هنري چارلز کاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


هنري چارلز کاري (زوکړه: د ۱۷۹۳ زکال د ډسمبر ۱۵مه – مړینه: د ۱۸۷۹ زکال د اکتوبر ۱۳مه) امریکايي خپرندوی، سیاسي اقتصاد پوه او له پنسلوانیا څخه سیاستوال و. نوموړی د نوولسمې پېړۍ پر مهال د امریکايي مکتب مخکښ اقتصاد پوه او د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د متحده ایالاتو د ولسمشر ابراهام لېنکولن او د مالیې د وزیر سالمون پي چیس لوی اقتصادي سلاکار و.

د کاري اصلي چاره هم، د ګټو همغږي: کرهڼه، تولید او تجارت تر عنوان لاندې اثر و چې په ۱۸۵۱ زکال کې خپور شو؛ نوموړي په دغه اثر کې په لسه فر کپیټلېزم او آزاد بازار نیوکې وکړې چې د توماس مالتوس او ډېوېډ ریکارډو له خوا پر ځان باندې د بساینې او یووالي په موخه له مالیاتو څخه د ملاتړ او دولتي مداخلې پر مټ د پراختیا پالونکي امریکايي سیسټم په ګټه بیان شوی و. نوموړي همدارنګه له اقتصادي پلوه دغلامانو د ساتلو له چارې سره مخالفت درلود. د ملاتړیزو مالیاتو اړوند د هغه چارو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند په پیلني مهال کې په اقتصادي پالیسۍ پام وړ اغېز درلود چې د بانکي او پولي سیاستونو اړوند نظریات یې د لینکولن د دولت له خوا د قانوني پیسو په توګه د نویو کاغذي لوټونو په صادرلو کې ومنل شول.

ژوند لیک[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

کاري د ۱۷۹۳ زکال د ډسمبر په ۱۵مه د پنسلوانیا په فیلادلیفیا کې وزېږېد. [۱]

د هغه پلار، متیوکاري (۱۷۶۰ – ۱۸۳۹ زکال) چې ایرلنډي الاصله و، یو با نفوذه اقتصاد پوه، سیاسي اصلاحات غوښتونکی، نشراتي مسئول او خپرندوی و چې په ملاتړو کې یې بنجامین فرانکلېن او مارکیز دو لافایت شامل وو. هغه یو خپروندیه شرکت جوړ کړ چې ډېر ژر په فیلادلیفیا او ځوانو متحده ایالاتو کې مخکښ شو. هغه د ګڼ شمېر لیکنو په خوا د سیاسي اقتصاد د مقالې په نامه په ۱۸۲۲ زکال کې یوه رساله ولیکله او له هغو لومړنیو امریکايي رسالو څخه شوه چې د امریکايي صنعت د ودې په موخه یې د الکساندر همیلټون له نظریې څخه ملاتړ کاوه. [۲]

کاري د ۱۲ کلنۍ په عمر د خپل پلار په شرکت کې په کار پیل وکړ. دلته د کار پر مهال یې ډیری هغه کتابونه ولوستل چې د چاپ په موخه غوره شوي و، همدغې چارې د ده د رسمي پوهنتوني زده کړو ځای ډک کړ. په ۱۸۱۲ زکال کې نوموړي د خپلو سوداګریزو چارو په موخه د شمالي کارولینا رالي ښار ته سفر وکړ. همدا و چې له ۱۸۱۴ زکال وروسته یې نور د خپل پلار د همکار په توګه چارو ته دوام ورکړ. [۱][۱]

نوموړي په ۱۸۱۹ زکال کې له مارتا (پتي) لسلي سره واده وکړ چې د چارلز رابرټ لیسلی او الیزا لسلي خور وه. دوی بیا یوه نجلۍ په لورګلوۍ ونیوله. [۱]

خپروندی توب[سمول]

کاري په ۱۸۲۱ زکال کې د کاري اېنډ لي شرکت یو له اصلي شریکانو څخه شو، چې هغه مهال په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی نشراتي شرکت و. هغه له اقتصاد سره چندان رسمي لیوالتیا نه لرله، خو په ضمني ډول یې د ژان باپتېست او په فلادلفیا کې د هغه د همکارانو، کوندي راګټ، نیکولاس بیډل او چارلز پتیت مکلواین د بازار دوکتورین ومنل چې د ازادې سوداګرۍ له فعالو معتقدینو څخه و. [۳][۴]

