هینریک سانیلیویسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هنریک سانیلیویسي (رومانیايي تلفظ: [ˈhenrik saniˈelevit͡ʃʲ]، لومړی نوم یې هم هینري، هینري یا انریک، کورنۍ نوم يې سانیلیویسي؛ د ۱۸۷۵ کال د سېپټمبر په ۱۲مه زېږېدلی او د ۱۹۵۱ کال د فبروري په ۱۹مه مړ شوی) یو رومانیايی خبریال او ادبي کره‌کتونکی و، چې د انسانپوهنې، توکم‌کښنې، ټولنپوهنې، ژوپوهنې په برخه کې لیکنو لپاره هم په یاد پاتې شوی. هغه چې په لومړیو کې د کنستانتین فلسفې دوبروژانو-ګریا د سیاسي کړۍ توندلاری سوسیالیست و، په ځان کې يې نورې اغېزې ځای پرځای کړې او په ۱۹۰۵ کال کې يې د کورنتول نو (نوي میلان) په نوم خپله ادبي کره کتنه رامنځته کړه. سانیلیویسي او د هغه ملګری ګارابیت ابرایلیانو د «پوپورانیزم» له بنسټ اېښودونکو څخه وو، چې د کروندګرو او چپ‌پالانو له غورځنګ سره یې تړاو درلود. په هر حال سانیلیویسي ډېر زر ځان له مارکسیزم او کروندګرۍ څخه بېل کړ او دودپال رومانیايي ادبیات یې نقد کړل او د کاریګرانو لپاره یې د نیوکلاسیزم (لویدیځ کلتوري غورځنګ) وړاندوینه وکړه. د ساماناتورول د سیال ښوونځي له مجلې سره د هغه تودې مرکې هغه له نورو پوپورانیستانو څخه بېل کړ چې په پای کې يې د «ارتجاع» په توګه محکوم کړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د هغه مبهم شخصیت ډېرو اختلافاتو احاطه کړی و.     

سانیلیویسي له ۱۹۲۰ کال راهیسې په چپ اړخ کې یوه منزوي څېره و، چې د کورنتول نو تازه نسخه یې سموله او یوازې د ادوارل له پېژندل شوې مجلې سره یې تړاو درلود. هغه له ادبي نظریې څخه ځان لرې کړ او د انسانپوهنې اړوند د خپلو اټکلونو په دوام يې لامارکیزم او علمي توکم‌پالنه ورغوله تر څو خپل ټولنیز-نژادي سیستم جوړ کړي. په‌خپله یو یهودي رومانیايی و، سنیلیویسي هڅه وکړه چې د نازي ایډیالوژستانو سیمه‌ییزو فاشیستانو انګیرنې کمزورې کړي. 

کله چې په ۱۹۴۰مه لسیزه کې واکمنو فاشیستانو د هغه اثار تورن کړل او وروسته د کمونیستي رژیم له‌خوا پاک شول، لیکوال په تتوالي کې ورک شو.  

ژوندلیک[سمول]

لومړي کلونه[سمول]

سانیلیوینسي د مولداوي په تاریخي سیمه کې د بوتوشاني ښار اوسېدونکی و. پلار یې په رسمي ډول د ليون سانیلیویچي په نوم پېژندل کېږي، یو سوداګر او مور يې ربکا د کور مېرمن وه. دواړه د یهودیانو د ټولنې د مخکښو مشرانو له څانګې څخه وو- د لیون پلار د سویلي رومانیا د کرایووا د یهودانو ربي (یهودی ملا) و – حال دا چې ربکا خپله د بوتوشاني د ربي لور وه – چې نیکونه یې د روسیې په سترواکۍ کې له ټول‌وژنې څخه د تېښتې په موخه د دانوب په سلطنتي سیمه کې مېشت شوي وو. د لیون نږدې ټول بچیان داسې لوی شول چې نامتو هنرمندان او روښانفکران شي: سیمون ژاک او ماکسیمیلیان ریاضي‌پوهان وو، سلیمان انځورګر؛ یوسف یو اقتصادپوه او امیل یو ژوپوه و. [۱][۲]

هغه کورنۍ چې ادبي تاریخ‌لیکونکی جورج کالینسکو یې د رومانیا په فرهنګ «په بشپړ ډول جذب شوې» کورنۍ په توګه تشرېح کوي، په حقیقت کې له خلاصون څخه نه وه برخه‌منه: د هغه دور د ډېری نورویهودیانو په څېر سانیلیوینسي ته د زېږون پر مهال تابعیت نه و ورکړل شوی. له دې سره چې سانیلیویسي په‌خپله ځان ملحد باله، وروسته يې په رضاکار ډول په ډله‌ییزه توګه د یهودیانو د تمعید سپارښتنه وکړه. هغه د یو نړیوال ښار په ګاوندیتوب کې د رومانیایانو او امریکایانو تر څنګ لوی شو؛ د ای‌سي‌ای نامعلومې وروستاړې چې د هنریک د نیکونو له‌خوا غوره شوې وه، ځینې په دې باور ګمراه کړي چې دا کورنۍ په اصل کې صربیان وو. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

