وايرنر هايزنبرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وايرنر کارل هايزنبرګ (۵ د سمبر ۱۹۰۱ز – ۱ فبرورۍ ۱۹۷۶ ز)

وايرنر کارل هايزنبرګ (۵ د سمبر ۱۹۰۱ز – ۱ فبرورۍ ۱۹۷۶ ز) يو لمانی نظري فزيک پوه او د انرژۍ د اساسي واحد اندازې د ميخانيک له مهمو مخکښانو څخه و. هغه خپله څېړنه په ۱۹۲۵ ز کال کې په يوه نوښتګره پاڼه کې خپره کړه. په همدې  کال  یې له ماکس بورن او پاسکول جورډن سره يو ځای، د ليکنو په يوه لړۍ کې د انرژۍ د اساسي واحد د اندازې  ميخانيکونه، د ماټريکس فارمول (اصول/لاره) په تفصيلي ډول تشرېح کړه. هغه د بې ثباتۍ د اصل له امله شهرت موندلی، چې هغه په ۱۹۲۷ز کال کې خپور کړ.هايزنبرګ ته، په ۱۹۳۲ ز کال کې د انرژۍ د اساسي واحد د اندازې د جوړولو له امله په فزيک کې د نوبل جايزه ورکړل شوه.[۱][۲][۳]

په دې سربېره، هايزنبرګ د ابو حرکت د بې نظمه بهېدلو، اتومي هستې، اوسپنې، مقناطيس، اسماني وړانګو او له اتوم د کوچنيو بڅرکو په نظرياتو کې هم مهمه برخه لري. هغه د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال، د الماني اتومي وسلو پروګرام کې ډېرمهم ساينس پوه و. هايزنبرګ په ۱۹۵۷ ز کال کې، په «کارلسروهه» کې  چې د لويديځ المان لومړني هستوي مرکزو او په ميونخ کې د څېړنيز مرکز په طرحه کې خورا ګټوره او اغېزناکه ونډه لرلې ده. 

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هغه « د کيسر ويلهلم د فزيک انستيتيوت» رئيس وټاکل شو، د دې انستيتيوت نوم ډېر ژر په «د ماکس پلانيک فزيک انستيتيوت» بدل شو. په ۱۹۵۸ز کال کې ميونيخ ته د انستيتيوت تر لېږد پورې، هغه د همدې انستيتيوت رئيس پاتې شو. له ۱۹۶۰ ز څخه تر ۱۹۷۰ ز کال پورې، « د فزيک او ستورپېژندنې  فزيک د ماکس پلانيک انستيتوت» رئيس و.

د دې په څنګ کې، هايزنبرګ د المان د څېړنيز مرکز مشر، د اتومي فزيک د کميسيون مشر، د اتومي فزيک کاري ډلې مشر او د الکساندر فن هامبولډت بنسټ مشر په توګه هم دنده تر سره کړې ده. [۴][۵]

لومړنی ژوند او زده کړه[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ويرنرکارل هايزنبرګ په ورتزبرګ کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې کاسپر ايرنست اګوست هايزنبرګ او د مور نوم يې اني ويکلاين و. پلار يې په منځني ښوونځي کې د لرغونو ژبو ښوونکی و چې په پوهنتوني نظام کې د المان په کچه د منځنيو پېړيو او نوي يونان د مطالعاتو يوازینی پروفيسروګرځېد.[۶][۷]

هايزنبرګ د ليوتري مسيحي په توګه ژوند وکړ. هايزنبرګ په بيويرين الپس کې د غرختنې پر مهال، د افلاتون تيمايوس (ډيالوګ/مکالمه) ولوست. هايزنبرګ په ميونيخ، ګوتينګن او کوپينهيګين کې د علمي روزنې پر مهال له خپلو ملګرو، زده کوونکو او ښوونکو سره يو ځای د اتوم پېژندنې په اړه فلسفي محاورې تکرار کړې. هايزنبرګ وروسته څرګنده کړه چې: « زما دماغ د فلسفې، پلاټو( Plato) او دې ته ورته توکو په لوستلو سره جوړ شوي و». دا چې «نوي فزيک په جوت ډول د پلاټو( Plato) په پلوۍ پریکړه کړې، په حقيقت کې په عادي معنا سره د مادې کوچنۍ برخې فزيکي شيان نه دي؛ بلکې دا بڼې او نظريات دي چې يوازې د رياضياتو په ژبه په روښانه ډول بيانېدای شي». [۸][۹][۱۰][۱۱]

