هنزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هنزه (په اردو: ہنزہ)، چې د کنجوت یا کانجوت په نوم هم یادېږي، یوه شاهزاده واکه سیمه او بیا وروسته د ۱۸۹۲ کال څخه د ۱۹۴۷ کال تر اګست پورې د بریتانوي هند تابع نوابي ریاست (امارت یا نایبي حکومت) یا (princely state) و، د دریو میاشتو لپاره بی طرفه پاتې شو، ورپسې د ۱۹۴۷ کال له نومبر څخه تر ۱۹۷۴ کال پورې د پاکستان نوابي ریاست (امارت) شو. د هنزه سیمه اوس د پاکستان د ګلګت-بلتستان شمالي برخې تشکیلوي.   [۱]

دا تابع ایالت (امارت) په سوېل کې له ګلګت ايجنسۍ (ادارې سیمي)، په ختيځ کې د ناګار پخواني نایبي ریاست، په شمال ختيځ کې د چين له شينجيانګ او په شمال لوېديځ کې له افغانستان سره ګډه پوله لري. د دې ایالت پلازمېنه بالتیت وه (چې د کریم آباد په نوم هم یادېږي). د هنزه تابع ایالت اوس د پاکستان د هنزه ولسوالۍ ده.

تاریخچه[سمول]

هنزه د پېړیو په اوږدو کې یو خپلواکه شهزاده واکه حاکمیت وه. نوموړې سیمه د هنزه د میرانو له خوا اداره کېده چې د ثم (امیر) لقب یې کارو.

هنزي وګړي د چین تابع او متحدین وو، چې له ۱۷۶۰ یا ۱۷۶۱ کال راهیسې یې چین د ارباب یا صاحب الاختیار په توګه منلی و. د هنزه واکمنان د لوی سکندر د نسب دعوه کوله، چې  خپل ځانونه او د چین سترواک یې د نړۍ ترټولو مهم مشران ګڼل. کله چې کنجوتيانو (د هنز اوسېدونکو) د قراقرم په غرنيو سیمو، کنلون غرونو او د شاهدالله غرنیو سیمو باندې يرغل وکړ چې په کې د قرغېز د کوچيان ځينې ډلې يې اصلي اوسيدونکې وو، دوی قرغیز په چينايانو د غلامانو په توګه وپلورل. [۲][۳][۴][۵][۶]

له ۱۸۴۷ کال وروسته، د هنزه میر چین ته د رسمي بیعت ورکړ. میرغضنفر خان د اویغور بېلتون غوښتونکو افاقي خواجه د پاڅون پروړاندې، په یارکند کې له چین سره مرسته وکړه، چې وروسته، چین هنزه ته په یارکند کې جاګیر (بخششي ځمکه) ورکړه او هغه سره یې مالي بلاعوض مرسته ورکړه. په ۱۸۶۰ کال کې، میر د ډوګرا کورنۍ ته د ګلګت له نیولو وروسته خراج ورکړ او هنزه هم د کشمیر اوهم چین تابع سیمه شوه. میر صفدر خان چې وروستی بشپړ خپلواک واکمن و، د ۱۸۸۶ کال راهیسې یې حکومت کاوه، بریتانیانو له یرغل وروسته چین ته وتښتېد. [۷][۸][۹][۱۰]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، هنزه په ستره لوبه (Great Game) کې ښکېل شوه، چې د هند د شمالي لارو د کنټرول لپاره د بریتانیا او روسیې ترمنځ سیالي وه. بریتانویانو د "کشمیر په شمالي پوله کې د کوچنیو دولتونو له واکمنانو سره" د روسیې په اړیکو شک درلود؛ روسي کپتان برونیسلاو گرومبچیفسکي په ۱۸۸۸ کال کې له هنزه لیدنه وکړه، او په ورپسې کال کې  بریتانوي کپتان فرانسیس یانګ هسبنډ هنزه ته لاړ، تر څو په راسکام سیمه (یارکند سیند) کې د کانجوټي په بریدونو د انګلیسانو ناخوښي څرګنده کړي. یانګ هسبنډ د واکمن صفدر علي په اړه یو ټيټ نظر وړاندې کړ او هغه یې " په زړه رذیل او د هنزه د غوره نسل خلکو لپاره نا اهله واکمن". وښود.  بریتانویانو په ۱۸۹۱ کال کې د هنزه-نګار په لور خوځښت پیل کړ او د هنزه او ګاونډۍ نګار د درې کنترول یې ترلاسه کړ. میر صفدر خان له خپلو دوو وروڼو شهزاده محمد نفیس خان او شهزاده محمد ناظم خان سره یو ځای چین ته وتښتېد. [۱۱][۱۲][۱۳]

