هوښیار ډیزاین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هوښیار ډیزاین (ID) د خدای شتون لپاره یو نیمه علمي استدلال دی چې د هغه د پلویانو لخوا د «د ژوند د سرچینې اړوند د شواهدو پر بنسټ یوې علمي نظریې» په توګه وړاندې شوې ده. پلویان یې ادعا کوي چې «د نړۍ او ژوندیو موجوداتو ځینې ځانګړتیاوې په غوره بڼه د یوه هوښیار لامل له لوري توضیح کېږي، نه د طبیعي ټاکنې په څېر بې مسیره پروسې له لوري». ID د خلقت ګرایۍ یوه بڼه ده چې آزمېښتي ملاتړ ځان سره نه لري او هیڅ د آزمېښت وړ یا د اثباتېدو وړ فرضیه نه وړاندې کوي او له همدې کبله علم نه دی. د ID اصلي پلویان په متحده ایالتونو کې له ډیسکاوري موسسې سره، یوه مسیحي، سیاسي محافظه کاره فکر دی، اړوند دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

که څه هم د هوښیار ډیزاین عبارت پخوا د ډیزاین دلیل په هکله په الهیاتي بحثونو کې یاد شوی وو، په اوسنۍ کارونه کې د هغه اولینه خپرېدنه یې د تخلیق ویي بدیل په توګه د پانډاګانو او خلکو په کتاب کې وه، چې په ۱۹۸۹م کال کې د تخلیق درسي کتاب وو او د ښوونځي بیولوژي ټولګیو کې به تدریس کېده. دا اصطلاح د کتاب په مسودې کې ځای پرځای شوې وه، البته د پیدایښت ساینس او تخلیق سرچینې په توګه، خو په ۱۹۸۷م کال کې د اډوارډز د اګیلاز په وړاندې دعوا کې، د سترې محکمې د پرېکړې څخه وروسته، د تخلیق علم تدریس په دولتي ښوونځیو کې د اساسي قانون پر بنسټ منع کړل شو. د ۱۹۹۰مې لسیزې له منځه، د هوښیار ډیزاین خوځښت (IDM) چې د ډیسکاوري موسسې لخوا یې ملاتړ کېده، د دولتي ښوونځيو د بیولوژي مضمون په خپرونو کې د هوښیار ډیزاین د ننه کولو څخه ملاتړ وکړ. دا کار په ۲۰۰۵م کال کې د کیتزمیلر د دوور سیمې د ښوونځي په وړاندې د محکمې لامل شو چې هلته څرګند شول هوښیار ډیزاین یو علم ندی، هغه «نشي کولی ځان د تخلیق ګرایۍ مخکینیو او مذهبي پایلې څخه جلا کړي» او له همدې کبله د متحده ایالتونو د اساسي قانون د لومړي بند په اساس یې په دولتي ښوونځيو کې د دې علم دودول نقض کړل.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ID د تکاملي توضیحاتو په وړاندې دوه اصلي دلیلونه وړاندې کوي: نه راګرځېدونکې پېچلتیا او مشخصه پېچلتیا، او ادعا کوي چې د ژوندیو موجوداتو ځینې معلوماتي او بیولوژيکي ځانګړتیاوې له هغه څخه ډېرې پېچلې دي چې د طبیعي ټاکنې پایله وي. علمي دقیقې څېړنې څو بېلګې چې ادعا کېږي د هغوی لپاره تکاملي توضیح ناممکنه ده، رد کړي دي.

ID په مډرن علم کې د ذاتي میټوډولوژيکي طبیعت ګرایۍ د ننګولو په لټه کې دی، که څه هم د هغه پلویان دا مني چې تراوسه یې یوه علمي نظریه نده وړاندې کړې. ID د تکامل په وړاندې د یوه مثبت استدلال په توګه، د انساني مصنوعیاتو او طبیعي سیسټمونو ترمنځ د یوې پرتلې سپارښتنه کوي، د خدای د شتون ډیزاین لپاره د الهیاتي استدلال یوه نسخه. وروسته بیا د ID پلویان په پرتله کولو سره دې پایلې ته رسېږي چې پېچلې ځانګړتیاوې، لکه څنګه چې د ID لخوا تعریف شوي دي، د ډیزاین شواهد دي. د ID منتقدین په دې فرض کې یو دروغي دوه‌ګوني ویني چې د تکامل پر وړاندې شواهد په اصل کې د ډیزاین لپاره شواهد دي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