په ۱۸۲۴ زکال کې کاري د سوداګریزو چارو لپاره یوه معموله کړنلار رامنځته کړه چې د کتاب پلورونکو ترمنځ د مبادلاتو وسیله وګرځېده او د هغه د عمر تر پایه پورې اجرا کېدله. [۱][۵]

اقتصادي شنونکی[سمول]

په ۱۸۳۵ زکال کې کاري، د معاشاتو د کچې او د پیسو د ګټلو د لګښت (The Rate of Wages and The Cost of Obtaining Money) تر عنوان لاندې په ۱۸۲۹ – ۱۸۳۰ زکال کې د ناسائو ویلیام سینیر خپاره شوي لکچرونه ولوستل او د هغو د رد اړوند یې په ټوله نړۍ کې د کارګرو وګړو ترمنځ په شرایطو کې د توپیرونو په ارزونې سره د معاشاتو د کچې د مقالې (Essay on the Rate of Wages, with an Examination of the Differences in the Condition of the Laboring Population throughout the World) تر عنوان لاندې خپله لیکنه خپره کړه. کاري د سینیر له اصلي دریځونو سره موافق و، خو د واقعي معاشاتو د کچې په تنظیم کې یې د هغه په پاتې راتلو نیوکه وکړه. نوموړی په دغه مقاله کې د آزادې سوداګرۍ ملاتړی پاتې شو او څرګنده یې کړه چې «لسه فر یعنې د دولت له مداخلې پرته راکړه ورکړه واقعي دکتورین دی... دغه موضوع اوس مهال په بشپړه توګه درک شوې او د متحده ایالاتو اصلي پالیسي هم د سوداګرۍ او عمل په برخه کې آزادي ده، اوس مهال دا موجوده ده او ورځ تر بلې په هغو کې له مداخلې سره لیوالتیا کمېږي». ورته مهال د هغه شدیده ملت پالونکې لهجه له ارتدوکس اقتصاد سره په ټکر کې وه؛ کاري د سیاسي اقتصاد موخې د ملتونو نیک بختي او د کارګرانو د هوساینې په موخه د ملي کړنلارو رامنځته کول بللې. [۳][۶][۷]

همدغه کال چې د معاشاتو د کچې اړوند مقاله خپره شوه، کاري له خپلې فعالې سوداګرۍ څخه د شتمنۍ په ترلاسه کولو تقاعد شو او خپل وخت یې اقتصاد او اړوندو چارو ته ځانګړی کړ. هغه د «طبیعت د همغږۍ» په نامه لیکنې باندې کار پیل کړ چې د چاپ لپاره یې هغه کافي نه ګڼله، خو د هغه په راتلونکو افکارو کې یې مرکزي رول درلود. دغې چارې ته په شا کولو هغه په ۱۸۳۷ زکال کې په سیاسي اقتصاد کار پیل کړ چې په سینیر باندې د هغه له نیوکې سره اړوند و. نوموړي دغې موضوع ته اړوند خپل درې ټوکیز اثر په ۱۸۴۰ زکال کې پای ته ورساوه. [۷][۳][۸][۹][۳][۱۰]

د کاري له دغه اثر څخه فرانسوي اقتصاد پوه فردریک باسټیا په ۱۸۴۹ زکال کې په خپل اثر هارموني ایکنامیک (Harmonie Economiques) کې پرېمانه ګټنه وکړه، چې له امله یې یو شمېر پوهانو باسټیا په ادبي غلا تورن کړ. د دغه اثر په لومړي ټوک کې د کاري له خوا د کار د ارزښت وړاندې شوې تیوري شرح شوې وه. په دویم ټوک کې یې بیا په فرانسې، لویې بریتانیا او متحده ایالاتو کې د کرېدیت سیسټم تطبیقي څېړنه شوې وه او دغه څېړنه یې د امریکا د آزادې بانکوالۍ له سیسټم څخه د دفاع په موخه وه چې په ځانګړې توګه د ۱۸۳۷ زکال کې د لوی اقتصادي کړکېچ وروسته په نیوانګلنډ کې پلې کېده. دغې موضوع ته جان ستورات میل هم په بریتانیا کې د ورته سیسټم څخه د دفاع په موخه په ښه توګه اشاره کړې وه. د کاري افکار د لسه فر دوکتورینو پر مټ و او لیکلي یې و چې «دولتونو د اسعارو د تنظیم چارې ځانته اړوندې کړي او د دغې چارې طبیعي اغېز دا دی چې هېڅ شی هم لږ منظم نه دي». هغه ډېر ژر دغه دوکتورینو ته شا کړه. [۱۱][۱۲]