شهزاده محمد نفیس خان چې د اول میر غزن خان مشر زوی، د هنزه د میر توب لپاره اصلي مدعي و. خو د ۱۸۹۲ کال په سپتمبر کې بریتانویانو د هغه کشر ورور محمد ناظم خان د میر په توګه وټاکه. هنزه د بریتانوي هند سره د تابع اتحاد په پایله کې یو نوابي حکومت (امارت) شو، چې ۱۹۴۷ کال پورې یې دا حیثیت درلود. د چین د کومینتانګ جمهوریت چارواکي، د بریتانوي هند د ویشلو په ترڅ کې، د هنزه له میر سره په پټو خبرو کې ښکېل شول تر څو د دې ایالت پخوانۍ اړیکې له چین سره بیا ورغوي او هنزه له هند او پاکستان څخه یو خپلواک هېواد شي. همدارنګه، کومینتانګ د نوي خپلواک هند له کمزورتیا څخه په ګټه په کشمیر کې د خپل نفوذ د پراخولو دسیسه هم جوړه کړه. خو د هنزه میر په کشمیر کې د ۱۹۴۷ کال د جګړې له امله، خپل فکر بدل کړ او په ګلګت کې د هند په وړاندې له کودتا وروسته، د پاکستان سره یوځای شو. [۱۴][۱۵]

ځمکنۍ شخړې[سمول]

له تاریخي اړخه، د هنزه خلکو شمال لوري ته سیمي د کرنې او څرځایونو په موخه کارولې او میر دا سیمې د هنزه برخه بللې. په دغو سیمو کې د تغه دومباش پامیر او د راسکام درې ګډون درلود. [۱۶]

د کنجوتي دودونو له مخې، لکه څنګه چې د مک مهان له خوا روایت شوي، د مير اتم نيکه، شاه سليم خان، د تاشکرغان  په لور یې قرغیز کوچيان غله څارل او هغوى ته يې ماتې ورکړه. " شاه سلیم خان د دې بریا د نمانځلو لپاره، په دفدار کې د تیږو یو څلی جوړ کړ او چینایانو ته یې د یو قرغیز سر د بریا د نښان په توګه له یو پیغام سره ولېږو چې په کې ویل شوي وو چې د هنزه سیمه د دفدار تر حده پراخه شوه". کنجوتيانو له وړاندې عملاً د راسکام ملکیت درلود او په اړه يې هېڅ پوښتنه را پورته نه شوه. د میر ادعاوو ښه پایله درلوده او د کرنې له یوازې حق تر څنګ یې نور حقوق  هم ترلاسه کړل. هغه وايي: "د يارکند د سيند په اوږدو کې په دفدار، قرغان، اجادباي، د آزر او د راسکام  په درېو یا څلورو نورو ځايونو کې هونزي وګړو د چينايانو له کومې نیوکې او لاسوهنې پرته کلاګانې جوړې کړې." [۱۷]

