وارن بفېټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وارن بفېټ
(انګلیسي: Warren Buffett د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وارن بفېټ
وارن بفېټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ اگسټ ۱۹۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 82500000000 امريکايي ډالر (۲۰۱۹)[۹]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
وارن بفېټ
وارن بفېټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وارن اډوارډ بفېټ (د ۱۹۳۰ز کال د اګست په ۳۰مه زېږېدلی) یو امریکایي سوداګر، پانګه اچوونکی او بشردوست انسان دی. هغه اوسمهال د برکشایر هیتاوي رئیس او اجرائیوي رئیس دی. هغه په ​​نړۍ کې یو له بریالیو پانګوالو نه دی او د ۲۰۲۲ز کال د می تر میاشتې پورې یې خالصه شتمني ۱۱۶ میلیارد ډالرو نه ډېره وه، چې له هغه نه د نړۍ شپږم بډایه شخص جوړوي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

وارن بفېټ د نیبراسکا په اوماها کې وزېږېد. هغه په ​​ځوانۍ کې له سوداګرۍ او پانګونې سره علاقه پیدا کړه، بالاخره په ۱۹۴۷ز کال کې د پنسلوانیا پوهنتون د وارټن ښوونځي ته داخل شو او بیا په ۱۹ کلنۍ کې نیبراسکا پوهنتون ته لاړ او له هغه ځایه فارغ شو. بفېټ د کولمبیا د سوداګرۍ له ښوونځي نه فارغ شو او په ​​​​۱۹۴۷ز کال کې د پنسلوانیا له پوهنتون نه فارغ شو. د ارزښت پانګوونې مفکورې په شاوخوا کې د هغه د پانګونې فلسفه د بنیامین ګراهام له خوا پیل شوې. هغه د خپل اقتصادي شالید د تمرکز کولو لپاره د نیویارک په مالي انسټیټیوټ کې ګډون وکړ او ډېر ژر یې سوداګریزې ملګرتیاوې له ګراهام سره پیل کړې. هغه په ​​۱۹۵۶ز کال کې د وارن بفېټ شرکت رامنځته کړ او وروسته یې د برکشایر هیتاوي په نوم د ټوکر جوړولو شرکت واخیست، چې نوم یې د توپیري هولډنګ شرکت د رامنځته کولو لپاره وټاکه. په ۱۹۷۸ز کال کې، چارلي مونګر د وارن بفېټ د مرستیال په توګه دنده پیل کړه. [۱۴][۱۵]

بفیټ له ۱۹۷۰ز کال راهیسې د Berkshire Hathaway مشر او تر ټولو لوی ونډه اخیستونکی دی. هغه د نړیوالو رسنیو له خوا د اوماها د «اوریکل» یا «سیج» په نوم یاد شوی دی. هغه د ارزښت پانګې اچونې او د هغه له ډېرې شتمنۍ سره سره هغه بیا هم د شخصي سپما له امله ډېر مشهور شوی دی.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

بفیټ انسان دوست دی او ژمنه یې کړې چې د خپلې شتمنۍ ۹۹سلنه به د بل او میلنډا ګیټس بنسټ له لارې خیریه کارونو ته ورکړي. هغه په ​​۲۰۰۹ز کال کې له بیل ګیټس سره Giving Pledge تاسیس کړ، چې په کې میلیاردرانو ژمنه وکړه چې لږ تر لږه به دوی د خپلې شتمنۍ نیمایي برخه بېوزلو ته ورکړي.[۲۰][۲۱]

ژوند او زده کړې[سمول]

بفېټ په ۱۹۳۰ز کال کې د نیبراسکا په اوماها کې زېږېدلی. له درېیو اولادونو نه دویم او د لیلا (کورنی نوم سټال) او د کانګرس د غړي هاوارډ وارن بفېټ یوازینی زوی دی. هغه خپلې زده کړې د روز هیل په لومړني ښوونځي کې پیل کړې. په ۱۹۴۲ز کال کې د هغه پلار د متحده ایالاتو په کانګرس کې د څلورو لومړیو دورو لپاره وټاکل شو او وروسته له هغه چې له خپلې کورنۍ سره واشنګټن ډي سي ته لاړ؛ نو وارن لومړنی ښوونځی پای ته ورساوه، وروسته یې د الیس ډیل جونیر په عالي لیسه کې ګډون وکړ او له ووډرو ویلسن لیسې نه فارغ شو. په ۱۹۴۷ز کال کې د ښوونځي په کلنۍ کې لیکل شوي: «ریاضي خوښوي او راتلونکی ونډه اخیستونکی دی» تر ښوونځي وروسته یې د ډېرې پانګې اچونې له بریاوو وروسته وغوښتل، چې کالج خوشې کړي او په مستقیم ډول سوداګرۍ ته مخه کړي، په دې چاره کې بریالی شو، خو د پلار له خوا یې ونه هڅول شو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

