هېلیوسفیر
هېلیوسفیر د لمر مګنټوسفیر، اسټروسفیر او تر ټولو بېرونۍ اتوموسفیري لایه ده. شکل یې په فضا کې یوه ستر پوقانه ډوله ځای ته ورته دی. د پلازما فزیک په اصطلاح کې هېلیوسفیر هغې ژورتیا ته ویل کېږي چې لمر په خپله منځنۍ فضایي شاوخوا کې جوړه کړې وي. د هېلیوسفېر پوقانه په دوامدار ډول له له لمر څخه له پیدا کېدونکي باده ډکېږي چې دغه باد لمریز باد هم بلل کېږي. تر هېلیوسفير دباندې له دې لمریزې پلازما څخه د شیدو لار د کهکشان پوښونکې پلازما تېرېږي. د سیارې د خپلمنځني مقناطیسي برخې په توګه هېلیوسفیر لمریزه منظومه د کیهان له ډېرې سترې کچې ایوني وړانګو څخه خوندي ساتي، که څه هم د ګاما نابدلې شوې وړانګې بې اغېزې پاتې کېږي. هېلیوسفیر ته دا نوم ښايي لومړی ځل «الکساندر ډېزلر» کارولی وي چې په ۱۹۶۷ کال کې په علمي لیکنو کې د دې کلمې د کارولو امتیاز ورکړل شوی دی. د هېلیوسفیر علمي څېړنه هېلیوفزيک دی چې د فضا هوا او د فضا اقلیم په کې شاملېږي.[۱]
لمریز باد چې له لمریزې منظومې څخه په میلیاردونو کيلومتره لرې هم رسېږي، ان د پلوټو له ساحې هم وړاندې ځي او تر هغه ځایه رسېږي چې د پای ټکان یې بولي، هلته یې د فضايي سیاروي محدودې د بیروني فشار له امله حرکت ناڅاپه اغېزمنېږي. هېلیوسفیر د پای د ټکان او د هېلیوسفیر د بېرنۍ څنډې «هېلیوپاز» تر منځ یوه پراخه انتقالي سیمه ده. په ټول کې د هېلیوسفير بڼه له لکۍ لرونکو ستورو څخه جوړه شوې ده چې له یوه لوري کروي ده او له مخالف اړخه اوږده لکۍ ورپسې ښکاري چې هېلیوټېل بلل کېږي.
د وایجر پروګرام فضایي بېړۍ د هېلیوسفېر هغه بېرنۍ برخې وپلټلې چې د پای د ټکان او هېلیوزهیت تر منځ تېرېږي. «وایجر ۱» فضايي بېړۍ د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې په ۲۵مه نېټه له هېلیوپاز سره مخ شوه، دغه مهال فضایي بېړۍ د پلازما څلوېښت برابره ناڅاپي دروندوالی او تراکم ثبت کړ. «وایجر ۲» د ۲۰۱۸ کال د نومبر میاشتې په ۵مه نېټه له هېلیوپاز څخه تېره شوه. دا چې هېلیوپاز له لمر څخه د پیدا شوې مادې او له نور کهکشان څخه د راپورته شوې مادې تر منځ پوله په نښه کوي، هغه فضایي بېړۍ چې له هېلیوسسفیر څخه وځي (لکه د وایجر په دوو پروګرامونو کې) په انټرسټیلر یا ستور منځي فضا کې دي.
لنډيز
[سمول]هېلیوسفیر د لمر تر اغېز لاندې ساحه ده؛ دوه عمده عناصر چې پولې يې مشخصوي هغه هېلیوسفیري مقناطيسي ساحه او د لمر لمریز باد دی. له هېلیوسفیر نیولې د هغه تر څنډې پورې درې عمده برخې يې د پای ټکان، هېلیوزهیت او هېلیوپاز دي. پنځو فضايي بېړیو يې د تر ټولو لرې څنډو په تړاو ډېر معلومات را استولي دي چې په دې کې «پیونیر ۱۰» (د ۱۹۷۲-۱۹۷۹ کلونو تر منځ)، «پیونیر ۱۱» (د ۱۹۷۳-۱۹۹۵ کلونو تر منځ) او «وایجر ۱» او «وایجر ۲» چې له ۱۹۷۷ کال وروسته پیل شول او لا هم دوام لري. تر ټولو نوی یې «نیوهورایزنز» دی چې په ۲۰۰۶ کال کې پیل شو. د انرژیټيک شنډ اتوم په نامه یو ډول ماده هم پېژندل شوې چې د هېلیوسفير له څنډو څخه تولید شوې ده.
