هنټر اس. تامسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنټر اس. تامسن
(انګلیسي: Hunter Stockton Thompson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هنټر اس. تامسن
هنټر اس. تامسن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Hunter Stockton Thompson د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ جولای ۱۹۳۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 20 فبروري 2005 (68 کاله)[۷][۸][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
ليکوال
سکرين ليکوال
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هنټر اس. تامسن
هنټر اس. تامسن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۰]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هنټر سټاکټن تامسن (د ۱۹۳۷ کال د جولای له ۱۸ – د ۲۰۰۵ کال د فبروري تر ۲۰) یو امریکایی خبریال او لیکوال و چې د ګونزو خبریالۍ غورځنګ یې تاسیس کړ. نوموړي د Hell's Angels (1967) (د پرېښتو دوزخ) په خپرولو شهرت ته ورسید. دا هغه کتاب و چې د هغه لپاره یې یو کال وخت ورکړ. هغه د Hells Angels تر نوم لاندې د موټرسایکل ځغلونې کلب سره غړیتوب درلود او د دې کتاب په لیکلو یې د دوی د ژوند او تجربو په اړه د لومړي لاس معلومات وړاندې کړل.  

نوموړي په ۱۹۷۰ کال کې، د سکینلان میاشتنۍ لپاره د "کېنتکي کلنۍ مسابقې د زوال په لور او فاسدې دي" تر سرلیک لاندې غیر معمول ځانګړې مقاله ولیکه، چې د هغه څېره یې را پورته کړه او د نوموړي د د دود-ضد څېرې شهرت یې رامنځ ته کړ. همدارنګه، دې کار نوموړي ته لاره هواره کړه ترڅو د نوې خبریالۍ خپله خپله فرعي تګلاره رامنځ کړي چې هغه یې د "ګونزو" په نوم یاده کړه. دا د خبریالی داسې یوه تګلاره وه چې لیکوال یې مرکزي شخصیت او د داستان په پېښو کې د برخه اخیستونکی په توګه را څرګندېږي.

تامسن، په لاس ویګاس کې ډار او کرکه (۱۹۷۱) تر نوم لاندې د اثر له امله خورا مشهور دی. دا کتاب چې لومړی ځل په رولینګ سټون (Rolling Stone) کې خپور شو چې په کې نوموړی په هغه دلالتونو بحث کړی چې نوموړی یې د ۱۹۶۰ کلونو د دود-ضد غورځنګ ناکامي بولي. دا کتاب دوه ځله د فلم لپاره ټاکل وشوی: په عمومي ډول په ۱۹۸۰ کال کې "په هغه ځای کې چې ګاومېښ سرګردان دی" چې بېل موري یې تامسن په رول کې راوستلی، او په ښکاره ډول په ۱۹۹۸ کال کې د ډایرکټر ټیري ګیلیم له خوا د همدې کتات تر نوم لاندې فلم کې چې جاني ډیپ او بینیسیو ډیل تورو په کې لوبېدلي وو.  

په ۱۹۷۰ کال کې تامسن د فریک پاور په ډله کې کې د کولورادو د پیټیکن سیمې، د پولیسو د مشر د چوکۍ په سیالۍ کې ناکام شو. د هغه کمپاین د فریک پاور: رایه یا بم تر نوم لاندې مستند فلم کې مستند شو. نوموړی د ریچارډ نیکسن څخه د کرکې له امله، چې "د امریکایي کرکټر د تور، وحشیانه، او د ناقانونه تاوتریخوالي د اړخ د" استازیتوب ادعا یې کوله، شهرت ته ورسېد. نوموړي د رولینګ سټون لپاره د نیکسون د ۱۹۷۲ کال بیا ټاکنو کمپاین تر پوښښ لاندې راوست او وروسته یې د هغه کیسې د کتاب په بڼه په وېره او کرکه: د کمپاین په '۷۲ په لاره کې، را ټولې کړې. [۱۱]

