هیلاري پوټنام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


هیلاري وایټهال پوټنام (زوکړه: د ۱۹۲۶ زکال د جولای ۳۱مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د مارچ ۱۳مه) امریکايي فیلسوف، ریاضي پوه، د کمپیوټري علومو ساینس پوه او د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د تحلیلي فلسفې له مخکښانو څخه و. نوموړي د ذهني فلسفې، د ژبې د فلسفې، د ریاضیاتو د فلسفې او د علومو د فلسفې په برخه کې پام وړ چارې ترسره کړې دي. له فلسفې هاخوا، پوټنام له ریاضیاتو او کمپیوټري علومو سره پام وړ مرسته کړې ده. نوموړي له مارټین ډیویس سره یوځای د بولن د صدق پذیرۍ د قضیې (Boolean satisfiability problem) لپاره د ډیویس – پوټنام الګوریتم رامنځته کړ. [۱][۲][۳]

پوټنام د نورو کسانو د فلسفې چارو د سپړنې په څېر د خپلو فلسفي موضوعاتو له سپړنې سره لیوالتیا لرله او له همدې امله یې شهرت درلود، ځکه چې هره موضوع به یې تر هغه مهاله تر کره تحلیل لاندې نیوله، تر هغه چې د هغو نیمګړتیاوې به یې څرګندې کړې. په پایله کې نوموړي د خپل دریځ د مکرر بدلون له امله شهرت وموند. پوټنام د ذهني فلسفې په برخه کې د پنځپوهنپالنې پر ضد د څو ګونې ذهني تحقق پذیرۍ د فرضیې پر بنسټ د ذهني او فزیکي حالاتو د ډول د څرنګوالي او همدارنګه د ذهن او بدن له ستونزو سره په اړیکې د کارکړنې د مفهوم اړوند د استدلالونو د وړاندې کولو له امله پېژندل کېږي. د ژبې د فلسفې په برخه کې نوموړي له سائول کریپکه سره یوځای د ارجاع علیتي نظریې ته پراختیا ورکړه او د معنی اصلي نظریه یې رامنځته کړه چې د غبرګلونې ځمکې په نامه یې د فکري ارزونې پر مټ د بهرپالنې (بیرونګرايي) مفهوم وړاندې کړ. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ژوند[سمول]

هیلاري وایټهال پوټنام د ۱۹۲۶ زکال د جولای په ۳۱ مه د ایلینوی په شیکاګو ښار کې وزیږېد. پلار یې ساموئل پوټنام نومېده چې د رومي ژبو څېړونکی، کالم لیکونکی او ژباړن و چې له ۱۹۳۶ زکال څخه یې تر ۱۹۴۶ زکال پورې د امریکا د کمونېست ګوند نشریې، ډایلي ورکر ته لیکنې کولې. پوټنام کمونېزم ته د خپل پلار د ژمنتیا له امله سیکولر و روزل شو، په داسې حال کې چې مور یې، ریوا، یهودۍ وه. د هیلاري له زیږون شپږ میاشتې وروسته د ۱۹۲۷ زکال په لومړیو کې د دوی کورنۍ فرانسې ته کډه شوه ځکه چې پلار یې ساموئل د فرانسوا رابله د پاتې شوو اثارو د ژباړې قرارداد ترلاسه کړی و. پوټنام په ۲۰۱۵ زکال کې د خپل ژوندانه اړوند یوه مقاله کې ولیکل چې د ماشومتوب لومړنۍ خاطرې یې په فرانسه کې ژوند ته اړوندې دي او د هغه لومړنۍ ژبه هم فرانسوي وه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

