هنري لاورنس
| هنري لاورنس | |
|---|---|
| [[language|]]: Henry Laurens | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۶ مارچ ۱۷۲۴[۱][۲][۳] |
| مړینه | 8 ډېسمبر 1792 (68 کاله)[۱][۲][۳] |
| نظربندۍ مقام | د لندن برج |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ډیپلوماټ ، سياستوال [۴] |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
هنري لاورنس (۱۷۲۴ د مارچ ۶ مه – ۱۷۹۲ د دسمبر ۸ مه) د امريکا د بنسټ اېښودونکو له ډلې يو و، هغه يو سوداګر، د مريانو تجار او د وريځو کروندګر و، د سويلي کارولينا اوسېدونکی چې د انقلابي جګړې پر مهال سياسي مشر وګرځېد. د لويې وچې دویم کانګريس ته استازی استول شوی و، لاورنس د جان هانکوک د ځای ناستي په توګه د کانګرس رئيس وټاکل شو. کله چې د ۱۷۷۷ز کا د نومبر مياشتې په پنځلسمه نېټه د کانفډريشن مواد تصويب شول، هنري دا مهال د کانګريس مشر و چې ده هم پرې لاسليک وکړ.
د شمالي امريکا، اسټن او لورنس د مريانو په لويو سوداګر خونو کې د شراکت له لارې لاورنس ډېره شتمني تر لاسه کړه. يوازې په ۱۷۵۰مو کلونو کې د چارلسټون شرکت له اته زره څخه د زياتو افريقايي غلامانو د پلور څارنه وکړه.
لاورنس د يوې مودې لپاره د سويلي کارولينا د مرستيال ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه او د انقلابي جګړو پر مهال يې په هالنډ کې د متحده ايالاتو د ايالتي وزیر په توګه کار وکړ. هغه په سمندر کې د انګريزانو له خوا ونيول شو او د څو کلونو لپاره د لندن په برج کې بندي و.
د هغه مشر زوی جان لاورنس، د جورج واشنګټن شخصي مرستيال او د لويې وچې په پوځ کې ډګروال و.[۵]
د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
[سمول]د هنري لاورنس نيکونه «هوګونوټ» و او هغه وخت له فرانسې څخه تښتېدلي و، کله چې په ۱۶۸۵ز کال کې د «نانت» حکم منسوخ شو. د هنري نیکه «انډره لاورنس» لا مخکې په ۱۶۸۲ز کال کې وتلی و او په پايله کې يې د امریکا لار ونيوله، لومړی په نيويارک ښار کې ځای پر ځای شو او بيا سويلي کارولينا چارلسټن کې مېشت شو. د انډره زوی جان له هستر ګراسټ سره واده وکړ، چې هغه هم د هوګونو کډواله وه. هنري د دوی درېيم ماشوم او تر ټولو مشر زوی و. جان ډېر ژر د اسونو د زينونو جوړونکی او پلورونکی شو، ډېر ژر د هغه سوداګري په ټولو مستعمرو کې تر ټولو پراخه سوداګري شوه. [۶]
په ۱۷۴۴ز کال کې جان لاورنس هنري لندن ته واستاوه، تر څو د دې ځوان سړي د سوداګرۍ زده کړې پراخې کړي. دا چاره د ريچارډ اوسوالډ په شرکت کې تر سره شوه. جان لاورنس په ۱۷۴۷ز کال کې مړ شو او دروېشت کلن هنري ته يې د پام وړ شتمنې پرېښوده.[۷]
واده او کورنۍ
[سمول]هغه د ۱۷۵۰ز کال د جون په پنځه وېشتمه نېټه د سويلي کارولينا د وريځو د بزګرې کورنۍ له غړې «الينر بال» سره واده وکړ. دوی ديارلس بچيان درلودل، ډېری يې په ماشومتوب کې مړه شول. الينر په ۱۷۷۰ز کې د خپل وروستي ماشوم له زېږولو يوه مياشت وروسته مړه شوه. لاورنس خپل درې زامن د زده کړې لپاره لندن ته بوتلل او خپل مشر زوی يې لاورنس وهڅاوه، چې قانون ولولي. د خپلو زده کړو له بشپړولو پرته جان لاورنس په ۱۷۷۶ز کال کې بېرته متحده ايالاتو ته راستون شو، تر څو د امريکا په انقلابي پوځ کې خدمت وکړي.[۸]
سياسي دنده
[سمول]د هغه مهال د ډېرو وړتيا لرونکو نارينه وو په څېر هنري لاورنس هم په مليشه کې دنده تر سره کړه. د فرانسې او هندي جګړې په اوږدو کې (د اووه کلونو جګړې په نوم هم پېژندل کېږي) په ۱۷۵۷ – ۱۷۶۱ز کلونو کې د چيروکي هنديانو پر ضد د مبارزې پر مهال، هنري ته د ډګرمن پوځي رتبې ته ترفيع ورکړل شوه.
