Jump to content

هولډريچ زوينګلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هولډريچ يا اورليچ زوينګلي (1 جنوري 1484 – 11 اکتوبر 1531) په سويټزرلينډ کې د اصلاحاتو يو رهبر و، څوک چې د برملا کېدونکې سويسي هېوادپالنې او د سويس د مزدور سيستم په اړه د مخ پر زېاتېدونکې نيوکې په پړاو کې زېږېدلی و. نوموړی د ويانا پوهنتون او د باسل په پوهنتون کې زده کړه وکړه، کوم چې د رنسانس بشرپالنې يو علمي مرکز دی. هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، په داسې حال کې چې په «ګلورس» او وروسته په «اينسيډيل» کې يې د يو پادري په توګه کار وکړ، چېرته چې هغه د «ايراسمس» له ليکونو متاثره و.

په 1519ز کال کې، په زيورخ کې د «Grossmünster» کليسا «ليوټپريسټر» (د خلکو راهب) شو، چېرته چې هغه د کاتوليکې کليسا د اصلاح په اړه د نظرياتو تبليغ پيل کړ. په 1522ز کال کې د نوموړي په لومړۍ ولسي منازعه کې، نوموړي د لويې روژې د عبادت پر مهال د روژې پر رواج تنقيد وکړ. په خپلو خپرونو کې، هغه د کليسا د ډلبندۍ فساد ته اشاره وکړه، مذهبي واده يې ترويج کړ، او د عبادت په ځايونو کې يې د انځورنو پر استعمال اعتراض وکړ. په اصلاحاتو کې د هغه تر ټولو زيات د يادولو وړ ونډو څخه يو يې د هغه وضاحتي وعظ و، چې په 1519ز کال کې د متيو د انجيل له لارې پيل شوی و، له دې مخکې چې بالاخره د بايبل تفسير د ټول عهد جديد څخه د تېرېدو لپاره وکارول شي، کوم څه چې له کاتوليک عبادت څخه يو سخت دريځی جلاوالی و. په 1525ز کال کې، هغه د کليسا د ډله ييز عبادت پر ځای يو نوی اجتماعي عبادت وړاندې کړ. له «انابپټسټانو» سره هم د نوموړي اختلاف راغی، د کوم په پايله کې چې هغوی له ځورولو سره مخ شول. تاريخ پوهان په دې اړه بحث کوي چې ايا هغه زيورخ په ديني حکومت بدل کړی و که نه.[۱][۲]

اصلاحات د سويس کانفدراسيون په نورو برخو کې هم خپاره شول، خو ډېرو ولسوالیو د کاتوليک پاتې کېدل غوره کړل او مقاومت يې وکړ. «زوانګلي» د اصلاح شويو ولسواليو يو اتحاد جوړ کړ، کوم چې دا کانفدراسيون په مذهبي ليکو ووېشه. په 1529ز کال کې، د دواړو خواوو تر منځ په وروستيو شيبو کې د جګړې مخه ونيول شوه. په ورته وخت کې، د «زوانګلي» اندونو ته د «مارتن لوتر» او نورو سمونپالانو پاملرنه واوښته. دوی په «Marburg Colloquy» (په ماربرګ کې یوه غونډه وه) کې سره وليدل او د دې اصل په ډېرو مادو يې توافق وکړ، خو دوی په سپېحلې قربانۍ کې د مسيح د حقيقي شتون د نظريې په اړه تړون ته ونه رسېدل.

په 1531ز کال کې، د «زوانګلي» ايتلاف په کاتولیکو ولسواليو د خوراک ناکام بنديز پلی کړ. ولسواليو په داسې یو مهال کې په بريد سره ځواب ووايه، کله چې زيورخ چمتو نه و، او «زوانګلي» د جګړې په ډګر کې مړ شو. د هغه ميراث اوس د اصلاح شويو معبدونو په اعترافاتو، عبادتونو او د کليسا په احکامو کې ژوندی دی.

