هېدونېزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هېدونېزم (لذت پالنه یا د خوښۍ لټون) د نظریاتو هغه کورنۍ ته اطلاق کېږي چې خوښي یا خوند اخیستنه په ټولو کې مشترکه ده او په هغو کې اساسي رول لري. اروايي یا انګېزشي لذت پالنه ادعا کوي چې د انسان چلن د لذت د زیاتوالي د تمایل او د دردونو په کمښت سره ټاکل کېږي. بل پلو اخلاقي یا معیاري لذت پالنه د دې اړوند نه ده چې موږ په واقعیت کې څه ډول عمل کوو بلکې دې ته اړوند ده چې څه ډول باید عمل وکړو: موږ باید د لذت په لټه کې اوسو او له درد څخه ځان لرې وساتو. ارزښتي لذت پالنه چې کله کله هم د اخلاقي لذت پالنې د برخې په توګه په پام کې نیول کېږي، دغه نظریه ده چې لذت یوازې ذاتي ارزښت لري. د هوساینې یا هغه څه اړوند چې د یو چا لپاره ښه وي، او څرګندوي چې لذت او رنځ د هوساینې یوازنۍ مولفې دي. په فلسفه کې د لذت پالنې دغه تعاریف چې معمولا ورته د درناوي وړ فکري مکتبونو په سترګه کتل کېږي، باید په ورځنیو خبرو اترو کې د هغو د ګټنې له ډول سره یې توپیر وشي چې عامیانه «لذت اخیستنه» بلل کېږي. ځکه چې له دغه اړخه منفي مفهوم لري چې د منفعت غوښتنې په لټون کې د لنډ مهالې ارضا پر بنسټ په حسي لذتونو کې د افراط له مخې برابرېږي او پایلو یې ته پام نه کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د لذت ماهیت[سمول]

لذت د هېدونېزم یا لذت پالنې په ټولو ډولونو کې اساسي رول لوبوي؛ دا هغه تجربې ته اشاره لري چې ښه احساس رامنځته کوي او له یو شي څخه د لذت اخیستل په کې شاملېږي. لذت له درد او رنځ سره په تضاد کې دی چې د بد احساس ډولونه دي. د لذت پالنې اړوند بحثونه معمولا تر ډېره په لذت تمرکز کوي، خو د هغو د منفي اړخ په توګه درد هم په همدغه کچه په دغو بحثونو کې کارول کېږي. هم لذت او هم درد هغې درجې ته رسېږي چې د هغو د اړخونو په توګه په پام کې نیول کېږي چې له مثبتو درجو څخه د خنثی نقطې له لارې بیا منفي درجو ته رسېږي. د «خوشبختۍ» اصطلاح په دغه لرلید کې تر ډېره پورې د لذت او درد ترمنځ تعادل ته کارول کېږي. [۷][۸][۹]

په ورځنیو خبرو اترو کې د «لذت» اصطلاح په لومړۍ درجه کې حسي لذت لکه له خوړو یا جنسي اړیکې څخه لذت اخیستو ته اړونده ده. خو د هغو په ټولیزه معنا کې ټول مثبت یا د خوښې وړ تجربیات شاملېږي چې له ورزش کولو خوند اخیستل، د یوه ښکلي غروب لیدل یا هم په یوه رضایت بخښونکي فکري فعالیت کې د ګډون په څېر ګڼ موارد په کې شاملېږي. د لذت اخیستو نظریات په دې لټه کې دي څو مالومه کړي چې ټول دغه لذت بخښونکي تجربیات څه مشترک لري او څه د هغو لپاره اړین دي. هغه په سنتي توګه د کیفیت او لید په نظریاتو ویشل کېږي. د کیفیت نظریات په دې معتقد دي چې لذت د لذت بخښونکو تجاربو کیفیت دی، په داسې حال کې چې د لید نظریات بیا بیانوي چې لذت په یوه ډول له تجربې بهر موضوع ده ځکه چې تجربې ته د اړوندې موضوع له لید سره اړیکه لري. [۱۰][۱۱]

