bibcode:2010PNAS..107.1787B. doi:10.1073/pnas.0906199106. PMC 2868295. PMID 19858476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په May 14, 2019 باندې). It isn't obvious, but humans are still evolving. So what will the future hold?. ABC News (Australia).
  20. Lucas, Teghan; Henneberg, Maciej; Kumaratilake, Jaliya (September 10, 2020). "Recently increased prevalence of the human median artery of the forearm: A microevolutionary change". Journal of Anatomy. 237 (4): 623–631. doi:10.1111/joa.13224. PMC 7495300. PMID 32914433. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په November 17, 2017 باندې). Do Amish hold the key to a longer life? Study finds anti-aging gene in religious group. The National Post.
  22. (په May 29, 2018 باندې). We are still evolving. Phys.org.
  23. (په January 2, 2011 باندې). Our Brains Are Shrinking. Are We Getting Dumber?. NPR.
  24. (په May 17, 2016 باندې). Humans are still evolving—and we can watch it happen. Science Magazine.
  25. Dorey, Fran (April 20, 2020). "The Denisovans". Australian Museum. د لاسرسي‌نېټه June 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په March 29, 2019 باندې). Our mysterious cousins—the Denisovans—may have mated with modern humans as recently as 15,000 years ago. Science Magazine.
  27. (په May 2, 2016 باندې). The genetic history of Ice Age Europe. Science Daily.
  28. (په March 26, 2014 باندې). Human evolution: The Neanderthal in the family. Nature.
  29. Khrameeva, E; Bozek, K; He, L; Yan, Z; Jiang, X; Wei, Y; Tang, K; Gelfand, MS; Prüfer, K; Kelso, J; Pääbo, S; Giavalisco, P; Lachmann, M; Khaitovich, P (2014). "Neanderthal ancestry drives evolution of lipid catabolism in contemporary Europeans". Nature Communications. 5 (3584): 3584. Bibcode:2014NatCo...5E3584K. doi:10.1038/ncomms4584. PMC 3988804. PMID 24690587. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په January 30, 2020 باندې). Modern Africans and Europeans may have more Neanderthal ancestry than previously thought. Phys.org.
  31. Green, R.E.; Krause, J.; Briggs, A.W.; Maricic, T.; Stenzel, U.; Kircher, M.; et al. (2010). "A Draft Sequence of the Neandertal Genome". Science. 328 (5979): 710–22. Bibcode:2010Sci...328..710G. doi:10.1126/science.1188021. PMC 5100745. PMID 20448178. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Dannemann, Michael; Kelso, Janet (October 2017). "The Contribution of Neanderthals to Phenotypic Variation in Modern Humans". The American Journal of Human Genetics. 101 (4): 578–589. doi:10.1016/j.ajhg.2017.09.010. PMC 5630192. PMID 28985494. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)