د سیارو او لکۍ لرونکو ستورو په څېر نږدې موانعو ته له څېرمه ساحو پرته هېلیوسفير له لمر څخه له راپیدا کېدونکو موادو ډک دی. که څه هم کیهاني وړانګې، چټک خوځېدونکي شنډ اتومونه او د کیهان ګرد له بېرون څخه هم هېلیوسفیر ته لاره ورموندلی شي. د لمریز باد هغه ذرات چې د کورونا پر مخ له ډېرې سختې ګرمې سطحې څخه سرچینه اخلي، د تېښتې په سرعت حرکت کوي او د بهر په لور د ۳۰۰ تر ۸۰۰ کيلومترو (۶۷۱ زره تر ۱.۷۹ ميلیونه مایل پر ساعت یا یو تر ۲.۹ ميلیونه کیلومتره پر ساعت) په اندازه چټکي لري. کله چې منځنۍ فضايي سیاروي ساحې ته ننوځي نو سرعت د درېدو په اندازه کمېږي. په هغه ځای کې چې د لمریز باد سرعت د غږ د سرعت اندازې ته راکمېږي، د پای ټکان ساحه یې بولي. د لمر د باد سرعت کمېدل تر هغې دوام کوي چې هیلوزهیت ته رسېږي او د هیلوپاز څنډو ته ځان رسوي چې هلته د منځنۍ سیاروي ساحې او لمریزې ساحې فشارونه انډولېږي. د پای ټکان په ۲۰۰۴ کال کې د «وایجر ۱» او په ۲۰۰۷ کال کې د «وایجر ۲» له ماموریتونو تېر شو.[۲][۳]
فکر کېده چې له هیلیوپاز وروسته یو کمېدونکی ټکان هم موجود و، خو د سیاروي ساحې د څنډو پلټونکو معلوماتو وښوده چې په دې ساحه کې د لمر سرعت ډېر کم دی او د داسې یو څه د واقع کېدو لپاره کافي نه دی. دا ښايي تر دې ډېره نرمه د کمېدو څپه وي.[۴]
د وایجر معلومات د یوې نوې تیورۍ د رامنځته کېدو لامل شول، دې تیورۍ ویل چې هیلوزهیت مقناطیسي پوقانې لري او یوه داسې ساحه ده چې پر خپل ځای ولاړه ده. د هیلیوزهیت دننه هم د یوې ثابتې ساحې د شتون راپورونه شته چې د «وایجر ۱» په مرسته په ۲۰۱۰ کال کې ثبت شوي او د ۱۱۳ نجومي واحدونو په سرعت سره پیلېږي. هلته د لمریز باد سرعت صفر ته ټيټېږي، د مقناطيسي ساحې کثافت یا تراکم دوه برابره کېږي او له کهکشان د لوړې انرژۍ الکترونونه سل برابره ډېرېږي. [۵][۶]
د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې پیل شوي «وایجر ۱» پروګرام په کیهاني وړانګو کې ۱۲۰ نجومي واحده ناڅاپي ډېروالی ثبت کړ چې دا هیلیوپاز ته د هغه د نږدې کېدو یوه ظاهري نښه وه. د ۲۰۱۳ کال په اوړي کې ناسا وویل چې «وایجر ۱» د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې په ۲۵مه نېټه د سیاروي ساحې منځ ته رسېدلی دی. [۷][۸]
د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر میاشت کې ناسا وویل چې د همدغه کال د اګست په پای کې به «وایجر ۱» د ۱۲۲ نجومي واحدونو په سرعت له لمر څخه یوې داسې نوې ساحې ته داخل شي چې د مقناطيسي لویې لارې په نامه یادېږي؛ دغه ساحه لا هم د لمر تر اغېز لاندې ده خو یو څه حیرانوونکي بدلونونه په کې شته. [۹]
