هوراس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوینټوس هوراسیوس فلاکوس (په لرغونې لاتین: [ˈkᶣiːn̪t̪ʊs̠ (h)ɔˈraːt̪iʊs̠ ˈfɫ̪akːʊs̠]؛ زوکړه: له میلاد وړاندې ۶۵ کال د ډسمبر ۸مه – مړینه: له میلاد وړاندې ۸ کال د نومبر ۲۷مه) چې په انګریزي ژب ویونکې نړۍ کې د هوراس په نوم پېژندل کېږي د اګوستوس (چې د اوکتاویان په نوم هم پېژندل کېږي) د زمانې رومي غزل ویونکی و. د بدیع د علم عالم کوینتلیان د اودیس (Odes) په نامه د هغه د لاتیني اشعارو ټولګه د لاتیني اشعارو هغه یوازنۍ ټولګه بللې چې د لوستلو ارزښت لري. [۱]

د نوموړي حرفوي ژوند له جمهوریت څخه سترواکۍ ته د روم له مهم بدلون سره هم مهاله و. د جمهوريت د ځواکونو د یوه افسر په توګه چې له میلاد وړاندې ۴۲ کال کې یې د فیلیپي په جګړه کې ماته وخوړه، په ملکي چارو کې یې د اوکتاویان د ښي لاس، ګایوس مایسیناس ملتیا وکړه او د نوي رژیم ویاند شو. د یو شمېر مفسرینو پر باور له رژیم سره د هغه ملتیا د یو ظریف تعادل پر مټ وه او هغه تر ډېرې کچې خپله خپلواکي ساتلې وه (هغه «د هر ډول امکاناتو لرونکی ښوونکی و»)، خو د یو شمېر نورو لپاره، لکه څه ډول چې د جان درایدن په عبارت کې راغلي، «د ښو اخلاقو لرونکی درباري غلام و». [۲][۳]

ژوند[سمول]

کولای شو چې هوراس د نړۍ لومړنی هغه کس وبولو چې خپل ژوند لیک یې لیکلی. نوموړي د لرغونې زمانې د بل هر شاعر څخه زیات په خپلو لیکنو کې د خپل شخصیت، پرمختګ او د ژوندانه د کړنلارې اړوند معلومات وړاندې کړي. د هغه په آثارو کې یو شمېر بیوګرافیکي مواد کولای شو د «هوراس د ژوندانه» په نامه د سوئتونیوس په لنډه، خو ارزښتمنه لیکنه کې ومومو چې د شاعرانو د ژوندانه په نامه کتاب کې یې خپره کړې ده. [۴][۵]

ماشومتوب[سمول]

هوراس له میلاد وړاندې ۶۵ کال کې د ډسمبر په ۸مه د ایټالیا په سویل کې د سامنیت وګړو په ډله کې وزېږېد. د هغه د زیږون ښار، ونوسیا د آپولیا او لوکانیا (باسیلیکاتا) سیمو ترمنځ د سوداګریزې لارې پر سر موقعیت درلود. په دغه سیمه کې په مختلفو ایټالوي ژبو خبرې کېدلې او همدغه چاره کېدای شي د ژبې اړوند یې د هغه احساسات پیاوړي کړي وي. هغه مهال چې لا نوی ځوان و له یوناني کلماتو سره بلد شو او وروسته یې د یوناني او اوسکان ژبې په هغو ترکیبي کلماتو ملنډې وهلې چې په ګاونډي کانوزا ډي پولیا سیمه کې ویل کېدې. یو له هغو اثارو څخه چې هغه په ډېر احتمال سره په ښوونځي کې لوستی و، د لیویوس آندورنیکوس، اودیسیا اثر و چې د اوربیلیوس په څېر ښوونکو له خوا ورته تدریس شوی چې ده خپله هم په خپل یو شعر کې ترې یادوونه کړې. ورته مهال د روم د سیمه ییزو کورنیو په لګښت په دغه سیمه کې د هغو پخوانیو سرتېرو استوګن کولو هم د دغې سیمې په ژبینو توپیرونو اغېز لرلی چې په ټولنیزه جګړه (له میلاد وړاندې ۹۱ کال څخه تر ۸۸ کال پورې) کې د ونډې له امله د مجازاتو په توګه دلته استوګن کړای شوي و. د هغه مهال د سیمه ییزو معلوماتو پر بنسټ چې هوراس یې یادونه کړې، له میلاد وړاندې دریمې پېړۍ په لومړیو کې له دغې سیمې څخه د سامانیتا وګړو له شړلو وروسته په ونوسیا کې د رومیانو یا لاتیني وګړو مستعمره جوړه شوه. له همدغه امله ځوان هوراس کولای شو ځان یو رومي احساس کړي، په داسې حال کې چې داسې نښې هم شتون لري چې هغه ځان د زېږون پر مهال سامني یا سابلی بللی. ایټالویان آن له پراخو نړیوالو بریاوو وروسته په معاصره او لرغونې دوره کې خپلو اصلي ښارونو ته اړوند بلل کېدل او هوراس هم یو له هغو څخه و چې په ټولنه کې یې له نورو سره هېڅ توپیر نه درلود. د هغه د ماشومتوب د چاپېریال تخیل او همدارنګه هغو ته اشارې د هغه په ټولو اشعارو کې موندل کېږي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د هوراس پلار په ډېر احتمال سره یو ونوتي و چې د رومیانو له خوا په ټولنیزه جګړه کې اسیر نیول شوی و، یا په ډېر احتمال سره له یو سابین نسل څخه و چې د سامانیتا په جګړه کې نیول شوی و. خو په هر صورت کې نوموړي د خپل ژوند یوه برخه په غلامۍ کې تېره کړې. نوموړی په ښکاره توګه د ښو وړتیاوو څښتن و او وه یې شو کولای خپله آزادي ترلاسه کړي او خپل ټولنیز ځایګی لوړ کړي. له همدې امله هوراس ادعا کړې چې یو آزاد ماشوم او هوسا ژوند لرونکی «کواکتور» و. د «کواکتور» اصطلاح کېدای شي د مالیاتو د راغونډونې په څېر د مختلفو رولونو څرګندويي وکړي خو د هوراس له خوا د هغو ګټنه د سکولیا له خوا د 'coactor argentareus' په توګه توضیح شوې چې د بانکوالۍ د یو لړ مسئولیتونو په لرلو د یو سود اخیستونکي معنی ورکوي چې پلورونکو ته له خپلو پیسو پیسې ورکوي او بیا وروسته هغه له ګټې سره یوځای ترلاسه کوي. [۱۶][۱۷][۱۸]

