هېمالیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هېمالیا یا هېمالیه (په انګلیسي Himalaya /ˌhɪməˈleɪ.ə, hɪˈmɑːləjə/ په سانسکرېت ژبه: [ɦɪmaːlɐjɐ]؛ په سانسکرېت کې هېما د واورې، او الیا د استوګنځي، د غره د سلسلې په معنا ده) په اسیا کې د غرونو یوه لړۍ ده، چې د هند نیمه قاره د تبت له لوړو سطحو څخه جلا کوي. دغه لړۍ د تر ټولو لوړې څوکې د اېورېسټ غره څوکې په ګډون د ځمکې د قارې له ځینو تر ټولو لوړو څوکو څخه لري. له ۱۰۰ څخه زیاتې داسې څوکې چې لوړوالی یې له ۷۲۰۰ مترو (۲۳۶۰۰ فټو) څخه اوړي په هېمالیا کې پرتې دي. په پرتلیز ډول، له اسیا څخه بهر تر ټولو لوړه څوکه (په اندېس کې اکونکاګوا) ۶۹۶۱ متره (۲۲۸۳۸ فټه) لوړوالی لري.[۱][۲]

هېمالیا ۵ هېوادونه سره نښلوي یا ورڅخه تېرېږي: چې نوموړي هېوادونه له بوتان، هندوستان، نېپال، چین، او پاکستان څخه عبارت دي. په کشمیر سیمه کې د دغې لړۍ واکمني د هندوستان، پاکستان او چین تر منځ تر لانجې لاندې ده. نوموړې سلسله په شمال لوېدیځ کې له قره قرُم او هندوکش له لړیو سره، په شمال کې د تبت له ارتفاعاتو سره، او سویل کې له اندو-ګانګتیک بېدیا سره ګډه  پوله لري. د نړۍ یو شمېر لوی سیندونه، اندوس، ګنګا او تسانګپو-برهماپترا د هېمالیا له ګاونډ څخه سرچینه اخلي او د نوموړو د بهېدو ترکیبي حوضه د شاوخوا ۶۰۰ میلیونه خلکو لپاره کور دی؛ پخپله په هېمالیا کې ۵۳ میلیونه وګړي ژوند کوي.  د هېمالیا غرونو په ژوره توګه د اسیا د سوېل او تبت کلتورونو ته بڼه ورکړې ده. د هېمالیا زیات شمېر څوکې د هندویېزم او بودایېزم په دینونو کې مقدسې ګڼل کېږي؛ د څو کنګنچنجونګا څوکې (د هند له لوري)، ګنګهار پونسوم، ماچاپوچار، ناندا دېوي او د تبت له ترانسهمالیا لوري نه د کاهلاس څوکې ـــ د غره ختونکو لپاره ممنوع محدودې دي. [۳][۴]

د هېمالیا د غرونو لړۍ چې تر یوروشیایي طبقه لاندې د هندي تکتونیکي طبقو د راښویېدو څخه راجګه شوې ده له لوېدیځ-شمال لوېدیځ څخه ختیځ-سویل ختیځ لوري ته له ۲۴۰۰ کیلومترو (۱۵۰۰ مایلو) په اوږدوالي قوس سره غځېدلې ده. د نوموړې لړۍ لوېدیځ لنګر، نانګا پاربات (Nanga Parbat)، د اندوس د سیند د ترټولو شمالي کوږوالي (قوس) سوېل ته پروت دی. ختیځ لنګر یې، نامچا باروا (Namcha Barwa) د یارلونګ تسانګپو سیند تر ټولو ډېره پلنه برخه کې په لوېدیځ کې له ۳۵۰ کیلو مترو (۲۲۰ مایلو) څخه په ختیځ کې تر ۱۵۰ کیلو مترو (۹۳ مایلو) پورې توپیر مومي.[۵][۶]

نوم[سمول]

د دغې سلسلې نوم له سانسکرېت هيمالیا (हिमालय د واورې د شتون ځای) چې له هېما (हिम  'واورې') او الیا (आलय ' ځای، استوګنځای') څخه اخیستل شوی دی. یادې سلسلې او "د هېمالیا د غرونو" په نامه سره پېژندل کېږي، چې معمولاً "هېمالیا" ته لنډیز کېږي. ځینې لیکوالان یې رېښو ته په کتو سره ورته د هېمالایا نوم ورکوي. چې پخوا یې املا لکه څرنګه چې د اېمیلي دیکینسون  (Emily Dickinson) له شعرونو او د هِنري ډاويډ توریو (Henry David Thoreau's) له رسالو څخه ښکاريږي، د هېمالې په بڼه هم کېدله.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

