Jump to content

والفریډ پالمګرین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الفیلډ والفریډ ماتلیډا پالمګرین (زوکړه: د ۱۸۷۷ زکال د جون ۳مه – مړینه: د ۱۹۶۷ زکال د ډسمبر ۶مه نېټه) چې له واده وروسته د پالمګرین مونخ – پیټرسون په نامه یادېده سویډنۍ ښوونکې، ژبپوهه او سیاستواله وه. دې د سویډن د کتابتون پالیسۍ اصلاح کړې او همدارنګه یې په سویډن او ډنمارک کې د عامه کتابتونونو سیسټم معرفي کړ.[۱]

ژوند لیک[سمول]

لوی کېدل او زده کړې[سمول]

والفریډ پالمګرین د ۱۸۷۷ زکال د جون په دریمه نېټه د سویډن په سټکهولم ښار کې وزیږېده، دا د کارل اډوارډ اې. اېچ پالمګرین (۱۸۴۰ – ۱۹۱۰ زکال) او ادا تریزا پل (۱۸۵۳ - ‍۱۹۳۷ زکال) دویمه لور وه چې په خپل کور کې د «واوا» په نامه پېژندل کېده. هغې له ځانه د سیګن ماریا الیزابت (زوکړه: ۱۸۷۵ زکال) په نامه یوه مشره خور، د سیګیرد هیلدون انا (۱۸۸۲ – ۱۸۸۳ زکال) په نوم کشرۍ خور او د ګوستاف (زوکړه: ۱۸۸۴ زکال) په نامه یو کشر ورور درلود. همدارنګه یې یو بل ورور هم درلود چې په ۱۸۸۶ زکال کې ومړ. والفریډ او د هغې مشره خور د نورو ماشومانو په څېر – جنسیت ته له پام پرته – پالل کېدې او د خپلو والدینو د ښوونیزو افکارو له مخې وروزل شوې.

والفریډ او سیګن په ۱۸۸۲ زکال کې د پالماګرینسکا سمسکولن په نامه د خپل پلار په ښوونځي کې شاملې شوې، دا په ټوله اروپا کې لومړنی ښوونځی و چې د فراغت ترمهاله یې نجونو او هلکانو ته په ګډو ټولګیو کې زده کړې وړاندې کولې؛ دوی دواړو تر دوولسم ټولګي پورې په همدغه ښوونځي کې زده کړې وکړې. پلار یې د سهارني عبادت وروسته د عیسویت، تاریخ او جغرافیا تدریس کاوه. د دوی عمه ایډا بیا د لیکلو او د لاسي توکو د جوړولو تدریس کاوه. مور یې د ښوونځي د مدیر مرستیاله وه او د سویډنۍ ژبې درس یې ورکاوه. د دغه ښوونځي ماشومانو ته بهرنۍ ژبې – جرمني، انګریزي او فرانسوي – د هغو د معاصرو کړنلارو پر مټ ورښوول کېدې. پالمګرین په ۱۸۹۵ زکال کې خپلې تحریري او شفاهي ازموینې د ښو نمرو په اخیستو تېرې کړې چې په ځانګړې توګه یې د ژبو په مضامینو کې تر ټولو زیاتې نمرې لرلې. همدا و چې دلته یې له ۱۸۹۶ زکال څخه تر ۱۹۰۷ زکال پورې د فعالې ښوونکې په توګه تدریس وکړ.

پالمګرین د اوړي رخصتۍ د نورا لاګنو په ټویو سیمه (نن ورځ د ورماډو ښاروالۍ ده) کې له خپلې کورنۍ سره تېرولې او وروسته له هغه چې د پلار روغتیايي حالت یې خراب شو د ګرمو اوبو لرونکې راملوسا سیمې ته به تلل. پالمګرین له خپلې خور او ورور سره یوځای اروپا ته د لنډو روزنیزو سفرونو فرصتونه هم لرل؛ دې د ۱۸۹۳ زکال پر مهال له خپلې خور سره یوځای دوه میاشتې په جرمني او راتلونکی کال یې درې نیمې میاشتې په فرانسې او انګلستان کې تېرې کړې. دغه ډول سفرونه به یې هر کال او یا هم هر یو نیم کال وروسته یوځل کول. [۲]

