هومو هایډلبرګینسیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هومو هایډلبرګینسیس (هومو ساپینز هایډلبرګینسیس) د لرغونوانسانانو یو له منځه تللی یا فرعي ډول دی چې د منځني پلیسټوسن په وخت کې یې ژوند کاوه. دا په ۱۹۵۰ ز کال کې د هومو ایریکټوس هایډلبرګینسیس په نوم د هومو ایریکټوس د فرعي ډولونو په توګه هم پېژندل کېږي، خو د پېړۍ په پای کې دا په پراخه کچه د خپل ډول په توګه ډلبندي شو. په دې اړه بحث کېږي چې ایا هوموهایډلبرګینسیس، باید یوازې اروپا پورې محدود کړل شي، یا که افریقایي او آسیایي ډولونه هم په کې شامل کړل شي او دا د (Mauer 1) نمونې چې د ژامې هډوکی دی، سره نور هم ګډوډېږي، ځکه چې د ژامې هډوکي ځینې تشخیصي ځانګړتیاوې لري او په عمومي توګه د منځني پلیسټوسن نمونو ترمنځ ورکېږي. له همدې امله، په دې اړه بحث کېږي چې ایا له دغو نمونو څخه ځینې یې ښایي په خپلو ډولونو کې یا د هومو ایریکټوس په فرعي ډولونو کې جلا کړل شوې وي. دا چې ډلبندي ډېره جنجالي ده، نو منځنی پلیستوسن ډېری وختونه "په منځ کې ګډوډ" بلل کېږي.

هایډلبرګي انسان د د کرونوسپیشیز په توګه ګڼل کېږي، ځکه چې د هومو ایریکټوس له افریقایي بڼې (ځیني وخت ورته هومو ایرګاسټر ویل کېږي) څخه یې تکامل کړی دی. د هوکړې له مخې، هایډلبرګي انسان د عصري انسانانو (هومو ساپینز یا هومو ایس ساپینز) او نیندرتالونو (هومو نیندرتالیسیز یا هومو ایس نیندرتالیسیز) ترمنځ د تر ټولو اوسني ګډ نسل په توګه ځای نیولی دی. هایډلبرګي انسان ته ځانګړې شوې ډېری نمونې په اغلب ګمان د عصري انسانانو، نیندرتال له جلا کېدو وروسته ژوند کاوه. په منځني پلیسټوسن کې، د مغز اندازه په منځنۍ کچه نږدې ۱۲۰۰ سي سي وه، چې له اوسني انسان سره د پرتله کېدو وړ ده. په منځني پلیسټوسن کې یې لوړوالی د درېیو ځایونو د پاتې شونو له مخې اټکل کېدلای شي: سیما دي لاس هیوس، هسپانیه، د نارینه وو لپاره ۱۶۹.۵ سانتي متره (۵ فټه او ۷ انچه) او د ښځو لپاره ۱۵۷.۷ سانتي متره (۵ فټه او ۱۱ انچه)؛ د چین جینیشان څخه د ښځینه وو لپاره ۱۶۵سانتي متره (۵ فټه او ۱۱ انچه) او د زمبیا کبوي څخه د یوې نمونې لپاره ۱۸۱.۲ سانتي متره (۵ فټه او ۱۱ انچه). د نیندرتال په څېر دوی پراخه سینه درلوده او په ټولیز ډول پیاوړي وو.

د افریقا او اروپا منځني پلیسټوسن د وروستي آچولیان ټیکنالوژۍ ظهور ښیي، چې د پخواني او معاصر هومو ایرکټوس څخه توپیرلري او ښایي د مخ په زیاتېدونکې هوښیارتیا څخه خپرېږي. اور ښایي له ۴۰۰،۰۰۰ کلونو وروسته د ورځني ژوند یوه لازمي برخه وګرځېده او دا نږدې د اروپا د دایمي او پراخه اشغال (نږدې ۴۵ درجې شمال لور ته) او د نېزو جوړولو په موخه د هافټینګ ټیکنالوژۍ ظهور سره سمون لري. هایډلبرګي انسان کولای شول چې د ښکار کولو همغږې تګلارې ترسره کړي او په پایله کې یې داسې برېښي چې دوی په غوښې ډېره تکیه درلوده.

