وراثت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


وراثت (په انګلیسي: Heredity)، چې د بیولوجیکي وراثت په نامه هم یادېږي، له والدینو څخه اولاد ته د صفتونو لېږدېدنه ده؛ د اولاد حجرې یا اورګانیزمونه، یا د زوجي تکثر او یا هم غیرزوجي تکثر له‌لارې، د خپلو والدینو جنتیکي معلومات اخلي. د وراثت له‌لارې، کېدای شي د وګړو ترمنځ تنوع‌ګانې سره غونډې شي او له‌امله یې نوعې د طبیعي انتخاب پر مټ تکامل وکړي.

ټولیزه کتنه[سمول]

په انسانانو کې، د سترګو رنګ د یوې ارثي ځانګړنې بېلګه ده: کېدای شي یو وګړي ته د «نسواري سترګو صفت» له والدینو څخه په ارث پاتې شي. ارثي صفتونه د جېنونو له‌خوا کنټرولېږي او د یو اورګانیزم په جېنوم کې د جېنونو یوې بشپړې ټولګې ته «جېنوټایپ» ویل کېږي.[۱][۲]

د یوه اورګانیزم د جوړښت او چلند د مشاهدې وړ صفتونو بشپړه ټوله د «فېنوټایپ» په نامه یادېږي. دغه صفتونه د هغو د جېنوټایپ او چاپېریال له تعامل څخه رامنځ‌ته کېږي. په پایله کې، د یوه اورګانیزم د فېنوټایپ ډېرشمېر اړخونه ارثي نه‌دي. د بېلګې په توګه: د لمر وړانګې له‌امله تور شوی پوستکی د یوه شخص جېنوټایپ او د لمر وړانګې ترمنځ د تعامل له‌امله دی؛ نو، د لمر له وړانګې تورېدل له والدینو څخه اولاد ته په ارث نه‌پاتې کېږي. سره له‌دې، ځیني خلک، د جلا جېنوټایپ لرلو له‌امله، د ځینو په پرتله خورا ژر تورېږي: یوه ښه بېلګه یې د البینیزم (پېس) ارثي صفت لرونکي وګړي دي، چې په ټوله کې، نه‌سوځي او د لمرسوځونې پر وړاندې خورا حساس دي.[۳][۴][۵][۶]

جوته شوې ده چې ارثي صفتونه له یوه نسل څخه راتلونکي نسل ته د DNA (د جنتیکي معلوماتو کوډ کوونکی مالیکول) له‌لارې لېږدول کېږي. DNA یو اوږد پولیمیر دی چې څلور ډوله د تعویض وړ قاعدې لري. د نوکلیک اسید لړۍ (د یوه ځانګړي DNA مالیکول په اوږدو کې د قاعدو لړۍ) جنتیکي معلومات ځانګړوي: دا کېدای شي د یوه متن هجا کوونکو تورو د یوې لړۍ په توګه وانګېرل شي. د میتوسیس له‌لارې د یوې حجرې وېش ترمخه، DNA کاپي کېږي، داسې چې د رامنځ‌ته شویو دوو حجرو له جملې څخه، هرې یوې ته د DNA لړۍ په ارث پاتې کېږي. د یوه منفرد وظیفوي واحد د ځانګړوونکي DNA مالیکول پروټین ته «جېن» ویل کېږي؛ بېلابېل جېنونه د قاعدو بېلابېلې لړۍ لري. د حجرو دننه، د DNA اوږدې څانګې د «کروموزمونو» په نامه متراکم جوړښتونه رامنځ‌ته کوي. اورګانیزمونو ته، د هومولوګي کروموزومونو په بڼه له والدینو څخه جنتیکي مادې په ارث پاتې کېږي، چې دغه هومولوګي کروموزومونه د جېنونو لپاره د کوډ کوونکو DNA لړیو یو ځانتنی ترکیب لري. د کروموزوم دننه د DNA لړۍ یو ځانګړی موقعیت د «کروموزومي موقعیت یا locus» په نامه یادېږي. که چېرې په یوه ځانګړي کروموزومي موقعیت کې د DNA لړۍ د وګړو ترمنځ سره توپیر ولري، د دغې لړۍ توپیر لرونکو بڼو ته «الېلونه» ویل کېږي. د DNA لړۍ د موتېشنونو له‌لارې بدلېدلای او نوي الېلونه رامنځ‌ته کولای شي. که چېرې د یوه جېن دننه موتېشن پېښ شي، کېدای شي د جېن له‌لارې کنټرول کېدونکی صفت له نوي الېل څخه اغېزمن او د اورګانیزم فېنوټایپ بدل شي.[۷][۸]