وړاندې له دې چې نوموړی او کورنۍ یې په ۱۹۳۳ زکال کې د متحده ایالاتو فیلادلفیا ته را وګرځي، پوټنام د خپلو لومړنیو زده کړو لومړني دوه ټولګي په فرانسې کې بشپړ کړل. نوموړی په متحده ایالاتو کې سنټرال عالي لیسې ته ولاړ او هلته یې له نوام چامسکي سره ولیدل چې له ده څخه یو کال په زده کړو کې شاته و. دوی دواړه بیا په راتلونکي کې ملګري شول چې تر ډېره یې فکري مخالفت هم درلود.  پوټنام د پنسلوانیا په پوهنتون کې فلسفه ولوسته او له دغه ځایه یې د لیسانس سند ترلاسه کړ، نوموړی د همدغه پوهنتون د فیلوماتي ټولنې غړی شو چې په دغه هېواد کې تر ټولو لرغونې او دوام لرونکې پوهنتوني ادبي ټولنه ده. هغه د ماسټرۍ په کچه زده کړې په هاروارډ پوهنتون کې وکړې او په ۱۹۵۱ زکال کې یې د کالیفورنیا پوهنتون د فلسفې له پوهنځي څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

پوټنام د دوکتورا له ترلاسه کولو وروسته په نورث وېسټرن پوهنتون (۱۹۵۱ – ۱۹۵۲ زکال) پرینسټون پوهنتون (۱۹۵۳ – ۱۹۶۱ زکال) او د ماساچوستس د ټکنالوژۍ په انستیتیوت (۱۹۶۱ – ۱۹۶۵ زکال) کې تدریس وکړ. نوموړی د خپل مسلکي ژوند په پاتې برخه کې د هاروارډ پوهنتون د فلسفې په پوهنځي کې تدریس وکړ او د کوګان پوهنتون د ښوونکي په توګه یې هم دنده ترسره کړه. په ۱۹۶۲ زکال کې نوموړي له مرستیالې فیلسوفې روث انا پوټنام (روث انا جاکوبس) سره واده وکړ چې په ولزلي کالج کې د فلسفې د څانګې ښوونکې وه. پوټنام د یهوادنو ضد هغه پاڅون له امله چې د ځوانۍ پر مهال یې تجربه کړی و، پرېکړه یې وکړه د خپلو ماشومانو لپاره سنتي یهودي کور جوړ کړي. له دې امله چې نوموړي د یهودیت د مناسکو په برخه کې هېڅ تجربه نه لرله هڅه یې کوله په یهودي اخترونو کې نور یهودان په خپل کور کې میلمانه کړي. هغه د یهودي مناسکو او عبري ژبې زده کړې ته مخه کړه او په فعاله توګه یې یهودي مناسک تمرین کول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۶۰مه لسیزه او د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې پوټنام د امریکا د مدني حقونو د خوځښت فعاله ملاتړی او همدارنګه د ویتنام د جګړې فعال مخالف وګرځېد. په ۱۹۶۳ زکال کې نوموړي د ماساچوستس د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې د ښوونکو او زده کړیالانو جګړه ضد کمېټه جوړه کړه. په ۱۹۶۵ زکال کې هاروارډ ته په تبدیلي هغه پوهنتوني اعتراضات تنظیم کړل او د مارکسیزم د تدریس ټولګي یې جوړ کړل. پوټنام د دیموکراتیکي ټولنې لپاره د زده کوونکو د سازمان علمي سلاکار شو او په ۱۹۶۸ زکال کې یې د کارګر مترقي ګوند غړیتوب ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۶۵ زکال کې د امریکا د علومو او هنر د اکاډمۍ غړی وټاکل شو. له ۱۹۶۸ زکال وروسته د هغه سیاسي چارو د کارګر مترقي ګوند (Progressive Labor Party) پر محور تمرکز وموند. د هاروارډ ادارې د هغه دغه چارې اخلال کوونکې وګڼلې او هڅه یې وکړه د ده دغه چارې محکومې کړي. همدا و چې پوټنام په ۱۹۷۲ زکال کې د تل لپاره له دغه ګوند سره خپلې اړیکې وشلولې. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