هنریک د خپل ماشومتوب ډېره برخه په بوتوشاني او د مولداوي په کلیوالو سیمو لکه کوسټستی، دولاسکا او پوډریګا کې تېره کړه. هغه په لیکلې بڼه دا په یاد راوړي چې کلیوالې سیمې د فزیکي او فرهنګي توپیرونو د سرچینې په توګه د انسان د تغذیې اړوند د هغه لیدلوری جوړ کړ: «په هر ځای کې د هر کور لپاره یو د منتخبو میوو باغ موجود و. [...] پرته له دې چې څوک لږ تر لږه د مڼو یا ناکو د شرابو د جوړولو لپاره ځان په زحمت کړي، پریمانه میوې به پر ځمکه پرتې وې. د کلیوالې سیمې بامبوټۍ به د مڼو په اندازه د سپینو او شنو شفتالو له لویو امبارونو څخه ډکې وې [...]. تر ۱۵ کلنی پورې خپل انځور یواځې ټوله ورځ د میوې د خوړلو په حال کې په یاد راوړم.» همدارنګه دې چاپېریال د کورنیو الوتونکو (هغه مالداوي چرګانې په ځانګړې توګه جګې او نرۍ او په ولاړو اوبو کې الوتلو ته مایلې یادې کړې)، وحشي الوتونکو او ان غڼو په اړه د هغه طبیعت‌پاله کتنو ته الهام ورکړ.[۱۰][۱۱] [۱۲]

په داسې حال کې چې لا په بوتوشاني کې زده‌کوونکی و، دغه تنکي ځوان په سوسیالیستي مطبوعاتو کې خپل کار پیل کړ، د لنډ‌مهاله پرولتارول په نوم یې خپله ورځپاڼه تاسیس کړه او د هغې جوړښتي سمون یې پرغاړه واخیست. هغه په خپل ټاټوبي کې له ښوونځي څخه فارغ شو او د ادبیاتو او فلسفې په برخه کې يې له بخاریست پوهنتون څخه خپله لیسانس درجه ترلاسه کړه.   [۱۳][۱۴]