سره له‌دې، په داسې حال کې چې دغه ساده اړیکه د یوه الېل او صفت ترمنځ په ځینو حالاتو کې شتون لري، ډېري صفتونه لا پېچلي دي او د اورګانیزمونو ترمنځ او دننه د څوګونو جېنونو (چې سره په تعامل کې دي) له‌خوا کنټرولېږي. تکاملي بیولوجي‌پوهان وایي چې په جنتیکي شبکو او د حجرو ترمنځ اړیکو کې پېچلي متقابل عملونه د ارثي تنوع‌ګانو لامل ګرځېدلای شي، چې کېدای شي په تکاملي انعطاف او مجرا جوړونه کې د ځینو میخانیکونو لپاره زمینه برابره کړي.[۹][۱۰][۱۱]

وروستیو موندنو د هغو ارثي بدلونونو مهمې بېلګې تایید کړې دي چې د DNA مالیکول د مستقیم عامل له‌لارې بیانېدلای نه‌شي. دغه ښکارندې د اېپي‌جنتیک وراثتي سیسټمونو په توګه ډلبندي کېږي چې په علتي یا مستقله توګه د جېنونو پر سطحه تکامل کوي. د اېپي‌جنتیک موډونو او میکانیزمونو په هکله څېړنه لا تراوسه په خپلو علمي لومړنیو پړاوونو کې ده؛ د دې ترڅنګ، څرنګه چې دغه څېړنیزه موضوع د وراثت‌مننې او تکاملي بیولوجي ډګر لا پراخوي، په وروستیو کې ګڼ‌شمېر فعالیتونه په‌کې ترسره شوي دي. د DNA مېتایلېشن ښودونکی کروماتین، خپل-پایښته مېتابولي کړۍ، د RNA تداخل له‌لارې د جېن غلي کول او د پروټینونو درې‌اړخیز ترکیب (لکه، پریونونه) هغه برخې دي چې اېپي‌جنتیک وراثتي سیسټمونه په‌کې په اورګانیزمي کچه کشف شوي دي. وراثت‌مننه ان په لویو کچو کې هم پېښېدلای شي. د بېلګې په توګه: د مېشت‌ځای جوړونې پروسې له‌لارې اېکولوجیکي وراثت، په اړوند چاپېریال کې د اورګانیزمونو د منظم او تکراري فعالیتونو له‌مخې تعریفېږي. دغه، د اغېزو یو میراث رامنځ‌ته کوي چې د راتلونکو نسلونو انتخابي رژیم اصلاح او هغه ته فیډبک ورکوي. راتلونکی نسل هغه جېنونه او چاپېریالي ځانګړنې په ارث اخلي چې د مخکېني نسل اېکولوجیکي عملونو پر مټ رامنځ‌ته شوې دي. په تکامل کې د وراثت‌مننې نورې بېلګې، چې په مستقیمه توګه د جېنونو له‌خوا نه‌کنټرولېږي، د هڅوبي صفتونو وراثت، ډله‌ییزه وراثت‌مننه، او دننۍ همزیستي ده. د وراثت‌مننې دغه بېلګې چې پر جېن باندې عمل کوي، په پراخه توګه د «څوسطحي یا سلسله‌مراتبي انتخاب» تر سرلیک لاندې مطالعه کېږي، چې نوموړی انتخاب د تکاملي ساینس په تاریخ کې د لانجمنو بحثونو سکالو وه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ډولونه[سمول]

د یوه بیولوجیکي وراثت د حالت بیانول له درېیو اصلي ډلو څخه جوړ شوي دي:

