ه کوره د باندې په متحده ایالاتو کې زده کړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له کوره د باندې په متحده ایالاتو کې زده کړه د ګرځنده نړیوالې زده کړې او د خپلمنځي فرهنګونو د پوهاوی جوړولو لپاره ښه فرصتونه دي. زده کړه په متحده ایالاتو کې د ملي امنیت او بهرنی پالیسی د سیاسي منطقونو په واسطه وپېژندل شوه.د هغه شمیر زده کړیالانو چې په بهر کې زده کړې کوي ،د ټولو هغو زده کړیالانو چې په متحده ایالاتو کې يې د لوړو زده کړو په موسّسو کې داخله اخیستې یواځې یو(۱) سلنه برخه جوړوي 

پداسې حال کې چې ډېری هغه زده کړیالان څوک چې په متحده ایالاتوکې زده کړې کوي یو بشپړه درجه تعقیبوي،ډېری متحده ایالاتو بهر ته تلونکي زده کړیالان د يوې یا دوې تعلیمي دورې لپاره په بهر کې زده کړې کوي. د Institute of International Education Open Doors رپورټ په اساس د متحده ایالاتواکثریت زده کړیالان اوس په بهر کې د لنډې دورې د زده کړو کړنلارې (پروګرامونه) ټاکي.د ۲۰۰۸ -۲۰۰۹ په جریان کې ټولټال دمتحده ایالاتو زده کړیالانو شمېره ۲۶۰،۳۲۷ وه، چې د تېر کال د ۲۶۲،۴۱۶ شمېر په پرتله یې ۰.۸ سلنه کموالی راغلی