مک مهاون وتوانېد چې د کنجوت سیمه ایز حدود او پولې په تقریبي ډول وټاکي. "د تغه دومباش، خنجراب او راسکام پولې لکه څنګه چې کنجوتانو ادعا کوله، په لاندې ډول دي: د واخجیر له لارې د تغه دومباش پامیر شمالي شېله، د باییک له څوکې تر دفادر پورې، له هغه ځایه د سیند په اوږدو کې تر زنکان الله  پورې؛ له هغه ځایه له مزار څخه د غرونو په اوږدو کې تر یوروک پورې، د سبجایده او اتکتوروک تر منځ د یارکند سیند یوه نقطه، له هغه ځایه دا پوله د راساکم درې د شمالي شېلې څخه د بازار درې سیند او یارکند سیند د غوټې په لور او له هغه ځایه د سوېل په لور د غرونو په اوږدو کې  د مستاغ تر سیند پورې چې د اغیل دیوان یا اغیل کوتل د هنزه په حدودو کې راولي." [۱۸]

په ۱۹۹۸ کال کې کپتان اچ پی پي ډیسي د مک مهاون معلومات تایید کړل. ډیسي له خپل کمیسیون څخه استعفا وکړه ترڅو ځان د همالیا غرونو سپېړنې ته وزګار کړي. ځانګړې موضوع د راسکام د پولو په اړه د ډیسي معلومات وو. وېشونکې کرښه د قراقرم په غرونو کې د اغیل له کوتل څخه پیل، د شمال ختیځ په لور بازار درې ته رسېږي، چې هلته د یارکند له سیند سره لګېږي. نوموړي په بازار دره کې د خاورې جوړه شوې یو پوځې کلا وموندله چې شاوخوا یې د چین بیرغ لګېدلی و (په ۱۸۹۸ کې چینایانو د کونلون غرونو ته ننوتل او څو بې وسلې قرغز یې اشغال کړل. دا هغه پوله په نښه کوي چې چین یې ادعا کوله. له هغه ځایه، دا کرښه "د راسکام درې د شمالي شېلو په اوږدو کې، په تغه دومباش پامیر کې د دفدار په لور، په هغه ځای کې د ژرندو شمال لور او له هغه ځایه د باییک څوکې ته غځېدلې وه.  ډیسي همدارنګه د هغه څه څرګند ثبوتونه ترلاسه کړل چې یوازې د کنجوتي اشغال په ګوته کوي. د ازګر په سوېل کې د "د زیاتو کڼدواله کورونه، د اوبو لګولو پخوانۍ ویالې او کروندې چې نور نه وې کرل شوې، د دې شاهدي ورکوي چې  راسکام پخوا د استوګنې او کرنې ځای و." هر هغه څوک چې په هنزه کې د کنجوتانو د ځمکو په هره برخه کې د کرنې له بڼې سره اشنا وي، په دې اړه به د کنجوت د اوږده اشغال د ثبوت لپاره کوم شک پاتې نشي. دا پاتې شونې قرغیزانو ته منسوب کېدای نشي؛ دوی له ډې ډول تګلارې سره نا اشنا وو.په رسکام کې اووه ځایونو  ګډون درلود. د سیند ښي اړخ  ازګر او ارسور او چپ اړخ ته پنځه نور چې د مستاغ قراقرم لوري ته دي، کوکباش، کیراجیلګا، اوفرنګ، اوروکلوک او اوتوغرک دې، له سرکامیش څخه، د کنجراب کنډو د شمال په په لوري، د ارغیل کوتل شمال ته د بازار درې په لور غځېږي." هغه وویل چې دا سیمه شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه (۱۲ کیلومتره مربع) مساحت لري. [۱۹]

