هومو ارګايسټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هومو ارګايسټر د لرغونو انسانانو له منځه تللې نوع يا فرعي نوع ده، چې د ګنګلي عصر په لومړيو کې يې په افريقا کې ژوند کړی و. ايا H. ergaster خپله يوه نوعه جوړه کړې ده، او که د H. erectus لاندې شاملېږي، په «پالايوانتروپولوژي» (د انسان د فوسيلونو مطالعې علم) کې روانه او ناحل شوې ستونزه ده. د مترادفاتو پلويان عموماً H. ergaster د "افريقايي Homo erectus" يا " Homo erectus ergaster" په توګه بولي. د هومو ايرګاسټر ټکی تقريباً د "کار کونکی سړی" په توګه ژباړل کېدای شي، کوم چې د خپلو نیکونو په پرتله د انواعو له خوا استعمال شويو ډېرو نويو وسايلو ته اشاره کوي. د H. ergaster د فوسيلونو لړۍ عموماً له 1.7 څخه تر 1.4 ميلونه کاله مخکې موده پوښي، که څه هم له دې د پراخه وخت اندازه هم شونې ده. سره له دې چې فوسيلونه له ټولې ختيځې او سويلي افريقا څخه پېژندل شوي دي، خو ډيری H. ergaster فوسيلونه د کينيا د «ترکانا» د جهيل په څنډو کې موندل شوي دي. دلته وروستي افريقايي فوسيلونه هم شته، ځينې يې د يو ميلیون کاله مخکې مودې څخه هم کم عمر لري، کوم چې د اږدمهالي اناتومي تسلسل ښودنه کوي، خو دا نه ده روښانه چې ايا دوی په رسمي ډول د H. ergaster د نمونو په توګه شمېرل کېدای شي که نه. د تاریخي تسلسل د يوې نوعې په توګه، شونې ده چې H. ergaster لږ تر لږه تر 600000 کاله پخوا پورې دوام کړی وي، تر هغه وخته چې په افريقا کې د هومو نوي نسلونه (نسب يا زوزات) راپيدا شول.[۱][۲][۳]

هغه څوک چې باور لري چې H. ergaster بايد په H. erectus کې داخل کړای شي، فکر کوي چې د دې دوه انواعو تر منځ ډېر کم توپير موجود دي، تر څو دوی په جلا انواعو کې سره جلا کړای شي. د دواړو انواعو د جلا جلا بللو پلويانو د افريقايي فوسيلونو او له اسيا څخه د H. erectus فوسيلونو تر منځ مورفولوجيکي (د شکل او بڼې پېژندلو علم) توپير ته اشاره کوي، د دې تر څنګ د «هومو» تکامل له دې څخه ډېر زيات پېچلی دی، کوم چې د H. ergaster په څېر انواع په H. erectus کې د شاملېدو څخه روښانه کېږي. سربېره پر دې، عموماً د H. ergaster د جوړېدو په توګه بلل کېدونکو نمونو تر منځ مورفوليجيکي توپير دا وړانديز کولای شي چې H. ergaster خپله د يوې اړوندې نوعې استازولي نه شي کولای. د دوی تر ټولو سمې ډلبندۍ ته له کتنې پرته، H. ergaster وروسته په H. erectus کې ښکاره کېدونکو ځانګړتياوو د لرغوني ډول ښودنه کوي، او په دې ډول دا په اسيا کې د H. erectus د نفوس نېغ په نېغه نیکونه دي. سربېره پر د ې، شونې ده چې H. ergaster په اروپا او افريقا کې د وروستنيو «هومينينز» په څېر د نويو انسانانو او «نيندرتال» نيکونه وي.

ډېرې ځانګړتياوې H. ergaster له «australopithecines» او همدا راز دH. habilis  په څېر د «هومو» له لومړيو او ډېرو ابتدايي انواعو څخه جلا کوي. په دې ځانګړتياوو کې د دوی لويه بدني کتله، په پرتليز ډول اوږدې پښې، د حرکت لپاره په دوه پښو تګ، په پرتليز ډول کوچنۍ ژامې او غاښونه (کوم چې په خوراک کې د ستر بدلون ښودنه کوي)، همدا راز د بدن تناسب او د ژوند اټکل شوې طريقه له انسانانو څخه مخکې او د همعصرو «هومينز» سره ډېر ورته والی درلود. د دې ځانګړتياوو په نظر کې نيولو سره، ځينو څېړونکو H. ergaster ته د «هومو» د جينس د لومړيو رېښتينو استازو په توګه ګوري.