نوموړي غرونه په نېپالي او هندي ژبو کې د هېمالایا په نامه پېژندل کېږي (چې دواړه  لیکل हिमाल کېږي)، په کوماوني ژبه دहिमालय) Himāl )  په توګه لیکل کېږي، په تبتي ژبه کې د هېمالایا ((ཧི་མ་ལ་ཡ་ یا د واورې د ځمکې (གངས་ཅན་ལྗོངས་) په توګه بلل کېږي، همداراز په سینهالي ژبه کې د هیمالایا په توګه چې د  හිමාලය په بڼه لیکل کېږي، په اردو کې د هېمالِیا د غرونو لړۍ (سلسلہ کوہ ہمالیہ)، په بنګالي کې د هېمالویْ پارواتمالا (হিমালয় পর্বতমালা)، په ساده شوې چینایي ژبه د زیمالایا د غرونو لړۍ:喜马拉雅، په دودیزه چینایي ژبه: 喜馬拉雅山脉؛ په چینايي پینین ژبه: زیمالایاشانمای (Xǐmǎlāyǎ Shānmài) پېژندل کېږي.[۱۴]

جغرافیه او مهمې ځانګړتیاوې[سمول]

هېمالیا د غرونو څو موازي لړۍ شاملوي: په سوېل کې د سېوالیک غونډۍ؛ د ټیټو هېمالیاوو سلسله؛ لویه هېمالیا، کومه چې تر ټولو لویه او مرکزي سلسله ده؛ او په شمال کې تبتي هېمالیا. قره قرُم معمولاً له هېمالیا لړۍ څخه جلا ګڼل کېږي.[۱۵]

د هېمالیا د غرونو د تر ټولو لویې کږېدنې یا انحنا په منځ کې د ۸۰۰۰ مترو (۲۶۰۰۰ فټو) په لوړوالي په نېپال کې د داولاګیري (Dhaulagiri) او اناپورنا څوکې پرتې دي چې د کالي ګندکي وادي (Kali Gandaki Gorge) په واسطه سره جلا شوې دي. نوموړی وادي هېمالیا هم په چاپېریالي بڼه او هم د غره پېژندنې له پلوه په دوو لوېدیځو او ختیځو څانګو باندې وېشي. د کالي ګندکي په سر کې د کورالا معبري کنډو د ایورېست اوK2  (چې د قره قرُم غرونو د لړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده) تر منځ د غونډیو په لیکه کې تر ټولو ټيټه نقطه ده. د اناپورنا ختیځ ته د ۸۰۰۰ مترو (۵.۰ مایلو) په لوړوالي د ماناسلو څوکې او د تبت سره د پولې په اوږدو کې د شیشاپانګما څوکې پرتې دي. د نوموړو څوکو سویل ته د نېپال پلازمېنه او په هېمالیا کې تر ټولو لوی ښار کتمندو موقعیت لري. د کتمندو وادي ختیځ ته د بهوت/ سن کاسي سیند موقعیت لري کوم چې له تبت څخه سرچینه اخلي او د نېپال او چین تر منځ عمومي ځمکنۍ لاره جوړوي ـــ کومه چې د ارانیکو لویه لاره/د چین ملي ۳۱۸م نمبر لویې لارې څخه عبارت ده. لا ختیځ ته د ماهالانګور هېمال څوکه د نړۍ له شپږو لوړو څوکو څخه د څلورو هغو په څنګ کې پرته ده، چې یادې څوکې له: چویو، اېوریست، لهوتس او ماکالو څخه عبارت دي. د خوموبو سیمه چې د لېږد رالېږد لپاره شهرت لري، همدلته اېورېست ته په سویل لوېدیځو ورتلونکو لارو کې ځای لري. د ارون سیند مخکې له دې چې سویل ته تاو شي او په دې سلسله کې د ماکالو په ختیځ کې وبهېږي، د دغو غرونو په شمالي ځوړو کې بهېږي

