هومینینا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هومینینا Homininae (/hɒmɪˈnaɪniː/)، چې د «افریقایي انسانانو» یا «افریقایي ګیدړانو» په نامه هم یادېږی، د هومینیډي د فرعي کورنۍ له ډلې نه دي، په دې برخه کې دوه قبیلې شاملې دي، چې موجود او دغه راز له منځه تللي ډولونه لري: لومړی د (هومیني قبیله) د هومو له جنس سره، چې اوسني انسانان او بېلابېل له منځه تللي یا منقرض شوي ډولونه په کې شامل دي؛ د استرالوپیتیسینا Australopithecina فرعي قبیله، لږ تر لږه دوه له منځه تللي جنسونه لري، چې شامپانزیان او بونوبوسیان په کې شامل دي او دغه راز د پانیا Panina فرعي قبیله یوازې د پېن د نسل استازیتوب کوي او دویمه د ګوریلیني (ګوریلا) قبیله ده. له بل پلوه د پان جنس کله وخت خپلې درېیمې قبیلې یعنې پانیني پورې اړوندېږي. هومینینا ټول هغه هومینیندونه لري، چې د سترو ګیدړانو له ډلې نه د اورنګوتانونو (فرعي کورنۍ Ponginae) له جلا کېدو وروسته رامنځته شوي دي. د هومینینا اړوند کلادوګرام درې اصلي څانګې لري، چې د ګوریلانو یا ګیدړانو لپاره (د ګوریلیني قبیلې له لارې) او انسانانو او شامپانزیانو لپاره د هومینیني قبیلې او دغه راز د هومینینا او پانینا فرعي قبیلو له لارې رسېږي. د پانینا دوه ژوندي ډولونه (چیمپینزی او بونوبوس) او دغه راز د ګوریلا دوه ژوندي ډولونه شته، خو یوازې یو ډول انساني بڼه یې موجود ده. د له منځه تللو هومو ډولونو نښې لکه هومو فلوریسینس د ۴۰۰۰۰ کلونو لرغونتیا په لرلو سره موندل شوې دي. په دې فرعي کورنۍ کې شامل ژوندي موجودات د هومینین یا هومینینیانو (د هومینینس یا هومینیني له اصطلاحاتو سره ګډوډ نه شي) په توګه تشرېح کېږي.[۱][۲]

د اکتشافاتو او ډلبندۍ تاریخ[سمول]

تر ۱۹۷۰ز کال پورې کورنۍ او د هومینیدي اصطلاح یوازې د انسان په معنا وه؛ لویې نا انساني ګیدړې په Pongidae کورنۍ پورې اړوندې شوې. وروستي اکتشافات د بیاکتنې اړوندې ډلبندۍ لامل شوې او لویې ګیدړې بیا له انسانانو سره (چې اوسمهال د هومینیني په فرعي کورنیو کې دي) د هومینیدا کورنۍ Hominidae د غړو په توګه متحدې او یوځای شوې، تر ۱۹۹۰ز کال پورې دا روښانه شوه، چې ګوریلا او شمپانزي د اورنګوټانو په پرتله له انسانانو سره ډېر نږدې تړاو لري، چې د دې لامل کېږي تر څو هغه (ګوریلا او شمپانزيان) د هومینیندي په کورنۍ کې هم شامل شي.[۳][۴][۵]

د هومینیني Homininae فرعي کورنۍ تر ډېره په درې برخو وېشلای شو: د ګوریلیني قبیله (ګوریلایان)، د هومینینی قبیله د پانیا له فرعي قبیلو سره (شمپانزیان) او هومینینا (انسانان او د هغوی له منځه تللي خپلوان) او له منځه تللې قبیله. دریوپیتسیني Dryopithecini د میوسن وروستی فوسیل ناکالیپیتیکوس ناکایامي، چې په ۲۰۰۷ز کال کې تشرېح شو، د دې کلاد یو بنسټیز غړی دی، لکه څنګه چې ښایي اورانوپیتکو  Nakalipithecus nakayamai یې همدومره معاصر دی، یعنې له دریو موجوده څانګو نه هېڅ یوې ته د ګمارلو وړ نه دي. د دوی شتون ښيي، چې د هومینینا قبیلې له ۸ میلیونو کلو مخکې له یو بل نه جلا شوې دي.

