وحې څه وخت پيل شوه ؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

_____________________

وحې څه وخت پيل شوه ؟[سمول]

مخكې له دې،چې دې پوښتنې ته ځواب وركړو،بايد ځان  د وحې پر مانا پوه كړو.                                                              

وحې د څښتن تعالى او پرښتو له اړخه څرګنده اشاره او پوهولو ته وايي،چې پېغمبر انو ته  راځي.

  په قرآن شريف كې له  وحې نه  مطلب  د الهي آيتونو نزول دى،چې  حضرت جبرائيل(ع) به پېغمبر اکرم(ص) ته راوړل او پېغمبر اکرم(ص) به  خلكو ته رسول .

ځينې عالمان او څېړونكي وايي : پر پېغمبر اکرم(ص) وحې له وړوكتوبه پيل شوه،چې د خپلې دايي؛ "حليمه سعديه" تر روزنې لاندې و،چې    حضرت جبرائيل  به  د حضرت محمد(ص) مخې ته راښكاره كېده او پېغمبر اکرم(ص) هم جبرائيل په حقيقي بڼه ليده .                                                          

حضرت جبرائيل د پېغمبر(ص) سينه د زمزم پر اوبو ووينځله او د يوې وينا له مخې : پرښتو پېغمبر اکرم(ص) له ځانه سره اسمان ته يوووړ او سينه يې ورته له رازونو معارفو،حقيقتونو او علمونو ډكه كړه اوسينه يې ورته پراخه او نورانيت يې ورپر برخه كړ .                                                         

وحې تر40 څلوېښت كلنۍ پورې؛ يعنې د بعثت تر پيلېدو پورې جاري وه او د څرګندو دلايلو په رڼاكې، څښتن تعالى د حضرت  جبرائيل په واسطه  قرآن  د " حرا"  په  غار كې پېغمبر اکرم(ص) ته راووړ او حضرت جبرائيل ورته وويل: محمده! ووايه!

او د مفسرانو د سمو سيخو ويناوو له مخې، د علق د سورت  پينځه لومړي  آيتونه د وحې پيل ګڼل كېږي، چې دادي :

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ .خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ .اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ .الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ .عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= ولوله! دخپل پالونكې په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له  ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ.   ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول،چې پرې نه پوهېده . ))

   د څښتن تعالى استازي ورته وكتل، چې آنحضرت "ص" په  دې باب  داسې وايي :  د آيتونه  د ويلو  پر مهال داسې وم؛ لكه ټول قرآن  يې چې  زما  پر زړه  ليكلى  وي او د حرا په غار كې د وحې  تر رانازلېدو 23  كاله  وروسته د څښتن تعالى  له  اړخه آيتونه  پر پېغمبر اکرم نازل  شول او د رمضان په مياشت كې د "قدر" په يوه شپه كې يو ځل بيا په بشپړه توګه قرآن  پر پېغمبر اکرم نازل  شو .                        

آيا وحې پر حضرت محمد (ص) لا ينقطع وه ؟[سمول]

مرحوم ډ اكتر رجبعلي مظلومي " پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي " په لو مړي ټوك، شپږويشتم مخ  كې  ليكلي:                                                                    

  د علق سورت  د 5 آيتونو  تر نازلېدو وروسته  وحې  پرې شوه تر هغه چې  د ( يا ايها المدثر ) آيت نازل شو او يو ځل بيا چې کله يهودانو له رسول الله (ص) نه پوښتنې وكړې او پېغمبر اکرم "ص" ورته وعده وركړه ، چې د وحې له  ژبې به  ورته  ځواب  وركړي او  ( ان شا الله ) يې ونه وايه ؛ نو څښتن تعالى هم د يوې  مودې  لپاره وحې راو نه  لېږله،چې  دې مودې  ته "فترت" ويل كېږي .

               

نزول،تنزيل اونجوم څه ته وايي؟[سمول]

د نزول تعريف : هغه كلام،چې د څښتن تعالى له اړخه د پېغمبر اکرم(ص) پر زړه نازلېده.                                                                    

د تنزيل تعريف: د څښتن تعالى هغه كلام،چي حضرت جبرائيل به راووړ .

نجوم : هغه آيتونه او كلام،چې په پټه او غيبو كې د پېغمبر اکرم "ص" زړه ته رالېږل كېدل .

د حضرت محمد"َ ص" په تګ سره وحې هم پرې شوه او د قيامت تر ور ځې به وحې نه راځي او قرآن شريف هغه ګرانبيه خزانه ده،چې د مسلمانانو د نېكمرغۍ لپاره نازل شوى دى .