د آزادې سوداګرۍ رد کول[سمول]

د ۱۸۳۷ زکال له لوی اقتصادي ناورین او په ۱۸۴۲ زکال کې د ملاتړیزو مالیاتو د انګېرل شوې بریا وروسته کاري د آزادې سوداګرۍ په ښکاره نقد کوونکي واوښت.

د مالیاتو له تاریخ څخه د کاري د تجربي مشاهداتو پر بنسټ د نوموړې نوې بدګماني او باورونه دې ته اړوند و چې باید داسې اقتصادي قوانین شتون ولري څو تر ملاتړ لاندې وده او د آزادې سوداګرۍ پر بنسټ ماته توضېح کړي. د کاري په خپله خبره هغه په پیل کې تمه لرله چې د ۱۸۴۲ زکال مالیات به اقتصادي ناورین لا پسې اوږد کړي. هغه مهال چې دغه چاره ترسره نه شوه، دی د داسې یوې توضېح په لټه کې شو چې باور وکړي «د برېښنا د څرک په څېر د ریکارډو – مالتوسي سیسټم یوه تېروتنه ده او په هغو سره باید د بریتانیا د ازادې سوداګرۍ بشپړ سیسټم سقوط وکړي». له دې وروسته یو شمېر پوهانو په ایرلنډ او هند کې د انګلیس د اشغال پر وړاندې د هغه مخالفت او له فریدریش لیست او د جرمني له ګمرکي اتحادیې څخه د هغه ملاتړ ته په نغوتې د اقتصادي چارو په زړه کې د هغه د ناڅاپي بدلون ادعا وننګوله. ورته مهال دا هم شونې ده چې کېدای شي هغه د خپلې شخصي تجربې تر اغېز لاندې راغلی وی؛ ځکه چې ده له ۱۸۳۷ زکال څخه تر ۱۸۴۰ زکال پورې د خپل نشراتي شرکت څخه د راغونډې کړې شتمنۍ یوه برخه د کاغذو د یوې کارخونې په جوړولو ولګوله چې بیا یې په بشپړه توګه ماته وخوړه. د ۱۸۴۳ زکال په وروستیو کې نوموړی د مالیاتو د راکمولو له اصلي مدافع او د ولسمشر د پخواني مرستیال جان سي. کالهون سره په بحثونو کې ښکېل و. په ۱۸۴۵ زکال کې یې په فرانسې او انګلستان کې د سوداګریزو ټولنو تر عنوان لاندې رسالې په لیکلو سره هڅه وکړه د توماس مالتوس او ډیوېډ ریکارډو له خوا جوړ شوی بریتانوي اقتصاد په بشپړه توګه رد او د هغو پر اساسي مفروضاتو نقد وکړي. ورته مهال په انګلستان کې د غله جاتو د قوانینو په لغو کېدو د منچسټر د لیبرال کپیټلېزم د مکتب اغېز خپل اوج ته ورسېد. [۱۱][۱۱][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Elder 1880، صص. 31–36.
  2. کينډۍ:Cite EB1911
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Elder 1880، ص. 25.
  4. Elder 1880، ص. 32.
  5. (په 1879-10-14 باندې). Obituary: Henry Charles Carey.
  6. (په 1879-10-14 باندې). Obituary: Henry Charles Carey.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Levermore 1890، صص. 554–55.
  8. Levermore 1890، ص. 561.
  9. (په 1879-10-14 باندې). Obituary: Henry Charles Carey.
  10. Levermore 1890، ص. 556.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Levermore 1890، صص. 558–60.
  12. Levermore 1890، صص. 556–57.
  13. Elder 1880، ص. 26.