په ۱۸۷۸ کال کې چينايانو د شينجيانګ بېرته نيول بشپړ کړل. مخکې له دې چې دوی يعقوب بېګ ته په ۱۸۶۳ کال کې د ولايت سوېلي برخې له لاسه ورکړي، د دوی عملي واک، لکه څنګه چې نای الياس او ينګ هوسبند په ثابت ډول ساتلی و، د کونلون غرونو د غونډیو په شمالي لړۍ په سنجو او کيليان کې یې هېڅکله د خپلو کلاګانو سوېل پراخ کړ او نه یې له بېرته راستنېدو سر سم په دولسو کلونو کې د خپلو کلاګانو سوېل ته کوم د پام وړ حضورموندلی.  نای الیاس چې په لداک کې د څو کلونو لپاره ګډ کمشنر و، د ۱۹۸۹ کال د سپټمبر په ۲۱ یادونه وکړه چې د کاشغر د لیدو پر مهال یې په ۱۸۷۹ او ۱۸۸۰ کلونو کې له چینایانو سره لیدلي و. "هغوی ما ته وویل چې دوی د "چټز" خپله کرښه یا ګلاګانې خپلې پولې ګڼلې - لکه کوګیار، کلیان، سنجو، کریا او داسې نور - او دا چې دوی د غرونو هاخوا ، یعنې په شمالي کشمیر کې د کونلون لړۍ، د کوم شي په اړه اندیښنه نه لري [۲۰][۲۱]

انګلیسانو د ۱۸۹۹ کال د مارچ په میاشت کې، چين ته د ښاغلي کلاډ مکدونالډ په یوه یادښت کې وړاندیز وکړ چې د چین او بریتانوي هند ترمنځ نوې پوله وټاکي. په يادښت کې وړانديز شوی و چې چين بايد په هنزه باندې د تسلط له ادعاوو لاس واخلي او په بدل کې به هنزه د تغه دومباش او راسکام په زياترو ولسواليو باندې خپله دعوی پرېږدي.[۲۲]

د تغه دومباش پامیر اوسیدونکو تر ۱۹۳۷ کال پورې د هنزه میر ته، چې په دې څرځایونو باندې یې کنټرول درلود، باج وکاوه. [۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Younghusband, Francis (1904). The Heart of a Continent. د کتاب پاڼې 186. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120608504. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Law, Culture, and Governance in Hunza". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Oriental Institute (Woking, England), East India Association (London, England) (1892). The Imperial and asiatic quarterly review and oriental and colonial record. Oriental Institute. د کتاب پاڼې 74. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  4. The Draft History of Qing, volume 529, Revised Edition, 1977, Zhonghua Book Company.
  5. Edward Frederick Knight (1893). Where three empires meet: a narrative of recent travel in Kashmir, western Tibet, Gilgit, and the adjoining countries. Longmans, Green, and Co. د کتاب پاڼې 331. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ralph Patteson Cobbold (1900). Innermost Asia: travel & sport in the Pamirs. Charles Scribner's Sons. د کتاب پاڼې 22. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۱. mir of hunza who sold the kirghiz to the chinese as slaves for 120 rupees. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Woodman, Himalayan Frontiers 1970، صص. 90–.
  8. John Biddulph (1880). Tribes of the Hindoo Koosh. Office of the superintendent of government printing. د کتاب پاڼي 28–. Ghazanfur 1847. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Law, Culture, and Governance in Hunza". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Edward Frederick Knight (1893). Where three empires meet: a narrative of recent travel in Kashmir, western Tibet, Gilgit, and the adjoining countries. Longmans, Green, and Co. د کتاب پاڼې 331. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Forty-one years in India – From Subaltern To Commander-In-Chief, Lord Roberts of Kandahar – The Hunza-Nagar Campaign
  12. Younghusband, Francis (1896). The Heart of a Continent. د کتاب پاڼې 235. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120608504. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hopkirk, The Great Game 2006، ص. 461.
  14. History of The Northern Areas of Pakistan By Prof. A.H. Dani, Islamabad 1991
  15. Lin, Modern China's Ethnic Frontiers 2010، صص. 111–.
  16. Lall, Aksaichin and Sino-Indian Conflict 1989.
  17. For. Sec. F., October 1896, 533/541 (534)
  18. For. Sec. F.July 1898,306/347 (327)
  19. For. Sec. F., August 1899, 168/201 (175)
  20. For. Sec. F. October 1889, 182/197.
  21. For. Sec. F. October 1889, 182/197.
  22. Woodman, Himalayan Frontiers 1970، صص. 74–75, 366.
  23. Kreutzmann, H. Yak Keeping in Western High Asia