Jump to content

وانګاري ماثای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وانګاري موتا ماثای (زوکړه: د ۱۹۴۰ زکال د اپرېل لومړۍ نېټه – مړینه: د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر ۲۵مه) کینیايي ټولنیزه، چاپېریالي او سیاسي فعاله وه چې د شنه کمربند په نامه یې د چاپېریال ساتنې اړوند غیر دولتي بنسټ تاسیس کړ؛ دغه بنسټ د ونو په کرنې، چاپېریال ساتنې او د ښځو پر حقونو تمرکز درلود. نوموړې په ۲۰۰۴ زکال کې لومړنۍ هغه افریقايي مېرمن شوه چې د سولې د نوبل جایزه یې وګټله. [۱][۲][۳]

د کنېډې د هوايي تخلیې څخه د ګټې اخیستونکې په توګه نوموړې په متحده ایالاتو کې زده کړې وکړې؛ د لیسانس سند یې له مونټ سنټ سکولاسټیکا کالج او د ماسټرۍ سند یې د پیتسبورګ له پوهنتون څخه ترلاسه کړ. هغه په ختیځه او مرکزي افریقا کې لومړنۍ مېرمن وه چې د دوکتورا په کچه یې زده کړې وکړې او په کینیا کې یې د نایروبي له پوهنتون څخه د فلسفې د دوکتورا سند واخیست. په ۱۹۸۴ زکال کې نوموړې د مناسب ژوندانه جایزه وروسته له هغې ترلاسه کړه چې وه یې شو کولای د چاپېریال اړوند کینیايي بحث د ځنګلونو د بېرته رغونې په ټولیز اقدام بدل کړي. ماثاي د ۲۰۰۳ زکال له جنوري میاشتې څخه د ۲۰۰۵ زکال تر نومبر میاشتې پورې د کینیا د پارلمان انتخابي غړې وه او د ولسمشر موای کیباکي په اداره کې یې د چاپیریال ساتنې او طبیعي سرچینو د مرستیال وزیرې په توګه خدمت وکړ. نوموړې د نړۍ د راتلونکې شورا (World Future Council) افتخاري سلاکاره وه. ماثای د یوې عالمې او همدارنګه د ګڼ شمېر کتابونو د لیکوالې په توګه نه یوازې دا چې یوه فعاله مېرمن وه بلکې داسې یوه متفکره مېرمن وه چې د چاپېریال، پراختیا، جنسیت او افریقايي کلتورونو او مذاهبو اړوند لیدلوري کې یې پام وړ ونډه لرله.[۴][۵]

ماثای د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر په ۲۵مه په رحم کې د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوه.

لومړنی ژوند او زده کړې

[سمول]

ماثای د ۱۹۴۰ زکال د اپرېل په لومړۍ نېټه د کینیا د مستعمرې په مرکزي لوړو برخو کې د نایري سیمې په ایهیته کلي کې وزیږېده. د هغې کورنۍ کیکویو قوم ته اړونده وه چې په کینیا کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی قوم دی او په دغه سیمه کې یې څو نسلونو ژوند کړی. د ۱۹۴۳ زکال په شاوخوا کې د ماثای کورنۍ ناکورو ته څېرمه په ریفت دره کې د سپین پوستو یوې کروندې ته کډه وکړه، ځکه هلته یې پلار دنده پیدا کړې وه. د ۱۹۴۷ زکال په وروستیو کې نوموړې د خپلې مور سره ایهیته ته راوګرځېده، ځکه دوه وروڼو یې د همدغه کلي په ښوونځي کې درس لوست او د پلار د دندې په ځای کې د دوی لپاره ښوونځي شتون نه درلود؛ همدا و چې پلار یې همالته پاتې شو. له لږ مودې وروسته نوموړې د اته کلنۍ په عمر له خپلو وروڼو سره یوځای د ایهیته کلي ښوونځي ته تګ پیل کړ. [۶][۷][۸][۹]

د ختیځې افریقا د استعمار د پای په رانږدې کېدو سره د ټام امبویا په څېر یو شمېر کینیايي سیاستوالو په لویدیځو هېوادونو کې د راتلونکې لرونکو زده کوونکو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو وړاندیز وکړ. جان اف کنېډې چې هغه مهال د متحده ایالاتو سناتور و، هوکړه یې وکړه چې د خپل بنسټ له لارې به هغوی ته مالي امکانات برابر کړي او په دې سره یې د کنېډې هوايي تخلیې یا د افریقا څخه هوايي تخلیې ته لار برابره کړه. ماثای د ۱۹۶۰ زکال په سپټمبر میاشت کې یو له هغو ۳۰۰ کینیايي وګړو څخه وه چې په متحده ایالاتو کې د زده کړو په موخه وټاکل شول. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۲۰۰۴ زکال کې د نوبل د سولې جایزه