۱۷۵۷ز لومړی کال و، چې هغه د مستعمرو مجلس ته وټاکل شو. لورنس هر کال ټاکل کېده، خو هغه هر ځل نه، هغه وخت د انقلاب ايالتي کنوانسيون د لنډ مهالي حکومت په توګه، د دې مجلس د ځای ناستي په توګه وټاکه. په ۱۷۷۳ز کال کې هغه نه و ټاکل شوی، ځکه دا کال هغه لندن ته تللی و، تر څو د خپلو زامنو د زده کړې چارې سمبالې کړي. هغه په ۱۷۶۴ او ۱۷۶۸ز کلونو کې د مستعمرې شورا ته ټاکل شوی و، خو دواړه واره يې دا وکالت رد کړ. په ۱۷۷۲ز کال کې هغه د فلاډلفيا د امريکايي فلسفي ټولنې سره يو ځای شو او له نورو غړو سره په شریکه يې پراخه لیکنې وکړې.[۹]
د امريکايي انقلاب په رانژدې کېدو سره، په لومړي سر کې لاورنس د بریتانيې له تاج سره د پخلاينې پلوی و، خو دا چې حالات خراب شول، هغه په بشپړ ډول امريکايي درېځ څخه ملاتړ کاوه. کله چې کارولينا د انقلابي حکومت په جوړولو پيل وکړ، لاورنس ولايتي کانګريس ته وټاکل شو، کوم کانګريس چې د ۱۷۷۵ز کال د جنورۍ په نهمه نېټه لومړۍ ناسته وکړه. هغه د خونديتابه د پلاوي مشر و او له جون څخه د ۱۷۷۶ز کال تر مارچ مياشتې پورې يې د همدې کانګريس لومړی مسئول و. کله چې سويلي کارولينا په بشپړ ډول خپلواک حکومت په پښو ودراوه، هغه د ۱۷۷۶ز کال له مارچ څخه د ۱۷۷۷ د جون مياشتې تر اووه وېشتمه نېټې پورې، د سويلي کارولينا د مرستيال ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه.
د ۱۷۷۷ز کال د جنورۍ په لسمه نېټه هنري لارنس په لومړي ځل د لويې وچې کانګريس ته د استازي په توګه واستول شو. هغه په کانګريس کې تر ۱۷۸۹ز کال پورې دنده تر سره کړه. نوموړی له ۱۷۷۷ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه، د ۱۷۷۸ز کال د دسمبر تر نهمې نېټې پورې د لويې وچې د کانګريس د رئيس په توګه کار وکړ.
د ۱۷۷۹ز کال په مني کې، کانګرس نوموړی د هالنډ لپاره د خپل وزير په توګه معرفي کړ. د ۱۷۸۰يمو کلونو په لومړيو کې نوموړي په دنده پيل وکړ او په برياليتوب سره يې له جګړې څخه د هالنډ د ملاتړ په اړه مذاکرات تر سره کړل، خو د همدې کال په مني کې امسټردام ته د بېرته راستنېدو د سفر پر مهال، د بریتانيې «ويسټال« بېړۍ د «نيو فاندلنډ» په څنډو کې د «مرکري» په نوم د لويې وچې بېړۍ مخه ونيوله، په کومه کې چې هنري سفر کاوه. سره له دې چې د هغه پيغامونه په اوبو کې وغورځول شول، بریتانويانو بيا هم هغه وموندل، دوی د متحده ايالاتو او هالنډ تر منځ د يوه احتمالي تړون مسوده وموندله، چې په ۱۷۷۸ز کال کې د ويليام لي او امسټردام د بانکدار جين ډي نوفيل له خوا، په «اکس-لا-شاپل» کې چمتو شوې وه. دا چاره د دې لامل شوه چې، بریتانيا د هالنډ جمهوريت پر ضد جګړه اعلان کړي، دا جګړه د څلورمې انګليسي-هالنډي جګړې په نوم پېژندل کېږي.[۱۰][۱۱]
بریتانويانو لاورنس په خيانت تورن کړ، انګلستان ته يې بوت او د لندن په برج کې يې بندي کړ (هغه يوازينی امريکايي دی چې ياد برج کې يې بند تېر کړی). امريکايانو د هغه د بند پر ضد نيوکې وکړې. په ډګر کې ډېری نيول شوي کسان جنګي بنديان بلل کېدل، په داسې حال کې چې ډېر ځله شرايط وېروونکي و، د بنديانو تبادله او د پوسته خانې امتيازات منل شوی کار و. د بند پر مهال «ريچارډ اوسوالډ» له هغه سره مرسته کوله اوسوالډ د لاورنس د سوداګرۍ پخوانی شريک او د بانس ټاپو اصلي څښتن و، ياد ټاپو په «سيراليون» سمندر کې د مريانو د سوداګرۍ مرکز و. اوسوالډ د لاورنس په استازيتوب د بریتانيې له حکومت سره خبرې کولې. په پايله کې د ۱۷۸۱ز کال د دسمبر په يو دېرشمه نېټه، هغه د جنرال لارډ کورنواليس سره تبادله او خوشې شو او هغه د امسټرډام پر لور خپل سفر ته دوام ورکړ. هغه د امريکا د هڅو لپاره په بسپنو راټولولو کې مرسته وکړه.