د هوراس پلار د هوراس په زده کړو ډېره لږ سرمایه ولګوله او بالاخره له هغه سره روم ته ولاړ څو د هغه په زده کړو او اخلاقي ودې څارنه وکړي. هوراس بیا وروسته په یوه شعر کې د هغه ستاینه کړې چې یو معاصر څېړونکي هغه د یو پلار لپاره د خپل زوی تر ټولو غوره توصیف بللی. په دغه شعر کې داسې مطلب نغښتی دی: [۱۹]

که چېرې زما شخصیت د یو څو دلایلو له امله جزیي نواقص لري خو بر خلاف له دې پر ښو اخلاقو مزین دی، که چېرې وکولای هم شي  په ټیټه کچه مواردو ته اشاره وکړي، خو هېڅوک نه شي کولای ما په طمع یا په کټه خرچۍ یا بې ځایه لګښت کولو تورن کړي، که چېرې زه یوه با فضیلته او له خرابیو پاک ژوند لرم (وبخښۍ، لږ مې د ځان ستاینه وکړه) او د خپلو ملګرو لپاره ښه ملګری یم، پلار مې د دغه ټول درناوي حقدار دی ... هماغه ډول چې نن دی، هغه به تل زما د بې دریغه مننې او ستاینې لایق وي. زه هېڅکله نه شم کولای په داسې پلار وشرمېږم، همدارنګه د ګڼ شمېر خلکو په څېر اړتیا نلرم د یو ازاد زوی په توګه د هغه له خاطره بخښنه وغواړم. سټیرز ۱. ۶. ۶۵- ۹۲

هغه هېڅکله په خپلو اشعارو کې له مور یادونه نه ده کړې او کېدای شي د هغو اړوند یې زیات معلومات نه لرل. دا هم امکان لري چې هغه دې غلامه وي. [۲۰]

نوې ځواني[سمول]

هوراس په ډېر احتمال سره د خپل پلار له مړینې وروسته روم پرېښود او خپلو رسمي زده کړو ته یې د لرغونې نړۍ د زده کړو په لوی مرکز یا اتن کې دوام ورکړ چېرې چې نوموړی په افلاطوني اکاډمۍ کې شامل شو. دغه اکاډمي چې د افلاطون له خوا تاسیس شوې وه، دغه مهال د اپیکوریانو او رواقیونو ترواک لاندې وه چې د هغوی نظریاتو او اعمالو د ونوسیا په دغه نوي ځوان ژور اغېز درلود. ورته مهال هغه له اشرافي رومي ځوانانو لکه مارکوس، د سیسرو له ټنبل زوی او پومپیوس سره ملګری شو چې وروسته یې په یو شعر کې هم هغوی ته خطاب کړی او له هغوی سره یې د خپلو ساعت تېریو یادونه کړې. همدارنګه په آتن کې و چې د یوناني لرغونو غزلونو له دود سره بلد شو، چې هغه مهال تر ډېره ګرامر پوهان او علمي متخصصین ورباندې پوهېدل (دغه ډول مطالبو ته لاسرسی په آتن کې له روم څخه اسانه و، ځکه چې دلته عمومي کتابتون شتون درلود او د آسینیوس پولیو او اګوستوس له خوا جوړ شوی و).[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. W. Sellar; J. Gow, Horace, p. 687
  2. J. Michie, The Odes of Horace, 14
  3. N. Rudd, The Satires of Horace and Persius, 10
  4. R. Barrow R., The Romans Pelican Books, 119
  5. Fraenkel, Eduard. Horace. Oxford: 1957, p. 1. For the Life of Horace by Suetonius, see: (Vita Horati)
  6. Brill's Companion to Horace, edited by Hans-Christian Günther, Brill, 2012, p. 7, Google Books
  7. Satires 1.10.30
  8. Epistles 2.1.69 ff.
  9. E. Fraenkel, Horace, 2–3
  10. Satires 2.1.34
  11. T. Frank, Catullus and Horace, 133–34
  12. A. Campbell, Horace: A New Interpretation, 84
  13. Epistles 1.16.49
  14. R. Nisbet, Horace: life and chronology, 7
  15. E. Fraenkel, Horace, 3–4
  16. Satires 1.6.86
  17. Satires 1.6.86
  18. E. Fraenkel, Horace, 4–5
  19. Satires 1.6
  20. V. Kiernan, Horace: Poetics and Politics, 24
  21. V. Kiernan, Horace: Poetics and Politics, 25
  22. Odes 2.7
  23. E. Fraenkel, Horace, 8–9