[سمول]

وانګاري ماثای «د تل پاتې پراختیا، دیموکراسۍ او سولې په برخه کې د خپلو چارو له امله» په ۲۰۰۴ زکال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. په دې سره ماثای لومړنۍ افریقايي مېرمن شوه چې دغه معتبره جایزه یې ترلاسه کړه. د نوبل د وصیت له مخې د سولې جایزه هغه چاته ورکول کېږي چې په تېر کال کې یې «د ملتونو ترمنځ د ورورولۍ د رامنځته کولو، د ثابتو ځواکونو د شمېر د کمښت یا لغو کولو او همدارنګه د سولې د ترویج کوونکو غونډو د جوړولو په برخه کې تر ټولو غوره یا زیات کار کړی وي». له ۱۹۰۱ زکال څخه تر ۲۰۱۸ زکال پورې د نوبل له ټولو جایزو څخه یوازې ۵۲ یې مېرمنو ته ورکړل شوې وې، په داسې حال کې چې ۸۵۲ نورې یې نارینه و ترلاسه کړې وې. وانګاري ماثای د خپلو پام وړ هڅو پرمټ لومړنۍ افریقايي او همدارنګه لومړنۍ چاپېریال پالونکې مېرمن وه چې د سولې دغه جایزه یې ترلاسه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸]

د اېډز د توطئې تیوري

[سمول]

د نظر اختلافونه هغه مهال را پیدا شول چې د سټنډرډ په نامه کینیايي ورځپاڼې راپور خپور کړ چې ماتای ادعا کړې ګویا «اېډز ناروغي په قصدي ډول د لویدیځو ساینس پوهانو له خوا د افریقايي وګړو د له منځه وړو په موخه رامنځته شوې». ماثای دغه تورونه رد کړل، خو ورځپاڼه بیا پر خپل راپور ودرېده. [۱۹]

په ۲۰۰۴ زکال کې نوموړې له ټایمز مجلې سره د مرکې پر مهال د دغې موضوع اړوند پوښتنو په ځواب کې وویل: «زه نه پوهېږم چې اېډز چا جوړ کړی او یا دا چې دا یو بیولوژیکي عامل دی او که نه. خو زه په دې پوهېږم چې دغه ډول شیان له سپوږمۍ نه دي راښکته شوي. ما تل دا فکر کاوه چې وګړو ته د حقیقت څرګندول مهمه چاره ده، خو اټکل کوم چې یو حقیقت شتون لري چې نه باید په زیاته کچه افشا شي. هغه مهال چې ترې وپوښتل شول موخه یې څه ده، هغې دوام ورکړ «زما اشاره اېډز ته ده. باوري یم چې خلک پوهېږي دا له کومه شوی او زه په بشپړه توګه ډاډمنه یم، دا له شادیانو څخه نه دی پیدا شوی».[۲۰]

۲۰۰۵ – ۲۰۱۱ زکال: د ژوند وروستي کلونه

[سمول]

ماثای وروسته له هغه چې په ۲۰۰۵ زکال کې یې جاپان ته سفر وکړ د ضایعاتو د کمښت د فلسفې یو له لیواله ملاتړ کوونکو څخه شوه چې په جاپان کې ورته د موټای نای اصطلاح کارول کېږي او بودایي ریښه لري. ماثای د ۲۰۰۵ زکال د مارچ په ۲۸مه د افریقايي اتحادیې د اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري شورا لومړنۍ مشره وټاکل شوه او همدارنګه د کانګو د حوضې د ځنګلي اکوسیسټم د ساتنې په موخه د غوره نیت سفیره هم وبلل شوه. په ۲۰۰۶ زکال کې نوموړې د ۲۰۰۶ زکال د ژمنیو اولمپیک لوبو په پرانیست غونډه کې له اتو بیرغ وړونکو څخه یوه وه. ماثای د ۲۰۰۶ زکال د مۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه افتخاري دوکتورا تر لاسه کړه او په کانکټیکات کالج یې د زده کړیالانو د فراغت په جشن کې وینا وکړه. ماثای د ۲۰۰۶ زکال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د یو میلیون ونو د کمپاین مشري پر غاړه لرله. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۲۰۰۶ زکال په اګست میاشت کې د متحده ایالاتو سناتور بارک اوباما کینیا ته سفر وکړ. د اوباما پلار هم د هغه پروګرام پر مټ چې ماثای ترې ګټنه کړې وه په متحده ایالاتو کې زده کړې کړې وې. هغې او اوباما د نایروبي په اوهورو پارک کې له یو بل سره ولیدل او همالته یې یوه ونه هم وکرله. اوباما د دغې لیدنې پر مهال د مطبوعاتو آزادۍ ته د درناوي وویل او څرګنده یې کړه: «د مطبوعاتو ازادي د باغ ساتنې په څېر ده؛ باید تل هغه وپالل شي او ساتنه یې وشي. وګړي هم باید هغو ته ارزښت ورکړي ځکه چې دا داسې یو څه دي چې که چېرې موږ یې اړوند هوښیار وه نه اوسو، له لاسه مو وزي». نوموړي د نړیوالو چاپېریالي زیانونو څخه خواشیني څرګنده کړه او د اقلیمي بدلونونو اړوند یې د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ په کنوانسیون او د هغو په فرعي هوکړې یا کیوټو پروتوکول کې د متحده ایالاتو د ورګډېدو څخه د ولسمشر جورج ډبلیو بوش ډډې کولو ته اشاره وکړه. [۲۵]

