هوروس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هوروس د لرغوني مصر په مذاهبو کې د مهال يو تر ټولو لرغونی او ډېر پېژندل شوی نوع الوهیت يا معبود بت ؤ. دغه بت ته د مصر د گنډې زوزاتو له ټول ټال مهاله تر د يوناني ـ روميانو مهاله پورې عبادت کېده . د مصر پوهانو لخوا د هوروس بتانو راز راز د لرغوني مصر په تاریخ کې ثبت شوي دي د دغه بتانو پالنه په توپیريز ډول کېده .ددغو بتانو توپیرونه ېې د بتانو له بڼو ،د بتانو د پالنې په مهالونو، د بتانو په جوړښت کې دکارشويو توکو له مخې کېدل. ددغو توپيرونه ېې د بتانو ترمنځ د ترينگلتياؤ له مخې نه کېده .د پيلنيؤ مهالونو له لاسوندونو څخه داسې ښکاري چې هوروس لکه څنگه چې باز دی ښايي چې د پخواني مصري مذهبونو د پلازمېنې ساتدوی و يو لوی خدای هم گڼل کېده او همدارنگه ېې د ملي خدای په نوم خلکو پېژانده او هوروس د ايسيس او د اوسېريس زوی خو په ځينو نورو روايتونو کې ېې هېدور ته د هوروس مور ويلې او کله هم ېې د هغه بت ښځه گڼله .هوروس د مصر په ډېرو زیارتځايونو کې خیرات وېشه په ډېره جوته توگه ېې د اسمان ، د جگړې، او د دفاع الاهه هم بلله :