له دې وروسته پالمګرین ځان د اوپسالا پوهنتون د ۱۸۹۶زکال په پسرلني سمستر کې ثبت کړ او هلته یې د ژبو پوهنځۍ وټاکله. له تحصیل سره په خوا کې دې په پالماګرینسکا سمسکولن کې د جرمنۍ ژبې، ریاضیاتو او جغرافیې تدریس کاوه چې وروسته یې بیا د فرانسوي ژبې تدریس هم پیل کړ. په ۱۹۰۰ زکال کې ۷۵۰ کرونه دولتي مالي مرستې انګلستان ته د هغې سفر شونې کړ چې بیا یې هلته د شپږو میاشتو لپاره په اکسفورډ کې زده کړې وکړې.

پالمګرین په ۱۹۰۱ زکال کې له اوپسالا پوهنتون څخه د جرمني، انګریزي او رومي ژبو، عملي فلسفې، ریاضیاتو او نظري فلسفې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. دوه کاله وروسته یې په رومي ژبو او نظري فلسفې کې د ماسټرۍ او په ۱۹۰۵ زکال کې یې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. د دوکتورا تیزس یې د کالوینېست شاعر او فرانسوي بارون تئودور اګریپا دوابینه له خوا د مصدر د ګټنې (Observations sur l'infinitif dans Agrippa d'Aubigné) اړوند و، دې خپل تیزس خپلو والدینو ته ډالۍ کړ. په دې سره نوموړې په ۱۹۰۵ زکال کې دریمه سویډنۍ مېرمن شوه چې د رومي ژبو په برخه کې یې د دوکتورا سند درلود؛ له دې وړاندې انا آلستروم په ۱۸۹۹ زکال او ګریډا اوستبرګ په ۱۹۰۳ زکال کې دغې څانګې ته اړوند د دوکتورا سندونه ترلاسه کړي وو. [۳]

سلطنتي کتابتون[سمول]

پالمګرین په ۱۹۰۳ زکال کې د سلطنتي کتابتون له مشر کارل سنویلسکي سره د دندې اخیستو په موخه اړیکه ونیوله، خو د دندې لپاره د دې غوښتنه وه نه منل شوه. د کتابتون مشر دې ته لارښوونه وکړه چې لومړی باید خپله دوکتورا واخلي. پالمګرین وړاندې له دې چې په ۱۹۰۵ زکال کې د خپلې دوکتورا پای لیک بشپړ کړي، د سنویلسکي له ځای ناستي اریک ویلهلم ډالګرن سره یې اړیکه ونیوله؛ نوموړی په پام وړ کچه مثبت پالونکی و او د همدغه کال له سپټمبر میاشتې څخه یې دې ته د ازمیښتي کارکوونکې په توګه دنده ورکړه چې له امله یې دا لومړنۍ ښځینه کتابتون چلونکې شوه. د هغې ازمیښتي دندې د ۱۹۰۵ زکال د نومبر په ۲۴مه نېټه د چاپ په برخه کې د یو عادي کتابدار د مرستیالۍ کچې ته بدلون وکړ.[۴]

پالمګرین د ۱۹۱۱ زکال تر فبروري میاشتې پورې په دغه کتابتون کې پاتې شوه، هغه مهال چې دې د واده کولو په موخه خپله استعفا ورکړه او کوپنهاګن ته یې کډه وکړه. وروسته بیا د دغه سلطنتي کتابتون کفټریا د هغې په نوم ونومول شوه او د والفرېډ کافې په نامه یادېده. [۵]

متحده ایالاتو ته روزنیز سفر[سمول]

