هیلا سلاسي
هیلا سلاسي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د اېتوپيا سترواکي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | امهري ژبه [۱]، فرانسوي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
لومړی هیلا سلاسي (د تافاري ماکونن په نوم زېږېدلی؛ زوکړه: د ۱۸۹۲ زکال د جولای ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د اګست ۲۷ مه) له ۱۹۳۰ زکال څخه تر ۱۹۷۴ زکال پورې د ایتوپیا سترواک و. نوموړی له ۱۹۱۶ زکال څخه د سترواکې ملکې زیودیتو له خوا د ایتوپیا د نایب السلطنت کېدو وروسته واک ته ورسېد. هیلا د ایتوپیا د معاصر تاریخ جوړونکی شخصیت او د راستافاري په نامه د جامایکا د مذهبي خوځښت له کلیدي غړو څخه و؛ یاد خوځښت په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د نوموړي له واک ته رسېدو ډېر ژر وروسته رامنځته شو. نوموړی د سلیماني سلسلې له غړو څخه و چې ادعا یې کوله نسب یې لومړني منلیک سترواک ته رسېږي؛ باور پر دې دی چې منلیک سترواک د پاچا سلیمان او د سبا د ملکې، ماکدا زوی و. [۲][۳][۴]
هیلا سلاسي هڅه وکړه څو هېواد د یولړ سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو پر بنسټ له دې ډلې په ۱۹۳۱ زکال کې د هېواد د لومړني مکتوب اساسي قانون د وړاندې کولو او همدارنګه د غلامۍ په له منځه وړو سره معاصر کړي. نوموړي د ایټالیا-ایتوپیا په دویمه جګړه کې هڅه وکړه څو له ایتوپیا څخه دفاع وکړي خو بریالی نه شو او د ایټالیا له خوا یې د ایتوپیا د اشغال ډېره موده په انګلستان کې په تبعید کې تېره کړه. په ۱۹۴۰ زکال کې نوموړي په ایتوپیا کې د فاشېزم ضد مبارزې د همغږۍ په موخه سوډان ته سفر وکړ او په ۱۹۴۱ زکال کې د افریقا ختیځ لوري ته له لښکرکشۍ وروسته خپل هېواد ته وګرځېد. نوموړي د ایتوپیا او اریتریا فدراسیون چې په ۱۹۵۰ زکال کې د ملګرو ملتونو د عمومي شورا له خوا جوړ شوی و منحل کړ او اریتریا یې د یو ایالت په توګه ایتوپیا ته ضمیمه کړ، په داسې حال کې چې د جلا غوښتنې پر وړاندې یې مبارزې هم دوام درلود. [۵]
د سلاسي نړۍ پالونکي لیدلوري لامل وګرځېدل څو ایتوپیا د ملګرو ملتونو د منشور په غړو هېوادونو کې شامل شي. په ۱۹۶۳ زکال کې نوموړي د افریقايي اتحادیې د مخکښ سازمان یا د افریقایي یووالي سازمان د جوړونکې غونډې مشري د دغه سازمان د لومړني مشر په توګه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۴ زکال کې د ډرګ د مارکسیستي – لینینېستي ډلې د پوځي کودتاه له امله له واکه ګوښه کړای شو. هیلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه ترور کړای شو. [۶][۷][۸]
د راستفاري خوځښت د یو شمېر غړو ترمنځ، هیلا سلاسي د بایبل راګرځېدلی مسیح و چې پر باور یې خدای په کې حلول کړی. د دغه باور له شتون سربېره؛ نوموړی عیسوي و او د ایتوپیا د ارتودکس کلیسا اصولو او مناسکو ته پابند و. د راستافاري خوځښت د ۱۹۳۰ زکال په شاوخوا کې په جامایکا کې تاسیس شو چې د پیروانو شمېر یې په ۲۰۱۲ زکال کې له ۷۰۰ زرو څخه تر یو میلیون تنو پورې اټکل شوی. [۹][۱۰][۱۱]