هايزنبرګ په ۱۹۱۹ زکال کې د فريکورپس«وړيا سرتيري» د غړي په توګه ميونيخ ته راورسېد، چې د باورين شوروي جمهوريت سره وجنګيږي، کوم چې يو کال مخکې رامنځته شوی و. پنځه لسيزې وروسته، هغه يادې ورځې د زلميتوب د ساعت تېرۍ په توګه يادولې چې جديت په کې نه و. [۱۲]

د پوهنتون زده کړې[سمول]

له ۱۹۲۰ز څخه تر ۱۹۲۳ ز پورې هغه د ميونيخ په لوډويګ مکسيميلیان پوهنتون کې فزيک او رياضيات د ارنولډ زومرفلډ  او ويلهلم وين تر څارنې لاندې ولوست او د ګاټنګين په جورج اګوست پوهنتون کې يې له ماکس بورن او جيمز فرانک سره زده کړې وکړې او رياضيات يې له ډايويډ هالبرټ سره ولوستل. هغه په ۱۹۲۳ ز کال کې په ميونيخ کې خپله دوکتورا تر لاسه کړه.

په ۱۹۲۴ ز کال کې د بورن تر څارنې لاندې په ګاټينګين کې، د وړتيا د رسالې په بشړولو سره چې د زيمين د غیر عادي اغېزې په مضمون يې ليکلې وه، هغه د پوهنتون د استادۍ وړتيا بشپړه کړه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۹۲۲ زکال کې زومرفلډ هايزنبرګ له ځانه سره ګاټينګين ته بوت، تر څو د (بورBohr» په مېله کې ګډون وکړي؛ ځکه زومرفلډ د خپلو زده کوونکو په اړه رېښتينې لېوالتيا درلوده او د نيلز بور نظرياتو او اتومي فيزيک په برخه کې د هايزنبرګ له لېوالتيا خبر و. په دې مراسمو کې «بور» مېلمه ويناوال و چې د انرژۍ د اساسي واحد اندازې اتومي فيزيک په اړه يې يوه لړۍ هراړخيزې ويناې وکړې، همدلته هايزنبرګ په لومړي ځل له «بور» سره وکتل، دې کتنې پر هغه تلپاتې اغېز درلود.[۱۷][۱۸][۱۹]

د هايزنبرګ د دوکتورا رساله، چې موضوع يې د زومرفلد له خوا وړاندې شوې وه ،د بهېدونکو د بد نظمۍ په اړه وه. په دې رساله کې دواړه د نرمو بهېدو ثبات او د بې نظمه بهېدو طبيعت څېړل شوي وو. د ثبات ستونزه د اور-زومرفلډ د برابرۍ د معادلې په کارولو سره تر څېړنې لاندې نيول شوې وه، چې هغه له ارام جريان څخه د کوچنيو اختلالاتو د څلورمې خطي درجې تفاضلي معادله ده. هغه له دویمې نړېوالې جګړې وروسته دې،دې موضوع ته په لنډ ډول بيا هم کتنه کړې وه.  [۲۰][۲۱]

هغه په ځوانۍ کې د نوی فاډفاينډرغړی او لارښود مشر و، کومه چې يوه المانۍ ټولنه او د المان د ځوانانو د خوځښت برخه وه. په ۱۹۲۳ ز کال کې روبرټ هانسل او هايزنبرګ د همدې ټولنې د يوې ډلې سره يو ځای له ميونيخ څخه فينلينډ ته يو سفر ترتيب کړ.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

شخصي ژوند[سمول]