نن ورځ شامپانزيان او ګوریلا په استوایي ځنګلونو کې له تېزابي خاورو سره ژوند کوي، چې په کمې اندازه فوسیلونه ساتي. که څه هم د هېڅ ډول فوسیلي ګوریلا راپور نه دی ورکول شوی، خو د ختیځي افریقا په درز شوې دره (کاپتورین فارمیشن، کینیا) کې د شامپانزي څلور غاښونه کشف شوي، چې شاوخوا 500000 کاله عمر لري، یعنې په هغه ځای کې چې له انساني نسب (هومینینیانو) نه زیات فوسیلونه موندل شوي دي. دا ښیي چې هغه وخت ځینې شامپانزیانو هومو ته نږدې (H. erectus یا H. rhodesiensis) ژوند کاوه، چې د ګوریلاوو په برخه کې هم دا خبره ریښتیا ده. [۶]

تدریجي تکامل[سمول]

د هومینیني فرعي کورنۍ عمر د (Homininae – Ponginae) له وروستي ګډ نیکه نه شاوخوا له ۱۴ نه تر ۱۲.۵ میلیونه کاله پورې اټکل کېږي. داسې اټکل کېږي چې Sivapithecus)) په ګوریلیني او هومینني (د ګوریلا – انسان وروستی ګډ نیکه، یعنې GHLCA» له ۸ تر ۱۰ میلیونه کاله مخکې (د میوسن په وروستیو کې له Nakalipithecus nakayamai سره کابو ۸ تر ۱۰ کاله مخکې رامنځته شوی دی. همدارنګه سیواپتیکوس ته ورکړه، د چېګورینی جلا کول اټکلوي. د یوسین په وروستیو کې، د ناکالیپیتیکوس ناکایامي Nakalipithecus nakayamai عمر ته  په نږدې وخت کې پېښ شوی دی.[۷][۸][۹][۱۰]

داسې شواهد شته، چې د ګوریلایانو او د پان - هومو پلرونه د رامنځته کېدل تر هغه وخته پورې وي، تر هغو چې د پان - هومو له وېش سره ګډ وي. [۱۱]

د دوه پښو لرونکو تکامل[سمول]

د Ardipithecus ramidus اړوند وروستي مطالعات (۴.۴ میلیونه کاله لرغوني) او Orrorin tugenensis اړوند وروستي مطالعات (۶ میلیونه کاله لرغوني) د دوه پښو لرونکو یو څو درجې ښيي. ښایي Australopithecus او لومړنی Paranthropus دوه پښې لرونکي وي. ښايي ډېر لومړني هومینین یا انسانان لکه Ardipithecus ramidus یو ډول دوه پښې لرونکي یا بایپډالیزم جوړښت ولري. [۱۲]

د دوه پښو لرونکو یا بایپډالیزم تکامل د هومینین په مینځ کې ګڼ شمېر بدلونونه هڅولي، په ځانګړې توګه کله چې په انسانانو کې د دوه پښو یا باپیډالیزم په هکله خبرې رامنځته شوې؛ ځکه چې اوس دوی د دې توان درلود، چې پر خپلو پښو د تګ په وخت زیاتره نور کارونه ترسره کړي. په دې بدلونونو کې د لاسونو کارولو وړتیا هم شامله وه، ترڅو وسایل جوړ کړي یا د خپلو لاسونو په وسیله شیان ولېږدوي، دغه راز په ګړندي سرعت سره د اوږده واټن سفر کولو وړتیا او د خوړو د ښکار کولو وړتیا هم په کې شامله وه. ‎د څېړونکو په وینا انسانان د داروین د طبیعي انتخاب د اصل په پام کې نیولو سره په دې وتوانېدل چې دوه پښې کاروونکي شي.

