Jump to content

هيرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لرغوني يوناني دين کې، هيرا د واده، ښځو، او کورنۍ ښځينه خدايه (رب النوع/خدایګوټې) او د زېږون پر مهال د ښځو ساتندويه ده. په يوناني افسانو کې، هغې د دولسو «اولمپينيانو» او اولمپس د غر ملکه ده، د زيوس مېرمن ده، د کرونس او ريا تيتانانو لور ده. په افسانو کې د هغې د تشريحي ځانګړتياوو څخه يو يې، د هغو خلکو سره حسد او د غچ اخيستنې طبيعيت دی، چې دا خفه کوي، په ځانګړي ډول د زيوس د بې شمېره زناکاره معشوقو او غېر شرعي اولاد څخه.

د هغې انځورونه، نوموړې عموماً د يو باوقاره، صميمي شخصيت په توګه وړاندې کوي، ولاړه وي، يا په تخت ناسته وي، په سر د استوانه يي [پولو] يا حلقوي [ډايډيم] تاج لري، کله کله د واده شوې ښځې په څېر پرده لري. هغه د قانوني واده ښځينه ساتندويه خدايه ده. هغه د وادونو څارنه کوي، ازدواجي يووالی برکتي کوي او قانوني حيثيت ورکوي، او د زېږون پر مهال له زيان څخه د ښځو ساتنه کوي. د هغې په سپېڅلو ژويو کې غوا، کوکو مرغۍ [ګوګوشتکه/پخکه]، او طاوس شامل دي. هغه کله کله د لافاني د نښې په توګه په لاس کې انار نيولې ښودل شوې ده. د هغې رومي سيال جونو دی.[۱][۲]

لغتپوهنه

[سمول]

د هيرا نوم (چې د Hēra يا Hērē په بڼه ليکل کېږي) ګڼې ممکنې او متقابلې رېښې لري. يوه شونتيا دا ده چې دا ټکی له ὥρα hōra يوناني ټکي سره تړلی چې د موسم په معنا دی، او په دې ډول تشریح کېږي چې هغه د واده لپاره پخه شوې ده، او د افلاطون په وينا له ἐρατή eratē سره تړاو لري چې د "محبوب" په معنا دی، لکه چې ويل کېږي چې زيوس له هغې سره په مينه واده کړی و. د «پلوټارک» په وينا، هيرا يو کناوي نوم او د aēr (ἀήρ، "هوا") يو تحريف دی. په همدې ډول د «والټر برکرټ» په يوناني مذهب کې په هيرا يوه برخه پيل کېږي. په يوه يادونه کې، هغه د نورو پوهانو دلايل ثبت کړي دي، "چې دا د هوريس يعنې مالک، ښځينه معنا يعنې مالکه ده"، خو د دې ټکي منشاً باوري نه ده. د B خطي لیک د مفهو پېژندونکی «جان چاډويک» تبصره کړې ده چې "ښايي د هغې نوم له hērōs، ἥρως، hero سره تړاو ولري، خو له دې هم کومه ګټه نه شته؛ ځکه چې دا هم له لفظي اړخه روښانه نه دی. «ای. جی. وان ونډيکنس» د  "ځوانه غوا، [سخوندره]" وړانديز کوي، کوم چې د هيرا د عامې محاورې βοῶπις (boōpis، "د غوا سترګې لرونکې") سره مطابقت لري. «ار.ايس. پي. بيکس» د دې ټکي لپاره له يوناني ژبې د مخکې ژبو رېښې وړاندې کړې دي. د هغې نوم «مايسينيايي» يوناني کې تاييد شوی دی، چې د B خطي نصابي رسم الخط کې د e-ra په بڼه ليکل شوی دی، او په «پايلوس» او «تبس» کې موندل شويو تختو باندې ښکاري، همدا راز په قبرصي لهجه کې د e-ra-i بڼه د زور په حالت کې شته.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ښايي چې پروټو-اندو-اروپايي به يې په اصل کې به معنا، يا (أ) هغه ښځينه چې وصل شوې/جوړه شوې وي، يا به (ب) هغه ښځینه چې خپل ځان وصل کوي... هم له ټولنيز اړخه هم له فيزيکي يا احساساتي اړخه" وي.[۱۲]

