هینري فاکسال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هینري فاکسال
هینري فاکسال
هینري فاکسال

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷۵۸[۱]
د مړينې نېټه کال 1823 (64–65 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

هینري فاکسال (Henry Foxall) (24 مې 1758 - 11 ډیسمبر 1823)، په انګلستان کې زیږیدلی یو امریکايي سیاستوال، صنعتګر او میتوډیست واعظ و. هغه د متحده ایالاتو د دفاعي لومړني قراردادي په توګه پیژندل کېږي، ځکه چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه یې د قواسي جګړې، لومړنۍ بربري جګړې او د ۱۸۱۲ ز کال په جګړو کې په توپونو او مهماتو سره سمبالاوه. د دغو وسلو لپاره اوسپنې د فیلادلفیا په جورج ټاون (چې وروسته د مریلنډ یوه برخه شوه) او د ویرجینیا په ریچمونډ کې یې له خپلو فابریکو ورته برابرولي. نوموړي همداشان د جیورج ټاون د ښاروال په توګه دنده تر سره کړې او په واشنګټن ډي سي کې یې د فونډري یونایټیډ میتوډیست کلیسا په جوړو کې مرسته کړې ده.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

هینري فاکسال د ۱۷۵۸ ز کال د مۍ په ۲۴مه د سویلي ویلز په مانماوټ فورج کې نړۍ ته راغی. هغه د ماري (د زوکړې نوم: هیز) او ټوماس فاکسال زوی و. د هغه له پیدایښت نه وروسته، د نوموړي کورنۍ د بریتانیا لویدیځ میډلنډز ته ولاړل. دغه کورنۍ د اسبوري له کورنۍ سره د ملګرتیا له لارې میتوډیست شول. فوکسال په خپل پاتې ژوند کې تر وروستیو ورځو پورې له فرانسیس اسبوري سره ملګری پاته شو. د هغه پلار پښ و چې یو وخت یې د لویدیځ برومویچ په اولډ فورج کې د سرکارګر په توګه کار کاوه.[۲][۳][۴]

مسلک[سمول]

پښتوب[سمول]

د کولمبیا فونډري (شاوخوا ۱۹۰۸ کلونه)[سمول]

فاکسال د اوسپنې سوداګري په انګلستان او ایرلنډ کې زده کړه. هغه HMNB ته نږدې په فانټلي فورج کې کار زده کړ. نوموړی د هینري کورټ له خوا د اوو کلونو لپاره استخدام شو او په لاندې مسلکونو کې ماسټر شو: د اوسپنې په پټلۍ کې د اور لګولو لپاره له کوک څخه کار اخیستل، په فولادو باندې د اوسپنې بدلول. وروسته کله چې د ټوماس اوریلي له خوا استخدام شو، نو د ۱۷۸۰ یمې لسیزې په وروستیو کې ایرلنډ ته ولاړ او په اریګنا کې د اریګنا په اوسپنو کې یې کار پیل کړ. د ۱۷۹۱ ز کال په نومبر میاشت کې، فاکسال میټوډیست شو. د ۱۷۹۵ ز کال په شاوخوا کې، وروسته له هغه چې د کاتولیک مدافعینو پر اریګنا باندې یرغل وکړ، نو فاکسال او کورنۍ یې اناډیل ته وتښتیدل او بیا وروسته یې د جوزیف کښتۍ نیویارک ته یوړه.[۵][۶][۷]

هغوی د ۱۷۹۵ ز کال په اکټوبر کې د پنسلوانیا په فیلاډلفیا کې ځای پر ځای شول. په داسې حال کې چې په فلادلفیا کې و، «د عقاب اوسپنې» کمپنۍ یې له رابرټ موریس سره په ګډه واخیستې. په ۱۸۰۰ ز کال کې د هغوی شراکت له منځه ولاړ. په داسې حال کې چې هغه په فیلادلفیا کې اوسېده، ویې کولای شول چې د لومړۍ بربري جګړې او شبه- جګړې په ترڅ کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د توپونو او مرمیو کمبودي پوره کړي. دا کار د دې لامل شو چې هغه د متحده ایالاتو د لومړي دفاعي قراردادي په توګه وپیژندل شي.[۸][۹]

په ۱۸۰۰ ز کال کې فاکسال جورج ټاون ته وکوچېد او په ۱۸۰۱ ز کال کې یې د کولمبیا فونډري جوړه کړه. همداشان هغه په ۱۸۰۹ ز کال کې ویرجینیا په ریچمونډ کې یوه فونډري جوړه کړه. دې دواړو فونډریو د فدرال حکومت لپاره توپونه تولیدول. د اټکل له مخې په هغه دوره کې چې نوموړي د کولمبیا فونډري مشري پر غاړه درلوده، شاوخوا ۳۰۰ درنې وسلې او ۳۰ زره مرمۍ یې په یوه کال کې تولید کړي وي. هغه د ۱۸۱۲ جګړې په لړ کې، د وسلو په برابرولو لاس پورې کړ او فونډري یې د بریتانیايي ځواکونو له خوا هدف ونیول شوه، خو دا برید بیا د هوا او د اضافي امریکايي سرتیرو د اوازو له امله بیا تکرار نه شو. د فاکسال په نورو سوداګریو کې د کانګریس ودانۍ (کاپیټال) او د ټوماس جفرسون ودانۍ ته د اوسپنې برابرول هم شامل و. هغه په ۱۸۱۵ ز کال کې تقاعد وکړ او خپلې فونډرۍ یې وپلورلي.[۱۰]