د تامسن آثار د ۱۹۷۰ لسیزې په نیمایي کې کمرنګه شول، ځکه چې هغه د شهرت له پایلو سره مبارزه کوله، او شکایت یې درلود چې نور نشي کولای یوازې د پېښو په اړه راپور ورکړي، ځکه چې هغه په ​​اسانۍ پېژندل کېده. وروسته له هغه چې د رولینګ سټون د لوړې کچې مدیرانو له لوري ډیری لوړ پوړې کیسې لغوه شوې، هغه دا په زیاتیدونکي توګه ستونزمن وموندله چې خپل کار په اصلي جریان کې ترلاسه کړي. هغه د نورو ورځپاڼو لپاره لیکلو ته دوام ورکړ او د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د سان فرانسسکو ایگزامینر برلاسي خوځښت لپاره نوموړي د نیوکه کوونکي په توګه ننداره درلوده. د نوموړي زیاتره آثار د ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې د ګونزو په نشراتو کې کې راټول شول. هغه په ډول ډول بڼو د خبریالۍ د بېلابېلو خپرونو لپاره لیکلو ته دوام ورکړ. په دې لیکنو کې په رولینګ سټون کې خورو ورو لنډې کیسو او یوه اونیزه مقاله چې د ESPN.com په دویمه پاڼه کې د "Hey Rube" تر سرلیک لاندې خپره شوه چې په ۲۰۰۰ کال کې یې پیل کړه، ګډون درلود.

هغه په خپل ټول عمر کې د الکولو او ناقانونه مخدره توکو په کارولو، له وسلو سره په مینه، او د واک لپاره د هغه دیني ارزښتونو په سپکاوي کې شهرت درلود. نوموړي زیاتره ویل: "زه د هرچا لپاره د مخدره توکو، الکولو، تاوتریخوالی یا لیونتوب څخه کرکه لرم، خو زما لپاره تل ګټور ثابت شوي دي" تامسن د ۶۷ کلنۍ په عمر له یو لړ روغتیایي ستونزو وروسته د ځان وژنې له امله له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه له وصیت سره سم، د هغه جسد له توپ څخه فایر شو چې دا مراسم نوموړي د ملګري جاني ډیپ له لوري ترتیب شوي وو او د هغه وخت سناتور جان کېري او جک نیکولسن په ګډون ملګرو پکې برخه اخیستې وه. هري کنزرو لیکلي: "د تامسن ریښتینی غږ دا څرګند شوي لکه د امریکایی اخلاقو ... هغه څوک چې زیاتره ځان بدمرغه کوي ترڅو هغه بدمرغۍ ښکاره کړي چې هغه یې په خپله شاوخوا کې ویني." [۱۲][۱۳]

لومړی ژوند[سمول]

تامسن د کینتکي په لویزوېل کې په یوه متوسطه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د ویرجینیا ډاویسن رې (کینتکي، سپرنګ فیلډ، له ۱۹۰۸ کال څخه- دلویزوېل، د ۱۹۹۸ کال د مارچ تر)، چې د لویزوېل په وړیا عامه کتابتون کې د عمومي کتابوال په توګه کار کاوه، او جک رابرټ تامسن (کنتکي، هارس کېف، د ۱۸۹۳ کال د سپتمبر له ۴ څخه – لویزوېل، د ۱۹۵۲ کال د جولای تر ۳)، چې د عامه بیمې د خساراتو د ارزونې کارکوونکی او د لومړۍ نړیوالې جګړې پخوانی سرتېری و، له دریو زامنو څخه لومړی و. د هغه مور او پلار د ۱۹۳۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د کینتکي د پوهنتون د محصلینو په اتحادیه کې د جک یو یو ملګري له لوري معرفي شول او د ۱۹۳۵ کال د نومبر په ۲ نېټه یې واده وکړ. د ګارډین خبریال نیکولاس لیزارډ وایي چې د تامسن لومړی نوم، هنټر، د هغه د مور له خوا د سکاټلنډ جراح جان هنټر له نوم څخه اخیستل شوی دی. یو ډیر مستقیم نسبت دا دی چې د تامسن لومړی او منځنی نوم، هنټر سټاکټون، د هغه د مورنیو نیکونو، پریسټلي سټاکټون رې او لوسیل هنټر له نومونو څخه اخیستل شوی و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۹۴۳ کال په ډسمبر کې کله چې تامسن شپږ کلن و، کورنۍ یې د هایلنډز په بډایه کروکي تراینګل ته نږدې مېشته شوه. د ۱۹۵۲ کال د جولای په ۳ نېټه، کله چې تامسن ۱۴ کلن و، پلار یې په ۵۸ کلنۍ کې د عضلاتو د وخیمې کمزورتیا له امله مړ شو. هنټر او وروڼه یې د مور له لوري لوی شول. ویرجینیا د خپلو ماشومانو د ملاتړ لپاره د کتابوال په توګه کار کاوه او ویل کېږي چې د خپل مېړه له مړینې وروسته د "ډېر الکو" څښل. [۱۸][۱۹] 