د خدای د نوم لرونکي ډېر نومونه لکه هيرکلس، هيراکليټس، هيروډوټس، هيروډيکس، له هيرا څخه اخيستل شوي دي.[۱۳]

لقبونه

[سمول]

هيرا په افسانوي روايت او ادبياتو کې ګڼ القاب تر لاسه کړي دي. په تاریخي وختونو کې ډېريو يونانيانو هيرا د زيوس د مېرمنې په توګه منلې ده. هيرا د ودونو او واده شویو ښځو د حقوقو ساتونکې ده. په ځينو فرقو کې هغه د ځمکې د ښځينه خدايې يو شمېر کارونه هم کوي. نوموړې کله کله د سرپرستې ښځینه خدایې په توګه تر جګړې پورې هم تړاو لي. [۱۴][۱۵]

د واده او ناوې ښځینه خدايه

[سمول]
  • Γαμήλιος (Gamēlios)، په واده واک. د هيرا لپاره قربانۍ د يو خوشاله ازدواجي ژوند باوري کوي.[۱۶]
  • Γαμηστόλος (Gamēstόlos)، د واده د سرتېرو مشري کول. [۱۷]
  • Νυμφευομένη (Nymphevomenē)د خپل جشن دايدالا په لړ کې، په پلاټايا کې د يوې ناوې په توګه.[۱۸][۱۹]
  • Νυμφη (Nymphē)، ناوې.[۲۰]
  • Παρθένος (Parthénos)، پېغله.[۲۱]
  • Παρθενία (Parthenia)،[۲۲]
  • Παῖς (Pais)، ماشوم (د پېغلې په توګه په خپله دنده کې) په Stymphalus کې.[۲۳][۲۴]
  • Συζύγιος (Syzygios)، د واده سرپرسته.[۲۵][۲۶]
  • Τελεία (Teleia)، د واده بشپړول.[۲۷][۲۸]
  • Ζυγία (Zygia)، د واده جغ. د هغې مېړه زيوس هم د زيګيس (Ζυγίος) لقب درلود.[۲۹]
  • Χήρα (Chḗrα)، په Stymphalus کې کونډه شوې.[۳۰]

د زيوس مېرمنه

[سمول]
  • Ανασσα (Anassa)، ملکه.[۳۱]
  • Ἀμμωνία (Ammonìa)، له زيوس-امون سره اړوند ايليس کې.[۳۲]
  • Βασίλεια (Basíleia)، په روډس کې په لاليوس کې ملکه.[۳۳]
  • Βασιλίς (Basilis)، په ليباډيا او ارګوس کې ملکه.[۳۴]
  • Διώνη (Diōnē)، په دودونا کې د زيوس د مېرمنې په توګه.[۳۵]
  • Ηνιόχη (Hēniochē)، په ليباډيا کې. له زيوس-باسيليوس سره يوځای د هغې عبادت کېدو.[۳۶]
  • Ολυμπία (Olympia)، د اولمپين زيوس د محراب سره نږدې له يو محراب سره.[۳۷]
  • Σκηπτούχος (Skēptouchos)، د يوې شاهي امسا لرونکې (ملکه).[۳۸]