د لاورنس مشر زوی ډګروال جان لاورنس په ۱۷۸۲ز کال کې د کامبي سمندر په جګړه کې ووژل شو، هغه د انقلابي جګړو وروستی قرباني و. نوموړي د جګړې لپاره د مريانو د نوم ليکنو او ازادولو څخه ملاتړ کړی و او خپل پلار ته يې وړانديز کړی و چې، له هغو څلوېښتو مريانو څخه پيل وکړي، چې په ميراث به ورته پاتې کېږي. هغه له پلار سره استدلال کړی و، چې د کورنۍ مريان ازاد کړي، خو له مخالفت سره سره بيا هم هغه خپل دوه سوه او شپېته مريان ازاد نه کړل.[۱۲][۱۳]
په ۱۷۸۲ز کال کې لاورنس د سولې د کميسار په توګه د مذاکراتو لپاره پاريس ته واستول شو، د کومو مذاکراتو په پايله کې چې د پاريس تړون رامنځ ته شو. په داسې حال کې چې نوموړي په لومړي تړون لاسلیک نه و کړی، هغه د دويم پړاو تړون په برخه کې مهمه ونډه درلوده، په کوم کې چې د هالنډ او هسپانيې اړوند مسائل حل کېدل. د مريانو په سوداګرۍ کې د لاورنس پخواني شريک ريچارډ اوسوالډ، د پاريس د خبرو پر مهال د بریتانيې له اړخه د سولې اصلي مرکچي و.[۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb14413494m — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Henry-Laurens — سکالو پېژند: Henry Laurens — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w09fs0 — سکالو پېژند: Henry Laurens — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/L000121 — خپرېدونېټه: ۱۴ اپريل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپروونکی: United States Government Publishing Office
- ↑ "Slavery and Justice: Report of the Brown University Steering Committee on Slavery and Justice" (PDF). Brown University. October 2006.
- ↑ . Encyclopedia.com.
- ↑ Gillespie, p.20
- ↑ Wallace, p.180
- ↑ "APS Member History". خوندي شوی له the original on 2021-12-13. بياځلي په 2021-12-13.
- ↑ Tuchman
- ↑ "From George Washington to Leonard de Neufville, June 29, 1789". Founders Online. National Archives.
- ↑ Massey, Gregory D. (Winter–Spring 2003). "Slavery and Liberty in the American Revolution: John Laurens's Black Regiment Proposal". Early America. بياځلي په 2012-05-31.
- ↑ Finkelman, Paul (April 1994). "Thomas Jefferson and Antislavery: The Myth Goes On" (PDF). The Virginia Magazine of History and Biography. 102 (2): 211. بياځلي په 2011-03-14.
- ↑ United Kingdom Gross Domestic Product deflator figures follow the MeasuringWorth "consistent series" supplied in Thomas, Ryland; Williamson, Samuel H. (2024). "What Was the U.K. GDP Then?". MeasuringWorth. بياځلي په July 15, 2024.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1792ز مړينې
- 8 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2632
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
