Jump to content

هينري کلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هينري کلی (12 اپريل 1777 – 29 جون 1852) يو امريکايي قانون پوه او سياستوال و، چا چې د امريکا د سنا په مجلس او همدا راز د استازو په جرګه کې د کينټاکي ايالت استازولي وکړه. نوموړی د مجلس اوم رئيس او همدا راز نهم د بهرنيو چارو وزير و. نوموړي په 1824، 1832 او 1844ز کلونو کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون ناکامې هڅې وکړې. نوموړي د جمهوري غوښتونکي ملي ګوند او ویګ ګوند دواړو په بنسټ اېښودلو کې مرسته کړې وه. د طبقاتي بحرانونو په شنډولو کې د هغه د ونډې له امله، نوموړي د ستر جوړجاړي کونکي لقب خپل کړ، او د همکار ويګ «ډانيال ويبسټر» او ديموکرات «John C. Calhoun» سره يوځای د کانګريس د سترو درې ګونو برخه و.

کلی په 1777ز کال کې په کلفورنيا کې زېږېدلی و، او د کينټاکي په ليکسنګټن کې يې په 1797ز کال کې د قانون په برخه کې خپل کار پيل کړ. د ډيموکراتيک-جمهوري غوښتونکي ګوند د يو غړي په توګه، کلی په 1803ز کال کې د کينټاکي د ايالتي مققنه قوې لپاره او په 1810ز کال کې د متحده ايالاتو د استازو جرګې لپاره ټاکنې وګټلې. نوموړی د 1811ز کال په لومړيو کې د دې جرګې د رئيس په توګه وټاکل شو، اود ولسمشر «جيمز ميډيسن» سره يوځای يې د انګلستان پر ضد د 1812ز کال په جګړه کې د متحده ايالاتو مشري وکړه. په 1814ز کال کې، نوموړي د Ghent د تړون په اړه په مذاکراتو کې مرسته وکړه، د کوم تړون په پايله کې چې د 1812ز کال جګړه پای ته ورسېده، او له جګړې وروسته، کلی د جرګې د رئيس په توګه بېرته خپلې دندې ته راستون شو، او امريکايي سيستم يې جوړ کړ، کوم کې چې د فدرالي زېربناوو د پانګونې، د ملي بانک ملاتړ، او د تعرفې د خونديتابه لوړې اندازې غوښتنه شوې وه. په 1820ز کال کې، نوموړي د مسوري جوړجاړي د تصويب په مشرۍ کولو سره د مريتوب په اړه د طبقاتي بحران په پای ته رسولو کې مرسته وکړه. کلی د 1824-1825ز کلونو ولسمشريزو ټاکنو کې چې ګڼ نوماندان يې درلودل، څلورم هغه نوماند و چې ډېرې ټاکنيزې رايې يې خپلې کړې وې، او د ولسمشر د ټاکلو لپاره په مشروطو ټاکنو کې د «جان کوينسي ايډمز» په بريا کې د مرستې کولو لپاره يې د رئيس په توګه له خپلې دندې ګټه پورته کړه. له دې وروسته ولسمشر «ايډمز» هغه د بهرنيو چارو وزير د قدرمنې دندې ته وټاکه؛ د دې په پايله کې، نيوکه کونکو تور پورې کړ چې دواړو له فساده په يوه ډکه معامله موافقه کړې وه. د «کلی» او نورو ملي جمهوري غوښتونکو د ملاتړ سره سره، ديموکراتيک «اينډريو جیکسن» د 1828ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې ايډمز ته ماتې ورکړه. کلی په 1831ز کال کې د سنا مجلس ټاکنې وګټلې، او د 1832ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ملي جمهوري غوښتونکو د نوماند په توګه برخه واخيسته، خو د ولسمشر جيکسن له خوا پرېکنده ماتې ورکړل شوه. د 1832ز کال له ټاکنو وروسته، کلی د 1833ز کال د تعرفې د مهم تصويب په مټ د منسوخۍ د بحران (دا د تعرفې د منسوخولو يو بحران ) په پای ته رسولو کې مرسته وکړه، د «جيکسن» د دويم ځل واکمنۍ پر مهال، د کلی، ويبستر، او وليام هنري هريسن په ګډون د ولسمشر مخالفينو ويګ ګوند جوړ کړ، او د کلونو په اوږدو کې، کلی يو مخکښ کانګريسي ويګ وګرځېد.

کلی د 1840ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون هڅه وکړه، خو په ويګ ملي کنوانسيون کې يې د هريسن له خوا ماتې وخوړه. کله چې هريسن مړ شو، د هغه مرستيال ولمسمشر واک ته ورسېد، کلی د هريسن له ځای ناستي «جان ټيلر» سره په ټکر کې واقع کې شو، چا چې په 1841ز کال کې د هريسن په مړينې سره د واک تر لاسه کولو وروسته له «کلی» او نورو کانګريسي ويګ سره اړيکې برې کړې. کلی په 1842ز کال کې د سنا مجلس څخه استعفاء ورکړه او په 1844ز کال کې يې د ويګ ولسمشري نوماندي وګټله، خو په عامو ټولټاکنو کې د ډيموکرات «جيمز کی پولک» په وړاندې يې په لږ توپير ماتې وخوړه، چا چې د ټيکساس جمهوريت د الحاق تر ټولو لومړۍ موضوع ګرځولې وه. کلی له دې وروسته د مکسيکو او امريکا پر جګړه نيوکه وکړه، او په 1848ز کال کې يې د ويګ د ولسمشري نوماندۍ هڅه وکړه، خو د جنرال «زچري ټيلر» په پلوۍ له نوماندۍ تېر شو چا چې ټاکنې وګټلې. په 1849ز کال کې د سنا مجلس ته له راګرځېدو وروسته، کلی د 1850ز کال د جوړجاړي په تصويب کې مهمه ونډه درلوده، کوم چې په دې سيمو کې د مريتوب د حيثيت اړوند بحران وځنډولو. کلی د خپل وخت يو له تر ټولو مهمو او اغېزناکو سياسي څېرو څخه شمېرل کېدو.[۱]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