پوټنام په ۱۹۷۶ زکال کې د امریکا د فلسفې ټولنې مشر وټاکل شو. په داسې حال کې چې له خپلې راډیکال ماضي څخه جلا شوی و، خو هیڅکله یې خپل دغه باور ته شا نه کړه چې ګویا پوهان د ټولنې پر وړاندې ځانګړی ټولنیز او اخلاقي مسئولیت لري. نوموړی په خپلو سیاسي لیدلورو کې صریح او ترقي غوښتونکی و، هماغه ډول چې «څه ډول اخلاقي ستونزې حل کړو» (۱۹۸۳ زکال) او «د دیموکراسۍ لپاره د زده کړو» (۱۹۹۳ زکال) تر عنوانو لاندې مقالو کې یې څرګندېږي. [۳۳]

پوټنام د بریتانیا د ملي اکاډمۍ همکار و. نوموړی په ۱۹۹۹ زکال کې د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۰ زکال په جون میاشت کې له تدریس څخه تقاعد او د کوګان پوهنتون متقاعد ښوونکی شو، خو له ۲۰۰۹ زکال وروسته یې نږدې هر کال د تل آویو په پوهنتون کې سیمنارونه جوړول. نوموړي همدارنګه د ۲۰۰۱ زکال پر مهال د امستردام پوهنتون د فلسفې په پوهنځي کې د سپینواز څوکۍ خپله کړه. د هغه په اثارو کې د راغونډو شوو اثارو پنځه ټوکه، اووه کتابونه او څه باندې ۲۰۰ مقالې شاملېږي. له یهودیت سره د هغه بیاځلي لیوالتیا لامل وګرځېده چې نوموړی د یهودیت اړوند څو کتابونه او مقالې خپرې کړي. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې هغه له خپلې مېرمنې سره یوځای د امریکا د عمل ګرا خوځښت اړوند څو مقالې او یو کتاب ولیکه. [۳۴][۳۵][۳۶]