ډلبندي[سمول]

څېړنیز تاریخ[سمول]

په ۱۹۰۷ ز کال کې د آلمان د هایډلبرګ سویل ختیځ په ماور کې د یو کارګرله لورې لومړی فوسیل یعنې مایور ۱ (د ژامې هډوکی) کشف شو. نوموړی فوسیل راتلونکی کال په رسمي توګه د المان لرغونپوه اوتو شوټینسیک له خوا معرفي کړل شو، چې دا یې د نوي ډول – هومو هایډلبرګینسیز ټایپ نمونه وګرځوله. هغه دا د یو نوي ډول په توګه په عمده توګه د ژامې د هډوکي د لرغونتوب له امله - په ځانګړې توګه د هغه د سترې اندازې له امله - جلا کړ او دا ۶۴۰،۰۰۰ کلونو په دوران کې د اروپا د فوسیل ریکارډ کې د هغه وخت ترټولو زړه انساني ژامه وګرځېده. د ژامې دغه هډوکي په ښه توګه ساتل شوي وو او یوازې کیڼ پریمولر غاښونه، د کیڼ لوري د لومړني مولرغاښ یوه برخه، د کیڼ کورونایډ پروسس برخې سر (د ژامې په قبضه کې) او د منځنۍ برخې ټوټې ورک شوي وو، ځکه چې ژامه په ۲ برخو کې موندل شوې وه او بیا په سرېښ سره نښلول شوې وې. دا ښایي په درېیم مولر غاښ کې د جزئي ګرول شوې برخې پر بنسټ یو ځوان بالغ پورې اړه ولري. په ۱۹۲۱ ز کال کې د کبوي ۱ کوپړۍ د زمبیا په کبوي سیمه کې د سویس کان کېدونکي ټام زویګلار له خوا کشف شوه (په هغه وخت کې د شمالي روډیشیا بروکن هیل سیمه وه) او د انګلیسي پالیونتولوجیست ارتور سمیت وودوارد له لورې یو نوي ډول "هومو رودیسینسیز" ته ځانګړی شو. دا د منځني پلیسټوسن انسان له ډېرو مشهورو ډولونو څخه دوه ډولونه وو چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي دوره کې تشرېح شول. په ۱۹۵۰ لسیزه کې، ارنیسټ مایر، د انسان پېژندنې څانګې ته ور داخل شو او "د نومونو مغشوشوونکي توپیر" په سروی کې یې پرېکړه وکړه، څو د انسان (هومو) یوازې ۳ ډولونه تعریف کړي: "هومو ټرانزوالینسیز (استرالوپیتکین)، هومو ایریکټوس (د مایور ژامې او د بېلابېلو مشهورو افریقایي او آسیایي ډلبندیو په ګډون) او هومو ساپینز (د عصري انسانانو او نیندرتالونو په څېر د هومو ایریکټوس په پرتله د هر ځوان ډول په ګډون)". مایر د یو ترتیبي نسل په توګه دوی تعریف کړل، چې هر ډول یې په راتلونکي (کرونوسپشز) کې تکامل مومي. که څه هم، وروسته مایرد اسټرالیوپیتیکینز (پېژندل شوی آسټرالیوپیتیکوس) په اړه خپل نظر بدل کړ، د لرغوني انساني توپیر په اړه د هغه ډېر محافظه کاره نظر، په راتلونکو لسیزو کې په پراخه کچه خپل کړل شو.[۱][۲][۳][۴]

که څه هم، هومو ایریکټوس اوس هم د خورا متغیر، پراخه او اوږد مهاله ډولونو په توګه ساتل کېږي او په دې اړه اوس هم ډېر بحث کېږي، چې ایا په هغه کې د منځني پلیسټوسن د ټولو پاتې شونو ډوبېدل د توجیې وړ دي او که نه. په لومړي ځل په ۱۹۶۰ ز کال کې د هایډلبرګي انسان په برخه کې د مایر یوځای کولو پر وړاندې د امریکایي انسان پوه فرانسیس کلارک هوویل له خوا مخالفت څرګند شو. په ۱۹۷۴ ز کال کې، بریتانوي فزیکي انتروپالوجیست کریس سټرینګر د کبوي ۱ او پیټرالونا کوپړیو او د عصري انسانانو (هومو ساپینز یا هومو ایس ساپینز) او نیندرتالونو (هومو نیندرتالینسیز یا هومو ایس نیندرتالینسیز) کوپړیو ترمنځ ورته والي په ګوته کړل. له همدې امله، سټرینګر دوی د عصري انسانانو او نیندرتالونو د اجدادو په توګه هومو ساپینز سینسو لاټو ("په پراخه معنا") ته ور وپېژندل. په ۱۹۷۹ ز کال کې، سټرینګر او فنلینډي انسان پوه بیورن کورټن وموندله چې، د کبوي او پیټرالونا کوپړۍ د مایور د ژامې هډوکي په څېر له کرومیریان صنعت سره تړاو لري او له همدې کبله یې اټکل وکړ چې دا درې ډول وګړي ښایي له یو او بل سره تړاو ولري. که څه هم، دا فوسیلونه په کمزوري ډول ساتل شوي او د پرتله کېدو وړ احتمالي تشخیصي ځانګړتیاوې نه برابروي (او په ورته ډول د ځانګړو ډولونو په سمه توګه تعریفول ستونزمن وو)، دوی استدلال وکړ چې لږ تر لږه د منځني پلیسټوسن نمونې باید په رسمي توګه د خپل ورته والي د پېژندلو په برخه کې هومو (ایس؟) هایډلبرګینسیس یا "هومو (ایس؟) روډیسینسیز (په ترتیب سره د مایور د ژامې هډوکي په رانغاړلو یا اېستلو پورې اړه لري) ته ځانګړي کړل شي.[۵]