زده کړې[سمول]

نوموړی چې له سپورت سره لېواله و او له ځوانۍ یې ورزش خوښېده،  په آی ان بلوم منځنۍ ښورنځۍ کې د زدکړو پر مهال یې د هاکس اتلیټیک کلب مرستیال بنسټګر و. په دې وخت د تڼکیو ځوانانو لپاره د لویزوېل کاسل ووډ اتلیټیک کلب کې د ګډون بلنه ورکړل شوه چې دوی یې د عالي ښوونځي په کچه لوبو لپاره چمتو کړل. په پایله کې، هغه د عالي ښوونځي په کچه د سپورت په ټیم کې ګډون ونکړ.  [۲۰]

مخکې له دې چې د ۱۹۵۲ کال په مني کې د لویز وېل د نارینه وو عالي ښوونځي ته تبدیل شي، تامسن په آی ان بلوم منځنۍ، د هایلنډ سیمې منځنۍ او د اتیرتن عالي لیسه ښوونځۍ کې درس ولوست. همدارنګه په ۱۹۵۲ کال کې نوموړی د اتنیم ادبي ټولنې، چې له ۱۸۶۲ کال څخه د ښوونځي تر تمویل لاندې ادبي او ټولنیز کلب، غړیتوب ترلاسه کړ. په دې وخت کې د دې ټولنې غړي د لویزوېل د لوړې کچې له کورنیو څخه وو، او تر منځ پارتر بېب هم و چې د  تامسن په غوښتنه د رولینګ سټون لومړی خپرونکی و. د دې وخت په اوږدو کې، تامسن د جې پ دانلیوي، د The Ginger Man (غمګین او ټوکي سړی) ناول ولوست و د هغه سیاینه یې وکړه.   J.P. Donleavy د ادرک مین لوستل او ستاینه وکړه. [۲۱][۲۲][۲۳]

تامسن د اتنیم د غړي په توګه، د The Spectator (لیدونکی) تر نوم لاندې د د کلب د کلنۍ نشریې ته مقالې لیکې او د هغه په نشر کې یې مرسته کوله. دغې ډلې د جرمي کړنو له امله په ۱۹۵۵ کال کې تامسن له دندې ګوښه کړ. تامسن چې په غلا شوي موټر کې د مجرم سره د مرستې په تور تورن شو، د کینتکي جیفرسن سیمې په زندان کې په ۶۰ ورځو بند محکوم شو. هغه ۳۱ ورځې په زندان کې تېرې کړې او له خوشي کېدو یوه اونۍ ورسته یې د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې نوم لیکنه وکړه. د زندان په اوږدو کې، د ښوونځي مدیر د هغه د عالي لیسې د فاینل ازموینو د اخیستلو اجازه رد کړه نو له دې امله نوموړی و نه تونېد چې فارغ شي. [۲۴][۲۵]

پوځي خدمت[سمول]

تامسن د تکزاس په سان انتونیو کې، په لکلنډ هوایي اډه لومړنۍ روزنه بشپړه کړه او د الینویز بېلېوېل کې د سکات هوایې اډې تبدیل شو تر څو د برېښنا په برخه زده کړې وکړي. نوموړي پېلوټۍ ته غوښتنلیک وکړ، خو د هوایي ځواک د هوايي چلند – د افسرانو  پروګرام د هغه غوښتنلیک رد کړ. په ۱۹۵۶ کال، نوموړی د فلوریډا د فورټ والټن ساحل ته نږدې د ایګلین هوایی ځواک اډې ته تبدیل شو. په ایګلین کې د خدمت په اوږدو کې، نوموړي د فلوریدا ایالت په پوهنتون کې د ماښامنۍ ټولګي پیل کړ. هغه په ایګلین کې د لیکنو خپله لومړی مسلکي دنده د The Command Courier  د سپورتي خپرونو د اډېټور په توګه په غلطه تجربه پیل کړه. د سپورتي خپرونو د اډېتور په توګه، تامسن د ایګلین ایګلز فوټبال ټیم ​​سره د متحده ایالاتو شاوخوا سفر وکړ، ترڅو د هغوی لوبې پوښښ لاندې راولي. د ۱۹۵۷ کال په لومړیو کې، هغه د The Playground News لپاره، چې د فلوریډا په فورټ والټن بیچ کې سیمه ایز ورځپاڼه وه، ورزشي مقاله ولیکه. په مقاله کې د هغه نوم له دې امله څرګند نشو چې د هوایی ځواک مقرراتو بهر دنده منع کړې وه. [۲۶]