اتمه زده کړه :[سمول]

د قرآن شان نزول[سمول]

د قرآن شريف آيتونه د نزول له  نظره دوو برخې دي :

* هغه آيتونه،چې  بې له كومې  پېښې يا د خلكو او اصحابو له پو ښتنې پرته نازل شوي دي .                                                                                                                                

* هغه آيتونه،چې له ځينو پېښو او پېغمبر اکرم"ص" نه تر پوښتنو وروسته رانازل شوي دي.

د قرآن شريف ډېرى آيتونه هم د لومړۍ برخې په څېر دي، چې د توحيد،نبوت،معاد،عدل او ورته مسالو په باب نازل شوي دي ، چې د نزول د شان په باب يې پلټنه پكار ده .

شان نزول تعريف : شان نزول هماغه زمينه ده ،چې ترې وروسته پر پېغمبر اکرم"ص" آيتونه  نازلېدل،چې د قرآن  د مفسرينو له نظره  د آيت  د مفهوم د  پوهېدو لپاره  خورا اړين دي .                          

د بېلګې په ټوكه : هغه آيتونه، چې شان نزول لري :

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ  (بقره/١١٥)= او ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته،چې مخ كړئ، هماغه يې د اطاعت لورى دى . بېشكه خداى د پراخ (نعمت) څښتن (او) پوه دى . ))

ددې آيت شان نزول :                                          

  په يوه  تياره شپه كې  له  رسول الله "ص" سره  ځينې ياران  ول، چې د لمانځه پر مهال هر يو، يوه اړخ  ته  لمونځ وكړ او تر لمانځه  وروسته  ټول په  دې  فكر كې ول، چې لمونځ ېې، چې د قبلې پر لور نه دى كړى؛  قبول  شوى که .

ددې آيت په  رالېږلو څښتن تعالى  يې  له زړه  وېره لرې كړه او ورته  يې وويل : لمونځونه  مو قبول دي ، چې هغوى په هغه توره شپه كې د قبلې د پېدا كولو لپاره كومه لار نه درلوده .

يادونه : كه څه ددې آيت په راتلو د مسلمانانو د شپې د لمانځه ستونزه هواره شوه؛خو دا په دې مانا نه  ده،چې مسلمانان په هغه وخت كې، چې قبله ورته معلومه وي، د خپلې خوښې بل اړخ ته لمونځ وكړي اوكه له آيته  داسې برداشت وشي؛ نو بايد ووايم ،چې ددې آيت د نزول د شان  په  باب تېروتى دى .             

((لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ  (مائده/٩٣)=  93  هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا) او غوره چارې يې سر ته رسولې وي (عملوا الصالحات) ؛نو چې مخكې يې څه خوړلي وو، پر هغو به و نه نيول شي ( د تحريم د حكم تر نزول مخكې يې،چې شراب څښلي وي ؛نو سزا به ور نه کړه شي) په دې شرط،چې د بيا لپاره ځان وژغوري ( تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي ( آمنوا) اوښه كارونه وكړي (عملواالصا لحات) بيا چې له كومو شيانو منع  وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د خداى امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او خداى نېكان خوښوي .))

  ويل كېږي،چې (عثمان بن مظعون او عمرو ابن معدى كرب ) به ويل : د شرابو څښل حرام نه دي !  او د مائدې همدا آيت به يې د استدلال لپاره  راووړ او ددي آيت د نزول شان ته به يې پام نه كاوه او كه كړې  يې  وي؛ نو پوه شوي به وو، چې له دې آيته د امطلب نه دى،چې هغوى يې وايي . حال داچې له شرابو د ځان ژغورولو لپاره  لاندې آيت هم راغلى دى :

* (( يا ايها الذ ين آمنو انما الخمر  ولميسر والا نصاب والا زلام رجس من عمل الشيطا ن فا جتنبو لعلكم تفلحون=د ايمان خاوندانو ! له شرابو ، جوارۍ، بوت لمانځنې  ډډه وكړئ،چې دا ټول پليد دي او  شيطاني عمل دى ))

چې څښتن تعالى په دې آيت كې د شرابو څښل يو شيطاني چار و باله؛ نو څښتن تعالى د داسې خلكو د ځواب لپاره پورتنى آيت را نازل كړ او هغوى چې توبه يې  ايستلې  ده او صالح كارونه يې  سرته رسولي دي،بښلي دي او مؤمنان شوي دي .