وارن بفېټ په ځوانۍ کې له سوداګرۍ او پانګونې سره علاقه ښودلې. هغه له یو کتاب نه الهام اخیستی و چې هغه په ​​اووه کلنۍ کې له اوماها عامه کتابتون نه په پور اخیستی و، چې نوم یې «د ۱۰۰۰ ډالرو ګټلو لپاره ۱۰۰۰ لارې» و. د وارن بفېټ د ماشومتوب ډېری کلونه له پانګې اچونې سره پیلېږي. د بفېټ ​​​​لومړي سوداګریز کارونه؛ لکه: آدامس، د کوکا کولا بوتلونه او کور په کور د اونیزو مجلو پلورل وو. هغه د خپل نیکه په پرچون پلورنځي کې کار کاوه. دی لا په ښوونځي کې و، چې د ورځپاڼو رسولو، د ګالف بالونو او سټمپونو پلورلو او د موټرو له پرزو نه یې پیسې ګټلې.[۲۶][۲۷][۲۸]

د سوداګرۍ په لومړيو کې[سمول]

وارن بفېټ له ۱۹۵۱ز کال نه تر ۱۹۵۴ز کال پورې په Buffett-Falk & Co کې د پانګونې پلورونکي په توګه کار کړی؛ له ۱۹۵۴ز کال نه تر ۱۹۵۶ز کال پورې په ګراهام نیومن کارپوریشن کې د امنیتي شنونکي په توګه؛ له ۱۹۵۶ز نه تر ۱۹۶۹ز کال پورې په Buffett Partnership, Ltd کې د عمومي شریک په توګه او له ۱۹۷۰ز کال راهیسې د Berkshire Hathaway Inc د رئیس او CEO په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

په ۱‍۹۵۱ز کال کې وارن بفېټ وموندله چې ګراهام د GEICO بیمې په بورډ کې و. د شنبې په ورځ واشنګټن ډي سي ته د اورګاډي په وړلو سره، هغه د GEICO د مرکزي دفتر دروازه وټکوله، تر هغه چې یو ساتونکي هغه ته د بللو اجازه ورکړه. هلته یې له GEICO مرستیال، لوریمر ډیویډسن سره ولیدل او دواړو د ساعتونو لپاره د بېمې سوداګرۍ په اړه بحث وکړ. بفیټ غوښتل چې په وال سټریټ کې کار وکړي، خو د هغه پلار او هم بین ګراهام دواړو ترې وغوښتل، چې هغه ونه کړي. هغه د ګراهام لپاره د وړیا کار کولو وړاندیز وکړ، مګر ګراهام انکار وکړ.[۲۹][۳۰][۳۱]

کووېډ ۱۹ وبا[سمول]

بفېټ له CNBC سره د ۲۰۲۰ز کال د جون میاشتې په مرکه کې وویل چې: د کووېد ۱۹وبا اقتصادي اغېزې او اقتصادي نابرابرۍ زیاتې کړې او په خواشینۍ سره یې وویل چې: ډېری وګړی نه پوهېږي چې «سلګونه یا میلیونونه» کوچنۍ سوداګرۍ تر منفي اغېزې لاندې راغلې. هغه دا هم وویل چې: بازارونه او اقتصاد به له وبا نه وروسته د وړاندوینې خلاف وي، آن د بایډن د ادارې او د متحده ایالاتو د فدرالي ریزرو د پلان په شتون کې به هم د خلاف وړ وي. هغه وویل چې: د کووېد ۱۹ وړاندوینه او اغېزې لا پای ته نه دي رسېدلې.[۳۲]

شخصي ژوند[سمول]