په ۱۹۵۸ کال کې، نوموړي د airman first class د افسر په توګه، د هغه قوماندان نوموړي ته له وخت نه وړاندې محترمانه ترخیص ورکړ. د معلوماتي خدماتو مشر، ډګروال وېلیم اس. ایوان د ایګلین د پېژند دفتر ته ولیکل: "په لنډیز کې، دا هوایي ځواک دا افسر، که چې د غوره استعداد خاوند دی، د کړنلارو سره سم عمل نه کوي". "کله ناکله د هغه یاغی او مغرورانه چلند د نورو هوایي افسرانو ته زیان رسوي."[۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0860219/ — د نشر نېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Hunter-S-Thompson — subject named as: Hunter S. Thompson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10504755 — subject named as: Hunter S. Thompson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/27953 — subject named as: Hunter S. Thompson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=thompsonh — subject named as: Hunter S. Thompson
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Hunter S. Thompson — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000028285 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. پیوستون : 119232162  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11926562n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11926562n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  11. (په February 21, 2005 باندې). Obituary: Hunter S Thompson. BBC News.
  12. (په October 15, 1998 باندې). Hari Kunzru reviews 'The Rum Diary' by Hunter S. Thompson and 'The Proud Highway' by Hunter S. Thompson, edited by Douglas Brinkley · LRB 15 October 1998. London Review of Books. Lrb.co.uk
  13. "Hunter S Thompson: in his own words". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). February 21, 2005. مؤرشف من الأصل في August 23, 2021. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Whitmer, Peter O. (1993). When The Going Gets Weird: The Twisted Life and Times of Hunter S. Thompson (الطبعة First). Hyperion. د کتاب پاڼي 23–27. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56282-856-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په October 11, 1997 باندې). [{{{url}}} An outlaw comes home]. The Guardian (London).
  16. Reitwiesner, William Addams. "Ancestry of Hunter Thompson". مؤرشف من الأصل في August 3, 2020. د لاسرسي‌نېټه August 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. McKeen, William (July 13, 2009). Outlaw Journalist: The Life and Times of Hunter S. Thompson (په انګلیسي ژبه کي). W. W. Norton & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393249118. Prestly Stockton Ray. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Eblen, Tom. "For sale: Hunter S. Thompson's childhood home – bullet holes, Gates of Hell not included". The Bluegrass and Beyond. د اصلي آرشيف څخه پر March 25, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hunter S Thompson Biography and Notes. "Books by Hunter S. Thompson – biography and notes". Biblio.com. مؤرشف من الأصل في August 24, 2013. د لاسرسي‌نېټه July 30, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. William McKeen (2008). Outlaw Journalist: The Life and Times of Hunter S. Thompson. W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0393061925. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. McKeen (2008). Outlaw Journalist. Norton. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393061925. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Wenner, Jann; Seymour, Corey (September 4, 2008). Gonzo: The Life Of Hunter S. Thompson (په انګلیسي ژبه کي). Little, Brown Book Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7481-0849-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Chapter 1, section by Lou Ann Iler.
  23. (په February 22, 2005 باندې). Obituary: Hunter S. Thompson: Colourful chronicler of American life whose 'gonzo' journalism contrived to put him always at the centre of the action. The Guardian.
  24. Whitmer, Peter O. (1993). When The Going Gets Weird: The Twisted Life and Times of Hunter S. Thompson (الطبعة First). Hyperion. د کتاب پاڼي 23–27. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56282-856-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په February 22, 2005 باندې). Obituary: Hunter S. Thompson: Colourful chronicler of American life whose 'gonzo' journalism contrived to put him always at the centre of the action. The Guardian.
  26. "Thompson, Hunter S." American National Biography Online. مؤرشف من الأصل في May 7, 2017. د لاسرسي‌نېټه August 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Perry, Paul (2004). Fear and Loathing: The Strange and Terrible Saga of Hunter S. Thompson (الطبعة 2). Da Capo Press. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56025-605-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)