واقعي سرحدات- بریدونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: شهید علامه مرتضی مطهری

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

واقعي مرزونه[سمول]

اوس،چې د غربي کلاسیک تعریف له مخې ،چې د جمعي وجدان او ملي پیوستون په راپېدو کې یا د نشنلیزم جوړونکیو عناصرو خپل اصالت له لاسه ورکړ؛نو ایا دا ادعا کولای شو،چې د موجوده بشري اجتماعي واحدونو ترمنځ څه تفکیک نشته او ټول ملیتونه کولای شي او باید په یو بل کې حل شي او واحد ملت جوړ کړي؟

تاریخي تجربه او هغه شواهد راښيي،چې د اجتماعي مبارزو او تحولاتو څخه لاس ته راغلي، چې په هر حال د انسانانو په عالم کې اصناف او شعبې شته دی، هغه اصناف چې یو له بل څخه متمایز دي او یو له بل څخه مشخصې لارې لري او په طبیعي توګه په یو بل کې یې د ادغام او حل کېدنې امکان نشته. د معاصرې نړۍ د هرې ورځې اجتماعي، سیاسي او فرهنګي تحولات له درېمې نړۍ سره د غربي نړۍ یووالی او تفاهم لاپسې ناممکنه او لرې کوي. چې څومره هم د سولې، یو ځای ژوند او جهاني وحدت خبرې کېږي؛نو بیا هم په عمل او واقعیت کې یې تحولات غیرعملي او لا پسې لرې کوي. ترڅو چې لیوه او پسه په دنیا کې وي؛نو دهغوی په منځ کې وحدت غیرممکن دی. که څومره هم سازمان یافته اجتماعي سازمان جوړ شي او که په هر اساس وي او نظرونه سره یو وي او لاسوهنه او تجاوز هم پرې وشي؛نو بیا هم ناچاره دی،چې خپل سیاسي، جفرافیايي، اقتصادي، فرهنګي او عقیدتي پولې خوندي وساتي.دلته د فعلي ملتونو د تکلیف په هکله بحث نه دی؛بلکې هدف دا دی،چې هغه عوامل او عناصر کشف شي،چې ملي وجدان جوړوي  او د خلکو ترمنځ روابط او عواطف رامنځ ته کوي،ترڅو یو ملت رامنځ ته کړي.

ومو لیدل که څه هم ،چې د ژبې، فرهنګ، تاریخي سوابق او نژادي عوامل د یو ملت د تکوین په بنسټ کې موثر دي؛خو تلپاتې او موثر رول پکې نه لري. نو ځکه وایو،چې ددې عوامل رول اصالت نه لري او جوهر نه؛بلکې اعراض دي. ځکه کومو خلکو،چې یو وخت د استقلال او حیثیت لپاره مبارزه کوله ؛نو هدف ته تر رسېدو وروسته کومې تمې یې،چې په ذهن کې وې له خپلو هم ګټو شریکباڼو سره یو ځل بیا په حاکم او محکمو او ګټورو او محرومو دستو تقسمېږي او ملي مبارزه د داخلي او طبقاتي مبارزې بڼه غوره کوي.د یوې ژبې، فرهنګ او نژاد په خلکو کې بیلتون راځي او پکې مبارزه پیل کېږي او دا هماغه خلک دي،چې جمعي وجدان پکې له مخکې څخه رامنځ ته شوی و؛خو اوس یې روابط بدل شوي او جمعي وجدان هم مري او له منځه ځي.

په هر حال هغه څه دي،چې د یو واحد ملت د تکوین سټه ده او له امله یې د خلکو د زړونو ترمنځ عواطف رامنځ ته کېږي او په پایله کې مشترک ارمان او ایده الاونه راوړي؟ وینو هغه وخت،چې د الجزایر خلکو،چې د فرانسې له استعمار سره یې د خپلې آزادۍ لپاره جګړه پیل کړه یا چې اوسمهال فلسطینیان د خپلو انساني حقوقو د احیاء لپاره مبارزه کوي؛نو د ملیت متعارف عناصر لکه مشترکه ژبه او اقتصادي، تاریخي او اقلیمي شرایط یې د افرادو په رانږدېدو او تفاهم کې موثر دي؛خو په عین حال کې وینو،چې د نړې په مختلفو ځایونو کې نور خلک هم شته دی،چې د الجزایر او فلسطین آزادي غواړي او له دوی سره یې زړونه یو دي. یو ډول وحدت او د زړه پیوند او ارمان دا مختلف خلک یو له بل سره نښلوي، داسې وحدت،چې حتی ځینې خلک دې ته اړ کوي،چې ښځه،بال بچ، محیط او وطن پرېږدي او له ډېر لرې څخه دې ځای ته ځان رسوي او ورسره یوځای کېږي او حتی همدلته شهید کېږي. په داسې حال کې چې نه ورسره مشترکه ژبه لري او نه ورسره ګډ فرهنګ ، تمدن او تاریخي سابقه.

که تاسې د دا شان نهضتونو سرګذشت ته وګورﺉ؛نو ډېر داسې د نورو ملیتونو خلک پکې وینی،چې حتی قهرمانیانې یې هم پکې کړي او تر بریا وروسته هملته پاتې شوي او ورسره یې نوی ملت هم جوړ کړی. بلخوا د یو هېواد په دننه کې داسې بېلابېلې ډلې ویني،چې له یو نژاد، یو ژبې، فرهنګ، دود او جغرافیايي شرایطو څخه دي؛خو کله هم سره اړیکه او پیوند نه لري، ستر ارمانونه او راتلوونکی یې هم له یو بل سره نه جوړېږي، که سره اړیکې هم سره لري؛نو هغه به تشې ظاهري او د روزمره احتیاجاتو د پوره کولو لپاره وي. ډېرو دولتونو په ډېرو هېوادونو کې سره جګړې او نښتې کړي؛خو عام خلک ترې بې خبره او پر وړاندې یې بیخي بې تفاوته وه. زموږ په هېواد کې هم دا شان بې تفاوتۍ ډېرې پېښې شوي دي.

داسې ډېر پېښ شوي، چې د فلسطین او الجزایر د آزادۍ لپاره یو هندی او افریقایی خورا لیوالتیا ښيي؛نو دا تاریخي، جغرافیايي او سیاسي پولې، رنګ او ژبه د افرادو ترمنځ پوله نشي کېدای او نه هم د افرادو د پیوند وسیله ګرځېدای شي.