تاريخي ليدلوری

[سمول]

د هولډريچ زوانګلي په زمانه کې د سويس کانفدراسيون د ديارلسو ايالتونو (کانټون/ولسوالۍ) تر څنګ د اړوندو سيمو او شريکو واکمنو څخه جوړ و. د سويټزرلينډ د اوسني دولت په عکس، کوم چې د فدرالي حکومت تر مخې کار کوي، ټولې ديارلس ولسوالۍ نږدې خپلواکې وې، او خپلې داخلي او بهرنۍ چارې يې تر سره کولې. هرې ولسوالۍ د کانفدراسيون په داخل کې او دباندې خپل ايتلافونه جوړ کړي وو. دې پرتليزې ازادۍ د اصلاحاتو په وخت کې د شخړو د بنسټ په توګه کار کاوه، کله چې جلا جلا ولسوالۍ د بېلا بېلو رسمي ډلو په منځ کې وېشل شوې وې. پوځي هيلو د نويو سيمو او سرچينو د تر لاسه کولو لپاره د سيالۍ تر څنګ يوه اضافه انګېزه پیدا کړه، د بېلګې په ډول، څه ډول چې د 1440-1446 د پخواني زيورځ په جګړه کې وليدل شول.[۳]

د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ په اوږدو کې په اروپا کې پراخه سياسي چاپېريال د لوړو ژورو ښکار و. د کانفدراسيون د پياوړي ګاونډي فرانسې سره له پېړيو راهيسې اړيکو د سويس بهرنۍ تګلارې ټاکلې. کانفدراسيون تش په نوم د سپېڅلي رومي سترواکۍ يوه برخه وه. په هر حال، د يو پر بل پسې جګړو په پايله کې چې په 1499ز کال کې د «سواهان» د جګړې پر مهال خپل اوج ته ورسېدې، دا کانفدراسيون په عملي ډول خپلواک شوی و. له دې امله چې د دې لويې وچې دوه قدرتونو او د «ميلان« ډيوک واکمنۍ، د «ساوايي» ډيوک واکمنۍ، او پاپايي دولتونو  په څېر کوچنيو سيمه ييزو دولتونو يو د بل پر وړاندې مقابله وکړه، او وجنګېدل، د کانفدراسيون لپاره يې اوږدمهالې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې پايلې درلودې. په دې موده کې د معاش خورو سرتېرو د تقاعد سيستم د اختلاف موضوع وګرځېده. د «زوانګلي» د زمانې مذهبي اړخونو، له هېواده دباندې د جګړې لپاره، په بنسټيز ډول د ولسوالیو د چارواکو د بډايه کولو په موخه، د سويسي  ځوانانو د امتياز په اړه پراخه بحثونه وکړل.[۴]

دې داخلي او بهرنيو عواملو د کانفدراسیون د ملي شعور په بيدارۍ کې مهمه ونډه درلوده، په کوم کې چې د یوې ولسوالۍ په نظر کې نيولو په پرتله، د پلرني ټاټوبي اصطلاح ډېره پراخه معنا درلوده. په ورته وخت کې، د رنسانس بشرپالنې، له خپلو نړيوالو ارزښتونو او پر علم له ټينګار سره (لکه چې ايراسمس (1466-1536) يې د بشرپالنې شهراده کې بېلګه وړاندې کړې) په کانفدراسیون کې جرړې خپرې کړې وې. په دې چاپېريال کې چې سويسي هېوادپالنې او بشرپالنې په شریکه تعريف کړی و، «زوانګلي» په 1484ز کال کې وزېږېد.[۵]

ژوند

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه (1484-1518)

[سمول]

هولډريچ زوانګلي د 1484ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سويټزرلينډ د «ټوګنبرګ» درې په «وايلډهاوس» کې د کروندګرو په يوه کورنۍ کې زېږېدلی و، هغه په خپلو اوو خوېندو وروڼو کې درېیم و. پلار يې «الريک» د ټولنې (امټ مين يا د سيمه ييزې محکمې مشر) په مديريت کې مهمه ونډه درلوده. «زوانګلي» ته ابتدايي ښونه د هغه کاکا «بارتولوميو» ورکړې وه، چې په «ويزن» کې يو ديني عالم و، ښايي په همدې ځای کې هغه له «کاترينا وان زيمن» سره وليدل. زوانګلي په لس کلنۍ کې د ثانوي زده کړو لپاره «باسل» ته واستول شو، چېرته چې هغه د قاضي «ګريګوري بانزلي» تر سرپرستۍ لاندې لاتيني ژبه زده کړه. په «باسل» کې له درې کلونو تېرولو وروسته، نوموړی د لنډ وخت لپاره په «برن» کې د بشرپال «هنري وولفلن» سره و اوسېد. په «برن» کې «ډومينيکيانو» هڅه وکړه چې «زوانګلي» په خپل دستور کې شاملېدو ته چمتو کړي، ممکنه ده چې هغه د يو نوي زده کړيال په توګه منل شوی وي.[۶][۷][۸]