1. د اړوندو کروموزومي موقعیتونو شمېر

  • مونوجنتیک (د «ساده» په نامه هم یادېږي) – یو کروموزومي موقعیت
  • اولیګوجنتیک – لږشمېر کروموزومي موقعیتونه
  • پولي‌جنتیک – ګڼ‌شمېر کروموزومي موقعیتونه

2. اړوند کروموزومونه

  • اتوزومي – کروموزومي موقعیت پر جنسي کروموزوم باندې واقع نه‌دی
  • ګونوزومي – کروموزومي موقعیت پر جنسي کروموزوم باندې واقع دی
    • X-کروموزومي – کروموزومي موقعیت پر X-کروموزوم باندې واقع دی (معمولي حالت)
    • Y-کروموزومي – کروموزومي موقعیت پر Y-کروموزوم باندې واقع دی
  • مایتوکاندریایي – کروموزومي موقعیت پر مایتوکاندریایي DNA باندې واقع دی

3. جېنوټایپ–فېنوټایپ پیوستون

  • غالب
  • منځنی («غالب‌ډوله» هم ورته ویل کېږي)
  • مغلوب
  • مسلط
  • تر غالب لاندې

دغه درې ډلې، په پورتني ترتیب کې د وراثت د یوه حالت د هر دقیق بیان برخه ده. سربېره پر دې، لا زیاتې ځانګړنې په لاندې توګه اضافه کېدلای شي:

4. تصادفي او چاپېریالي متقابل عمل

  • نفوذ
    • بشپړ
    • نیمګړی (د سلنې کچه)
  • څرګندېدا
    • ثابته
    • متحوله
  • وراثت‌مننه (د وراثت په پولي‌جنتیک او ځینې وخت په اولیګوجنتیک حالتونو کې)
  • مورنۍ یا پلرنۍ اغېزښندنیزه ښکارنده

5. جنس ته اړوند متقابل عملونه

  • جنس ته اړوند وراثت (ګونوزومي کروموزومي موقعیت)
  • جنس ته محدود فېنوټایپ څرګندول (د بېلګې په توګه: کرېپتورکیزم)
  • د مورنۍ لیکې له‌لارې وراثت (د مایتوکاندریایي DNA کروموزومي موقعیت په صورت کې)
  • د پلرنۍ لیکې له‌لارې وراثت (د Y-کروموزومي، کروموزومي موقعیت په صورت کې)

6. جنس ته اړوند متقابل عملونه

  • اېپي‌ستاسیس له بل کروموزومي موقعیت سره (د بېلګې په توګه: مسلط)
  • د جېن جوړه کېدل له بل کروموزومي سره
  • هوموزایګوټي وژونکي لاملونه
  • نیمه‌وژونکي لاملونه

د وراثت د یوه حالت بیان او تعیین، ډېری د شجرې معلوماتو د احصائیوي تحلیل له‌لارې هم ترسره کېږي. په هغه صورت کې چې اړوند کروموزومي موقعیت معلوم وي، کېدای شي د مالیکولي جنتیک له مېتودونو څخه هم کار واخېستل شي.

سرچينې[سمول]