پالمګرین په سلطنتي کتابتون کې د کار کولو پر مهال تل دې ته اړ وه چې د پوهې تږو کسانو ته ووايي، د دغه کتابتون کتابونه امانت نه ورکول کېږي او پر ځای یې هغوی عمومي یا کارګري کتابتونونو ته مراجعه وکړي. ورته مهال د دې ډېر ژر دې ته پام شو (وروسته له هغه چې عامه کتابتونونه یې وکتل) چې دغه کتابتونونه د ادبیاتو په برخه کې پام وړ کتابونه نه لري او د هغو کسانو لپاره نه دي په پام کې نیول شوي چې غواړي مطالعه وکړي. همدا و چې پرېکړه یې وکړه مخکښ هېواد متحده ایالاتو ته سفر وکړي. هغې د «کتابدارۍ د علومو په ځانګړې توګه د علمیه بنسټونو، ښوونځیو او عامه کتابتونونو په برخه کې د زده کړو په موخه» د سفر غوښتنه وکړه او د سفر لګښت یې د کلیسايي ادارې له خوا ورکړل شو چې دغه مهال د زده کړو چارې ورته اړوند وې.

دا د ۱۹۰۷ زکال په سپټمبر میاشت کې په داسې حال کې نیویارک ته ولاړه چې د کلیسايي ادارې له خوا په انګریزي، جرمني او فرانسوي ژبو باندې لیکل شوی معرفي لیک ورسره و؛ نیویارک ته په رسېدو د نیویارک د عمومي کتابتون د ماشومانو د برخې د مشهورې کتابدارې آن کارول مور له خوا یې هرکلی وشو. مور او پالمګرین ښې ملګرې شوې چې بیا دواړو په ۱۹۶۱ زکال کې د مور د مړینې تر مهاله له یو بل سره اړیکې لرلې. دوی دواړو د کتابتونونو د روزنیزې ونډې سره لېوالتیا لرله او ځانونه یې ټولو ماشومانو ته د کتابتونونو له لارې د باکیفیته کتابونو د وړاندې کولو د برخې مخکښانې ګڼلې. پالمګرین، مور ځانته د الهام بخښونکې په توګه یاده کړې ده. [۶]

نوموړې متحده ایالاتو ته د خپل درې میاشتني سفر پر مهال د متحده ایالاتو د شمال ختیځو نهو ایالتونو شاوخوا ۳۰ ښارونه وکتل او د هغو د عامه کتابتونونو، څېړنیزو کتابتونونو، کتابتوني ښوونځیو، علمیه حوزو او عادي دولتي ښوونځیو اړوند یې مطالعه وکړه. هغې د سویډن د کتابتونونو اړوند ویناوې کولې او له یو شمېر ځایونو څخه یې لیدنې هم د مطبوعاتو له خوا تر پوښښ لاندې راوړل کېدې. هغه مهال چې نوموړې واشنګټن ته ولاړه آن د ولمسشر ټیوډور روزولټ له خوا سپینې ماڼۍ ته وبلل شوه. [۷]

پالمګرین د ډسمبر په میاشت کې سویډن ته له راګرځېدو وروسته له ځنډ پرته د هغه څه اړوند په ویناوو پیل وکړ چې په دغه روزنیز سفر کې یې زده کړي وو. هغې ډېره لنډه رسمي سفرنامه ولیکله چې وروسته یې خپل دغه سفر د «کتابتون او عمومي زده کړې – متحده ایالاتو ته د یو څېړنیز سفر یاددښتونه» تر عنوان لاندې یو اثر کې په مفصل ډول تشرېح کړ. دغه اثر بالاخره په ۱۹۰۹ زکال کې خپور شو. د کلیسايي ادارې وزیر (د زده کړو وزیر) هوګو هامارسکچولډ د هغې راپور لوستی و او غوښتل یې د هغې اثر په ټولو کتابتونونو او دولتي ښوونځیو کې خپور کړي، له همدې امله د دغه اثر له خپرو شوو ۳۰۰۰ نسخو څخه ۱۲۰۰ یې د کلیسايي ادارې له خوا وپېرل شوې.

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Gunnar Richardson. "Karl Edvard A H Palmgren". Svenskt biografiskt lexikon. خونديځ د اصلي څخه December 5, 2018. لاسرسي‌نېټه December 1, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).