لومړنۍ هره نظریه چې د دوه پښو یا باپیډالیزم اصل او سرچینه یې معرفي کړه، هغه د ساوانا فرضیه وه (دارت ۱۹۲۵). دا فرضیه داسې وه، چې هومینینیان د ساوانا چاپېریال لکه د لوړو واښو او وچ اقلیم له امله دوه پښې لرونکي یا بایپیدالیستان شول. وروسته بیا کله چې د فوسیلونو اړوند اسنادو دا وښودل، چې انسانان په دې وخت کې هم ونو ته پورته کېدل؛ نو د دې موضوع غلط او ناسموالی ثابت شو.

ترټولو وروستۍ او ډېره کره نظریه د چمتو کولو ماډل دی، چې د اوون لیوجوی په وسیله رامنځته شو. هغه داسې وړاندیز وکړ چې دوه پښې لرونکو یا بایپیدالیزم د جنسي دوه شکلۍ یا دیمورفیزم پایله وه، چې د خوړو په راټولولو کې مرسته وکړي او دغه راز د ماشومانو په ښه ساتنه او پالنه کې له مېرمنو سره مرسته وکړي؛ ځکه چې اوس کولای شي د دوی ساتلو لپاره خپل لاسونه وکاروي. په دې ماډل کې نارینه هغه چمتو کونکي وو، چې د ساتونکو او دغه راز د خوړو او سرپناه د چمتو کوونکي په توګه یې خپل مسؤلیتونه پرېښودل. له بلې خوا ښځې  پالونکې وې او د خپلو ماشومانو د تغذیې، پاکوالي او پالنې مسئولیت یې پر غاړه درلود.

د دوه پښو لرلو یا بایپډالیزم د تکامل ملاتړ کولو اړوند نور معلومات، په هغه مقاله کې دي، چې د هیل - سیلاسي له خوا لیکل شوې او د انسان په تکامل کې د آسټرالیوپیتیکوس انامینسیس Australopithicus anamensis پر اغېزې تفصیلي بحث کوي او دا چې څنګه آسټرالیوپیتیکوس انامینسیس Australopithicus anamensis چې د هومینیني Homininae په فرعي کورنۍ کې ده، یو له لومړنیو هومینینو یا انسانانو نه و، چې جبراً په دوه پښو لرونکو یا بایپیدالیسټانو بدل شول. د څېړنو په برخه کې د دې فرعي کورنۍ پاتې شوني ډېر مهم دي، ځکه چې هغه ممکنه معلومات وړاندې کوي، چې څنګه دا سینې لرونکي موجودات د ونې له ژوند نه د ځمکې ژوند ته راغلي او تطبیق شوي دي. دا یو لوی تطابق و، ځکه چې په انسانانو کې د زیاتره ارتقايي بدلونونو د هڅولو لامل شو؛ لکه د وسایلو جوړولو او خوړو راټولولو په برخه کې د خپل لاس کارولو وړتیا او دغه راز په خوراکي رژیم کې د بدلون له امله د لوی دماغ اړوند مغزونو وده کول وو.[۱۳]

د دماغ یا مغزونو د اندازې تکامل[سمول]

