Jump to content

هېرمېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هېرمېز (په یوناني ژبه کې: Ἑρμῆς ) په لرغوني یوناني  دین او نکلونو کې د المپیایي خدایانو له ډلې یو معبود دی. هېرمېز د خدایانو استازی یا پیغام وړنکی انګېرل کېږي. همدارنګه هغه د انسانانو د پیغام وړونکو، مسافرینو، غلو، سوداګرو او خطیبانو ساتونکی هم ګڼل کېږي. هغه د خپلو وزر لرونګو څپلیو په مرسته د چټک حرکت وړتیا درلوده او د امواتو د نړۍ او خدا تر منځ یې په آزاد ډول حرکت کا. هېرمېز د اموتو نړۍ ته د ارواحو د لارښود یا "د روح لارښود" ونډه لوبوله – یعنې له ژوند ورسته د ارواحو لارښود و. [۱][۲][۳][۴][۵]

په نکلونو کې، هېرمېز د خدایانو د استازي او پیغام وړونکي دنده لري، او زیاتره د زیوس او مایا (د پلیاد خویندو له ډلې) زوی په توګه انګېرل کېږي. هېرمېز د "خدایي ډوکه مار" په توګه هم انګېرل کېږي، چې د نوموړي په اړه هېرمېز ته هومیریک سرود خورا مشهور معلومات وړاندې کوي.[۶][۷][۸]

د هغه په اوصافو او نښو کې هېرما (مجسمه)، چرک، کیشپ، طبراق یا کڅوړه، تالریا (وزر لرونکې څپلۍ) او د وزر لرونکې هیلمټ خولۍ یا ساده ګرده پیک لرونکې خولۍ، همدارنګه د خرما ونه، وزه، څلور عدد، څو ډوله کبان او خوشبو-دود ګډون لري. خو د هغه اصلي نښه کادسیوس (caduceus) دی چې وزر لرونکې لکڼه له دوه مارانو سره ده او د نورو خدایانو نقاشۍ دي. د هغه صفاتو پخوا د ایتروسک خدای تورمز تر اغېز لاندې راوستی چې نوم یې د یوناني "هرما" څخه اخیستل شوی و. [۹][۱۰][۱۱]

په رومي نکل پوهنه او دین کې د هېرمېز زیاتې ځانګړتیاوې د مېرکیوري (Mercury) سره تړاو لري، چې دا نوم چې د لاتیني merx څخه اخیستل شوی، چې معنی یې "سوداګرۍ" او د "سوداګر" او "سوداګرۍ" اصلاحاتو ریښه ګڼل کېږي. [۱۲][۱۳]

نوم او سرچینه

[سمول]

د هېرمېز (Hermes) نوم تر ټولو پخوانی بڼه د میسینیایي یوناني hermāhās ده، چې د e-ma-a2 (e-ma-ha)  په بڼه د سیلابلي خطي B په لیکدود کې لیکل کېږي. ډېری پوهان "هېرمېز" د یوناني ἕρμα (herma) څخه مشتق کوي چې د "د تیږو ټولي." په معنی ده.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ἕρμα ریښه پېژندنه پخپله ناڅرګنده ده، خو شاید بومي-هند-اروپایي کلمه نه وي. آر. اس پي بیکېس د herma سره تړاو ردوي او د یونان څخه مخکې ریښه وړاندیز کوي. خو ډبریزه ایتمولوژي هم د هند-اروپایي * ser- (" تړل، یوځای کول") سره تړاو لري. د پوهانو انګېرنې چې " Hermes" د یوې ډېرې ابتدايي بڼه څخه اخیستل شوی چې معنی یې "یو څلی" دی سره اختلاف لري. نورو پوهانو وړاندیز کړی چې Hermes ښایي د ویدي سراما ریښې څخه وي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