ماثای د ۲۰۰۷ زکال په نومبر میاشت کې د پارلماني ټاکنو لپاره د ملي یووالي د ګوند په مقدماتي ټاکنو کې ماته وخوړه او دا یې غوره وګڼله چې د یوه کوچني ګوند په استازولۍ ټاکنو ته ودرېږي. هغې د ۲۰۰۷ زکال په پارلماني ټاکنو کې ماتې وخوړه. دې په خپله ټاکنیزه حوزه کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه وکړه (چې موای کیباکي په رسمي ډول ډول وګټلې، خو مخالفینو یې ورسره مخالفت کاوه) او څرګنده یې کړه چې دواړه لوري باید ومني چې پایلې منصفانه دي، خو د چلوټیو نښې هم په کې شتون لري. [۲۶][۲۷]

نوموړې په ۲۰۰۹ زکال کې «د افریقا لپاره د ننګونې» تر عنوان لاندې اثر خپور کړ چې د خپل لید له مخې یې په افریقا کې د دولتدارۍ د قوت او کمزورتیا ټکو، خپلو تجربو او د افریقا په راتلونکي کې یې د چاپېریال ساتنې موضوع ته په کې اشاره کړې وه.

د ۲۰۰۹ زکال په جون میاشت کې ماثای د پیس بای پیس ډاټ کام (PeaceByPeace.com) له خوا د سولې د لومړۍ اتلې په نوم ونومول شوه. ماثای په ۲۰۱۱ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله له افریقا سره د اروپايي پارلمان د استازو په ټولنه کې د مخکښو سلاکارانو په پلاوي کې خدمت وکړ. [۲۸][۲۹]

وانګاري ماثای د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر په ۲۵مه د رحم د سرطان له امله هغه مهال مړه شوه چې د نایروبي په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.[۳۰]

د هغې مړی وسوزول شو او ایرې یې په نایروبي کې د وانګاري ماثای د سولې او چاپېریالي مطالعاتو په انستیتیوت کې خښې کړای شوې.

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Muhonja 2020، م. کينډۍ:Page needed.
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Maathai 2006، م. 29.
  8. Maathai 2006، مم. 14–15.
  9. Maathai 2006، م. 3.
  10. Maathai 2006، م. 53.
  11. Maathai 2006، م. 79.
  12. Maathai 2006، مم. 73–74.
  13. Maathai 2006، م. 69.
  14. Maathai 2006، مم. 63–69.
  15. Maathai 2006، مم. 60–61.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. "10 Questions: Wangari Maathai". Time. Retrieved 3 May 2009
  21. Suzuki, Yasushi and Kar, Rabi, "India-Japan Cultural Distance on the Mottainai Ethics" in Towards a Common Future, Lexington Books, 2018. pp. 138–139
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Maathai 2006، م. 295.
  24. Kinefuchi 2018، مم. 156—157.
  25. Obama: 'Press freedom is like tending a garden'. Mail & Guardian (South Africa), 28 August 2006. Retrieved 3 May 2009
  26. "Upset in Kenyan primaries" Archived 2 January 2008 at the Wayback Machine., Sapa (News24.com), 18 November 2007
  27. "Opposition claims polls fraud discovered in 48 elective zones", Panapress (afriquenligne.fr), 30 December 2007. Archived 13 January 2008 at the Wayback Machine.
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).