په ۱۹۴۹ز کال کې، وارن بفېټ له یوې ځوانې مېرمنې سره مینه درلوده، چې مئین  یې یوکولیل نومېده. د سیالۍ په هڅه کې یې د ساز یوه اله واخیسته، چې تر ننه یې غږوي. که څه هم دا هڅه ناکامه وه، د هغه د موسیقۍ دلچسپي د سوسن تامپسن د ژوند یوه برخه وه او د دوی واده ته یې لار هواره کړه. وارن بفېټ زیاتره د ونډو اخیستونکو په غونډو او نورو حالتونو کې دا اله غږوي. [۳۳]

وارن بفېټ په ۱۹۵۲ز کال کې له سوزان وارن بفېټ (تامپسن کې زېږېدلې) سره واده وکړ. دوی درې ماشومان درلودل، سوسي، هاوارډ او پیټر. دوی په ۱۹۷۷ز کال کې جلا ژوند پیل کړ، که څه هم د ۲۰۰۴ ز کال په جولای کې یې د سوسن وارن بفېټ تر مړینې پورې واده کړی و. د دوی لور، سوسي، په اوماها کې ژوند کوي، د Girls, Inc د ملي بورډ غړې ده او د سوسن اې وارن بفېټ بنسټ له لارې خیریه کارونه کوي.[۳۴]

د سیاسي او عامه تګلارې نظریات[سمول]

بفېټ د کلونو په اوږدو کې پر سیاسي ونډې سربېره، د بارک اوباما د ولسمشرۍ په کمپاین کې د کمپاینونو ملاتړ وکړ او مرسته یې ورسره وکړه. د ۲۰۰۸ز کال د جولای په ۲مه، وارن بفېټ په شیکاګو کې د اوباما د کمپاین لپاره د هر پلیټ په 28,500 ډالرو تمویل کوونکي کې برخه اخیستې وه. وارن بفېټ خبرداری ورکړ، چې د ټولنیز عدالت په اړه د جان مکین نظر له ده نه دومره لرې دی چې مکین د خپلې تاییدۍ د بدلون لپاره «لوبوټومي، یعنې د ماغزو جراحي» ته اړتیا لري. د ۲۰۰۸ز کال د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د دویمې مناظرې په لړ کې، مکین او اوباما د ټام بروکار له خوا وپوښتل شول، دواړو وارن بفېټ د خزانې د راتلونکي احتمالي وزیر په توګه یاد کړ. وروسته، د ولسمشرۍ په درېیمه او وروستۍ مناظره کې، اوباما له وارن بفېټ نه د احتمالي اقتصادي سلاکار په توګه یادونه وکړه. وارن بفېټ د ۲۰۰۳ز کال د کالیفورنیا د ایالتي ټاکنو په لړ کې د جمهوري غوښتونکي نوماند ارنولډ شوارزنیګر مالي سلاکار هم و.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

فلم او ټلوېزیون[سمول]