داسې شونتیا شته چې هېرمېز له یونان څخه مخکې خدای وي، که څه هم د هغه د عبادت کره ریښه او اصلي ماهیت ناڅرګند پاتې دی. فروتینګم په دې اند و چې خدای د بین النهریني مار-خدای په توګه شتون درلود، چې نینګشزیدا ته ورته یا مشابه و. نینګشزیدا یو داسې خدای و چې د انسانانو او خدای، په ځانګړې توګه ایشتار چې په هنر کې د کادوکیوس په بڼه انځور شوی، ترمنځ د منځګړیتوب کوي. انجیلو (۱۹۹۷) په دې اند دی چې هېرمېز د تحوت اصلي الګو پر بڼه دی. تحوت ته د هېرمېز د ځانګړتیاوو جذب ("ګډون") د هومر له وخته وروسته د یونانیانو او رومیانو ترمنځ وده وکړه؛ هېرودوتس لومړی کس و چې یوناني خدای یې د مصري (هرموپولیس) سره تشخیص کړ (پلوتارک او دیودوروس هم په دې اند وو)، که څه هم افلاطون فکر کاوه چې خدایانو توپیر درلود (فرایدلنډر ۱۹۹۲). [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د هغه دیني دود په یونان کې په لرې پرتو سیمو کې منځ ته راغلی، ښایي یې هغه په ​​​​اصل کې د طبیعت، بزګرانو او شپنو اړوند خدای تصور کېږي. دا هم شونې ده چې هغه د شماني (په جادو تداوي) صفاتو په درلودلو چې د غیب ویلو، خلاصون، جادو، قربانیو او ابتدا (د دین پیل) سره تړاو لري، له پیل راهیسې یو معبود وي او د هستي د نړۍ له نورو برخو سره اړیکه لري، یعنې د لیدونکې او نه لیدونکې نړۍ ترمنځ د منځګړیتوب دنده پر مخ یوسي. د یوې تیورۍ له مخې چې د پوهانو له لوري په پراخه کچه منل شوې،  هېرمېز د پان (بیابان او شپنو) خدای په بڼه رامنځ ته شوی، چې د خپلو ځانګړتیاوو پر بنسټ، د پوله ټاکونکي خدای په توګه، د بومي-هند-اروپایي پېهیوسون شپني خدای بڼه وي. وروسته، د دې لقب د اصلي نوم ځای ونیو او هېرمېز د پیغام وړونکو، مسافرینو او پولو د خدای په توګه دنده په غاړه اخستې، چې په اصل کې د پان خدای په غاړه وه، پداسې حال کې چې پان پخپله په خپل کلیوالي صف کې خپل اصلي نوم خوښاوه چې د ارکاډیا په نسبتاً جلا غرنۍ سیمه کې د بیابان خدای و. په وروستیو کیسو کې، وروسته  له هغه چې د پان دیني دود بیا په اټیکا کې معرفي شو، ویل کېدل چې پان د هېرمېز زوی دی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Burkert, p. 158.
  2. Powell, Barry B. (2015). Classical Myth (8th ed.). Boston: Pearson. pp. 177–190. ISBN 978-0-321-96704-6.
  3. Lay, p. 3.
  4. Powell, pp. 179, 295
  5. Burkert, pp. 157–158.
  6. Burkert, p. 158. Iris has a similar role as divine messenger.
  7. Burkert, p. 156.
  8. Homer, 1–512, as cited in Powell, pp. 179–189
  9. Austin, M. Hellenistic world from Alexander to the Roman conquest: a selection of ancient sources in translation. Cambridge University Press, 2006. p. 137.
  10. The Latin word Script error: The function "Lang" does not exist. is an adaptation of the Greek Script error: The function "Lang" does not exist. Script error: The function "Lang" does not exist., meaning "herald's wand (or staff)", deriving from Script error: The function "Lang" does not exist. Script error: The function "Lang" does not exist., meaning "messenger, herald, envoy". Liddell and Scott, Greek-English Lexicon; Stuart L. Tyson, "The Caduceus", The Scientific Monthly, 34.6 (1932:492–98), p. 493.
  11. Combet-Farnoux, Bernard (1980). "Turms étrusque et la fonction de « minister » de l'Hermès italique". Mercure romain : Le culte public de Mercure et la fonction mercantile à Rome de la République archaïque à l'époque augustéenne. École française de Rome. pp. 171–217.
  12. Bullfinch's Mythology (1978), Crown Publishers, p. 926.
  13. Powell, p. 178
  14. Beekes, R.S.P. (2010). Etymological Dictionary of Greek. With the assistance of Lucien van Beek. Leiden, Boston: Brill. pp. 461–2. ISBN 978-90-04-17418-4.
  15. Greek History and the Gods. Grand Valley State University (Michigan).
  16. Powell, p.177
  17. Joann Gulizio, Hermes and e-m-a2 (PDF), University of Texas, خوندي شوی له the original (PDF) on 5 October 2013, بياځلي په 26 November 2011
  18. Beekes, R.S.P. (2010). Etymological Dictionary of Greek. With the assistance of Lucien van Beek. Leiden, Boston: Brill. pp. 461–2. ISBN 978-90-04-17418-4.
  19. Davies, Anna Morpurgo & Duhoux, Yves. Linear B: a 1984 survey. Peeters Publishers, 1985, p. 136.
  20. Debroy, Bibek (2008). Sarama and her Children: The Dog in the Indian Myth. Penguin Books India. p. 77. ISBN 978-0-14-306470-1.
  21. Larousse Encyclopedia of Mythology, ed. Félix Guirand & Robert Graves, Hamlyn, 1968, p. 123.
  22. Frothingham, A.L. (1916). "Babylonian Origin of Hermes the Snake-God, and of the Caduceus I". AJA 20.2, 175‐211.
  23. RADULOVI, IFIGENIJA; VUKADINOVI, SNEŽANA; SMIRNOVBRKI, ALEKSANDRA – Hermes the Transformer Ágora. Estudos Clássicos em debate, núm. 17, 2015, pp. 45–62 Universidade de Aveiro. Aveiro, Portugal. (PDF link)
  24. Petrūska Clarkson (1998). Counselling Psychology: Integrating Theory, Research, and Supervised Practice. Psychology Press. p. 24. ISBN 978-0-415-14523-7.
  25. Walter J. Friedlander (1992). The Golden Wand of Medicine: A History of the Caduceus Symbol in Medicine. ABC-CLIO. p. 69. ISBN 978-0-313-28023-8..
  26. Jacques Derrida (2004). Dissemination. A&C Black. p. 89. ISBN 978-0-8264-7696-8.
  27. Danubian Historical Studies, 2, Akadémiai Kiadó, 1988, p. 32.
  28. H. Collitz, "Wodan, Hermes und Pushan," Festskrift tillägnad Hugo Pipping pȧ Hans sextioȧrsdag den 5 November 1924 1924, pp 574–587.
  29. Mallory, J. P.; Adams, D.Q. (2006). The Oxford Introduction to Proto-Indo-European and the Proto-Indo-European World. Oxford, England: Oxford University Press. pp. 411 and 434. ISBN 978-0-19-929668-2.
  30. West, Martin Litchfield (2007). Indo-European Poetry and Myth (PDF). Oxford, England: Oxford University Press. pp. 281–283. ISBN 978-0-19-928075-9. خوندي شوی له the original (PDF) on 17 April 2018. بياځلي په 23 April 2017.