تاریخ[سمول]

د مفهوم اصل[سمول]

په ۱۹۱۰م کال کې، په امریکا کې د عمده مذهبي بحثونو موضوع نه وه، خو په ۱۹۲۰مه لسیزه کې، په الهیاتو کې د بنسټپالو-مډرنیسټانو شخړه د دې لامل شوه چې مسیحي بنسټپالان د تکامل له زده کړې او د مډرن تخلیق له اصل سره مخالفت وښیي. د تکامل تدریس په عملي توګه د متحده ایالتونو په دولتي ښوونځيو کې تر ۱۹۶۰مې لسیزې پورې وځنډول شو، او کله چې تکامل بیاځلي درسي خپرونې کې شامل شو، یو لړۍ قضایي دوسیو شتون درلود چې په هغو کې هڅه کېده د تکامل په څنګ کې تخلیق هم په ټولګیو کې تدریس شي. د ځوانې ځمکې تخلیق کوونکي (YEC) د تخلیق علم د «د هغې نړۍ په هکله چې موږ په کې ژوند کوو د علمي بدیل توضحی» په توګه دود کړ. دوی ډېری د ډیزاین استدلال په طبیعت کې د پېچلتیا توضیح لپاره او د خدای د شتون ثابتولو په توګه کاروله.[۲۰][۲۱]

د ډیزاین دلیل، چې د ټیلولوژیکي دلیل یا «د هوښیار ډیزاین» په توګه هم پېژندل کېږي، پېړۍ کېږي چې په الهیاتو کې یاد شوی دی. کولی شو هغه په خلاصه توګه داسې بیان کړو: «هرچېرته چې پېچلی ډیزاین شتون ولري، باید هلته یو ډیزاین کوونکی هم شتون ولري؛ طبیعت پېچلی دی؛ له همدې کبله باید طبیعت یو هوښیار ډیزاین کوونکی ولري». توماس آکویناس هغه د خدای شتون په پنځم دلیل کې د قیاس په توګه وړاندې کړ. په ۱۸۰۲م کال کې، د ویلیام پیلي طبیعي الهایتو په موجوداتو کې د پېچلې موخې ځینې بېلګې وړاندې کړې. د ساعت‌جوړونې قیاس په هکله د هغه نسخه استدلال کوي لکه څنګه چې یو ساعت په ښکاره توګه د یوه صنعتګر لخوا ډیزاین شوی دی، هغه پېچلتیا او تطابق چې په طبیعت کې لیدل کېږي باید ډیزاین شوی وي، او د دې ډیزاینونو تنوع او کمال څرګندوي چې ډیزاین کوونکی مطلق ځواکمن دی، لکه د مسیحیانو خدای. د خلقت علم په څېر، هوښیار ډیزاین له ډیزاین څخه د پالي پر دیني استدلال متمرکز دی، خو په داسې حال کې چې د پالي طبیعي الهیات د خدای لخوا ورکړل شويو قوانینو له لارې د خدایي ډیزاین لپاره خلاص وو، هوښیار ډیزاین د ژوند په تاریخ کې د معجزوي مداخلو علمي تایید په لټه کې دی. د خلقت علم، د نه راګرځېدونکي پېچلتیا هوښیار ډیزاین استدلالونه له مخکې څخه رسم کړل، ان د باکټریا فلاجیل یې هم ښکاره کړه. په متحده ایالتونو کې، په ښوونځیو کې د خلقت علم معرفي کولو هڅې د محکمې د حکم لامل شوې چې د هغو ماهیت مذهبي دی او له همدې کبله نشو کولی هغه د دولتي ښوونځیو په درسي علومو ټولګیو کې تدریس کړو. هوښیار ډیزاین هم د علم په توګه وړاندې کېږي، او د خلقت علم سره نور لاملونه یوځای کوي، خو د سپېڅلي انجیل لفظي سرچینو لکه د پیدایښت کتاب د سیلاب کیسې یا د ځمکې د زړښت لپاره د انجیل د ایتونو کارونې څخه ډډه کوي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

باربارا فورسټ لیکي چې د هوښیار ډیزاین خوځښت په ۱۹۸۴م کال کې د ژوند د سرچینې رمز او راز: د اوسني نظریو بیاځلې ارزونې کتاب سره پیل شو چې د تخلیقي عالم چارلز بي تاکسټون، کیمیاپوه او دوه نورو لیکوالانو لخوا لیکل شوی او د فکر او اخلاق لپاره د جان اې بوېل بنسټ لخوا خپور شوی دی.[۲۷]

