Jump to content

هوکوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هوکوب
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۱۹°۲۴′۳۲″شمال ۸۹°۴۶′۱۴″لويديځ / 19.40894°شمال 89.77058°لويديځ / 19.40894; -89.77058 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
Structure II
دوهم جوړښت
هوکوب پلان.

هوچوب يا هوکوب د مایا کلتور يو لرغونځی دی چې د مکسیکو په کامېچې ایالت د زیبالچین ښار څخه شاوخوا ۱۰ دقیقې لرې د چېنېز په نوم سیمه کې موقعیت لري. [۲] دا لرغونځی د لومړي ځل لپاره څېړونکي او سپړونکي تیوبرټ میلر په ۱۸۸۷ کال ومونده، او په ۱۸۹۵ کال کې یې د ګلوبس په مجله کې ځینې انځورونه خپاره کړل.

دا لرغونځی د يوې طبیعي غونډۍ دپاسه د شاوخوا ۳۰ متره لوړوالي سره جوړ شوی و، چې پورتنۍ برخه یې هواره شوې وه، ترڅو د ودانیو یوازېنۍ اډې په توګه وکارول شوي. د دې لرغونځی ابعاد له ختیځ څخه تر لوېدیځ پورې شاوخوا ۲۰۰ متره او له شمال څخه تر سوېل پورې ۵۰ متره پراخوالی لري.

په ټوليزه توګه د ودانیو مخبڼه په ځانګړي"چېنېزه" بڼه په ډېره ښکلې بڼه جوړې شوي او د لويو او وړو ډبربلاکونو پراساس په بشپړ ډول تنظیم شوي ترڅو د خدای ایتزمانا احساساتي مخبپوښونه(ماسکونه) رامینځته کړي ، چې ګواښونکې خلاصې ژامې د هغه ودانیو ننوتلو لار راښيي چېرته چې معبدونه او پادريانو لپاره کوچنۍ خونې جوړې شوې دي. [۳]

د مکسیکو ښار د انتروپولوژي ملي میوزیم کې د دې لرغونځی د اصلي مخبڼې انځور شته.

نومپېژندنه

[سمول]

د هوچوب يا هوکوب نوم د مایا ژبې لغات دی چې د " جوارو دانې" يا جوارو په مانا دی.

تاریخ

[سمول]

که څه هم په بشپړ ډول يقيني او دقيق تاریخ نشته، خو بيا هم په اټکلي ډول د هوک اشغالېدو نېته د ۸۰۰ ز کال په شاوخوا کې د نوې کلاسیک دورې جريان کې ګڼلی شو.

اصلي جوړښتونه

[سمول]

دا لرغونځی د جوړښتونو له یوې ټولګې څخه جوړ شوی چې په درېوو پلازو ویشل شوي.. [۴]

داهم وګورئ

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. ArchINFORM location ID: 4498. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  2. H. E. D. Pollock: Architectural notes on some Chenes ruins. Papers of the Peabody Museums of Archaeology and Ethnology, Harvard University, vol. 61, part 1. Cambridge, MA. 1970. S. 9–18.
  3. Ricardo de Robina: Estudio preliminar de las ruinas de Hochob, Municipio de Hopelchen, Campeche. Editorial Atenea, México 1956.
  4. Teobert Maler: Península Yucatán. Hrsg. Hanns J. Prem. Gebr. Mann, Berlin 1997, ISBN 3-7861-1755-1. S. 106–109.