یو شمېر تاریخ پوهان پر هغه باندې د هغو ځمکې لرونکو اشرافو (مصافنت) د ځپلو له امله نیوکې کوي، چې د ده د اصلاحاتو سره یې مخالفت درلود؛ یو شمېر منتقدین بیا په چټکۍ سره د ایتوپیا په معاصر سازۍ کې د نوموړي په پاتې راتلو نیوکې کوي. د نوموړي د حکومتولۍ پر مهال له هراري وګړو سره له ظلم کار واخیستل شو او هغوی اړ شول څو خپلې سیمې پرېږدي. د هغه رژیم همدارنګه د بشري حقونو د یو شمېر ډلو لکه د بشري حقونو د څار ډلې له خوا د خپل سري او غیر لیبرال دولت په توګه تر نیوکو لاندی راغلی. یو شمېر سرچینې بیا څرګندوي چې د هغه د واکمنۍ پر مهال اورومو ژبه له زده کړو وویستل شوه او په عامه چاپېریال او رسمي دفترونو کې یې ویل منع شول؛ په داسې حال کې چې هېڅ داسي قانون یا دولتي پالیسۍ شتون نه درلود چې کومه ژبه ده منع کړي. د هایلا سلاسي دولت ګڼ شمېر امهارا وګړي د ایتوپیا سویل ته کډه کولو ته اړ کړل، چېرې چې هغوی په دولتي ادارو، محاکمو او کلیسا ګانو کې خدمت کاوه. د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د هاچالي هوندسا له مړینې وروسته د لندن په کانیزارو پارک کې د سلاسي مجسمه د اورمو لاریون کوونکو له خوا تخریب او په هرار کې یې د هغه د پلار مقبره هم له منځه یووړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
بیوګرافي
[سمول]لومړنی ژوند
[سمول]د هایلا سلاسي سلطنتي لړۍ (د پلار د مور له اړخه) د شیوا سلیماني امهارا پاچا ساهلی سلاسي ته اړوندېږي. نوموړی د ۱۸۹۲ زکال د جولای په ۲۳ مه د ایتوپیا د هرار ایالت په اجرسا ګورو کلي کې وزېږېد. د هایلا سلاسي مور د پلار له اړخه اورومو او د مور له اړخه ګورجه اجداد لرل، په داسې حال کې چې پلار یې د مور له اړخه له مهارا وګړو څخه و، خو پلرنی نسب یې لا هم د بحثونو موضوع ده. د هایلاسلاسي پلارنی نیکه د شیوا اشرافي کورنۍ ته اړوند و او په سیمین شیوا سیمه کې د منز او ډوبا ګورنر و. مور یې وایزرو («مېرمن») یشیمبت علی ابا جیفر د والو ایالت د وېرالو سیمې د قوماندان علي ابا جیفر لور وه. د هغه مورنۍ انۍ د ګورجه وراثه و. د هایلا سلاسي پلار دوک میکونین ویلډ میکایل د پاچا ساهلی سلاسي لمسی و چې یو وخت د شیوا حاکم و. نوموړي د ایټالیا – ایتوپیا په لومړۍ جګړه کې د جنرال په توګه خدمت وکړ او په ادوا جګړه کې یې مهم رول ولوباوه. هایلا سلاسي په دې ترتیب سره وکولای شول له خپلې پلرنۍ انۍ مېرمن ټنګنورک ساهلي سلاسي له اړخه چې د سترواک دویم منلیک عمه او د شیوا د سلیماني امهارا پاچا، ساهلي سلاسي لور وه؛ تاج او تخت ته ورسېږي. له همدې امله هایلا سلاسي ادعا کوله چې هغه د سبا د ملکې ماکدا او لرغونو اسرائیلو ته د اړوند پاچا، سلیمان له نصب څخه دی. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
حکومتولي
[سمول]تافاري په ۱۹۰۶ زکال کې د سلاله واکمني پر غاړه واخسته، هغه قلمرو چې حاشیوي اهمیت یې درلود او ده ته یې اجازه ورکړه څو زده کړو ته دوام ورکړي. په ۱۹۰۷ زکال کې د سیدامو ایالت د یوې برخې حاکم وټاکل شو. ویل کېږي چې هایلا سلاسي د خپلې نوې ځوانۍ په وروستیو کې له مېرمن آلتایچ سره واده وکړه او له همدغې اړیکې د ده لور شهزادګۍ رومانورک زېږېدلې. [۳۸][۳۹][۴۰]
په ۱۹۰۷ زکال کې د خپل ورور یلما له مړینې وروسته د هرار واکمني تشه پاتې شوه او د هغو اداره منلیک ته وفادار جنرال، بالچا سافو ته وسپارل شوه. په هرار باندې د بالچا سافو اداره بې اغېزې وه او له همدې مله د دویم منلیک د وروستۍ ناروغۍ او سترواکې تایتو بیتول د لنډ مهالې ادارې پر مهال په ۱۹۱۰ یا ۱۹۱۱ زکال کې د هرار د واکمن په توګه وټاکل شو. [۴۱]
د ۱۹۱۱ زکال د اګست په ۳ مه، نوموړي د لیج ایاسو د تاج او تخت د وارث له خورځې مېنن آسفاو سره واده وکړ چې له امباسل سیمې څخه وه.