هايزنبرګ له لرغوني موسيقۍ خوند اخيست او يو ښه پيانو غږوونکی و. له موسيقۍ سره مينې هغه د خپلې راتلونکې مېرمنې سره مخامخ کړ. د ۱۹۳۷ ز کال د جنورۍ په مياشت کې د موسيقۍ په يو شخصي محفل کې هغه له اليزابيت شوماخر (۱۹۱۴ – ۱۹۹۸ز) سره وکتل. اليزابيت په برلين کې د اقتصاد د يو مشهور پروفيسر لور وه او د «کوچنی ښکلی دی» کتاب ليکوال اقتصاد پوه اي. ايف. شوماخر يې ورور و. هايزنبرګ له هغې سره د اپريل په ۲۹ مه واده وکړ. د ۱۹۳۸ زکال د جنورۍ په مياشت کې يې غبرګلوني بچیان هر يو ماريا او ولفګنګ وزېږېدل، د کومې په اړه چې ولفګينګ پاولي هايزنبرګ ته په «غبرګلوني مخلوق» مبارکي وويله – دا مبارکي د لومړني جسماني فزيک د یوې عمليې په اړه يوه ډرامه وه چې دا عمليه «غبرګلونی توليد» بلل کېږي. دوی په راتلونکو دوولسو کلونو کې پنځه نوربچیان وزېږول چې هغه: باربرا، کرسټين، جوکین، مارټن او ويرينا وو. په ۱۹۳۶ز کال کې، هغه د خپلې کورنۍ لپاره د المان په سويل « الفپر ام والشنزي) کې د دوبي کور راونيو.[۲۶][۲۷][۲۸]

اکاډميک مسلک[سمول]

کاتینګن، کوپنهاګن او لايپزيګ[سمول]