د لذت پالنې د مختلفو نسخو د قبلېدو وړتیا د لذت د ماهیت له درک څخه اغېزمنه ده. د لذت پالنې د ډیری اشکالو یو له مهمو جذابیتونو څخه دا دی چې کولای شي له خپلو اړوندو برخو څخه ساده او یو موټې شرحه وړاندې کړي. خو دغه چاره یوازې په هغه حالت کې د امکان وړ ده چې لذت خپله یوه واحده ښکارنده وي. دغه موضوع تر ډېره پورې د لذت د پراخه طیف د تجربیاتو له امله چې ښکاري هېڅ مشترکه ځانګړنه له یوبل سره نه لري؛ تر پوښتنې لاندې راځي. یو له هغو لارو څخه چې د کیفیت اړوند نظریه ورکوونکو له خوا د دغه اعتراض پر وړاندې بیانېږي دې ټکي ته اشاره لري چې د لذت بخښنې له تجربې څخه ترلاسه کېدونکی کیفیت منظم ټون نه لري بلکې د لوړې درجې کیفیت لري. د لید نظریات بیا د دغه استدلال پر وړاندې ډېری اسانه استدلالونه لري ځکه چې دوی پر دې باور دي چې دا هماغه ډول لید دي چې تر ډېره د میل پر مټ پېژندل کېږي او په ټولو لذت بخښونکو تجربیاتو کې مشترک دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

اروايي لذت پالنه[سمول]

اروايي لذت پالنه چې د انګېزشي لذت پالنې په توګه هم پېژندل کېږي یوه تجربي نظریه ده چې هغو مواردو ته اړوندېږي چې په موږ کې انګېزه رامنځته کوي او څرګندوي چې زموږ ټولې چارې د لذت د زیاتوالي او له درد څخه د ځان ساتنې په موخه ترسره کېږي. دغه ډول معمولا له ځان پالنې (خود پرستي) سره یوځای ګڼل کېږي، یعنی هر کس یوازې د خپلې هوساینې یا خوښۍ په لټون کې کېږي. زموږ چارې په ټولو هغو مواردو اتکا کوي چې د باور له مخې مو د لذت لامل ګرځي. ناسم باورونه کېدای شي ګمراه کوونکي واوسي او له همدې امله زمو چارې کېدای شي د لذت لامل وه نه ګرځي، خو د اروايي لذت پالنې پر بنسټ لذت اخیستنې ته اړوندې نابریالۍ چارې هم انګېزه پاروي. د لذت پالنې پارادوکس دغې سکالو ته اړوندېږي چې لذت پالونکی چلن په واقعیت کې خپله له منځه وړونکی دی؛ په دې معنی چې لږ واقعي لذت موږ د نورو انګېزو له لټون څخه راګرځوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

اروايي لذت پالنه داسې یوه مخکې تلونکې مستقیمه نظریه وړاندې کوي چې د انساني چلن ټولیزتوب (کلیت) توضیح کوي. دغه چاره په شهودي توګه د قبول کېدو وړ ده ځکه لذت پالونکی چلن یوه رایجه ښکارنده ده او کېدای شي په ځینې حالاتو کې د انسان پر چلن هم غالب وي. ورته مهال د اروايي لذت پالنې عمومیت د ټولو چلندونو د توضیح په توګه بحث پارونکې موضوع ده. منتقدین د هغو د متضادو مثالونو لپاره داسې اعمالو ته اشاره کوي چې ښکاري له لذت څخه هېڅ د قبلېدو وړ توضیح نه لري، لکه له لذت پرته ځان غوښتونکې انګېزې (د بېلګې په توګه: روغتیا، ځان رسونه او له مړینې وروسته شهرت) او نوع دوستانه انګېزې (د بېلګې په توګه: د خپل زوی د خوښي لټون، د یوې لویې موخې لپاره د ځان قربان کول). اروايي لذت پالونکي دغه ډول موارد د لذت پالونکي چلن له مخې تفسیر کوي، د بېلګې په توګه څرګندوي چې د خپل زوی د خوشالۍ لیدل یا په دې پوهېدل چې مړینه یې معنا داره ده، د هغه کس لپاره چې خپل لنډ مهالی لذت قرباني کوي، د لذت لامل ګرځي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