بنسټګره او ساتونکې

[سمول]
  • Αρχηγέτις (Archēgetis)، بنسټګره، په ساموس کې د کلي مشره.[۳۹]
  • Ἀκραῖα (Akraìa)، (هغه) د لوړو (Akropolis).[۴۰][۴۱]
  • Βουναία (Bounaia)، (نوموړې) د تپې، (په کورنت کې) د ځمکې او ښېرازۍ د ښځینه خدايې په توګه.[۴۲][۴۳]
  • Ἄνθεια (Antheia)، يعنې په ارګوس او ميليټس کې ګلداره.[۴۴][۴۵]
  • Βοῶπις (Boṓpis)، د غوا په څېر سترګې لرونکې. ښايي د ځمکې د ښځینه خدايې يو ډول.[۴۶]
  • Γή (Ge)، ځمکه، د ايوسيبيس په يوه فقره کې د پلوتارک په واسطه.[۴۷]
  • Ευεργεσία (Euergesia)، ښه خدمات تر سره کول.[۴۸][۴۹]
  • Ζευξιδία (Ζeuxidia)، په ارګوس کې، د غوايانو قلبه کول.[۵۰]
  • Πάμφοιτος (Pamfοιtos)، بيا بيا راتلل. (Pamfoitos Anassa). [۵۱]
  • Φερέσβιος (Pheresbios)، ژوند ورکول. د ايمپيډوکليس (پلوټارک) په مټ.[۵۲]
  • Ωρόλυτος (Hōrolytos)، په ساموس کې د موسمونو او وختونو د اداره کونکې په توګه (Horae).[۵۳]

د سرودونو د ښځینه خدايې په توګه

[سمول]
  • Εὑκέλαδος (Εukelados)، ښه اواز، د ښه ترنم والا.[۵۴]
  • Προσυμναία (Prosymnaia)، په ارګوس کې د سرودونو ښځينه خدايه.[۵۵]

د عبادت ځای

[سمول]
  • Ἀργείη (Argeìē)، (هغه)  د ارګوس. ښايي چې هيرا د ماڼۍ ښځينه خدايه وه. [۵۶]
  • Ιμβραση (Imbrasē)، په ساموس کې د امبراسس سيند په تعقيب. [۵۷]
  • Κανδαρηνή (Kandarēnē)، د کمکۍ اسيا د کندارا په ښار کې.[۵۸]
  • Κιθαιρωνία (Κithairōnia)، د هغې د دايدالا جشن په لړ کې، په بويوټيا کې د کيتايرون غر.[۵۹]
  • Λιμανία (Limanìa)، د کورنت له استمس سره نږدې په پيراچورا کې د بندرګاه.[۶۰]
  • Πελασγίς (Pelasgis) په لولکوس کې. د پيلياس له خوا له هيرا ته يوه قرباني وړاندې شوې وه.[۶۱][۶۲]
  • Σαμία (Samia)، په ساموس کې له يو مشهور عبادتځای سره.[۶۳]
  • Φαρυγαία (Pharygaia)، د لوکريس د فيرياګای په ښار کې.[۶۴]

جنګيالی شخصيت

[سمول]
  • Ἀλέξανδρος (Alexandros)، د سړيو ساتونکې (د سيسيونيانو په منځ کې). د هغې د فرقې بنسټ ايډرسټس اېښی و.[۶۵]
  • Οπλοσμία (Oplosmia)، د وسلو يا سپر لرونکې، په ايلس کې.[۶۶]
  • Προδρομία (Prodromia)، مخکې منډې وهل، په سکيون کې.[۶۷]
  • Τροπαία (Tropaia)، د بري ورکونکې.[۶۸]