د سټرینګر، پالیونتروپالوجیست ایان ټاټرسال او د انسان د تکاملي بیولوژي پوه فیلیپ رایټمور له لورې ډېرو ترسره شوو څېړنو د منځني پلیسټوسن  افریقايي-اروپایي ډولونو او هومو ایریکټوس سینسو سټریکټو ("ّپه جدي ډول"، په دې قضیه کې د ختیځې اسیا ډولونو) ترمنځ د لا زیاتو توپیرونو په اړه یادونه وکړه. په پایله کې، له ۶۰۰ څخه تر ۳۰۰ زرو کلونو مخکې افریقایي – اروپایي پاتې شوني -  په ځانګړې توګه له کبوي، پیټرالونا، بوډو او اراګو سیمو څخه – ډېری د هایډلبرګي انسان په توګه ډلبندې شوې دي. په ۲۰۱۰ ز کال کې، امریکایي فزیکي انتروپالوجیستانو جیفري ایچ شوارټز او ټاټرسال وړاندیز وکړچې ټول منځني پلیسټوسن اروپایي او آسیایي نمونې  - په چین کې هر یو دالي او جینیواشان – باید د هایډلبرګي انسان په توګه ډلبندي کړل شي. دا ماډل په نړیواله کچه منل شوی نه دی. په ۲۰۱۰ ز کال کې، په سایبریا کې د ځینو ځانګړو لرغونو انسانانو د جنیتیکي کوډ او د "ډینیسووان" په نوم د تشخیصي فوسیل اړوندو موندنو له پېژندلو وروسته، داسې وانګېرل شوه چې، اسیایي پاتې شوني د هماغه ورته ډولونو استازیتوب کولای شي. له همدې امله، د منځني پلیسټوسن اسیایي نمونې، لکه:  دالي انسان یا د هند نارمادا انسان، هماغسې معما پاتې شوه. د هایډلبرګ پوهنتون د پالیونټولوژۍ انسټیټیوټ، چېرته چې د مایور د ژامې هډوکی له ۱۹۰۸ ز کال راهیسې ساتل کېږي، په ۲۰۱۵ ز کال کې یې نښه، له هومویي هایډلبرګینسیس څخه هومو هایډلبرګینسیس ته بدله کړه.[۶][۷][۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Harvati, K. (2007). "100 years of Homo heidelbergensis – life and times of a controversial taxon" (PDF). Mitteilungen der Gesellschaft für Urgeschichte. 16: 85. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 4, 2016 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mounier, A.; Marchal, F.; Condemi, S. (2009). "Is Homo heidelbergensis a distinct species? New insight on the Mauer mandible". Journal of Human Evolution. 56 (3): 219–246. doi:10.1016/j.jhevol.2008.12.006. PMID 19249816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Begun, David R., المحرر (2012). "The African Origin of Homo sapiens". A Companion to Paleoanthropology. John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781118332375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schwartz, J. H.; Tattersall, I. (2010). "Fossil evidence for the origin of Homo sapiens". American Journal of Physical Anthropology. 143 (S51): 96–98, 101–103. doi:10.1002/ajpa.21443. PMID 21086529. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stringer, C. B. (2012). "The status of Homo heidelbergensis (Schoetensack 1908)". Evolutionary Anthropology. 21 (3): 101–104. doi:10.1002/evan.21311. PMID 22718477. S2CID 205826399. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. de Lumley, M.-A. (2015). "L'homme de Tautavel. Un Homo erectus européen évolué. Homo erectus tautavelensis". L'Anthropologie. 119 (3): 344–346. doi:10.1016/j.anthro.2015.06.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Buck, L. T.; Stringer, C. B. (2014). "Homo heidelbergensis". Current Biology (په انګلیسي ژبه کي). 24 (6): R214–R215. doi:10.1016/j.cub.2013.12.048. ISSN 0960-9822. PMID 24650901. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Hierzu zählte noch im Jahr 2010 auch das Geologisch-Paläontologische Institut der Universität Heidelberg, das den Unterkiefer seit 1908 verwahrt und ihn als Homo erectus heidelbergensis auswies. Inzwischen wird er jedoch auch in Heidelberg als Homo heidelbergensis bezeichnet, siehe" (په الماني ژبه کي). Sammlung des Instituts für Geowissenschaften. د لاسرسي‌نېټه November 29, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)