هينري کلی د 1777ز کال د اپريل په  دولسمه نېټه د ويرجينيا د «هانور» ولسوالۍ په کلی محله کې زېږېدلی و. نوموړی د «ريورنډ جان کلی» او «الزبيت کلی» (کورنی نوم هډسن) د نهو بچيانو څخه اوم بچی و. د کلی نږدې ټول مشران وروڼه خوندې بلوغ ته له رسېدو مخکې مړه شوي وو. د هغه پلار چې د تعميد غسل ورکولو يو مذهبي مشر «سر جان» و، په 1781ز کال کې ومړ، کلی او وروڼو هر يو ته يې دوه مريان پرېښودل؛ هغه همدا راز خپلې مېرمنې ته اتلس مريان  او 464 جريبه (188 هکتاره) ځمکه هم پرېښوده. کلی بشپړ انګريز توکمه و، يو مشر نېکه يې جان کلی، په 1613ز کال کې په ويرجينيا کې اباد شوی و. کلی کورنۍ يوه مشهوره پېژندل شوې سياسي کورنۍ شوه، چې د متحده ايالاتو درې نور سناتوران، ګڼ ايالتي سياستوال او د کلی تربور «کيسيس کلی»، څوک چې د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې د مريتوب ضد فعاليتونو يو پیاوړی فعال و، د دې کورنۍ غړي وو.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

انګريزانو د هغه د پلار له مړينې ډېر ژر وروسته د کلی پر کور بريد وکړ، او د دې کورنۍ اقتصادي حالت يې له ګواښونو سره مخ کړ. په هر حال، د هغه کونډې الزبت کلی د کيپتان «هنري واټکنز» سره واده وکړه، څوک چې يو بريالی کروندګر او د جان کلی تربور و. د الزبت له «واټکنز» څخه نور اوه بچيان وزېږېدل، او په دې ډول يې ټول شپاړس بچيان وزېږول. «واټکنز» يو مهربانه او ملاتړ کونکی پلندر شو، او له «کلی» ورسره ښې اړيکې وې. د هغه د مور له دويم واده وروسته، ځوان کلی په «هانور» ولسوالۍ کې پاتې شو، چېرته چې هغه ليک لوست زده کړل. په 1791ز کال کې، واټکنز خپله کورنۍ کينټاکي ته کډه کړه، او په لوېديځ کې د ښېرازه نويو ځمکو په لټون کې د خپل ورور سره يوځای شو. په هر حال، کلی له هغوی سره ملګری نه شو، ځکه چې واټکنز په رچمنډ پلورنځي کې د هغه لپاره لنډ مهالې دنده پیدا کړې وه، له دې ژمنې سره چې کلی به بله موجوده دنده د ويرجينيا په عالي محکمه کې تر لاسه کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۹][۱۲]

په ريچمنډ پلورنځي کې د يو کال لپاره له کار کولو څخه وروسته، کلی د ويرجينيا په عالي محکمه کې شته دنده تر لاسه کړه. کلی له خپلې نوې دندې سره ښه سمون پيدا کړ، او د هغه ليکلو د وليام او ميري د کالج د پروفيسر «جارج وايت» پاملرنه ځان ته واړوله، څوک چې د خپلواکۍ د اعلاميې يو لاسليک کونکی، د تاماس جفرسن پالونکی او د ويرجينيا په عالي محکمه کې قاضي و. د لاس د شلوالي له امله له ستونزو سره مخ و، «وايت» کلی د خپل سکرتر او کاتب په توګه غوره کړ، په کومه دنده چې کلی د څلورو کلونو لپاره پاتې شو. «وايت» د کلی په نړيواله نظريه پیاوړی اغېز پرېښود، په داسې حال کې چې کلی د وايت دا باور ومانه چې د متحده ايالاتو بېلګه کولای شي ټولې نړۍ ته د انساني ازادۍ په خپرولو کې مرسته وکړي. له دې وروسته وايت د ويرجينيا د څارنوال «رابرټ بروک» سره د کلی لپاره يوه دنده پیدا کړه، په داسې حال کې چې هغه پوهېدو چې «بروک» به د کلی د قانون زده کړې بشپړې کړي. د «بروک» تر څارنې لاندې د خپلو زده کړو تر بشپړولو وروسته، کلی په 1797ز کال کې د ويرجينيا د وکيلانو په ټولنه کې شامل کړای شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. D. A. Smith, Presidents from Adams Through Polk, 1825–1849 (Santa Barbara: Greenwood Press, 2005), p. 12.
  2. Klotter 2018، م. 309.
  3. Heidler او Heidler 2010، مم. 4–5.
  4. Remini 1991، مم. xxiv, 4.
  5. Eaton 1957، مم. 6–7.
  6. Van Deusen 1937، م. 4.
  7. Eaton 1957، م. 5.
  8. "Henry Clay and the art of American politics". Boston, Little, Brown. January 5, 2024.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Heidler او Heidler 2010، مم. 11–13.
  10. Heidler او Heidler 2010، مم. 13–15.
  11. Eaton 1957، م. 6.
  12. Heidler او Heidler 2010، مم. 9–10.
  13. Henry Clay - Encyclopedia Virginia
  14. Heidler او Heidler 2010، م. 23.
  15. Klotter 2018، م. 5.
  16. Heidler او Heidler 2010، مم. 20–21.
  17. Eaton 1957، م. 7.