پوټنام د فلسفې او منطق په برخو کې د چارو له امله په ۲۰۱۱ زکال کې د رولف شوک جایزه او په ۲۰۱۵ زکال کې یې سیستماتیکې فلسفې ته اړونده د نیکولاس رسچر جایزه ترلاسه کړه. پوټنام د ۲۰۱۶ زکال د مارچ په ۱۳مه د ماساچوستس په ارلینګټون کې په خپل کور کې ومړ. نوموړی د مړینې پر مهال په هاروارډ پوهنتون کې د کوګان پوهنتون متقاعد ښوونکی و.[۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. Casati, R. (2004). "Hillary Putnam". In Vattimo, Gianni (المحرر). Enciclopedia Garzanti della Filosofia. Milan: Garzanti Editori. د کتاب نړيواله کره شمېره 88-11-50515-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Davis, M.; Putnam, H (1960). "A computing procedure for quantification theory". Journal of the ACM. 7 (3): 201–215. doi:10.1145/321033.321034. S2CID 31888376. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Matiyesavic, Yuri (1993). Hilbert's Tenth Problem. Cambridge: MIT. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-262-13295-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. King, P. J. (2004). One Hundred Philosophers: The Life and Work of the World's Greatest Thinkers. Barron's. د کتاب پاڼې 170. OCLC 56593946. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-764-12791-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ritchie, Jack (June 2002). "TPM: Philosopher of the Month". د اصلي آرشيف څخه پر July 9, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Casati, R. (2004). "Hillary Putnam". In Vattimo, Gianni (المحرر). Enciclopedia Garzanti della Filosofia. Milan: Garzanti Editori. د کتاب نړيواله کره شمېره 88-11-50515-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. LeDoux, J. (2002). The Synaptic Self: How Our Brains Become Who We Are. New York: Viking Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 88-7078-795-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Clark, Peter; Hale, Bob, المحررون (1995). Reading Putnam. Cambridge (Massachusetts), Oxford: Blackwell. OCLC 35303308. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-19995-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Putnam, H. (1964). Benacerraf, Paul (المحرر). Philosophy of Mathematics: Selected Readings. Englewood Cliffs, N.J.: Prentice-Hall. OCLC 1277244158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) 2nd ed., Cambridge: Cambridge University Press, 1983.
  10. کينډۍ:Cite SEP
  11. Baghramian, Maria (2012). "Introduction: A life in philosophy". In Baghramian, M. (المحرر). Reading Putnam. New York: Routledge. د کتاب پاڼي 1–16. OCLC 809409617. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-53007-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wolfe, Bertram David (1965). Strange Communists I Have Known. Stein and Day. د کتاب پاڼې 79. OCLC 233981919. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. King, P. J. (2004). One Hundred Philosophers: The Life and Work of the World's Greatest Thinkers. Barron's. د کتاب پاڼې 170. OCLC 56593946. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-764-12791-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Putnam, Hilary (2015). Auxier, R. E.; Anderson, D. R.; Hahn, L. E. (المحررون). The Philosophy of Hilary Putnam. Chicago: Open Court. OCLC 921843436. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8126-9898-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Baghramian, Maria (2012). "Introduction: A life in philosophy". In Baghramian, M. (المحرر). Reading Putnam. New York: Routledge. د کتاب پاڼي 1–16. OCLC 809409617. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-53007-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Putnam, Hilary (2015). Auxier, R. E.; Anderson, D. R.; Hahn, L. E. (المحررون). The Philosophy of Hilary Putnam. Chicago: Open Court. OCLC 921843436. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8126-9898-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Barsky, Robert F. (1997). "2: Undergraduate Years. A Very Powerful Personality". Noam Chomsky: A Life of Dissent. MIT Press. OCLC 760607694. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-02418-1. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۰۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. King, P. J. (2004). One Hundred Philosophers: The Life and Work of the World's Greatest Thinkers. Barron's. د کتاب پاڼې 170. OCLC 56593946. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-764-12791-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hickey, L. P. (2009). Hilary Putnam. London, New York: Continuum. OCLC 1001716818. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-847-06076-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Putnam, H. (1990). The Meaning of the Concept of Probability in Application to Finite Sequences. New York: Garland. OCLC 463716809. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-824-03209-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. O'Grady, Jane (March 14, 2016). "Hilary Putnam obituary". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 29, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Marquard, Bryan (20 May 2019). "Ruth Anna Putnam, Wellesley College philosophy professor, dies at 91". Boston Globe (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hickey, L. P. (2009). Hilary Putnam. London, New York: Continuum. OCLC 1001716818. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-847-06076-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Wertheimer, L. K. (په July 30, 2006 باندې). Finding My Religion. The Boston Globe.
  25. Hickey, L. P. (2009). Hilary Putnam. London, New York: Continuum. OCLC 1001716818. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-847-06076-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. O'Grady, Jane (March 14, 2016). "Hilary Putnam obituary". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 29, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Foley, M. (2003). Confronting the War Machine: Draft Resistance during the Vietnam War. Chapel Hill, North Carolina: North Carolina Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8078-2767-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Book of Members, 1780–2010: Chapter P" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په April 14, 1971 باندې). Faculty Will Vote on New Procedures for Discipline. The Harvard Crimson.
  30. (په May 28, 1971 باندې). Putnam Says Dunlop Threatens Radicals. The Harvard Crimson.
  31. (په March 6, 2005 باندې). NYT correction, March 6, 2005. The New York Times.
  32. Foley, M. (2003). Confronting the War Machine: Draft Resistance during the Vietnam War. Chapel Hill, North Carolina: North Carolina Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8078-2767-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hickey, L. P. (2009). Hilary Putnam. London, New York: Continuum. OCLC 1001716818. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-847-06076-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "The Spinoza Chair". Department of Philosophy. University of Amsterdam. 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Hickey, L. P. (2009). Hilary Putnam. London, New York: Continuum. OCLC 1001716818. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-847-06076-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Hilary Putnam awarded The Rolf Schock Prize in Logic and Philosophy". The Philosopher's Eye. 12 April 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Fike, Katie (October 5, 2015). "Harvard's Hilary Putnam Awarded Pitt's Nicholas Rescher Prize". University of Pittsburgh. د لاسرسي‌نېټه August 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په March 17, 2016 باندې). Hilary Putnam, Giant of Modern Philosophy, Dies at 89. The New York Times.