اخلاقي لذت پالنه[سمول]

اخلاقي یا معیاري لذت پالنه هماغه ډول چې دلته تعریف کېږي هغه موضوع ده چې د لذت د زیاتوالي او یا هم د درد د کموالي ملاحظات ټاکي چې کومه چاره باید ترسره شي او یا هم کومه چاره غوره ده. ورته مهال په ځینو مواردو د خپلې پراخې معنی له مخې د ذاتي ارزښت له مخې تعریف کېږي چې په دې صورت کې ارزښتي لذت پالنه هم په کې شاملېږي. دا له اروايي لذت پالنې سره توپیر لري ځکه د توصیف پر ځای د چلن تجویز کوي. په محدوده توګه اخلاقي لذت پالنه د نتیجه پالنې ډول دی، ځکه چې د یوې چارې صحیح توب د هغو د پایلو له مخې ټاکي چې دلته د لذت او درد پر بنسټ سنجول کېږي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. Moore, Andrew (2019). "Hedonism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Weijers, Dan. "Hedonism". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Psychological hedonism". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Haybron, Daniel M. (2008). The Pursuit of Unhappiness: The Elusive Psychology of Well-Being. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 62. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Crisp, Roger (2017). "Well-Being: 4.1 Hedonism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Hedonism". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pallies, Daniel (2021). "An Honest Look at Hybrid Theories of Pleasure". Philosophical Studies. 178 (3): 887–907. doi:10.1007/s11098-020-01464-5. S2CID 219440957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lopez, Shane J. (2009). "Pleasure". The Encyclopedia of Positive Psychology. Wiley-Blackwell. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Katz, Leonard D. (2016). "Pleasure". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Borchert, Donald (2006). "Pleasure". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bramble, Ben (2013). "The Distinctive Feeling Theory of Pleasure". Philosophical Studies. 162 (2): 201–217. doi:10.1007/s11098-011-9755-9. S2CID 170819498. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Weijers, Dan. "Hedonism". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Borchert, Donald (2006). "Pleasure". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Pallies, Daniel (2021). "An Honest Look at Hybrid Theories of Pleasure". Philosophical Studies. 178 (3): 887–907. doi:10.1007/s11098-020-01464-5. S2CID 219440957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Smuts, Aaron (2011). "The Feels Good Theory of Pleasure". Philosophical Studies. 155 (2): 241–265. doi:10.1007/s11098-010-9566-4. S2CID 170258796. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Heathwood, Chris (2007). "The Reduction of Sensory Pleasure to Desire". Philosophical Studies. 133 (1): 25–26. doi:10.1007/s11098-006-9004-9. S2CID 170419589. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Craig, Edward (1996). "Hedonism". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Borchert, Donald (2006). "Hedonism". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Psychological hedonism". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Moore, Andrew (2019). "Hedonism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Dietz, Alexander (2019). "Explaining the Paradox of Hedonism". Australasian Journal of Philosophy. 97 (3): 497–510. doi:10.1080/00048402.2018.1483409. S2CID 171459875. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Moore, Andrew (2019). "Hedonism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Psychological hedonism". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Weijers, Dan. "Hedonism". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Psychological hedonism". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Weijers, Dan. "Hedonism". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Borchert, Donald (2006). "Hedonism". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Moore, Andrew (2019). "Hedonism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Craig, Edward (1996). "Hedonism". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Sinnott-Armstrong, Walter (2019). "Consequentialism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Consequentialism". Ethics Unwrapped. The University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Nothing: A Philosophical History. Oxford University Press. 27 January 2022. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-974283-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hastings, James, ed. "Hedonism." pp. 567–68 in Encyclopedia of Religion and Ethics 6. Edinburgh: T. & T. Clark. p. 567.
  34. Moore, Andrew (2019). "Hedonism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Parfit, Derek. 1984. Reasons and Persons. Oxford: Oxford University Press.
  36. Mayerfeld, Jamie. 1996. "The Moral Asymmetry of Happiness and Suffering." Southern Journal of Philosophy 34:317–38.
  37. Knutsson, Simon. 2016. "What Is the Difference Between Weak Negative and Non-Negative Ethical Views?." Simon Knutsson.