هېندارې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هېندارې



هېندارې..!!! هئ! رېښتیا ویونکي هېندارې زما لپاره لږ دروغ ووایه ووایه پنځلس کلنه ښایسته او خوږه جنۍ یمه ووایه تر اوسه زما د سر او پښو نه ، پسرلی څاڅي

ووایه زما دوې تورې سترګې نازکې لکه باران دي ووایه زما د و یښتانو ځنګل پرېښانه پروت دی

ته زما د کالونو هم اتاقي یې

ته هېندارې... ته زما د خیال د انځورنو اوریدونکې یې ماته ووایه اوس هم کله کله خاندم

ووایه تر اوسه د لومړي ځل لیدلو وفاداره یمه ما د نوې ځوانۍ خیال ته یوسه هغه مهربانه او کمیابه خیال ته

که دروغ هم وي ما بیا خوب ته یوسه ستړې یمه ددغه زړه تنګو کالونونه ماته پناه راکړه بیا په بې رنګو ورځو کې د دومره دروغو سیورو لاندې

څه کېږي

هېندارې...

ته هم لږ دروغ ووایه

  1. بتول مبشری
  2. ژباړه