هغه د تخنیکي پوهنتون له زده‌کړیال سیمون سره یوځای د کنستانتین دوبروژانو -ګریا په مشرۍ د بخارست د سوتیر تالار په مارکسیستي ټولنه کې برخه واخیسته او د رومانیايي کاریګرانو له سوسیال دیموکراتیک ګوند (PSDMR) سره یوځای شو. هینریک په ځانګړې توګه له PSDMR سره تر يوځای کېدو وروسته په سوتیر ښار کې د کاریګرانو لپاره عامه اوونیز لکچرونه وړاندې کول او هلته د حسن په نوم پېژندل کېده. هغه مهال دواړه وروڼه د ادیورال په نوم د یوې سوسیالیستي ورځپاڼې ګدونوال وو چې د ګېړیس شاګرد کانسټنټین مېل سموله او د ۱۸۹۶ کال په شاوخوا کې يې د لنډمهاله ادبي ضمیمو لپاره هم لیکنې کړې. د هنریک مقالې په نورو سوسیالیستو او منځنیو چپ اړخو ورځپاڼو لکه: لومیانووا، مونکا، اوانتول او د پيتشت ښار په پووېستېیا ووربې ادبي مجله کې هم خپرې شوې. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د یو کره‌کتونکي په توګه د سانیلیویسي د لومړني کار تمرکز د جونیمیا محافطه‌کارې ادبي ټولنې پروړاندې د ډوبروګیانو – ګیریا د مارکسي ادبي تیوري پر دفاع و. فرهنګي تاریخ‌پوه زیډ. اورنیا د شلمې پېړۍ په وروستیو کې دا تشرېح کړه چې د ګیریا د غلي پاتې کېدو پر مهال سانیلیویسي، ګارابیت، ابرایلیانو، ټریان ډیمیترسکو، انتون باکالباسا، ایمیل فاګورا او نورو ځوان سوسیالیستانو څنګه مبارزه پیل کړه او د [1]جونیمیست پر مخالف حرکت يې «ځوابي یرغل» وکړ. مخکښ جنیمیستي تیوریست او فرهنګي کره‌کتونکي تیتو مایورسکو رسمي ځوابونه وړاندې کړل او د سانیولیوینسي له‌خوا مطرح شویو ځانګړو خبرو ته یې ځواب ورکړ. له دې سره ځوان سوسیالیست پوځي مبارز هم د جونیمیا په مجله کانووربېری لېتړړي کې مقالې خپرې کړې. پر دې سربېره هغه د نووا ریویسټا رومانا منخباتي مجلې له اصلي همکارانو څخه و چې د پخواني جونیمیسټ فلیسوف کانسټنټین رادولیسکو - موټرو له خوا پرمخ وړل کېده او د یوې مودې لپاره یې کتنپلاوی هم و. دا هغه ځای و چې نوموړې په‌کې د دکتکیزم (ښوونې او روزنې) پر دفاع یوه لړۍ مقالات پیل کړل او له هغه سره یې خپل شهرت د یو فرهنګي ژورنالیست په توګه ثبت کړ. نووا ریویسټا رومانا هم هغه ځای و چې سانیلیویسي څو کاله وروسته د خپل همکار خبریال کانسټنټین بیلیدي سره ولیدل او ملګری یې شو.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سانیلیوینسي په ۱۹۰۱ کال کې په برلین پوهنتون کې د انسانپوهنې په څانګه کې د تخصص لپاره د المان په سترواکۍ کې و. په ۱۹۰۴ کال کې د فرانسې په پاریس ښار کې و او د Société Anthropologique (ټولنیزې انسانپوهنې) په برخه کې يې وینا وکړه. د هغه د رسمي رسالې موضوع د فیزیکي انسانپوهنې د معاصرو انګېرنو په اړه وه چې په لومړۍ درجه کې يې د سویډني ډاکتر انتون نیستروم نظریې وننګولې. سانیلیویسي د نیستروم د دې باور په اړه چې «[2]ډولیکو سیفالیک» خلک غیر نارمل دي خبرې وکړې. رومانیایانو له داسې استدلال سره چې نیستروم د انسانپوهنې د ټولو معلوماتو پر وړاندې دریږي، وړاندیز وکړ چې د یو کس د کوپړۍ بڼه له ژوولو سره تعیینېږي. Société/ټولنې په ټوله کې د هغه تفسیر عجیب نه خوښوونکی ومونده. یو نفوذلرونکي توکمیز تیوریست، جوزف ډینیکر هم په ځانګړې توګه د سانیلیویسي «عجیب او غلط استدلال» ته په اشارې دا نظر رد کړ او ويې ویل چې په طبعي توګه براخیوسیفالیک کوپړۍ یواځې د «منګولویید/ زېړ پوستو» وې. [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Călinescu, p.642
  2. Călinescu, p.642-643. See also Georgescu-Roegen, p.5, 13
  3. کينډۍ:In lang Adrian Jicu, "H. Sanielevici, par lui même", in Luceafărul, Nr. 30/2008
  4. Henric Sanielevici, "New Critical Studies, 1920. The programmatic article of The New Trend, 1906 (excerpts)" Archived 2012-03-20 at the Wayback Machine., in Plural Magazine Archived 2012-03-21 at the Wayback Machine., Nr. 29/2007
  5. Durnea (2005), p.25; (2006), p.57-58
  6. Călinescu, p.642
  7. Hodoş, p.1202
  8. کينډۍ:In lang Cristina Manuk, "Cu Henric Sanielevici în 'La Belle Époque': printre armeni, pe uliţa copilăriei..."[مړه لينکونه], in Ararat. Publicaţia Uniunii Armenilor din România Archived 2011-07-04 at the Wayback Machine., Nr. 1/2009, p.7
  9. Călinescu, p.642
  10. Călinescu, p.642
  11. Călinescu, p.641-642
  12. Călinescu, p.641
  13. کينډۍ:In lang "Henric Sanielevici", biographical note in Cronologia della letteratura rumena moderna (1780-1914) database, at the University of Florence's Department of Neo-Latin Languages and Literatures; retrieved May 19, 2011
  14. Călinescu, p.642
  15. Constantin Kiriţescu, "O viaţă, o lume, o epocă: Ani de ucenicie în mişcarea socialistă", in Magazin Istoric, September 1977, p.16
  16. I. Felea, "Din vremea cînd socialismul făcea primii paşi la 'Sotir' ", in Magazin Istoric, March 1968, p.5, 7
  17. کينډۍ:In lang Florentina Tone, "Scriitorii de la Adevĕrul" Archived 2009-04-27 at the Wayback Machine., in Adevărul, December 30, 2008
  18. کينډۍ:In lang "Henric Sanielevici", biographical note in Cronologia della letteratura rumena moderna (1780-1914) database, at the University of Florence's Department of Neo-Latin Languages and Literatures; retrieved May 19, 2011
  19. Ornea (1998), p.357-358
  20. Lovinescu, p.26
  21. کينډۍ:In lang Z. Ornea, "Dezvăluirile lui Constantin Beldie" Archived 2014-03-10 at the Wayback Machine., in România Literară, Nr. 46/2000
  22. Durnea (2006), p.58, 59, 63
  23. Ornea (1998), p.51, 126, 127
  24. کينډۍ:In lang "Henric Sanielevici", biographical note in Cronologia della letteratura rumena moderna (1780-1914) database, at the University of Florence's Department of Neo-Latin Languages and Literatures; retrieved May 19, 2011
  25. Jicu (2010), p.173
  26. Sanielevici (1903), p.594
  27. کينډۍ:In lang Joseph Deniker, "Revue d'antropologie", in L'Année Psychologique, Vol. XI, 1904, p.520 (republished by Persée Scientific Journals)