هوایي بېړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هوایي بېړۍ ته د مدیریت وړ یا هدایت کېدونکی بالون هم وایي. د ایروستات یو ډول دی. په داخل کې له هوا څخه په سپک ګاز ډک وي او د همدې ګاز په مرسته الوتنه کوي. مخکې په هوایي بېړیو کې د هایډروجن ګاز کارېده او لامل یې سپکوالی، ښه الوتنه او په اسانۍ پیدا کېدنه وه. هیلیوم ګاز هم تقریبا د هایډروجن په اندازه سپک دی او د سپکوالي تر څنګ د اور اخیستو وړتیا نلري خو د هایډروجن په پرتله کم پیدا کېدونکی او قیمته دی. د هیلیوم زیاته اندازه په متحده ایالتونو کې موندل شوې او په همدې هیواد کې تر نورو زیات په هوایي بېړیو کې کارېدونکی ګاز دی. له ۱۹۶۰لسیزې را په دیخوا په ډېرو هوایي بېړیو کې د هیلیوم ګاز کارېدلی خو په ځینو کې ګرمه هوا هم کارېدلې.


د هوایي بېړۍ په داخل کې یوازې یوه د هوا کیسه وي او یا هم د هوا کیسه یې د ګاز له وړو حجرو جوړه شوې وي. په هوایي بېړۍ کې انجن هم موجود وي، سپرلۍ پکې وي او د توکو د انتقال لپاره هم ځای لري. هوایي بېړۍ درې عمده ډولونه (non-rigid, semi-rigid, and rigid) لري. د (non-rigid) ډول ته یې (blimp) نوم هم اخلي په دې ډول بیړیو کې کیسه یوازې په ګاز پړسېدلې وي او کیسه یو نرم پوښ لري، دوېم ډول (semi-rigid) یې د ګاز په فشار پړسېدلې وي کیسه او د کیسې پوښ وي خو نیم پوښ یې جامد جوړښت لري لکه د هوایي بېړۍ څوکه او لاندې برخه کې، درېم ډول (rigid) یې په ګاز پړسېدلې کیسه لري خو کیسه یې یو جامد جوړښت پوښلي وي او د زیات وزن پورته کولو لپاره په داخل کې د ګاز څو حجرې لري. درېم ډول یې په لمړي ځل (Count Zeppelin) جوړه کړې او تولید ته یې ادامه ورکړې او له همدې امله ورته (Zeppelin) نوم هم اخلي.


هوایي بېړۍ لمړۍ الوتکې وې کومو کې چې د هدایت وړ سستم وکارېده. له ۱۹۴۰لسیزې مخکې یې کارېدنه د مختلفو موخو لپاره ډېره عامه وه. کله چې په الوتکو کې وړتیاوې زیاتې شوې نو د هوایي بېړیو کارونه کمه شوه. د کمېدو دوېم لامل یې بې شمېره پېښې وې.