نورې هلې ځلې یې[سمول]

فاکسال به عنوان شهردار جورج‌تاون خدمت کرد. همچنین او هدایتگر بانکی در جورج‌تاون، هیأت امنای شرکت واردات و صادرات جورج‌تاون و صاحب یک نانوایی/شیرینی‌پزی بود. فاکسال د جورج ټاون د ښاروال په توګه خدمت وکړ. همداشان هغه په جیورج ټاون کې د یوه بانک مشر، د جیورج ټاون د صادراتو او وارداتو د شرکت اعتباري کس او د یوې نانوايي (کلچه پزي) څښتن و.[۱۱][۱۲]

فاکسال په فعاله توګه د میټوډیست په کلیسا کې فعال و. هغه د غیرمسلکي واعظ په توګه کار وکړ، خو په ۱۸۱۴ ز کال کې یې د کلیسا د روحاني په توګه په رسمي ډول حکم واخیست. په ۱۸۱۴ ز کال کې له فاکسال سره مالي مرسته وشوه تر څو د خپلې وړې کلیسا فونډري (چې بیا وروسته د یونایټیډ فونډري میټودیست کلیسا شوه) جوړه کړي. دغه کلیسا، د واشنګټن په ښار کې د کپیټال لویدیځ (د کانګریس ودانۍ) ته د میټوډیستانو لومړنی سازمان شوی جماعت و. دا کلیسا د ۱۸۱۵ ز کال د سپټمبر په ۱۰مه وقف شوه او نوم یې هم په لندن کې د جان وزلي اړوند وړې فونډري کلیسا په یاد وټاکل شو.[۱۱][۱۲]

شخصي ژوند[سمول]

فاکسال دری ځلې واده وکړ. فاکسال په ۱۷۸۰ز کال کې په داسې حال کې چې په ایرلنډ کې و د اورسیسترشایر په سټورپورټ کې یې له ان هارواد سره واده وکړ، هغوی په ګډه سره پنځه اولادونه درلودل، چې دری یې په ځوانۍ کې مړه شول او دوه نور اولادونه یې جان (۱۷۸۶-۱۸۰۹) او مري (۱۷۹۱-۱۸۵۶) و. مېرمن یې په ۱۷۹۸ ز کال کې په فیلادلفیا کې د ژېړې تبې د اوبا له امله ومړه. هغه له مارګارت انګلیش سمیټ سره واده وکړ، خو مارګارت په ۱۸۱۶ ز کال کې ومړه. وروسته یې بیا له خپلې درېیمې ښځې کاټرین هولنډ سره د ۱۸۱۶ ز کال په نومبر کې واده وکړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۸۰۳ ز کال کې وروسته له هغه چې فاکسال جورج ټاون ته وکوچېد، نو یو خنثی (بې پلوه) اوسېدونکی شو.فاکسال په ۳۴ مه جاده کې د کور څښتن شو، چې د دې کور پخوانی څښتن جنرال جیمز لینګان و. همداشان نوموړي د جورج ټاون په سپرینګ هیل کې یو کور درلود. همداشان، نوموړي د خپلې لور، مري مک کني لپاره د ډامبارتون په ۳۱۲۳ جاده کې کور درلود چې بیا وروسته د فاکسال مککنی په کور سره مشهور شو.[۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند وروستي کلونه او مړینه[سمول]

په ۱۸۱۵ ز کال کې له تقاعد وروسته، په دوو بېلو وختونو کې انګلستان ته ولاړ، یو ځل په ۱۹۱۵ ز کال او بیا په ۱۸۲۳ ز کال کې. د ۱۸۲۳ ز کال د ډیسمبر په ۱۱مه، په داسې حال کې چې هغه له انګلستان نه د لیدو په حال کې وه، له نړۍ یې سترګې پټي کړي.[۱۴]

میراث[سمول]

واشنګټن ډي سي ته نږدې د فاکس هال کلی هم د فاکسال په نوم نومول شوی دی.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://archives.gcah.org/bitstream/handle/10516/6578/MH-2003-July-Donovan.pdf
  2. "Henry Foxall". monticello.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Geissler, Suzanne (2017-10-02). "Book Review – Henry Foxall: Methodist, Industrialist, American". Naval Historical Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . Henry Foxall and the Arigna Iron Works.
  5. "Henry Foxall". monticello.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. . Henry Foxall and the Arigna Iron Works.
  7. Geissler, Suzanne (2017-10-02). "Book Review – Henry Foxall: Methodist, Industrialist, American". Naval Historical Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Geissler, Suzanne (2017-10-02). "Book Review – Henry Foxall: Methodist, Industrialist, American". Naval Historical Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. [[[:کينډۍ:Google books]] Records of the Columbia Historical Society] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). 11. Columbia Historical Society. 1908. د کتاب پاڼي 16–70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. [[[:کينډۍ:Google books]] Records of the Columbia Historical Society] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). 11. Columbia Historical Society. 1908. د کتاب پاڼي 16–70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ Geissler, Suzanne (2017-10-02). "Book Review – Henry Foxall: Methodist, Industrialist, American". Naval Historical Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ [[[:کينډۍ:Google books]] Records of the Columbia Historical Society] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). 11. Columbia Historical Society. 1908. د کتاب پاڼي 16–70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ . Henry Foxall and the Arigna Iron Works.
  14. "Henry Foxall". monticello.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Foxall-McKenney House". dcpreservation.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)