والټر رالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
والټر رالی
(انګلیسي: Sir Walter Raleigh د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
والټر رالی
والټر رالی

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵۵۴[۱][۲]
مړینه 29 اکتوبر 1618 (63–64 کاله)[۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام نظر بندی د لندن برج (–۱۶۱۶)  د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای انګلېنډ
د آيرلېنډ جمهوريت  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا[۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر[۹]
ليکوال[۱۰]
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسلیک
والټر رالی
والټر رالی

والټر رالي (شاوخوا ۱۵۵۲- مړینه: د ۱۶۱۸ زکال د اکتوبر ۲۹ مه) انګلیسي دولتي چارواکی، سرتېری، لیکوال، کاشف او د ملکې الیزابت د خوښې وړ درباري و. د الیزابت د واکمنۍ پر مهال د پام وړ څېرې په توګه، نوموړي د شمالي امریکا د انګلیسي استعمار پر مهال پام وړ رول ولوباوه، د ایرلنډ پاڅون یې وځپه، د هسپانوي پوځ پر وړاندې یې د انګلستان څخه په دفاع کې برخه واخیسته او د لومړۍ الیزابت د واکمنۍ پر مهال یې په مهمو سیاسي څوکیو کار وکړ.

رالي د ډیون سیمې د والټر رالي او کاترین چمپرنون په پروتستانت کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د ژوندانه د لومړیو اړوند ډېر لږ اطلاعات شتون لري، په داسې حال کې چې هغه د خپلې نوې ځوانۍ د وروستیو ډېره لنډه موده په فرانسه کې تېره کړې او په کورنۍ مذهبي جګړو کې یې ونډه لرلې ده. په ۲۰ کلنۍ کې یې د ایرلنډي استعمار پر وړاندې پاڅون په ځپلو کې ونډه لرلې؛ نوموړي همدارنګه د سمرویک په محاصره کې ونډه درلوده. وروسته نوموړی په ایرلنډ کې د املاکو څښتن او د ختیځ مونسټر د یوګل شاروال شو، هغه ځای چېرې چې یې په اوسني مېرټل ګرو (Myrtle Grove) کې کور شتون لري. هغه په چټکۍ سره د ملکې الیزابت په ګټه پاڅون وکړ او په ۱۵۸۵ زکال کې ورته سلطنتي نښان ورکړل شو. نوموړي ته په ویرجینیا کې د پلټونو د اختراع د ثبت حق هم ورکړل شو او په دې سره یې هلته په راتلونکې کې د انګلیسانو استوګنې ته لار برابره کړه. په ۱۵۹۱ زکال کې نوموړي د ملکې له اجازې پرته د ملکې له یوې همکارې الیزابت تروکمورتون سره واده وکړ او له همدې امله له خپلې ښځې سره یوځای د لندن برج قلا ته ولېږل شو. له خوشي کېدو وروسته تقاعد شو او د ډورسټ په شربون کې خپل ملکیت ته ولاړ. [۱۲]

په ۱۵۹۴ زکال کې رالي په سویلي امریکا کې د «سرو زرو د ښار» نوم واورېد او د هغو د موندلو په موخه یې سفر وکړ؛ په دغه سفر کې له مبالغې ډک د هغه تجارب په یوه کتاب کې خپاره شول چې د «ال ډوراډو» له افسانې سره یې مرسته وکړه. په ۱۶۰۳ زکال کې د الیزابت له مړینې وروسته رالي بیاځلي د پاچا لومړي جیمز پر وړاندې په توطئه کې د لاس لرلو په تورد لندن په برج کې بندي شو، ځکه چې د ده چندان نه خوښېده. نوموړی په ۱۶۱۶ زکال کې د ال ډوراډو په لټون کې د اکتشافي سفر د رهبرۍ په موخه خوشی شو. په دغه سفر کې د هغه تر مشرۍ لاندې مخکښ قوماندان په یوه هسپانوي اډه برید وکړ چې هم یې د خپلې عفوې شرایط او هم یې له هسپانیا سره د ۱۶۰۴ زکال د سولې هوکړه تر پښو لاندې کړه. رالي انګلستان ته راوګرځېد او د هسپانویانو د بېرته خوشالولو په موخه په ۱۶۱۸ زکال ونیول شو او اعدام کړای شو.