د مغزونو د حجم (د دماغ اندازه) په برخه کې تدریجي زیاتوالی راغلی؛ ځکه چې د اوسنيو انسانانو پلرونو د انسان د تکامل له مهالوېش سره سم د انسان تکامل په هومو هابیلیس کې له ۶۰۰ سانتي مترو نه پیل او په هومو نیندرتالینسیس کې یې تر ۱۵۰۰ سانتي مترو پورې پرمختګ وکړ. په هر حال اوسني هومو ساپینسونه د نیندرتال په پرتله لږ څه کوچني (۱۲۵۰ سانتي متره) دماغ لري، د نارینه وو په پرتله د مېرمنو دماغ یو څه کوچنی دی او د فلورس هومینیدز (Homo floresiensis) انسانان د هابیتیانو په مستعار نوم یادېږي، چې د ۳۸۰ سانتي متر مکعب (د یو شمپانزي لپاره کوچني په پام کې نیول کېږي) په ظرفیت سره جمجمه لري او دا د هومو اریکټوس اوسط درېیمه برخه ده. په دې برخه کې داسې وړاندیز کېږي، چې دوی له H. erectus نه د یو کوتولګي ټاپو یي مورد په توګه تکامل موندلی دی. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evidence of a chimpanzee-sized ancestor of humans but a gibbon-sized ancestor of apes"] (in En). Nature Communications 8 (1): 880. October 2017. doi:10.1038/s41467-017-00997-4. PMID 29026075. Bibcode2017NatCo...8..880G. 
  2. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Potential hominin affinities of Graecopithecus from the Late Miocene of Europe"]. PLOS ONE 12 (5): e0177127. 2017-05-22. doi:10.1371/journal.pone.0177127. PMID 28531170. Bibcode2017PLoSO..1277127F. 
  3. Goodman M (1964). "Man's place in the phylogeny of the primates as reflected in serum proteins". In Washburn SL (المحرر). Classification and Human Evolution. Transaction Publishers. د کتاب پاڼي 204–234. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-202-36487-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Biochemical Evidence on Hominid Phylogeny"]. Annual Review of Anthropology 3: 203–228. 1974. doi:10.1146/annurev.an.03.100174.001223. 
  5. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Primate evolution at the DNA level and a classification of hominoids"]. Journal of Molecular Evolution 30 (3): 260–6. March 1990. doi:10.1007/BF02099995. PMID 2109087. Bibcode1990JMolE..30..260G. 
  6. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "First fossil chimpanzee"]. Nature 437 (7055): 105–8. September 2005. doi:10.1038/nature04008. PMID 16136135. Bibcode2005Natur.437..105M. 
  7. Hill, Andrew; Ward, Steven (1988). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Origin of the Hominidae: The Record of African Large Hominoid Evolution Between 14 My and 4 My"]. Yearbook of Physical Anthropology 31 (59): 49–83. doi:10.1002/ajpa.1330310505. 
  8. "Reassessing hominoid phylogeny: Evaluating congruence in the morphological and temporal data". Paleobiology 30 (4): 614–651. 2004. doi:10.1666/0094-8373(2004)030<0614:RHPECI>2.0.CO;2. http://earth.unh.edu/clyde/PDF%20of%20Papers/Finarelli_Clyde_2004.pdf. Retrieved 2017-12-04. 
  9. "A new orang-utan relative from the Late Miocene of Thailand". Nature 427 (6973): 439–41. January 2004. doi:10.1038/nature02245. PMID 14749830. Bibcode2004Natur.427..439C. http://www.scienceinschool.org/repository/docs/issue5_nature_chaimanee2004.pdf. 
  10. (په March 7, 2012 باندې). Gorilla genome analysis reveals new human links. (په March 9, 2012 باندې). Scientists unlock genetic code for gorillas - and show the human link. (په November 13, 2007 باندې). New Ape May Be Human-Gorilla Ancestor.
  11. Popadin, Konstantin; Gunbin, Konstantin; Peshkin, Leonid; Annis, Sofia; Fleischmann, Zoe; Kraytsberg, Genya; Markuzon, Natalya; Ackermann, Rebecca R. et al. (2017-10-19). "Mitochondrial pseudogenes suggest repeated inter-species hybridization in hominid evolution." (in en). bioRxiv: 134502. doi:10.1101/134502. https://www.biorxiv.org/content/early/2017/10/19/134502. 
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Independent evolution of knuckle-walking in African apes shows that humans did not evolve from a knuckle-walking ancestor"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 106 (34): 14241–6. August 2009. doi:10.1073/pnas.0901280106. PMID 19667206. Bibcode2009PNAS..10614241K. 
  13. Haile-Selassie, Yohannes (2021-12-01). "From Trees to the Ground: The Significance of Australopithecus anamensis in Human Evolution". Journal of Anthropological Research 77 (4): 457–482. doi:10.1086/716743. ISSN 0091-7710. http://dx.doi.org/10.1086/716743. 
  14. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A new small-bodied hominin from the Late Pleistocene of Flores, Indonesia"]. Nature 431 (7012): 1055–61. October 2004. doi:10.1038/nature02999. PMID 15514638. Bibcode2004Natur.431.1055B. 
  15. Davidson, I. (2007). "As large as you need and as small as you can—implications of the brain size of Homo floresiensis". In Schalley, A.C.; Khlentzos, D. (المحررون). Mental States: Evolution, function, nature; 2. Language and cognitive structure. 92–93. John Benjamins. د کتاب پاڼي 35–42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9027231055. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)