له ۱۹۲۴ زکال څخه تر ۱۹۲۷ ز کال پورې، هايزنبرګ په ګاټينګن کې د پوهنتون همېشنی استاد و، په دې معنا چې هغه د دې وړتيا درلوده چې بې له کومې څوکۍ لرلو استادي وکړي او خپله ازموينه هم واخلي. «په ځينو اروپايي هېوادونو کې ځينو اکاډميکو اشخاصو ته دا اجازه ورکول کېږي چې د تل لپاره د پوهنتون استاد واوسي، مستقل تدريس وکړي او ازموينه واخلي، دوی ټولې رسمي وړتياوې پوره کړي وي». د ۱۹۲۴ ز کال د سپتمبر مياشتې له ۱۷مې نېټې څخه د ۱۹۲۵ زکال د مۍ مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې، د يوې نړيوالې تعليمي ادارې راک فيلر بنسټ په بورسيه له لارې هايزنبرګ له نيلس بور سره يو ځای د څېړنو لپاره ولاړ، چې بور د کوپينهاګين پوهنتون کې د نظرياتي فزيک د انستيتيوت رئيس و. د هغه اصلي لیکنه (د ميخانيکي او خوځښتي اړيکو د کمېتي نظري بيا تفسير) د ۱۹۲۵ ز کال په سپتمبر کې خپره شوه. هغه بېرته ګتتينګين ته راستون شو او له شپږو مياشتو څخه په زيات وخت کې يې له ماکس بورن او پاسکول جورډن سره يو ځای، د کمېتي ميکانيک ماټريکس ميکانيک فارمولې ته وده ورکړه. د ۱۹۲۶ ز کال د مۍ مياشتې په لومړۍ نېټه، هايزنبرګ په کوپينهاګين کې د پوهنتون د استاد او د بورد مرستيال په توګه کار پيل کړ. په کوپنهاګين کې ۱۹۲۷ زکال وچې هايزنبرګ د شک نظريې ته وده ورکړه، په داسې حال کې چې د کمېتي ميکانيک په رياضياتي بنسټونو يې کار کاوه. د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه، هايزنبرګ خپل ملګري ولفګينګ پاولي ته ليک واستاوه، په کوم لیک کې چې هغه لومړی خپله نظريه تشرېح کړې وه. هايزنبرګ د همدې نظريې په خپله لېکنه کې، د (نه دقت)، شک کلمه وکاروله، تر څو دا اصل تشرېح کړي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Heisenberg" Archived 19 July 2018 at the Wayback Machine.. Collins English Dictionary.
  2. Werner Heisenberg Biography Archived 7 August 2011 at the Wayback Machine., Nobel Prize in Physics 1932 Nobelprize.org.
  3. کينډۍ:Nobelprize This source explains that Heisenberg actually received his Nobel Prize for 1932 one year later, in 1933.
  4. "Reviving German Science". American Institute of Physics. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mott & Peierls 1977, pp. 212–251
  6. Cassidy 2009, p. 12
  7. Cassidy 1992, p. 3
  8. The religion of Werner Heisenberg, physicist. Adherents.com. Retrieved on 1 February 2012.
  9. Carson 2010, p. 149
  10. De Haro, Sebastian (2020). "Science and Philosophy: A Love–Hate Relationship". Foundations of Science. 25 (2): 297–314. arXiv:1307.1244. doi:10.1007/s10699-019-09619-2. S2CID 118408281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wilber, Ken (10 April 2001). Quantum Questions: Mystical Writings of the World's Great Physicists. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8348-2283-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Miller, Arthur (2009). 137: Jung, Pauli and the pursuit of a scientific obsession. New York: Norton & Company. p. 31. کينډۍ:ISBN
  13. Heisenberg, W. (1924). "Über eine Abänderung der formalen Regeln der Quantentheorie beim Problem der anomalen Zeeman-Effekte". Z. Phys. 26 (1): 291–307. Bibcode:1924ZPhy...26..291H. doi:10.1007/BF01327336. S2CID 186215582. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as cited in Mott & Peierls 1977, p. 243
  14. Werner Heisenberg Biography Archived 7 August 2011 at the Wayback Machine., Nobel Prize in Physics 1932 Nobelprize.org.
  15. Hentschel & Hentschel 1996, Appendix F; see the entry for Heisenberg.
  16. Mott & Peierls 1977, p. 219
  17. Cassidy 1992, pp. 127, Appendix A
  18. Powers 1993, p. 23
  19. van der Waerden 1968, p. 21
  20. Mott & Peierls 1977, p. 217
  21. Heisenberg, W. (1924). "Über Stabilität und Turbulenz von Flüssigkeitsströmmen". Annalen der Physik. 379 (15): 577–627. Bibcode:1924AnP...379..577H. doi:10.1002/andp.19243791502. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as cited in Mott & Peierls 1977, p. 245
  22. Maringer, Daniel. "Berühmte Physiker: Werner Heisenberg eine Biographie-Pfadfinderzeit" (په الماني ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر 18 اکتوبر 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه 5 فبروري 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Heisenberg Werner" (په الماني ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ein Leben für die Jugendbewegung und Jugendseelsorger – 100 Jahre Gottfried Simmerding" (PDF). Rundbrief der Regionen Donau und München (په الماني ژبه کي). Gemeinschaft Katholischer Männer und Frauen im Bund Neudeutschland-ND. 2: 12. March 2005. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  25. Raum, Helmut (2008). "Die Pfadfinderbewegung im Freistaat Bayern Teil 53" (PDF). Der Bundschuh (په الماني ژبه کي). Pfadfinderförderkreis Nordbayern e.V. 2: 23–24. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 5 مارچ 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه 3 نومبر 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  26. Cassidy 2009, p. 372 and Appendix A
  27. David Cassidy and the American Institute of Physics, The Difficult Years Archived 15 September 2008 at the Wayback Machine.
  28. Werner Heisenberg Biography Archived 7 August 2011 at the Wayback Machine., Nobel Prize in Physics 1932 Nobelprize.org.
  29. Kragh, H. (2004) "Dirac, Paul Adrien Maurice (1902–1984)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press. کينډۍ:DOI
  30. "February 1927: Heisenberg's Uncertainty Principle". APS News. American Physics Society. 17 (2). February 2008. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جنوري ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Heisenberg 1927, cited in Mott & Peierls 1977, p. 243
  32. Werner Heisenberg Biography Archived 7 August 2011 at the Wayback Machine., Nobel Prize in Physics 1932 Nobelprize.org.
  33. Cassidy 1992, Appendix A
  34. Mott & Peierls 1977, p. 224