والعصر سورت (تفسیر)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیم وَالْعَصْرِ ﴿١﴾ إِنَّ الإنْسَانَ لَفِی خُسْرٍ ﴿٢﴾ إِلا الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿٣﴾
ژباړه: د لوراند او لورين الله په نامه
۱ پر زمانې قسم! ۲ بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى. ۳    خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

وخت خورا مهم او ګران دی او الله یې په ټولو وختونو قسم خوړلی دی، د بېلګې په توګه:

(والفجر[1]) په سپېده داغ قسم!

(والصبح[2]) پر سهار قسم!

(والضحی[3]) پر غرمه قسم!

(والنهار[4]) پر ورځ قسم!

(والعصر[5]) پر مازیګر قسم!

(والیل[6]) پر شپه قسم!)

(وَ اللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ[7]) ! او پر شپه قسم، چې (لمن راټوله او) شا كړي!

د ګټنې او تاوان توپیر[سمول]

الله تر قسم خوړو روسته وايي: ((إِنَّ الإنْسَانَ لَفِی خُسْرٍ = بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى.)) که توکي وي او بیه یې راټیټه شي، تاوان دی. د بېلګې په توګه که سره زر ارزانه شي؛ نو وايي، چې څښتن یې ((ضرر)) کړی دی؛ ځکه سره زر شته؛ خو بیه یې راټیټه شوې ده؛ خو که توکي او پانګه دواړه له منځه ولاړه شي، وايي، چې ((خسارت)) یې کړی دی. د بېلګې په توګه هغه یخ پلوری، چې ګهاک و نه لري؛ نو دلته د یخ بیه راټیټه شوې نه ده؛ بلکې پانګه اوبه شوې ده.

که انسان له خپل عمره سمه ګټنه و نه کړي؛ نو پانګه یې له منځه تللې ده؛ ځکه د انسان عمر یې تر ټولو لوړه پانګه ده.

که مال یې له منځه ولاړ شي؛ نو پر ځای یې نور راتلای شي؛ خو تللی عمر بېرته نشي راتلای.

((إِلا الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا  بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)) خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

قرآن کریم وايي: (( پر زمانه او روزګار قسم، چې انسان د اوبه کېدو او تویېدو په حال کې دی؛ یعنې هره شېبه یې ځي او بېرته نه راګرځي؛ خو هغه کسان چې ایمان یې راوړی او ښې چارې کوي، چې د عمر له لاسه ورکولو پر وړاندې یې د ایمان او ښو کړنو پانګه لاس ته راوړې ده.

پر الله، قیامت او آسماني پېغمبرانو ایمان، پر حق او حقه لار ایمان دی.

په حدیث کې راغلي دي: (( ایمان لس درجې دي؛ د ځینو ایمان په ټیټه درجه کې دی او د ځینو په لوړه درجه کې دی.))

د بشپر ایمان نښه داده[سمول]

انسان تر هغه څه چې په خپل لاس کې یې دي، پر هغه څه ډېر ډاډ ولري، چې له الله سره دي. د بېلګې په توګه: و نه وايي: ((داچې زده کړه مې کړې او ښې نمرې مې اخستي؛ نو نېکمرغه به شم.)) و نه وايي : (( داچې پلار مې شتمن دی؛ نو ښه او هوسا ژوند به ولرم.))؛ ځکه شونې ده د انسان ټوله پانګه په یوه شېبه کې له منځه ولاړه شي.

موږ باید له خپلو شونتیاوو او هڅو ګټنه وکړو؛ خو فکر و نه کړو، چې هرکاره یو. کله د برښنا ټوله لینکشي سمه وي، ګروپونه سم وي؛ خو له برج نه برښنا پرې شوې وي.

مولا علي کرم الله وجهه وايي: ((و مې لیدل، چې هوډونه ګډوډېږي؛ نو پوه شوم، چې یو الله شته، چې له بلې لارې د چارو سمونه کوي.[8]))

له خپلو هڅو دې لاس پر سر نشو؛ خو باید ومنو، چې زموږ  هڅې، اند او کړلارې د الله د ارادې په مخ کې ډپېدای نشي.

معمولا په قرآن کریم د (آمنوا) کلیمې ترڅنګ د (عملوا الصالحات) کلیمه راغلې، تر څو ووايي، چې ((ایمان)) باید له ((نېکو کړنو)) سره مل وي.

که موروپلار خپل اولاد ته ووايي، چې مینه درسره لرم؛ خو خپل اولاد ته کوم کار و نه کړي؛ نو اولاد به وايي، چې دا لا څنګه مینه ده، چې له عمل سره مل نه ده؟

قرآن کریم، رسول الله(ص) ته وايي : (( خلکو ته وویاست، چې که له الله سره مینه لرئ؛ نو له ما لاروي وکړئ.[9]))

مینه او ایمان باید له عمل سره مل وي؛ هغه هم له نېک عمل او ښو کړنو سره؛ هغه هم ټولې هغه ښې چارې چې د کولو زمینه یې وي؛ نه داچې ځینې ښې کړنې وکړو او ځینې یې نه.

که پوړۍ یوازې یو یا دوه پاټکي درلودل؛ نو موږ یې بام ته نشو خېژولای.

که رنځور د طبیب په یوازې ځینو خبرو عمل وکړي؛  نو روغ به نشي. که یو ماشوم وزیږېد او یوازې لاس و پښې او سر یې وده وکړه او د بدن نور غړي یې وده و نه کړي؛ نو دا ماشوم به سم ژوند ونشي کړای.

ایمان او عمل د ستنې او تار په شان دي، یو ځای چې وي؛ ګڼدل کولای شي.

((وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)) او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

الله په دې سورت کې وايي: ټول خلک د یخ په څېر اوبه کېږي او تاوان کوي؛ خو هغه انسانان چې ایمانوال او نېکچاري وي؛ ځکه څومره چې یې عمر کمېږي؛ اپوټه یې ایمان او نېکې کړنې زیاتېږي. د سورت په پای کې وايي: یوازې په خپل فکر کې کېدل کافي نه دي؛ بلکې باید به بشپړه زړه سواندۍ، نورو ته هم پر حق لار د تلو سپارښتنه وکړي (وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ) او په یوه ځل او دوو ځلو دې زړه نه خوشحالوي؛ بلکې  د حق پر سپارښتنه دې تل ټینګار وکړي او که چا یې خبرې ته غوږ کېنښود؛ نو نهیلېږي دې نه؛ بلکې دومره مقاومت او صبر دې وکړي، تر څو نور هم د حق لارې ته راواړوي، د هغه چا په څېر، چې غواړي یو لرګی مات کړي؛ نو دومره تبر وهي، چې مات یې کړي او هېڅکله نه وايي، چې څو تبرونه مې ووهل؛ خو مات نشو؛ نو لاس پر سرېږم. (وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)


[1] . فجر/ لومړی آیت

[2] تکویر/ ۱۸ آیت

[3]  ضحی/ لومړی آیت

[4]  شمس/ ۳ آیت

[5]  عصر/ لومړی آیت

[6]  لیل/ لومړی آیت

[7] . مدثر/۳۳ آیت

[8] . بحارالانوار، ۸۳ ټوک، ۱۸۹ مخ.

[9] . آل عمران/ ۳۱ آیت.