ګویان ته لومړنی سفر[سمول]

په ۱۵۹۴ زکال کې رالي ته د کاروني سیند په سرچینه کې له هسپانوي اړخه د یو لوی طلایي ښار خبر ورسېد. یو کال وروسته نوموړي د ګویان او ختیځې ونزویلا په پاریمي جهیل او مانوآ افسانوي ښار کې څېړنو ته مخه کړه. هغه مهال چې انګلستان ته راوګرځېد هغه د ګویان د کشفولو تر نامه لاندې اثر (۱۵۹۶ زکال) خپور کړ؛ دغه اثر د هغه د سفر راپور و چې د خپل نوي کشف اړوند یې په کې له مبالغې ډکې ادعاوې کړې و. دغه کتاب کولای شو د ال ډوارډو د افسانې سره د مرسته کوونکي په توګه وبولو. ونزویلا د سرو زرو زېرمې لرلې، خو هېڅ داسې شواهدو شتون نه درلود چې رالي دې کوم کان پیدا کړی وي. داسې هم ویل کېږي چې هغه د انجل/فرښتې آبشار کشف کړی، خو دغه ادعا له منلو لرې ګڼل کېږي. [۱۳]

۱۵۹۶- ۱۶۰۳ زکال[سمول]

په ۱۵۹۶ زکال کې رالي د کادیز په نیولو کې ونډه واخیسته او هلته ټپي شو. نوموړي همدارنګه په ۱۵۹۷ زکال کې د آزور د ټاپو ګانو د کشفي سفر د قومانده ورکونکي اډمیرال (اصلي قوماندان) په توګه خدمت وکړ. له آزور څخه په بېرته راګرځېدو رالي له انګلستان سره مرسته وکړه څو د ۱۵۹۷ زکال په مني کې د دریم هسپانوي سمندریز ځواک د ګواښ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. دغه ځواک مانش کانال ته څېرمه وپاشل شو او وروسته د ایرلنډ د طوفان پر مټ له منځه ولاړ. د افینګهام لارډ هوواډ او رالي وکولای شول یوه هغه هسپانوي بېړۍ ونیسي چې د تېښتې په حالت کې وه او د هسپانیا د نقشو اړوند یې مهم اطلاعات لرل. [۱۴]

په ۱۵۹۷ زکال کې رالي د ډورست او په ۱۶۰۱ زکال کې د کورنوال څخه د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو. نوموړي د الیزابت د واکمنۍ پر مهال په دریو ښارونو کې له ټولو مخکښ و.[۱۵][۱۶]

له ۱۶۰۰ زکال څخه تر ۱۶۰۳ زکال پورې رالي د جرسي د کانال جزیرې ګورنر وټاکل شو او خپل دفاعي تجیهزات یې معاصر کړل. په دغو نوښتونو کې د سن هلیه څخه د ساتنې په موخه یې د ایزابلا بللسیما یا الیزابت د قلا په نوم د نوې قلا جوړېدل شاملېږي. 

محاکمه او بندي کېدل[سمول]

دغه مهال له هغه سره د ملکې الیزابت سلطنتي مهرباني زیاته شوې وه، خو د هغه ښه بخت دوام ونکړ. ملکه د ۱۶۰۳ زکال د مارچ په ۲۴ مه مړه شوه. رالي د ۱۶۰۳ زکال د جولای په ۱۹ مه د اشبورټون په هغه سیمه کې چې اوس مهال د اکستر لرغونې سیمه بلل کېږي ونیول شو او د الیزابت د ځای ناستي لومړي جېمز پر وړاندې د توطئې په اصلي طرحه کې د لاس لرلو په تور په خیانت تورن شو او د لندن په برج کې بندي کړای شو. [۱۷]

د رالي محاکمه د نومبر په ۱۷ مه د وینچسټر د قلا په لوی تالار کې پیل شوه. رالي خپله دفاعیه وړاندې کړه. د هغه پر وړاندې اصلي شواهد د هغه د ملګري او د کوبهام د یوولسم بارون هنري بروک له خوا لاسلیک شوي اعترافات او پر هغو قسم خوړل و. رالي څو ځله غوښتنه وکړه چې کوبهام دې شاهدت ته راوغوښتل شي. «[اجازه راکړۍ] زما شاهد زما پر وړاندې راشي او شاهدي ورکړي. که چېرې زما اړوند ټول شواهد همدا یوه کوچنۍ پاڼه وي، هغه چې راولۍ نو قضايي پلاوی به د حکم د کولو لپاره ښه شاهد یا سند ولري؛ او زه د خپل ژوند لپاره تاسو ته حاضر یم!» رالي استدلال کړ چې د هغه پر وړاندې شواهد یوازې «له چا اورېدلې» بڼه لري، خو محکمې اجازه ور نه کړه چې کابهام دې محکمې ته شاهدۍ ته راوبلل شي او له هغه دې متقابله پلټنه وشي. د رالي محاکمه په محکمه کې د تورنو کسانو پر وړاندې د شاهدانو د حاضرولو اړوند د عرفي قوانینو د جوړېدو په برخه کې اغېزمنه تمامه شوه. رالي محکوم شو، خو پاچا جیمز بیا ورته بخښنه وکړه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