په هر حال، د هغه پلار او کاکا دا ډول جريان خوښ نه کړ او هغه د لاتيني د زده کړو له بشپړولو پرته له «برن» څخه ولاړ. نوموړي ته د 1498ز کال د ژمي په سمستر کې د ويانا په پوهنتون کې داخله ورکړل شوه، خو د پوهنتون د تاريخچې له مخې له هغه ځايه و ايستل شو. په هر حال، کره نه ده چې «زوانګلي» په رښتيا هم ايستل شوی و، او نوموړي ته د 1500ز کال د دوبي په سمستر کې بیا داخله ورکړل شوه؛ په 1499ز کال کې د هغه د فعالیتونو په اړه معلومات نه شته. «زوانګلي» تر 1502ز کال پورې په «ويانا» کې زده کړو ته دوام ورکړ، له هغې وروسته نوموړی د «باسل» پوهنتون ته تبديل شو، چېرته چې هغه په 1506ز کال کې د ماسترۍ سند (قضا) تر لاسه کړ. په «باسل» کې، د «بيل» «تاماس وايټن باخ» د «زوانګلي» له ښوونکو څخه يو و، له چا سره چې نوموړي وروسته د استحالې (د مسیحيانو عقيده چې يو جسم په بل جسم کې حل کېږي) د عقيدې  په اړه ليکونه تبادله کړل.[۹][۱۰][۱۱]

«زوانګلي» په «کانسټينس» کې وګومارل شو، کوم چې د سيمه ييز پادري يوه څوکۍ وه، او هغه د 1506ز کال د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه په خپل پلرني ښار «وايلډواس» کې خپله لومړۍ اجماع ولمانځله. د يو ځوان پادري په توګه، نوموړي د دينپوهنې کمه زده کړه کړې وه، خو دا په هغه وخت کې غېر معمولي نه بلل کېده. د هغه لومړۍ کليسايي دنده د «ګلاريس» په ښارګوټي کې د پادري وه، چېرته چې هغه د لسو کلونو لپاره پاتې شو. کله چې هغه په «ګلاريس» کې و، نو د هغه سرتيري په اروپا کې د جنګياليو په توګه وکارول شول، او همدلته «زوانګلي» په سياست کې ښکېل شو. د سويس کانفدراسيون له خپلوګاونډيانو: فرانسويانو، هيبسبرګانو او پاپي ايالتونو سره په بيلا بيلو جنګي ماموريتونو کې ونښت. «زوانګلي» خپل ځان په پیاوړتيا سره د رومي سپېڅلې چوکۍ په اړخ کې وساته. د دې په بدل کې، پاپ جوليس دويم زوانګلي ته د کلني معاش په ټاکلو سره وياړ وروباښه. نوموړي د 1513ز کال د نووارا د جګړې په ګډون، په ايټاليه کې په ګڼو ماموريتونو کې د پادري دنده تر سره کړه.[۱۲][۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Robert Walton, Zwingli's Theocracy (Toronto University Press. 1967).
  2. Lawson, Steven (8 October 2018). "Zurich Revolutionary: Ulrich Zwingli". Ligionier Ministries. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جون ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Gäbler 1986, pp. 1–4
  4. Gäbler 1986, pp. 4–6
  5. Gäbler 1986, pp. 6–7
  6. Potter 1976, p. 6
  7. Gäbler 1986, p. 24; Potter 1976, p. 9. Potter mentions this possibility. Gäbler states that Zwingli did not refute later claims by opponents that he had been a monk in Bern.
  8. "Katharina von Zimmern". frauen-und-reformation.de. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Gäbler 1986, p. 25. The word exclusus (expelled) was added to his matriculation entry. Gäbler notes that without a date and reason, it does not conform to what was customary at the time.
  10. Gäbler 1986, p. 24; Potter 1976, p. 9
  11. Gäbler 1986, p. 26
  12. Schaff, Philip (May 2011). History of the Christian Church, Vol. 8. Peabody, Massachusetts: Hendrickson Publishers Marketing, LLC. مخونه 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56563-196-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Stephens 1986, p. 8; Potter 1976, pp. 35, 37