په بېلابېلو خبري خپرونو کې پر بې شمېره ټلوېزیوني څرګندونو سربېره، وارن بفېټ

په ډېری فلمونو او ټلوېزیوني خپرونو کې، په مستندو فلمونو او افسانو کې راڅرګند شوی دی. ځینې لنډ سینمایي او ټلوېزیوني ​​فلمونه، چې هغه جوړ کړي دي دا دي: وال سټریټ: پیسې هېڅکله نه ویدېږي (۲۰۱۰ز)، دفتر (متحده ایالات)، زما ټول ماشومان او ملګري (۲۰۱۵ز). هغه په ​​چارلي روز خپرونه کې ۱۰ ځلې مېلمه شوی دی.[۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6s49x55 — subject named as: Warren Buffett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Warren-Edward-Buffett — subject named as: Warren Buffett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/buffett-warren-edward — subject named as: Warren Edward Buffett — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=buffettw — subject named as: Warren Buffett
  5. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=warren;n=buffett — subject named as: Warren Buffett
  6. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000022570 — subject named as: Warren Buffett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13509178t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/64877411
  9. https://www.forbes.com/billionaires/list/;5/#version:static — خپرونکی: فوربېز — د خپرولو نیټه: ۵ مې ۲۰۱۹
  10. "Warren Buffett Biography". Biography.com (FYI/A&E Networks). مؤرشف من الأصل في January 28, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Ten great investors". Incademy Investor Education. Harriman House Ltd. د اصلي آرشيف څخه پر November 20, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Farrington, Robert (April 22, 2011). "The top 10 investors of all time". The College Investor. The College Investor, LLC. مؤرشف من الأصل في November 20, 2015. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Bloomberg Billionaires Index: Warren Buffett". Bloomberg L.P. د لاسرسي‌نېټه May 5, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Charlie Munger". Cnn.com. June 11, 2014. مؤرشف من الأصل في February 2, 2019. د لاسرسي‌نېټه March 11, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Clifford, Catherine (February 26, 2018). "Berkshire Hathaway's Warren Buffett remembers meeting Charlie Munger". Cnbc.com. مؤرشف من الأصل في June 26, 2019. د لاسرسي‌نېټه March 11, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Markels, Alex (July 29, 2007). "How to Make Money the Buffett Way". U.S. News & World Report. https://www.usnews.com/usnews/biztech/articles/070729/6intro.htm. 
  17. Sullivan, Aline (December 20, 1997). "Buffett, the Sage of Omaha, Makes Value Strategy Seem Simple: Secrets of a High Plains Investor". International Herald Tribune. https://www.nytimes.com/1997/12/20/your-money/20iht-mbuff.t.html. Retrieved February 20, 2017. 
  18. Gogoi, Pallavi (په May 8, 2007 باندې). What Warren Buffett might buy. NBC News
  19. "The Greatest Investors: Warren Buffett". Investopedia.com. مؤرشف من الأصل في December 26, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په June 16, 2010 باندې). My philanthropic pledge. CNN
  21. (په August 4, 2010 باندې). US billionaires pledge 50% of their wealth to charity. BBC
  22. (په January 29, 2004 باندې). Nebraska family clashes over love, money and death. USA Today.
  23. Robert G. Hagstrom. [[[:کينډۍ:Google books]] "The Warren Buffett Way"] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Wiley Publishers. د کتاب پاڼې 29. د لاسرسي‌نېټه May 6, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hagstrom, Robert (2001). The Essential Buffett: Timeless Principles for the New Economy. Wiley. د کتاب پاڼې 24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. . Warren Buffett's High School Yearbook Totally Nailed What He Would Be When He Grew Up. Business Insider.
  26. (په January 30, 2017 باندې). New HBO Documentary On Warren Buffett Uses Family Photos, Home Movies To Reveal His Life Story. Forbes.
  27. (په March 6, 2008 باندې). Buffett 'becomes world's richest'. BBC
  28. "Warren Buffett Timeline". About Money. د لاسرسي‌نېټه April 30, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "GEICO's Story From the Beginning | GEICO". www.geico.com. مؤرشف من الأصل في February 15, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Lecture at the University of Florida School of Business – Transcript (PDF document)" (PDF). Intelligent Investor. October 15, 1998. مؤرشف (PDF) من الأصل في October 11, 2010. د لاسرسي‌نېټه May 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Lowenstein, Roger (1996). Buffett: The Making of an American Capitalist. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-385-48491-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 2021-06-29 باندې). Warren Buffett says the pandemic has had an 'extremely uneven' impact and is not yet over. CNBC.
  33. Yates, Chelsea. "The Billionaire and the Ukulele". Hear Nebraska. مؤرشف من الأصل في November 30, 2015. د لاسرسي‌نېټه November 28, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Callahan, David. "Who's Who At The Secretive Susan Thompson Buffett Foundation". Inside Philanthropy. مؤرشف من الأصل في December 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه December 15, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Michael Luo and Christopher Drew (په July 3, 2008 باندې). Obama Picks Up Fund-Raising Pace. The Washington Post.
  36. ""Squawk Box" Transcript: Becky Quick Sits Down with Billionaire Investor Warren Buffett". CNBC. May 5, 2008. مؤرشف من الأصل في May 13, 2008. د لاسرسي‌نېټه September 12, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په October 10, 2008 باندې). Transcript of second McCain, Obama debate. CNN
  38. (په November 7, 2008 باندې). Obama appoints Buffett as economic adviser.
  39. USA Today: Schwarzenegger taps Buffett as finance advisor Archived September 10, 2012, at the Wayback Machine. August 14, 2003
  40. "Warren Buffett would like to clarify something about his 'Entourage' cameo". finance.yahoo.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)