  1. Sturm RA; Frudakis TN (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Eye colour: portals into pigmentation genes and ancestry"]. Trends Genet. 20 (8): 327–332. doi:10.1016/j.tig.2004.06.010. PMID 15262401. 
  2. Pearson H (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Genetics: what is a gene?"]. Nature 441 (7092): 398–401. doi:10.1038/441398a. PMID 16724031. Bibcode2006Natur.441..398P. 
  3. Visscher PM; Hill WG; Wray NR (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Heritability in the genomics era – concepts and misconceptions"]. Nat. Rev. Genet. 9 (4): 255–266. doi:10.1038/nrg2322. PMID 18319743. 
  4. Pho LN; Leachman SA (Feb 2010). "Genetics of pigmentation and melanoma predisposition". G Ital Dermatol Venereol 145 (1): 37–45. PMID 20197744. http://www.minervamedica.it/en/journals/dermatologia-venereologia/article.php?cod=R23Y2010N01A0037. Retrieved 2013-03-26. 
  5. Shoag J et al. (Jan 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "PGC-1 coactivators regulate MITF and the tanning response"]. Mol Cell 49 (1): 145–157. doi:10.1016/j.molcel.2012.10.027. PMID 23201126. 
  6. Oetting WS; Brilliant MH; King RA (1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The clinical spectrum of albinism in humans and by action"]. Molecular Medicine Today 2 (8): 330–335. doi:10.1016/1357-4310(96)81798-9. PMID 8796918. 
  7. Futuyma, Douglas J. (2005). Evolution. Sunderland, Massachusetts: Sinauer Associates, Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-187-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Griffiths, Anthony, J.F.; Wessler, Susan R.; Carroll, Sean B.; Doebley J (2012). Introduction to Genetic Analysis (الطبعة 10th). New York: W.H. Freeman and Company. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4292-2943-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Phillips PC (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Epistasis – the essential role of gene interactions in the structure and evolution of genetic systems"]. Nat. Rev. Genet. 9 (11): 855–867. doi:10.1038/nrg2452. PMID 18852697. 
  10. Wu R; Lin M (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Functional mapping – how to map and study the genetic architecture of dynamic complex traits"]. Nat. Rev. Genet. 7 (3): 229–237. doi:10.1038/nrg1804. PMID 16485021. 
  11. Jablonka, E.; Lamb, M.J. (2002). "The changing concept of epigenetics". Annals of the New York Academy of Sciences 981 (1): 82–96. doi:10.1111/j.1749-6632.2002.tb04913.x. PMID 12547675. Bibcode2002NYASA.981...82J. http://a-c-elitzur.co.il/uploads/articlesdocs/Jablonka.pdf. 
  12. Jablonka, E.; Raz, G. (2009). "Transgenerational epigenetic inheritance: Prevalence, mechanisms, and implications for the study of heredity and evolution". The Quarterly Review of Biology 84 (2): 131–176. doi:10.1086/598822. PMID 19606595. http://compgen.unc.edu/wiki/images/d/df/JablonkaQtrRevBio2009.pdf. Retrieved 2011-02-18. 
  13. Bossdorf, O.; Arcuri, D.; Richards, C.L.; Pigliucci, M. (2010). "Experimental alteration of DNA methylation affects the phenotypic plasticity of ecologically relevant traits in Arabidopsis thaliana". Evolutionary Ecology 24 (3): 541–553. doi:10.1007/s10682-010-9372-7. https://boris.unibe.ch/5317/1/10682_2010_Article_9372.pdf. Retrieved 2019-08-15. 
  14. Jablonka, E.; Lamb, M. (2005). Evolution in four dimensions: Genetic, epigenetic, behavioural, and symbolic. MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-10107-3. مؤرشف من الأصل في ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Laland, K.N.; Sterelny, K. (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Perspective: Seven reasons (not) to neglect niche construction"]. Evolution 60 (8): 1751–1762. doi:10.1111/j.0014-3820.2006.tb00520.x. PMID 17089961. 
  16. Chapman, M.J.; Margulis, L. (1998). "Morphogenesis by symbiogenesis". International Microbiology 1 (4): 319–326. PMID 10943381. http://www.im.microbios.org/04december98/14%20Chapman.pdf. 
  17. Wilson, D. S.; Wilson, E.O. (2007). "Rethinking the theoretical foundation of sociobiology". The Quarterly Review of Biology 82 (4): 327–348. doi:10.1086/522809. PMID 18217526. http://evolution.binghamton.edu/dswilson/wp-content/uploads/2010/01/Rethinking-sociobiology.pdf. 
  18. Bijma, P.; Wade, M.J. (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The joint effects of kin, multilevel selection and indirect genetic effects on response to genetic selection"]. Journal of Evolutionary Biology 21 (5): 1175–1188. doi:10.1111/j.1420-9101.2008.01550.x. PMID 18547354. 
  19. Vrba, E.S.; Gould, S.J. (1986). "The hierarchical expansion of sorting and selection: Sorting and selection cannot be equated". Paleobiology 12 (2): 217–228. doi:10.1017/S0094837300013671. http://www.explorelifeonearth.org/cursos/VrbaGould1986sorting.pdf. Retrieved 2011-02-18.