سيمه يیزې مذهبي فرقې

[سمول]
  • Αἰγοφάγος (Aigophágos)، د بزې خوړونکې، د Lacedaemonians په منځ کې.[۶۹][۷۰]
  • Εἰλείθυια (Eileithyia)، په ارګوس او ايتنز کې د ولادت ښځینه خدايه. په تيوګوني او ايليتيا کې د هيرا لور ده.[۷۱]
  • Ἐλεία (Eleía)، په قبرص کې د زيمناکې ځمکې.[۷۲]
  • Θελξινία (Thelxinìa) په ايتنز کې.[۷۳][۷۴]
  • Θεομήτωρ (Theomētōr) د يو خدای مور، په ساموس کې.[۷۵]
  • Ἱππία (Hippia)، د اس، په اولمپیا کې.[۷۶][۷۷]
  • Λακίνια (Lacinia)، په کروټن کې.[۷۸][۷۹]
  • Λευκώλενος (Leukōlenos)، د سپينو ليچو لرونکې.[۸۰]
  • Μειλίχιος (Meilichios)، مهربانه، لکه د زيوس ميلاچيوس، په سيلينيوس کې.[۸۱][۸۲]
  • Μηλιχία (Μēlichia)، مهربانه، د نرمو الفاظو لرونکې، په هيريپيډنا کې.[۸۳]
  • Τελχινία (Telchinia)، ډيوډوريس سيکوليوس لیکي چې لاليسيانو او کاميريانو (دواړه د روډز په ټاپو باندې وو) د هغې عبادت کاوه. د هغې نوم له دې امله اېښودل شوی و، ځکه چې د يوې افسانې تر مخې، ټيلچاينز (Τελχῖνες) د دې ټاپو لومړي اوسېدونکي وو، او همدا راز لومړي هغه څوک و چې د خدايانو مجسمې يې جوړې کړې.[۸۴]
  • Ὑπερχειρία (Ηypercheiria)، د لوړ لاس سره، په سپارټا کې.[۸۵][۸۶]

منشاً

[سمول]