H. ergaster په افريقا کې په سوانا کې اوسېدلي دي، دا يو بې ساری چاپېريال دی، کوم چې داسې ننګونې لري د کوم په پايله کې چې ډېر نوي او جلا چلندونو ته اړتيا پیدا کېدای شي. شونې ده چې ابتدايي «هوموز» د نويو «پرايميټ» په څېر د ځوابي بريدونو حربې کارولي وي، تر څو ښکاريان له ځانه لېرې وساتي. د H. ergaster تر وخته پورې، شونې ده چې د دې چلندونو په پايله کې د ښکاريانو د راټولونکو حقيقي رويې ښودل شوې وي، کوم څه چې په «پرايميټس» کې تر ټولو دومخه وو. H. ergaster يو ماهر ښکاری و. تر دې زيات نور چلندونه چې په لومړي ځل په apex predator کې راڅرګند شوي دي، په هغوی کې د نارينه-ښځينه د وښو وېش او د رېښتيني يوې جوړې درلودلو اړيکې شامل دي. H. ergaster همدا راز د لومړيو پېژندل شويو لاسي تبرونو په ګډون، د ډبرين صنعت د ډېرو نويو وسايلو د ظاهري بڼې ښودنه هم کوي. د ټولو په اتفاق سره د شواهدو د نه شتون سهر سره، دا هم شونې ده چې H. ergaster  لومړي هغه «هومينين» وو، چې د اور په اداره کولو کې يې مهارت درلود. [۴]

ډلبندي[سمول]

د څېړنې تاريخ[سمول]

له ابتدايي څخه تر منځني پړاو کنګلي عصر کې د «هومو» د بدلون مطالعې او ډلبندۍ د «پالايوانتروپولوژۍ» يوه له هغو برخو ده چې ډېر اختلاف پکې دی. په ابتدايي  پالايوانتروپولوژي کې او په شلمه پېړۍ کې، عموماً اټکل شوی و چې «هومو سيپينز» د «هومينين» د تکامل په يوه لړۍ کې د تدريجي بدلونونو پايله ده. د ابتدايي «هومينز» او نويو انسانانو تر منځ پېژلندل کېدونکي د اټکلي بڼې په توګه،H. erectus کوم چې په اصل کې په اسيا کې د لرغونو انساني فوسيلونو لرونکی و، د فوسيلونو يوې پراخه لړۍ ته پوښښ ورکوي، په کوم کې چې د وخت يوه اوږده موده وه (تقريباً د هومو د ټولې نړۍ لړۍ). د شلمې پړې له وروستيو راهيسې، په H. erectus کې شته تنوع يو شمېر د دې پوښتنې راپورته کولو ته اړ کړي دي، چې د انواعو قطعي وضاحت څه دی، او بايد څه پکې رانغښتي وي. په 2013ز کال کې د پالايوانتروپولوجيسټ «Ian Tattersall» په څېر يو شمېر څېړونکو د H. erectus په اړوند پوښتنې کړي دي، ځکه چې په هغې کې په ډېره اندازه د مختلفو شکلونو لرونکو فوسيلونو يو بې حده شمېر موجود دی.[۵][۶]

په 1970ز لسيزه کې، پالايوانتروپولوجيسټ «ريچارډ ليکي» او «الان واکر» د «ترکا» جهيل په ختيځه څنډه د کينيا د فوسيلونو په سيمه کې د «هومينين» فوسيلونو د يوې لړۍ تشریح وکړه. د تر ټولو زيات يادولو وړ يې دوه نيمه کوپړۍ وې، چې د KNM ER 3733 او KNM ER 3883 نومونه ورکړل شوي دي، په ک«وبايي فورا» کې موندل شوې وې. «ليکی» او «والک» دا کوپړۍ د H. erectus وبللې، دې ته په پام سره چې د دوی د دماغو حجم (په ترتيب سره 848 لړ 803 cc) د H. erectus (950 cc) نوعې د ډېر کم عمر له نمونې څخه غوره دي. يو بل مهم فوسيل د ژامې هډوکی دی، چې په «Ileret» کې تر لاسه شوی و، او د «ليکي» له خوا تشريح شوی، چې هغه په 1972ز کال کې د KNM ER 992 نوم ورکړی و، هغه په خپله تشريح کې دا "غېر معلومو انواعو هومو" وبلل.[۷]