«پیونیر ۱۰» فضايي بېړۍ د ۱۹۷۲ کال په مارچ کې وتوغول شوه او په لسو ساعتونو کې دننه له سپوږمۍ تېره شوه؛ دا به په راتلونکو شاوخوا ۳۵ کلونو کې لومړنی ماموریت وي چې د هېلیوسفیر او د مشتري د طبيعت او اغېزو په تړاو ډېرې موندنې شریکې کړي. «پیونیر ۱۰» لومړنۍ فضايي بېړۍ وه چې په لمریز باد کې یې سودیم او المونیم او په داخلي لمریزه منظومه کې یې هیلیوم کشف کړ. د ۱۹۷۲ کال په نومبر میاشت کې «پیونیر ۱۰» د مشتري له لوی مګنتوسفیر سره ټکر وکړ او ۱۷ ځله یې له دننه او بهر هیلوسفیر تېر شو او له لمریز باد سره یې تعامل وکړ. «پیونیر ۱۰» د ۱۹۹۷ کال تر مارچ میاشتې پورې علمي معلومات رالېږل چې د لمریز باد په اړه ۶۷ نجومي واده معلومات یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په ۲۰۰۳ کال کې کله چې له ځمکې څخه ۷.۶ میلیارد مایله لرې و، وصل شو خو په هغه وخت کې یې د لمریز باد په اړه هېڅ معلومات وړاندې نه کړل.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
جوړښت
[سمول]له دغه نوم سره سره، د هېلیوسفیر شکل یوه بشپړه کُره نه ده. شکل یې د درېیو فکتورونو له لارې ټاکل کېږي چې د سیارې منځنۍ ماده، لمریز باد او د سیارې له منځنۍ ماې څخه د تېرېدو پر مهال د لمر او هېلیوسفیر عمومي حرکت دي. دا چې لمریز باد او د سیارې منځنۍ ماده دواړه مایع دي، له دې امله د هېلیوسفیر شکل او اندازه هم مایع دي. په لمریز باد کې بدلونونه په لنډ وخت کې (له ساعتونو څخه تر څو کلونو) د سرحدونو د بدلون حالت په کلکه بدلوي. د لمریز باد فشار په هر ځای کې د سیارې د منځنۍ مادې د بېروني فشار په پرتله خورا ډېر توپیر لري. په ځانګړې توګه د ۱۱ کلنې لمریزې دورې اغېزه ډېره د پام وړ ده چې د لمریز باد د فعالیت اعظمي او لږ تر لږه حالتونه ګوري.
دا چې د دغو جوړښتونو په اړه معلومات کم دي او ماهیت یې پوره څرګند نه دی، د شکل په اړه یې ډېری تیورۍ رامنځته شوې دي. په ۲۰۲۰ کال کې «میرو اوفر» د څېړونکو د یوه ټیم مشري وکړه او دا یې څرګنده کړه چې د هېلیوسفیر شکل د نوې راختلې میاشتې غوندې دی او د خالي شوي کروسینټ په توګه تشرېح کېدای شي.[۱۴][۱۵][۱۶]
لمریز باد
[سمول]لمریز باد له ذراتو څخه جوړ دی او د مقناطیسي ساحې په څېر ساحې دي چې له لمر څخه تولیدېږي او فضا ته تېرېږي. دا چې لمر کابو په هرو ۲۵ ورځو کې یو ځل تاوېږي، له دې امله د هېلیوسفیر مقناطیسي ساحه د لمریز باد په مرسته لېږدول کېږي. لمریز باد د لمریزې منظومې پر نورو سیستمونو اغېزه کوي؛ د بېلګې په توګه د لمر په خپله مقناطیسي ساحه کې بدلونونه د لمر د باد په مرسته بهر ته لېږدول کېږي چې په دې توګه د ځمکې په مقناطیسي ساحه کې جیو مقناطیسي توپانونه تولیدوي.[۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).