په تاریخي وختونو کې، ډېريو يونانيانو هيرا د زيوس د مېرمنې په توګه منلې وه. زيوس د حقوقو او رسومو (دودونو) ساتونکی و، او د هغه د ژوند شریکه د قانوني واده او د واده شويو ښځو د حقوقو ساتونکې شوه. هيرا د ماڼۍ د مايسينيايي ښځينه خدايې له يوې بڼې څخه راڅرګنده شوه، او د زيوس مېرمن شوه. اوسني پوهان وايي چې هيرا يوازې د الومپين اسماني ښځينه خدايه نه ده، بلکې په يو شمېر مذهبي فرقو کې ښايي چې هغه د ځمکې د ښځينه خدايې په توګه وپېژندل شي. له خپل سپېڅلي څاروي سره، چې هغه غوا ده، د هغې لرغونې اړيکه په تاریخي وختونو کې هم موجوده وه. ښايي چې هغه د غوا ښځينه خدايانو د نږدې ختيځو شکلونو، لکه «هاتور» يا «بات» سره هم تړاو ولري. د ځمکې د يونانۍ ښځينه خدايې «ګایا» پېژندګلو کله کله د هيرا سره کېږي. ښايي چې د «ګايي» اړيکه د «ويدي» د ځمکې د ښځينه خدايې «پرتوي» سره وي، چې هغه هم غوا سره منسلکه وه.[۸۷][۸۸][۸۹][۹۰][۹۱][۹۲][۹۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Elderkin(1937), "The marriage of Zeus with Hera"
  2. Larousse Desk Reference Encyclopedia, The Book People, Haydock, 1995, p. 215.
  3. LSJ s.v. ἐρατός.
  4. Plato, Cratylus, 404c
  5. On Isis and Osiris, 32
  6. "Greek religion", pp. 131–132
  7. Chadwick, The Mycenaean World (Cambridge University Press). 1976:87.
  8. Windekens, in Glotta 36 (1958), pp. 309–11.
  9. R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 524.
  10. "The Linear B word e-ra". Palaeolexicon. Word study tool of Ancient languages. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Raymoure, K.A. "e-ra". Minoan Linear A & Mycenaean Linear B. Deaditerranean. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Blažek, Václav. "Artemis and her family". In: Graeco-Latina Brunensia vol. 21, iss. 2 (2016). p. 47. کينډۍ:ISSN
  12. Willi, Andreas (1 December 2010). "Hera, Eros, Iuno Sororia". Indogermanische Forschungen. 115 (2010): 234–267. doi:10.1515/9783110222814.1.234. S2CID 170712165. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Van der Toorn, Karel; Becking, Bob; van der Horst, Pieter Willem (1999), Dictionary of Deities and Demons in the Bible (second ed.), Grand Rapids, Michigan: William B. Eerdman's Publishing Company, ISBN 0-8028-2491-9: [۱] p.401-402
  14. Farnell Cults I, p.195
  15. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  16. Farnell Cults I, 194-197
  17. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  18. Pausanias, Description of Greece:9.2.7-9.3.2
  19. Farnell Cults I, 241-243
  20. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  21. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  22. Farnell Cults I, 249-254
  23. Pausanias 8.22.2
  24. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  25. συζύγιος
  26. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  27. Pausanias 8.22.2
  28. Farnell Cults I, 241-243
  29. A Dictionary of Greek and Roman biography and mythology, Zygia and Zygius
  30. Pausanias 8.22.2
  31. Farnell Cults I, 241-243
  32. Pausanias 5.15.1
  33. Farnell Cults I, 249-254
  34. Farnell Cults I, 194-197
  35. Farnell Cults I, 241-243
  36. Farnell Cults I, 194-197
  37. Farnell Cults I, 246-252
  38. Farnell Cults I, 241-243
  39. Farnell Cults I, 194-197
  40. James Joseph Clauss, Sarah Iles Johnston. Medea: Essays on Medea in myth, literature, philosophy, and art, 1997. p.46
  41. Pausanias 2.24.1
  42. Henry George Liddell, Robert Scott. A Greek-English Lexicon βουναία
  43. Heinrich Schliemann. Ilios: The city and country of the Trojans, 1881.
  44. Suda, alpha, 2504
  45. Pausanias 2.22.1
  46. Farnell Cults I, 249-254
  47. Farnell Cults I, 241-243
  48. Farnell Cults I, 246-252
  49. Ευεργεσία
  50. Farnell Cults I, 241-243
  51. Farnell Cults I, 241-243
  52. Farnell Cults I, 241-243
  53. Farnell Cults I, 194-197
  54. Farnell Cults I, 241-243
  55. Farnell Cults I, 194-197
  56. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  57. Farnell Cults I, 246-252
  58. Farnell Cults I, 246-252
  59. Farnell Cults I, 246-252
  60. H.G.Payne, Perachora 1940: Nilsson, Vol I, p.428A1
  61. Farnell Cults I, 241-243
  62. A Dictionary of Greek and Roman biography and mythology, Pelasga
  63. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  64. Farnell Cults I, 246-252
  65. Farnell Cults I, 194-197
  66. Farnell Cults I, 194-197
  67. Farnell Cults I, 194-197
  68. Farnell Cults I, 246-252
  69. Pausanias 3.15.7
  70. Farnell Cults I, 241-243
  71. Farnell Cults I, p.247
  72. Farnell Cults I, 249-254
  73. Hesch. "Thelxinia Hera is honoured by the Athenians"
  74. Farnell Cults I, p.247
  75. Θεομήτωρ
  76. Farnell Cults I, 246-252
  77. Pausanias 5.15.5
  78. Pausanias 6.13.1
  79. Farnell Cults I, 249-254
  80. λευκωλενος
  81. Nilsson, Vol I, p.412
  82. μειλίχιος
  83. Nilsson, Vol I, p.412
  84. Diodorus Siculus, Library, 5.55.1
  85. Pausanias 3.13.8
  86. Farnell Cults I, 249-254
  87. Leaming,Fee ,:The Goddess. Myths of the Great mother":p.17-18
  88. Kirk, Raven,Schofield(1975), "The Presocratic Philosophers": p.57-58
  89. O'Brien, Joan V. (1993). The Transformation of Hera: A Study of Ritual, Hero, and the Goddess in the Iliad. Rowman & Littlefield. مخونه 4–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8476-7808-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  90. West (2007),"Indoeuropean poetry and myth", p.184-185 :P.185
  91. Dietrich (1975), "The origins of Greek religion", p.178 p.178
  92. Nilsson, "Geschichte", Vol i, p.428-429
  93. Farnell Cults I, p.195