مړینه
[سمول]د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۸ مه دولتي رسنیو راپور خپور کړ چې هایلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه د پروستات له جراحي عملیاتو وروسته د تنفسي ستونزې له امله ومړ. ډاکټر اسرت ولدیز د عملیاتو پر مهال د دغې نیمګړتیا ادعا رد کړه او د دولتي رسنیو له خوا د هغه د مړینې لامل یې درواغ وباله. د هغه د پروستات عملیات په ښکاره توګه د دولتي رسنیو له دغې ادعا څو میاشتې وړاندې ترسره شوي و او سلاسي د خپل ژوند په وروستیو کې بشپړ روغتیايي حالت درلود. په ۱۹۹۴ زکال کې په ایتوپیا کې یوې محکمې څو پخواني پوځي افسران د ۱۹۷۵ زکال پر مهال د خپل خوب په تخت کې د پاچا په وژنه کې مجرم وګڼل. د درګ د سوسیالیستي پوځي رژیم له پاشل کېدو درې کاله وروسته محکمې دغه دولت په نسل وژنې او نورو ګڼ شمېر وژنو کې په لاس لرلو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې داسې اسنادو ته یې لاسرسی موندلی چې ښيي د پوځي رژیم لوړ پوړو چارواکو د «فئوډالي رژیم» د رهبرۍ له امله د هایلا سلاسي د ترور امر ورکړی. دغه اسناد په مجازي فضا کې په پراخه کچه خپاره شول چې ښودله یې درګ د ترورو وروستی امر ورکړی او د پوځي رژیم مهر او لاسلیک په کې شتون لري. د دغو اسنادو رښتیا توب د درک د پخواني پوځي رژیم د یو شمېر غړو له خوا تائید شوی. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ https://www.loc.gov/item/2021667904
- ↑ Page, Melvin Eugene; Sonnenburg, Penny M. (2003). Colonialism: an international, social, cultural, and political encyclopedia. Vol. 1. ABC-CLIO. p. 247. ISBN 978-1-57607-335-3.
- ↑ Erlich, Haggai (2002), The Cross and the River: Ethiopia, Egypt, and the Nile. Lynne Rienner Publishers. ISBN 1-55587970-5, p. 192.
- ↑ Murrell, p. 148
- ↑ Ewing, William H.; Abdi, Beyene (1972). Consolidated Laws of Ethiopia Vol. I. Addis Ababa: The Faculty of Law Haile Sellassie I University. pp. 45–46.
- ↑ Karsh, Efraim (1988), Neutrality and Small States. Routledge. ISBN 0-41500507-8, p. 112.
- ↑ Salvano, Tadese Tele (2018). የደረግ አነሳስና (የኤርትራና ትግራይ እንቆቅልሽ ጦርነት) [The Derg Initiative (The Eritrean-Tigray Mysterious War)]. Tadese Tele Salvano. pp. 81–97. ISBN 978-0791596623.
- ↑ "Ethiopian Court Hears How Emperor Was Killed". The Washington Post (in American English). ISSN 0190-8286. بياځلي په 6 November 2018.
- ↑ "Rastafarian", Major religions ranked by size, Adherents, له اصلي څخه خوندي شوی په 16 August 2000
{{citation}}
: CS1 maint: unfit URL (link). - ↑ Barrett, Leonard E. (1988). The Rastafarians. Beacon Press. ISBN 978-0-8070-1039-6.
- ↑ Edmonds, Ennis B. (2012). Rastafari: A Very Short Introduction. Oxford: University Press. p. 71. ISBN 9780199584529.
- ↑ Meredith, Martin (2005), The Fate of Africa: From the Hopes of Freedom to the Heart of Despair. Public Affairs. ISBN 1-58648398-6, pp. 212–13.
- ↑ Rebellion and Famine in the North under Haile Selassie (PDF), Human Rights Watch.
- ↑ Feener, Michael (2004). Islam in World Cultures: Comparative Perspectives. ABC-CLIO. p. 227. ISBN 9781576075166. بياځلي په 23 February 2017.
- ↑ Dimbleby, Jonathan (8 December 1998), "Feeding on Ethiopia's Famine", The Independent, UK (taken from Chapter 3 of Evil Days: Thirty Years of War and Famine in Ethiopia Alexander de Waal (Africa Watch, 1991).
- ↑ Oromo children's books keep once-banned Ethiopian language alive, 13 February 2016, بياځلي په February 14, 2016
- ↑ Language & Culture (PDF), خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09
- ↑ ETHIOPIANS: AMHARA AND OROMO, January 2017
- ↑ Bender, M. L. (1976). Language in Ethiopia. London: Oxford University Press. pp. 187–190. ISBN 9780194361026.
