هنري کوربان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنري کورباڼ

هنري کوربان نامتو ختیځ پوه، فیلسفو او په ایران کې د فرانسې انسټېټیوټ رییس، او په فرانسه کې د سوربن په پوهنتو کې ښوونکې په کال ۱۹۰۳ز زېږېدلې.

ده ۱۴ کاله په فرانس کې د فلسفې په زده کړه تېر کړل، په ځانگړي توگه د هېگل په فلسفه یې ښه پېژندله، او یو له هغو خلکو څخه و، هېدگر یې ښه ژور پېژانده، او د لودیځ له فلسفي ښوونځیو سره ښه اشنایي درلوده.

هنري کوربان د لودیځ له نامتو فلیسوفانو (ادموند موسرل، ارنست کاسیرر، امیل بریه، اتېن جېلسن، لویس ماسینیون) څخه یې علمي گټې ترلاسه کړې. ده به ځان د لویس ماسینیوس (تصوف پېژندونکي ختیځپوه)زده کوونکې گاڼه، او هغه سره د زړه اړیکې لري. په حقیقت کې د همدې ښوونکې په وسیله له شهاب الدین سهروردي او د هغه له ښوونځي د اشراق ښوونځی سره بلد شو.