په 1975ز کال کې، پالايوانتروپولوجيسټ «کولن ګروز» او «وراټسلاو مزاک» KNM ER 992 د يوې جلا نوعې د يوازينۍ نمونې په توګه نومولی دی، کومو ته چې دوی د هومو ارګاسټر نوم ورکړ. د دوی نوم (ergaster د لرغوني يوناني ژبې له ἐργαστήρ, ergastḗr ټکي څخه اخيستل شوی دی، چې معنا يې ده کار کونکی سړی) تقريباً د «کار کونکی سړی» يا «کار سړی» په توګه ژباړل شوی دی. «ګروز» او «مزاک» دې نوعې ته د خپلې خوا په ورکړي نوم کې د KNM ER 803 (يو څه پاتې اسکليټ "هډتړ يا کالبوت" او يوه څه غاښونه) په څېر د «کوبيا فورا» ډېر نور فوسيلونه هم شامل کړي دي، خو د H. erectus د اسيايي فوسيلونو له ثبت سره يې کومه پرتله وړاندې کړې نه ده، کوم څه چې په بې فکرۍ سره د انواعو په سلسله کې په وروسته کې د يو شمېر ډلبنديو د ګډوډۍ لامل وګرځېدل.[۸][۹][۱۰][۱۱]

يو نږدې بشپړ فوسيل، د کومې تشریح چې د يو ځوان نارينه په توګه شوې وه (سره له دې چې جنسيت يې نامعلوم دی)، د کينيا لرغونپوه «کامويا کيميو» په 1984ز کال کې د ترکانا جهيل په لوېديځه څنډه کې موندلی و. دا فوسيلونه «ليکي» او «واکر»، د پالايوانتروپولوجستانو هر يو «براون» او «جان هيريس» سره په 1985ز کال کې تشريح کړل، چې نوم يې د KNM-WT 15000 (لقب يې ترکانا هلک و) په تو ګه ورکړي وو. دوی دا فوسيلونه د H. erectus د استازولي کونکو په توګه تشریح کړل، چې نږدې د مکمل سکيلټ لرونکي وو. ترکانا هلک، د H. ergaster/erectus لومړۍ موندل شوې جامع خوندي نمونه وه، کومه چې د هومو او نويو انسانانو تر منځ د توپير او ورته والي پيدا کولو کې يو هم فوسيل جوړوي. ترکانا هلک په 1992ز کال کې پالايوانتروپولوجيسټ «برنارډ ووډ» په H. ergaster کې وضع کړ، او اوس، په افريقا کې د نورو هغو فوسيلونو سره چې د H. erectus په توګه بلل کېدل، د هغو خلکو له خوا عموماً د H. ergaster د استازو په توګه بلل کېږی، چا چې H. ergaster  د يوې جلا نوعې په توګه باله.[۹][۹][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Wood, Bernard; Doherty, Dandy; Boyle, Eve (2020-05-29). "Hominin Taxic Diversity". Oxford Research Encyclopedia of Anthropology (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.1093/acrefore/9780190854584.013.194. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190854584. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tattersall 2013، ص. 14.
  3. Tattersall 2013، ص. 5.
  4. Ben-Dor, Miki; Sirtoli, Raphael; Barkai, Ran (2021). "The evolution of the human trophic level during the Pleistocene". American Journal of Physical Anthropology. 175: 27–56. doi:10.1002/ajpa.24247. PMID 33675083 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tattersall 2013، ص. 2.
  6. Tattersall 2013، ص. 1.
  7. Tattersall 2013، صص. 3–4.
  8. Antón 2003، ص. 127.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Roberts 2018، ص. 116.
  10. Klein 2005، ص. 85.
  11. Tattersall 2013، ص. 4.
  12. Brown او نور 1985، ص. 789.
  13. Wang او نور 2004، ص. 453.
  14. Brown او نور 1985، ص. 788.