- ↑ Scholler, Heinrich; Brietzke, Paul H. (1976). Ethiopia: Revolution, Law and Politics. Munich: Weltforum-Verlag. p. 154. ISBN 3803901367.
- ↑ Ewing, William H.; Abdi, Beyene (1972). Consolidated Laws of Ethiopia Vol. II. Addis Ababa: The Faculty of Law Haile Sellassie I University. p. 1105.
- ↑ OROMO CONTINUE TO FLEE VIOLENCE, September 1981
- ↑ Country Information Report ethiopia, August 12, 2020
{{citation}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Ethiopia. Status of Amharas, March 1, 1993
- ↑ "Haile Selassie: Statue of former Ethiopian leader destroyed in London park". BBC News. 2 July 2020.
- ↑ "Deadly protests erupt after Ethiopian singer killed". BBC News. 30 June 2020. بياځلي په 1 July 2020.
- ↑ Ethiopians Angered At Singer's Death Topple Statue, 30 June 2020, بياځلي په June 30, 2020
- ↑ Pétridès, S. Pierre (1963). Le Héros d'Adoua: Ras Makonnen, Prince d'Éthiopie. 8, rue Garancière, Paris: Librairie Plon. p. 299.
{{cite book}}
: CS1 maint: location (link) - ↑ Bridgette, Kasuka (2012). Prominent African Leaders Since Independence. Tanzania: New Africa Press. p. 19. ISBN 9781470043582.
- ↑ Henze, Paul B (2001). Layers of time a history of Ethiopia. New York: Palgrave. p. 189.
- ↑ Woodward, Peter (1994), Conflict and Peace in the Horn of Africa: federalism and its alternatives. Dartmouth Pub. Co. ISBN 1-85521486-5, p. 29.
- ↑ Ryle, John. "Burying the Emperor". johnryle.com. Granta Magazine. بياځلي په 8 March 2022.
- ↑ Bailey, Wade (2007). Rastafari and It's Shamanist Origin's. Lulu.com. p. 10. ISBN 9781847993250.
- ↑ Greenfield, Richard (1965). Ethiopia: A New Political History. United States of America: Frederick A. Praeger Inc. Publishers. pp. 147–148.
- ↑ S. Pierre Pétridès, Le Héros d'Adoua. Ras Makonnen, Prince d'Éthiopie, کينډۍ:P.
- ↑ de Moor, Jaap, and Wesseling, H. L. (1989), Imperialism and War: Essays on Colonial Wars in Asia and Africa. Brill. ISBN 9004088342, p. 189.
- ↑ Shinn، م. 265.
- ↑ Shinn, pp. 193–4.
- ↑ White, pp. 34–5.
- ↑ "Modern era". History of Ethiopia. Solomonic crown heraldry. خوندي شوی له the original on 26 سپټمبر 2010. بياځلي په 12 سپټمبر 2012.
- ↑ Mockler, p. 387.
- ↑ "Haile Selassie of Ethiopia Dies at 83". The New York Times. 28 August 1975. بياځلي په 21 July 2007.
Haile Selassie, the last emperor in the 3,000-year-old Ethiopian monarchy, who ruled for half a century before he was deposed in a military coup last September, died yesterday in a small apartment in his former palace. He was 83 years old. His death was played down by the military rulers who succeeded him in Addis Ababa, who announced it in a normally scheduled radio newscast there at 7 am They said that he had been found dead in his bed by a servant, and that the cause of death was probably related to the effects of a prostate operation Haile Selassie underwent two months ago.
- ↑ Asfa-Wossen Asserate (2017). King of Kings: the triumph and tragedy of Emperor Haile Selassie I of Ethiopia. Haus Publishing. p. 348. ISBN 9781910376645. OCLC 987610656.
- ↑ Reuters. "Ex-Rulers of Ethiopia Charged With Strangling Haile Selassie" (in انګليسي). بياځلي په 6 November 2018.
{{cite news}}
:|last=
has generic name (help) - ↑ ""እንኳን ሰው ዝንብ አልገደልኩም!" ኮ/ል መንግሥቱ የ60ዎቹ ባለስልጣናት ግድያ 43ኛ ዓመት መታሰቢያ". Ethio Reference. 1 November 1974.
- ↑ "The real story of the last days of Emperor Haile Selassie of Ethiopia - Face2Face Africa". Face2Face Africa (in American English). 27 August 2018. بياځلي په 6 November 2018.
- ↑ Riste, Tesfaye (2009). Misekerenet Bebaale Seltanatu Andebet. Addis Ababa, Ethiopia.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Wogderess, Fikre Selassie (2014). Egnana Abiyotu. Tsehay Publishers. pp. 211, 310.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 maint: unfit URL
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 maint: location
- CS1 errors: generic name
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 maint: location missing publisher