د ۱۹۸۶م کال په مارچ کې، اسټیفان سي مایر پر دې کتاب یوه بیا کتنه خپره کړه او په دې هکله یې بحث وکړ چې د اطلاعاتو نظریه څنګه کولی شي دا څرګند کړي چې په حجرو کې د DNA لخوا لېږدول شوي پیغامونه، د هوښ لخوا ځانګړي شوي «مشخص پېچلتیا» ښکاره کړي او باید یې له یوه هوښیار عامل څخه سرچینه اخیستې وي. هغه همدارنګه استدلال وکړ چې علم د طبیعت ګرایۍ پر «بنسټیزو فرضونو» ولاړ دی چې په هماغه اندازه «د خلقت نظریه» یوه ایماني موضوع ده. د هماغه کال په نومبر کې، ټاکسټون د ډیزاین په هکله د پالي له استدلال څخه د لا پېچلې بڼې په توګه خپل استدلال توصیف کړ. د «په DNA کې د معلوماتي محتوا سرچینو» په کنفرانس کې چې ټاکسټون په ۱۹۸۸م کال کې جوړ کړ، هغه وویل چې د هغه د هوښیار علت لیدلوری هم د متافزیکي طبیعت ګرایۍ او هم د طبیعت ګرایۍ مافوق سره مطابقت لري.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