رالي په داسې حال کې چې د لندن برج په قلا کې بندي و د نړۍ د تاریخ په نامه یې خپل نابشپړ کتاب ولیکه. رالي په شپږو ژبو باندې له ګڼ شمېر منابعو څخه په ګټنې د قاره یي معلوماتو څخه په بشپړ ډول باخبره و. هغه د انګلستان اړوند څخه وه نه لیکل، بلکې په جغرافیا باندې یې په ټینګار د لرغونې نړۍ اړوند لیکنې وکړې. له دې سره چې هغه لیوالتیا لرله د انګلستان برحاله پاچا لومړي جیمز ته مشورې ورکړي خو جیمز څرګنده کړه چې نوموړی «د شهزاده ګانو په محکوم کولو له کچې زیات بدبینه دی». رالي تر ۱۶۱۶ زکال پورې همدلته بندي پاتې شو. د هغه زوی کاریو د هغه د بند پر مهال چې د مور په خېټه کې و (په ۱۶۰۴ یا ۱۶۰۵ زکال کې) وزېږېد. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ګویان ته دویم سفر[سمول]

پاچا په ۱۶۱۷ زکال کې رالي ته بخښنه وکړه او هغه ته یې اجازه ورکړه څو د ال ډوارډو د پلټنې په موخه بیاځلي ونزویلا ته سفر وکړي. د دغه سفر پر مهال د رالي د کسانو یو ډلې د هغه د پخواني ملګري لارنس کمیس په قوماندانۍ له هسپانیا سره د سولې د تړون او د رالي د قوماندې پر خلاف په اورینوکو سیند کې د هسپانویانو په سانتو تومه دو ګویان قلا برید وکړ. د رالي د بخښنې شرط هم په دغه سفر کې د هسپانیا د مستعمراتو او یا هم بېړیو پر وړاندې له هر ډول ګواښ رامنځته کولو څخه ډډه کول و. په دغه قلا باندې په لومړني برید کې د رالي زوی، والټر وویشتل شو او ومړ. کمیس د زوی د مړینې خبر ورته ورکړ او له هغه یې بخښنه غوښته؛ رالي ورته بخښنه ونکړه او نوموړي همالته ځان وواژه. رالي انګلستان ته راوګرځېد، خو غصه شوي د هسپانیا سفیر کنت ګندومار له پاچا څخه د رالي د اعدام غوښتنه وکړه او پاچا هم له دې پرته بله لار نه لرله. رالي د لوئیس سټاکلي له خوا له پلیموث څخه لندن ته راوړل شو او په دې سره هغه د تېښتې کولو ګڼ شمېر فرصتونه له لاسه ورکړل. [۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: various authors — سمونګر: Leslie Stephen او Sidney Lee — سرليک: Dictionary of National Biography
  2. پیوستون : 121749920  — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121749920 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Walter-Raleigh-English-explorer — subject named as: Sir Walter Raleigh — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gf0t5t — subject named as: Walter Raleigh — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11918 — subject named as: Walter Raleigh — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. https://www.rmg.co.uk/discover/explore/sir-walter-raleigh
  8. https://libris.kb.se/katalogisering/zw9cdsrh51p4fs7 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱ اکتوبر ۲۰۱۲
  9. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/sir-walter-raleigh — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121749920 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. "The Church and Town of Sir Walter Raleigh". United Diocese of Cork, Cloyne and Ross. 2021-05-21. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Raleigh 1848.
  14. May 1989، ص. 16.
  15. Laughton او Lee 1896.
  16. Nicholls او Williams 2004.
  17. May 1989، ص. 19.
  18. White, Penny J. (Spring 2003). "Rescuing the Confrontation Clause". South Carolina Law Review 54 (3). Archived from the original on 24 October 2021. https://web.archive.org/web/20211024023844/https://core.ac.uk/download/pdf/347466289.pdf. Retrieved 24 October 2021. 
  19. Perry, Hadley (Spring 2008). "Virtually Face-to-Face: The Confrontation Clause and the Use of Two-Way Video Testimony". Roger Williams University Law Review 13 (2). https://docs.rwu.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1393&context=rwu_LR. Retrieved 24 October 2021. 
  20. Jonakait, Randolph N. (Autumn 1995). "The Origins of the Confrontation Clause: An Alternative History". Rutgers Law Journal 27 (1): 77–168. https://core.ac.uk/download/pdf/230508635.pdf. Retrieved 24 October 2021. 
  21. Shaviro, Daniel N. (1991). "The Confrontation Clause Today in Light of its Common Law Background". Valparaiso University Law Review 26: 337–66. https://scholar.valpo.edu/cgi/viewcontent.cgi?referer=https://www.google.com/&httpsredir=1&article=2140&context=vulr. Retrieved 24 October 2021. 
  22. Rowse 1962، ص. 241.
  23. Wallace 1959، ص. 256.
  24. Wallace 1959، ص. 228.
  25. Popper 2012، ص. 18.
  26. Racin 1974.
  27. Raleigh 1677.
  28. Laughton 1898.
  29. Wolffe 2004.