هېمالیا د نیپال له لرې ختیځ څخه له هند سره په پوله کې د کانګچېنجونګا (Kangchenjunga) له سلسلې څخه چې په نړۍ کې دریم تر ټولو لوی غر او تر ټولو ختیځ ته ۸۰۰۰ متره (۲۶۰۰۰ فټه) مجموعه ده او د هند تر ټولو جګه څوکه ده، سرچینه اخلي. د کانکچېنجونګا ختیځ لوری د هندوستان سکیم ایالت دی. نوموړی پخوا یوه مستقله ټولواکي وه، چې د هند څخه د تبت لهاسا (Lhasa) ته په عمومي لاره باندې پروت دی کومه چې تبت ته د ناتولا د کنډو له لارې تبت ته ورځي. د سکیم ختیځ ته د بوتان لرغونې بودایي ټولواکي واقع ده. په بوتان کې تر ټولو لوړ غر ګنکهار پونسوم (Gangkhar Puensum) نومېږي، چې یاد غر هم د هغو تر ټولو لوړو غرونو په منځ کاندید دی کومو ته چې تر اوسه پورې څوک نه دي ورختلي. د هېمالیا غرونه دلته په زتېدونکي ډول نا هموار، او د ځوړو په درلودلو سره په شدت سره د ځنګلي کېدو خوا ته بدلېږي. د هېمالیا غرونه لږ څه د شمال ختیځ خوا ته په تاوېدو سره مخکې له دې چې په تبت کې د یارلانګ تسانګپو د سیند په تر ټولو اوږده قوس کې خپلې ختیځې وروستۍ نقطې نامچې باروا څوکې ته ورسېږي د هندوستان د اروناچال پردېش (Arunachal Pradesh) او تبت خوا ته ادامه مومي. د تسانګپو بل لوري، ختیځ ته د کانګري ګارپو غرونه واقع دي. د تسانګپو شمال ته د ګیالا پېري په شمول لوړ غرونه هم ځینې وخت د همالیا برخه ګڼل کېږي.

د دهولاګیري لوېدیځ ته، لوېدیځ نېپال یو څه لرې پروت دی او لوی لوړ غرونه نه لري، اما د رارا جهیل ته یې چې په نیپال کې تر ټولو لوی جهیل دی، ځای ورکړی دی. د کارنالي سیند له تبت څخه سرچینه اخلي، اما د نوموړې سیمې مرکز ته په ننتو سره قطع کېږي. نور هم لوېدیځ خوا ته، له هندوستان سره پوله د سرده سیند په تعقیبولو سره چین ته تلونکې سوداګریزه لاره جوړوي، په داسې حال کې چې د تبت په ارتفاعاتو کې د ګورلا مانداتا (Gurla Mandhata) لوړه څوکه پرته ده.[۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Himalayan", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)
  2. Yang, Qinye; Zheng, Du (2004). Himalayan Mountain System. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-7-5085-0665-4. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bishop, Barry. "Himalayas (mountains, Asia)". Encyclopaedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. A.P. Dimri; B. Bookhagen; M. Stoffel; T. Yasunari (8 November 2019). Himalayan Weather and Climate and their Impact on the Environment. Springer Nature. د کتاب پاڼې 380. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-29684-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wadia, D. N. (1931). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The syntaxis of the northwest Himalaya: its rocks, tectonics and orogeny"]. Record Geol. Survey of India 65 (2): 189–220. 
  6. Apollo, M. (2017). "Chapter 9: The population of Himalayan regions – by the numbers: Past, present and future". In Efe, R.; Öztürk, M. (المحررون). Contemporary Studies in Environment and Tourism. Cambridge Scholars Publishing. د کتاب پاڼي 143–159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "MW Cologne Scan". www.sanskrit-lexicon.uni-koeln.de. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "MW Cologne Scan". www.sanskrit-lexicon.uni-koeln.de. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "WIL Cologne Scan". www.sanskrit-lexicon.uni-koeln.de. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "BEN Cologne Scan". www.sanskrit-lexicon.uni-koeln.de. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "WIL Cologne Scan". www.sanskrit-lexicon.uni-koeln.de. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Thoreau, Henry David (1849), A Week on the Concord and Merrimack Rivers الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  13. Dickinson, Emily, The Himmaleh was known to stoop الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  14. Roshen Dalal (2014). Hinduism: An Alphabetical Guide. Penguin Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788184752779. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Entry: "Himavan"
  15. "Himalayas".. Encyclopedia Britannica. 
  16. "Kumaun Himalayas - mountains, India". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Division of the Himalayas: Regional Division of the Himalayas on the Basis of River Valleys". 21 November 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)