هوښیار ډیزاین د هوښیار ډیزاین کوونکي له نومونې او پېژندګلوي څخه ډډه کوي – یوازې دا بیانوي چې یو (یا څو) باید شتون ولري – خو د خوځښت رهبرانو ویلي دي چې ډیزاین کوونکی مسیحي خدای دی. دا چې ایا په عمومي بحثونو کې د ډیزاین کوونکي د هویت نه مشخص توب د دې مفهوم رښتینې ځانګړنه ده که یوازې موضعي ده چې د هغو کسانو د بېګانه کېدو مخنیوي لپاره ده چې دین د علم له زده‌کړې څخه جلا کوي، د هوښیار ډیزاین د پلویانو او منتقدینو ترمنځ د لویو بحثونو موضوع ده. د کیتزمیلر په وړاندې د دوور سیمې ښوونځي محکمې وروستنی مورد په همدې بڼې اعلان کړ.[۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Numbers 2006, p. 373; "[ID] captured headlines for its bold attempt to rewrite the basic rules of science and its claim to have found indisputable evidence of a God-like being. Proponents, however, insisted it was 'not a religious-based idea, but instead an evidence-based scientific theory about life's origins – one that challenges strictly materialistic views of evolution.' Although the intellectual roots of the design argument go back centuries, its contemporary incarnation dates from the 1980s"
  2. (په December 1, 2005 باندې). Not by chance. CanWest MediaWorks Publications Inc.
  3. Boudry, Maarten; Blancke, Stefaan; Braeckman, Johan (December 2010). "Irreducible Incoherence and Intelligent Design: A Look into the Conceptual Toolbox of a Pseudoscience" (PDF). The Quarterly Review of Biology. 85 (4): 473–482. doi:10.1086/656904. hdl:1854/LU-952482. PMID 21243965. S2CID 27218269. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Article available from Universiteit Gent
  4. Pigliucci 2010
  5. Young & Edis 2004 pp. 195-196, Section heading: But is it Pseudoscience?
  6. "CSC – Frequently Asked Questions: Questions About Intelligent Design: What is the theory of intelligent design?". Center for Science and Culture. Seattle: Discovery Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Forrest, Barbara (May 2007). "Understanding the Intelligent Design Creationist Movement: Its True Nature and Goals" (PDF). Center for Inquiry. Washington, D.C.: Center for Inquiry. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 19, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. See:
  9. "An intelligently designed response". Nature Methods (Editorial). 4 (12): 983. December 2007. doi:10.1038/nmeth1207-983. ISSN 1548-7091. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Haught, John F. (April 1, 2005). "Report of John F. Haught, Ph. D" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Haught's expert report in Kitzmiller v. Dover Area School District.
  11. Matzke, Nick (January–April 2006). "Design on Trial: How NCSE Helped Win the Kitzmiller Case". Reports of the National Center for Science Education. 26 (1–2): 37–44. ISSN 2158-818X. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Matzke, Nick (November 7, 2005). "Missing Link discovered!". Evolution Education and the Law (Blog). Berkeley, Calif.: National Center for Science Education. د اصلي آرشيف څخه پر January 14, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite court s:Kitzmiller v. Dover Area School District#E. Application of the Endorsement Test to the ID Policy, pp. 31–33.
  13. کينډۍ:Cite court s:Kitzmiller v. Dover Area School District#E. Application of the Endorsement Test to the ID Policy p. 32 ff, citing کينډۍ:Cite court
  14. "Media Backgrounder: Intelligent Design Article Sparks Controversy". Center for Science and Culture. Seattle: Discovery Institute. September 7, 2004. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په August 21, 2005 باندې). Politicized Scholars Put Evolution on the Defensive.
  15. کينډۍ:Cite court s:Kitzmiller v. Dover Area School District#4. Whether ID Is Science Page 69 and s:Kitzmiller v. Dover Area School District#H. Conclusion p. 136.
  16. (په December 1, 2005 باندې). Not by chance. CanWest MediaWorks Publications Inc.
  17. Meyer, Stephen C.; Nelson, Paul A. (May 1, 1996). "Getting Rid of the Unfair Rules". Origins & Design (Book review). Colorado Springs, Colo.: Access Research Network. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په February 13, 2007 باندې). Kansas Rewriting Science Standards.
  18. کينډۍ:Cite court s:Kitzmiller v. Dover Area School District#4. Whether ID is Science, p. 64.
  19. McDonald, John H. "A reducibly complex mousetrap". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Padian, Kevin; Matzke, Nicholas J. (January 1, 2009). "Darwin, Dover, 'Intelligent Design' and textbooks" (PDF). Biochemical Journal. 417 (1): 29–42. doi:10.1042/bj20081534. ISSN 0264-6021. PMID 19061485. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Scott, Eugenie C.; Matzke, Nicholas J. (May 15, 2007). "Biological design in science classrooms". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 104 (Suppl 1): 8669–8676. Bibcode:2007PNAS..104.8669S. doi:10.1073/pnas.0701505104. PMC 1876445. PMID 17494747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) abstract
  22. Ayala, Francisco J. (2007). Darwin's Gift to Science and Religion. Washington, D.C.: Joseph Henry Press. د کتاب پاڼي 6, 15–16, 138. LCCN 2007005821. OCLC 83609838. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-10231-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Ayala writes that "Paley made the strongest possible case for intelligent design", and refers to "Intelligent Design: The Original Version" before discussing ID proponents reviving the argument from design with the pretence that it is scientific.
  23. Scott, Eugenie C.; Matzke, Nicholas J. (May 15, 2007). "Biological design in science classrooms". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 104 (Suppl 1): 8669–8676. Bibcode:2007PNAS..104.8669S. doi:10.1073/pnas.0701505104. PMC 1876445. PMID 17494747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) abstract
  24. Pennock 1999, pp. 60, 68–70, 242–245
  25. Padian, Kevin; Matzke, Nicholas J. (January 1, 2009). "Darwin, Dover, 'Intelligent Design' and textbooks" (PDF). Biochemical Journal. 417 (1): 29–42. doi:10.1042/bj20081534. ISSN 0264-6021. PMID 19061485. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Scott, Eugenie C.; Matzke, Nicholas J. (May 15, 2007). "Biological design in science classrooms". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 104 (Suppl 1): 8669–8676. Bibcode:2007PNAS..104.8669S. doi:10.1073/pnas.0701505104. PMC 1876445. PMID 17494747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) abstract
  27. کينډۍ:Cite interview
  28. Meyer, Stephen C. (March 1986). "We Are Not Alone". Eternity. Philadelphia: Evangelical Foundation Inc. ISSN 0014-1682. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Meyer, Stephen C. (March 1986). "Scientific Tenets of Faith". The Journal of the American Scientific Affiliation. 38 (1). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. کينډۍ:Cite conference
  31. کينډۍ:Cite conference Revised July 30, 1988, and May 6, 1991.
  32. Dembski, William A. (July–August 1999). "Signs of Intelligence: A Primer on the Discernment of Intelligent Design". Touchstone: A Journal of Mere Christianity. Vol. 12 no. 4. Chicago: Fellowship of St. James. ISSN 0897-327X. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۴. ...[I]ntelligent design is just the Logos theology of John's Gospel restated in the idiom of information theory. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)